SZU-Languages and Literature Faculty

SZU-Languages and Literature Faculty

Share

Our aim is to share essential information with lecturers, students and other staff members.

13/05/2026

د ژبو او ادبياتو پوهنځي محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د مقالې ليکنې کنفرانس وړاندې شو!
د روان (۱۴۰۵) لمريز کال د ثور مياشتې پر( ۲۲ )نېټه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي څېړنې کمېټې لخوا پلان سره سم د ياد پوهنځي محصلانو ته ( د څېړنېزې مقالې جوړښت، محتوا او بڼه) تر سرليک لاندې کنفرانس د يادې کمېټې يو تن استاد عبدالرشید رشید وړاندې کړ.
کنفرانس د دري څانگې يو تن محصل لخوا د قران کریم څو مبارکو ایتو په تلاوت سره پيل شو، ورپسې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنمل سید مرجان سروري
محصلانو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د ورته کنفرانسونو پر ارزښت او اهميت گټورې خبرې وکړې. وروسته استاد عبدالرشید رشید خپل تر تيب کړی کنفرانس پر دريو برخو: ( ۱. د یوې څېړنیزې او علمي مقالې جوړښت
۲. د علمي مقالې محتوا
۳. د علمي مقالې بڼه)
په تفصيلي ډول وړاندې کړ. د موضوع اړوند محصلانو پوښتنو ته مناسب ځوابونه وويل شول. ورپسې د څېړنې کمېټې مشر پوهنمل دوکتور ولي خان منیب یاد کنفرانس د څېړنې په برخه کې د محصلانو لپاره ګټور وباله او زیاته یې کړه، دې ته ورته نور کنفرانسونه، چې د محصلانو په ظرفیت لوړونه کې ګټور تمامېږي؛ د څېړنې کمېټې په پلان کې شته. دغې را ټوليدنې د استاد عبدالله زاهد له خوا د دعا په ويلو پای وموند.

06/02/2026

خبرتیا!
د شیخ زاید، پکتیا، پکتیکا، لوګر، غزني او غزني تخنیکي علومو پوهنتونونو هغه محصلانو ته خبر ورکول کېږي، چې د لنډ مهالي دیني او اصلاحي سیمینار لپاره یې نوم لیکنه کړې ده، سبا ورځ یاد سیمینار په شیخ زاید پوهنتون کې پیلېږي، نوماندان محصلان دې خبر وي.
ورځ: شنبه
وخت: سهار ۹:۰۰ بجې
ځای: شيخ زايد پوهنتون لیلیې مسجد

