د خوست ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت

د خوست ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت

Share

د خوست ولایت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمريت هيوادوالو ?

نوموړى امريت د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مقام تر چتر لاندې په خوست ولايت کې فعاليت کوي تر څو په علمي او مسلکي ډول ستاسو زده کوونکي او محصلين وروزي.

Photos from ‎د خوست ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت‎'s post 29/12/2022

عامه پوهاوی؛ په خوست کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اعلاناتي بينرونه ولګول شول

یکشنبه (د مرغومي ۴ مه)

د عامه پوهاوي د کمپاین په لړۍ کې د خوست ولایت مرکز په ځینو برخو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اعلاناتي بینرونه ولګول شول.

دا کمپاین په نورو ولایتونو کې هم روان دی.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د افغانستان یو له مهمو ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو څخه دی، چې یو له اصلي موخو څخه یې د مسلکي او ماهر کاري ځواک روزل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې تر ۶۰ سلنې زیاتې زده کړې عملي دي. ترڅو ددې مرکزونو زده کونکي او زده کړیالان له فراغت وروسته مستقیم ډول د کار په بازار کې جذب شي.
___________________________
آگاهی‌عامه؛ بنرهای تبلیغاتی اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی در خوست نصب شد

یک شنبه ( 4 جدی - 1401)

در ادامه کارزار آگاهی‌دهی، بنرهای تبلیغاتی اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی در بخش‌هایی از مرکز خوست نصب شد.

این کارزار در سایر ولایت‌ها نیز جریان دارد.

اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی یکی از نهادهای مهم آموزشی و تحصیلی افغانستان است که تربیه نیروی ماهر از اهداف اصلی آن است.

بیش از 60 درصد آموزش در مراکز تعلیمات تخنیکی و مسلکی عملی است. شاگردان و محصلین این مراکز، پس از فراغت مستقیم جذب بازار کار می‌شوند.

Photos from ‎د خوست ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت‎'s post 10/10/2022

دوشنبه (۱۸ میزان ۱۴۰۱) هـ ش کال :
دکابل دتخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزي ادارې څخه دمرور مشترک په نوم راغلي پنځه کسیز هیئت او دخوست ولایت دتخنیکي او مسلکي زده کړو آمر انجینر عابد الرحمن عابد دخوست مرستیال والي مولوي محمد انور ((دین پرور)) سره ولیدل:
خوست ولایت ته دمرکزي ادارې څخه راغلی هیئت چې دخوست ولایت دتخنیکي او مسلکي زده کړو اړوند د(۱۴) مسلکي انستیتوتونو او لیسو څخه دنظارت په موخه راغلي نن دخوست ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور (( دین پرور )) سره دولایت مقام کې لیدنه وکړه.
په لیدنه کې دخوست ولایت اړوند دتخنیکي او مسلکي زده کړو سره دهماهنګۍ او هغوی سره ددومداره همکارۍ په مورد خبرې اترې وشوې.
راغلي هیئت ته دخوست میلمستون کې ځانګړی ځای ورکړل شو.
راغلي هیئت دمرستیال والي مولوي محمد انور څخه مننه او قدراني وکړه .
وړ ده چې راغلی هیئت به دمرکز په شمول دټولو ولسوالیو انستیتیوتونو او لیسو څخه لیدنه کوي.
دسرلوړي افغانستان په هیله

Photos from ‎د خوست ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت‎'s post 09/10/2022

یکشنبه (۱۷/میزان/۱۴۰۱) هـ ش نیټه
دخوست ولایت دتخنیکي او مسلکي زده کړو آمر انجینر عابدالرحمن عابد دخوست ولایت دپوهنې رئیس مولوي سید وسیم مالیار او مرستیالانو سره لیدنه وکړه.
په لیدنه کې ددواړو جانبینو ترمنځ په هماهنګۍ او دیونیسیف موسسې لخوا د ۲۰۰ امریکایې ډالرو دتوزیع په اړه بحث وشو.
دخوست ولایت دپوهنې رئیس دتخنیکي او مسلکي زده کړو آمر عابد ته دهر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او مسلکي زده کې یې دیوه هېواد دپرمختګ او بیارغونې په برخه کې ګټورې وباللې.
یادونه یې وکړه چې په نږدې راتلوونکي کې به دمسلکي زده کړو اړوند ټولو استادانو ته دیونیسیف لخوا ۲۰۰ امریکایی ډالر نغداً وویشل شي.
دسرلوړي او اباد افغانستان په هیله

