19/04/2026
د چنار راډیو د ښوونیزو خپرونو په لړ کې “له راډیو تر راډیو” د ژورنالېزم د زده کړو یوه نوې لړۍ اضافه شوه.
ددې برخې اولنی کتاب په خوست او کابل کې زمونږ د کتابونو ټولو مرکزونو ته رسېدلی دی.
د ژورنالېزم د ډګر ټول مینوال کولای شئ له دې لړۍ سره یو ځای شي چې د تیوري زده کړو تر څنګ به په عملي برخه کې هم زده کړې ورکړل شي.
18/01/2026
په راډیویي کانکور کې د راډیو ستاسو ښوونځی او کورني ډاکټر د خپرونو ګلالیو زده کوونکو !
د ډېر ویاړ او خوښۍ ځای دی چې د چنار راډیو – راډیو ستاسو ښوونځي او کورني ډاکټر د کانکور په ازموینه کې د بریالیو زده کوونکو د هڅونې او ملاتړ په موخه مو ۶ پایې لپټاپ کمپیوټرونه او ۱۰ دانې ایپاډونه چمتو کړي دي.
دا تحفې به سبا د یو منظم او تعلیمي پروګرام په ترڅ کې هغو ګلالیو زده کوونکو ته وسپارل شي چې د هڅې، زحمت او استقامت له لارې یې بریا خپله کړې ده.
موږ باور لرو چې زده کړه تر ټولو قوي پانګه ده او د استعدادونو ملاتړ زموږ ملي، دیني او انساني مسؤلیت دی.
چنار راډیو به تل د علم، پوهنې او روښانه راتلونکي تر څنګ ولاړه وي.
بریا مو مبارک، راتلونکی مو روښانه!
#کانکور
21/12/2025
د چنار راډیو د راډیو ستاسو ښوونځی او کورنی ډاکټر خپرونې ګلالیو زده کوونکو!
د راډیويي کانکور کتاب د چنار راډیو مرکزي دفتر او د کابل ښار څانګو ته ورسېده.
د نن ورځې په اوږدو کې به د خوست په ګډون ټولو ولایتونو ته اکمال شي.
18/12/2025
د چنار راډیو د راډیو ستاسو ښوونځی او کورني ډاکټر د زده کوونکو لپاره په زده پورې زېری!
د راډیو ستاسو ښوونځی او کورنی ډاکټر د خپرونو ګلالیو زده کوونکو!
د چنار مېډیا ګروپ تر چتر لاندې خپرېدونکې «دنګ چنار» مجله په راتلونکې ګڼه کې غواړي د راډیو ستاسو ښوونځي او کورني ډاکټر فعالو او بااستعداده زده کوونکو ته ځانګړی فرصت برابر کړي، تر څو خپل لیکل شوي ښوونیز، روغتیایي، ادبي او فرهنګي ، ټولنیز او نور فکري اثار د دې مجلې له لارې خپاره کړي.
هغه زده کوونکي چې غواړي خپل استعدادونه وځلوي، کولای شي چې خپل مطالب د واټساپ لاندې شمېرې ته ولیږي او یا هم د راډیو ستاسو ښوونځی او کورني ډاکټر د کتابونو مرکزونو ته په لیکلي ډول وسپاري.
د واټساپ نمبر : 0766700800
درنښت
چنار میډیا ګروپ؛
(چنار راډیو، استقلال راډیو، چنار پروډکش ،دنګ چنار مجله)
فکرونه جوړوو او بدلون رامنځته کوو
09/12/2025
د چنار راډیو د تعلیمي خپرونې یعنې راډیو ستاسو ښوونځی د ټولو ګلالیو زده کوونکو لپاره زېری !
دادی ستاسو د انتظار شیبې پای ته ورسېدې او د بریا لار دیني خپرونې کتابونه له چاپ څخه راووتل. په کابل او ولایتونو کې یې له اړونده مرکزونو څخه تر لاسه کولای شئ.
ددې خپرونې نشر په کابل کې له چنار راډیو او زمونږ د همکارې استقلال راډیو څخه په ټاکل شویو وختونو کې اورېدلی شئ.
24/09/2025
د چنار راډیو، د راډیو ستاسو ښوونځی د ازموینې پایلې اعلان او بریالیو زده کوونکو ته دیپلوم سند ورکړل شول!
الحمدلله، د چنار راډیو، د راډیو ستاسو ښوونځي په خوست ولایت کې د لومړیو درې درسي لړیو ازموینه په بریالیتوب سره ترسره کړه او د پایلو اعلان مو د چنار راډیو له لارې په ژوندیو خپرونو کې وکړ.
✅ A ګرېډ زده کوونکي:
هغه زده کوونکي چې یې له سلو سل نمرې ترلاسه کړې وې، د A ګرېډ ډیپلوم تر څنګ د وړتیا په پار راډیو او ستاینلیک هم ترلاسه کړ.
✅ B او C ګرېډ زده کوونکي:
بریالیو زده کوونکو ته د خپلو ګریډونو مطابق ډیپلوم سندونه ورکړل شول.
🎓 ټول ډیپلومونه د استاد عمر اندېش او د چنار راډیو د راډیو ستاسو ښوونځي د تعلیمي کمېټې د غړو له لوري زده کوونکو او د هغوی محترمو والدینو ته ورکړل شول.
راډیو ستاسو ښوونځی – زده کړه د هر کور دروازې ته!
13/09/2025
له کور څخه د طب د نړۍ دروازې پرانیزئ!
په ویاړ سره موږ «د کورني ډاکټر» نوی کتاب درته وړاندې کوو؛ یو علمي او عملي اثر چې د اناټومۍ په برخه کې د زده کوونکو او مینه والو لپاره ځانګړی ترتیب شوی دی.
دا کتاب د پنځو حسونو پر بنسټ لیکل شوی او د انسان د بدن د جوړښت او لومړنیو مفاهیمو په اړه ساده، روان او ګټور معلومات وړاندې کوي.
یاد کتاب د کورنۍ دندې لپاره ځانګړی څلور ځوابه پوښتنیز بانک هم لري تر څو زده کوونکي پکې خپلې وړتیاوې آرزیابي کړي.
اوس یې په خوست،کابل، لوګر، کونړ، زابل، کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو کې د چنار راډیو «راډیو ستاسو ښوونځی» او د کورني ډاکټر د کتابونو له اړوندو آدرسونو د لاس رسي وړ دی.
09/09/2025
📘 Special Conversation book
د انګلیسي ژبې په برخه کې یو نوی علمي اثر چې د ورځنیو محاورو او عملي خبرو اترو د زده کړې لپاره ترتیب شوی دی.
یاد کتاب اوس د خوست او کابل په ولایتونو کې د چنار راډیو، راډیو ستاسو ښوونځی د کتابونو له ټولو آدرسونو څخه د لوستونکو لپاره د لاسرسي وړ دی.
د انګلیسي ژبې د عملي زده کړې لپاره یو اغېزمن علمي ګام!