28/12/2025

تأثیر اخلاق استاد در جذب آموزش و توانمندی محصلان
پوهنمل عبدالبصیرحکیمی، پوهنتون شیخ زاید، پوهنحی زبان و ادبیات، دیپارتمنت زبان و ادبیات فارسی‌ دری
دریافت¬ها و نتیجه‌ی مقاله‌ی علمی تحقیقی
یافته‌های تحقیق بیان کننده‌ی آن بود که اخلاق و برقراری ارتباط نیک بین استاد و محصل، چه در حیطۀ عوامل فردی، یعنی بیرون از صنف درس و چه در حیطه‌ی عوامل گروهی،‌ یعنی در داخل صنف و ساحه اکادمیک، عناصر اخلاق و همدلی و برقراری صمیمیت استاد با محصلان، رعایت عدالت استاد در برخورد با محصلان، مسئولیت پذیری و فروتنی او نقش مؤثری در جذب آموزش و توان‌مندی محصلان دارد؛ در حالی که سن، جنس، ظاهر استاد و محبوبیت و شهرت او در بین سایر محصلان تأثیر کم تری نسبت به مؤلفه اول دارد. از اطلاعات و داده‌های به دست‌آمده سنجیده می‌شود که نسبت به هر ویژ‌گی دیگر کرده، در تفهیم و جذب‌آموزش توسط استاد به محصلان، تکریم و احترام او به محصلان بیشترین تأثیر را دارد که سبب توان‌مندی محصلان می‌گردد؛ در حالی که نظم و انضباط و حضور به موقع استاد در صنف، ارائه‌ی طرح درس و طرح دوره‌های گروهی و استفاده به موقع استاد از ابزارهای تشویقی و ایجاد مشارکت محصلان در صنف درس، کم تر نقش مؤثری داشته است.
همچنان در این تحقیق بررسی شد که محصلان بیشتر به حمایت‌گر بودن استاد؛ یعنی توجه به نظریه‌های محصلان، استقبال با روی باز از محصلان، دادن فرصت پرسش و پاسخ به محصلان، ارتباط صمیمانه با محصلان، برخورد دوستانه با محصلان، دادن قدرت و جسارت کافی به محصلان، حفظ اعتماد به نفس محصل، محول کردن کار به محصل، انتقال اعتماد به نفس محصل، دادن فرصت به محصلان جهت تحقیق و پژوهش تمایل نشان داده و پرداخته بودند که استاد باید به این مسایل توجه داشته باشد. همین‌طور به مولفه‌ و خصوصیت‌های که بیشتر جنبه‌ی اخلاقی دارد، نظر و دیدگاه شان را ابراز نمودند و توجه استاد را در این جنبه‌ها بسیار مؤثر دانستند. یعنی داشتن اخلاق خوب که شامل متعادل بودن،‌ دارای انعطاف،‌ منظم و منضبط، ظاهر و شکل آراسته، مهربان، با ایمان و اخلاق، داشتن اعتماد به نفس،‌ با شخصیت، گشاده‌رو، آگاه، با ایمان بودن، بسیار محترم بودن، دوست مهربان و دلسوز و قیافه‌بشاش با مدیریت سالم و سازنده.
همین‌گونه از نظر محصلان، استاد باید ایده آل و مهربان باشد که با این ویژگی می‌تواند تصویر یک دوست مهربان و دلسوز را در ذهن ایجاد کند. دوستی که در کنار او احساس آرامش باید کرد،‌ در سختی‌ها و مشکلات از هیج کمکی دریغ نکرده و مشکل و ناهنجاری‌های محصلان را مشکل خود بداند. محصلان نیز به این موارد اشاره نمودند که استاد باید نمونه باشد. نمونه بودن استاد برای محصلان از نظر معنوی،‌ تعهد به آموزش درست، تعهد به آموزش و پرورش افرادی کارآمد برای جامعه، اهمیت دادن استاد به کیفیت کار، حفظ متانت و عفت توسط استاد، الگوی کاری برای محصلان، الگوی اخلاق بودن استاد برای محصلان، نمونه‌ی اخلاق کامل است. از دیدگاه محصلان، استاد باید خوش‌اخلاق باشد به طوری که اگر محصلی ناسازگار بود با دیدن اخلاق و رفتار استاد از کار خود پشیمان شود. یک استاد باید به حدی از نظر اخلاقی و برخورد اجتماعی خوب و والا باشد که محصلان همواره از او به عنوان الگو استفاده کنند.