Photos from ‎د خوست ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت‎'s post 05/10/2022

خوست میخانیکي انستیتیوت د۱۴ ټولګي دساختمان (سیول انحینرۍ) محصلینو ته عملي کار وشو:
دساختمان درشتې استاد ماسټر امیر خان همت په لارښوونه د۱۴ ټولګي دسیول انجینرۍ محصلینو ته دسطحې دمعلوملو کمرې عملاً ور وښودل شوې.
خوست میخانیکي انستیتوت چې په ۱۳۳۶ هـ ش کال کې تاسیس شوی ګڼ شمیر مسلکي کادرونه روزلي او لا پکې په زده کړو بوخت دي.
دخوست دعوت پوهنتون رئیس ښاعلي کمال خان صبري ځانګړي مننه کوو چې موږ سره دعملي زده کړو په برخه کې دزیرکې تکنالوجۍ دوسایلو همکاري کوي.

Photos from ‎د خوست ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت‎'s post 05/10/2022

خوست میخانیکي انستیتیوت کې دمیزان ۱۳ مه دښوونکي نړیواله ورځ ولمانځل شوه:
هغه مراسم چې نن دښوونکي دنړیوالې په ورځې په مناسبت دایر شوي دقرانکریم په څو مبارکو ایتونو سره پیل شول ورپسې دخوست میخانیکی انستیتیوت امر مظلوم صبری، تدریسي مرستیال امام الدین ګربز، سرمعلم اجمل خان جمالي او دغونډې په منځنی برخه کې دمحصلینو لخوا شعرونه او ترانې واورول شوې.
دغونډې په وروستۍ برخه کې دخوست میخانیکي انستیتیوت محصلینو خپلو استادانو ته دګلونو ګیډۍ او نورې تخفې ډالۍ کړې.
دغونډې وروسته دیوولسم ټولګي دبرق څانګې زده کوونکو ځانګړي میوه او مشروبات ترتیب کړي وو.
له ټولو ګلالیو محصلینو زښته زیاته مننه چې خپل استادان یې ونازول.

Photos from ‎د خوست ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت‎'s post 05/10/2022

د خوست ولایت دتخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت اړوند مرکزي کثیرالرشتیوي انستیتیوت کې تېره ورځ سه شنبه چې د ۱۴۰۱/۷/۱۲ نیټې سره سمون خوري د محصلینو لخوا د خپلو مونوګرافونو د دفاع لړۍ رسمآَ پیل شوه چې دا پروګرام د قاری صیب فیاض لخوا د قرآن کریم په څو مبارکو ایتونه سره پیل شو.
وروسته د یاد انستیتیوت آمر ښاعلي بسم الله افغان د ښوونې، روزنې او د مسلکي زده کړو د ارزښت په اړه تفصیلي خبرې وکړې دده وروسته د اقتصاد علمي کمیټې رئیس استاد شاکر محصلینو ته د مونوګرافونو د ارائیه کولو اصول او کړند لاره محصلینو ته روښانه کړه ورپسې نظیف الله او مزار خان خپل موضوعګانې په خپل نوبت سره ارائیه کړې چې دغه لړۍ به دوام وکړي.
دسرلوړي افغانستان په هیله

Photos from ‎د خوست ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت‎'s post 01/10/2022

ځــــــــــانګــــــــــــــړي مـــــــــــــــــرکـــه
۱۳/صفرالمظفر ۱۴۴۴
دخوست ولایت دتخنیکي او مسلکي زده کړو آمر انجینر صیب عابدالرحمن عابد دخوست ملي تلویزون سره دتخنیکي او مسلکي زده کړو په اهمیت او ضرورت پوره نیم ساعت خبرې وکړې.
هغه خپرونه چې دخوست ملي تلویزون دخوست ولایت دتخنیکي او مسلکي زده کړو امریت اړوند دمسلکي مکاتبو او انستیتیوتونو لپاره ځانګړي شوي وه دخوست ولایتي آمر انجینر صیب عابد یې په اړه بشپړ تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
په معلوماتو کې یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو پر اهمیت او تاریخچه مفصلې خبرې وکړې او همدا راز یې وویل چې د هېواد دپرمختګ او بیارغونې په برخه کې مسلکي زده کړې ډېرې ضروري دي.
نومړي آمر هیوادوالو ته دا هم واضحه کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره یوه مستقله اداره ده او د معارف وزارت سره کوم تړاو نه لري او همدا شان یې په دولتي او غیر دولتي مؤسساتو باندې غږ وکړ چې هغه پروژې چې د معارف په چوکاټ کې یې پلي کوي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ته پکې جدا سهم ورکړي.

خوست ولایت دتخنیکي او مسلکي زده کړو امریت رسنیز دفتر

Photos from ‎د خوست ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت‎'s post 29/09/2022

دخوست میخانیکي انستیتیوت دیوولسم او دوولسم ټولګيو دبرق دڅانګې زده کوونکي دخوست برېښنا ریاست سره په تفاهم مرکزي سب اسټیشن ته دعملي زده کړو په موخه تللي ترڅو دنظري زده کړو ترڅنګ په عملي ډاګر کې هم معلومات حاصل کړي.
دسب اسټیشن له مسؤلینو زښته زیاته مننه کوو چې موږ سره دعملي زده کړو په برخه کې همکاري کوي.
دیادونې وړ دی چې دخوست میخانیکي انستیتیوت په تیرو دوه کالونو کې ګڼ شمیر ستونزې درلودې چې سږ کال الحمدلله په بشپړ ډول هوارې شوې.
دبیلګې په توګه دحق الزحمه استادانو دمعاشونو او همدا ډول دبدل اعاشې دنه حواله کیدو ستونزه چې دواړه په ټاکلي وخت حواله شوې.
او سږ کال د خوست میخانیکي انستیتیوت ته نوي ( ۵۲۵) نفر محصلین جذب شول چې په اووه بیلابیلو رشتو کې په زده کړو بوخت دي دا یو بې ساری ګام دی .
ښوونه او روزنه دیوه هېواد دپرمختګ او بریا ترټولو بهترینه لار ده.

Photos from ‎د خوست ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت‎'s post 28/09/2022

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو عمومي آمریت لخوا د محصلینو ظرفیت لوړونې په موخه د سیمنارونو ځانګړې لړۍ کوم چې یوه میاشت مخکې پیل شوي ده،چې پرون ورځ سه شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ سمون خوري د موسی خېلو کثیرالرشتوي انستیتیوت کې د خوست ولایت د اقتصاد علمي کميټې رئیس شاکر په هدایت او د استاد حکمت الله حکمت په لارښونه لومړۍ محصلینو ته سیمنار د ارایه کولو په اړه معلومات ورکړل شول او وروسته د استاد سیدمر جان سعید لخوا په ورکړل شوي موضوعاتو کې د محصلینو څخه په خپل نوبت سره سیمنارونه واخیستل شول.

Photos from ‎د خوست ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت‎'s post 27/09/2022

دخوست میخانیکي انستیتیوت د۱۳ ټولګي دبرق څانګې ددوهم سمستر محصلین دخوست مرکزي سب اسټیشن کې داستاد صدیق الله دنظارت لاندې دعملي زده کړو پرمهال .
مسلکي زده کړې دهېواد دبیارغونې او سمسورتیا لپاره ګټورې تمامیږي.
موږ تخنیک ته ژمن یو.

24/09/2022
Photos from ‎د خوست ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت‎'s post 22/09/2022

د خوست ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمريت اړوند د کمپيوټر ساينس علمي او مسلکي کميټې هم د استادانو په تکامل سره خپل فعاليت پيل کړو!
هيله ده چې ښې لاس ته راوړنې به ولري.
نن ورځ په 1401/6/31 نيټه د خوست ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمريت اړوند د کمپيوټر ساينس پوهنځۍ استادانو خپله علمي غونډه تر سره کړه غونډ ه د سهار په لس نيمو بجو د استاد منير لخوا د قرانکريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه په غونډه کې د کمپيوټرساينس د علمي او مسلکي کميټې د ريئس ماسټر بخته خان افغان تر پرانيستونکي وينا وروسته د اجنډا په مهمو موضوعاتو بحثونه او پريکړې وشوي چې غونډه د غرمې په دوولسو بجو د استاد منير له خوا د سمسور او آباد افغانستان د دعا په ويلو سره پاى ته ورسيده.

Want your school to be the top-listed School/college in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Khost
1400