علاوه بر این، محصلان فراتر از نقش استاد در صنف درس فکر کرده و در باره‌ی الگو بودن استاد در جامعه دیدگاه شان را ابراز نمودند و استاد را فردی نمونه و انسانی کامل معرفی کردند و بر اهمیت نقش استاد در متن جامعه تأکید داشتند، و در باره‌ی اهمیت تأثیر اخلاق استاد و نقش هدایت‌گری او در جامعه بیان نمودند: یعنی هنگامی که یک عالِم دچار انحطاط شود، عالَمی را به کوره راه می‌برد. و دیگر توقع محصلان از استاد این بود که استاد یک الگوی نقش کامل برای محصلان باشد و علاوه بر این از نظر خصوصیات علمی، حرفه‌یی و اخلاقی،‌ فردی متعهد و دلسوز نسبت به میهن و دین و ایمان باشد. به عبارت دیگر فردی باشد که اهدافی متعالی داشته باشد و در تربیت نسلی پویا و سالم برای جامعه‌ی اسلامی تلاش کند.
- نتیجه کلی اخلاق مثبت استادان و مؤثریت آن که سبب جذب آموزش و توان¬مندی محصلان می¬شود به صورت مختصر در یازده شماره در زیر خلاصه شده است:
۱ . زدودن ترس و بیم از ذهن محصلان.
۲ . افزایش تحقیق و مطالعه‌ی عمومی مربوط به رشته.
۳ . دور شدن صفت‌های بد‌ از محصلان.
۴ . پیدا شدن شجاعت و اعتمادبنفس به محصلان.
۵ . انجام یافتن کارهای تحقیقی بدون ترس و بیم.
۶ . پیداشدن صداقت و صمیمیت در بین محصلان.
۷ . موفقیت و بهره‌مندی تحصیلی و توان¬مندی بیشتر.
۸ . تقویت روحی و روانی محصلان.
۹ . افزایش جرأت محصلان در ساحه‌ی علمی و اکادمیک.
۱۰ . پیدا شدن دورنمای مثبت در آینده به محصلان.
۱۱ . هدف‌مند ساختن محصلان نسبت علم و دانش با توجه به بازار کار و راه‌های آن.
- همین¬‌گونه نتیجه‌ی کلی از اخلاق منفی استادان که تأثیر ناگوار بر توان¬مندی و جذب آموزش محصلان می‌گذارد، به صورت مختصر در سیزده شماره در زیر به خلاصه شده است:
۱ . ایجاد ترس و بیم در اندیشه‌ی محصل جهت یادگیری علم و دانش.
۲ . اُفت تحصیلی بیشتری محصلان.
۳ . از بین رفتن شجاعت و اعتماد در بین محصلان.
۴ . توجه نکردن محصلان به رفتارهای بد و ناگوار.
۵ . نبود مطالعه و تحقیق عموی مطابق رشته و مسلک.
۶ . تنگ ساختن ساحه‌ی تفکر و تدبر نسبت علم و دانش.
۷ . اُفت قدرت تحلیل و استلال نسبت علم و دانش.
۸ . نبود دورنمای روشن و واضح برای آینده.
۹ . تقلید از رفتارهای اخلاق منفی استاد در آینده توسط محصل.
۱۰ . به وجود آمدن تکلیف‌های روحی و روانی به محصلان.
۱۱ . نبود موفقیت‌های بیشتر به محصلان.
۱۲ . عزلت گزینی و گوشه‌گیری محصلان.
۱۳ . نبود جرأت و شجاعت در ساحه علمی و اکادمیک.
از تحقیق و پژوهش انجام شده که در رابطه به بررسی عوامل تأثیر اخلاق و برقراری ارتباط میان استاد و محصلان در جذب آموزش و توان‌مندی محصلان پرداخته شده است نشان می¬دهد که استاد با اخلاق و ایده‌آل جنبه‌های مختلفی را شامل می‌شود. این محصلان تنها به علم یا توان‌مندی تدریس توجه نکرده اند؛ بلکه استاد با اخلاق و ایده‌آل را استادی می‌دانند که در عین حال که فردی با ویژگی‌ها و مشخصات برجسته‌ی اخلاقی‌ست، برخوردار از اندیش‌ها و انگیزه‌هاست، درحقیقت مدیری‌ست که از محصلان به خوبی حمایت می‌کند، نسبت به جامعه و کشورش متعهد است. اخلاق و برقراری ارتباط نیک بین استاد و محصل نقش مؤثر در جذب آموزش دارد و احترام استاد به محصلان و خصوصیات فردی مانند صمیمیت و همدلی استاد با محصلان و رعایت عدالت استاد در برخورد با محصلان از مهم‌ترین عوامل ارتباطی از دیدگاه محصلان شناخته شدند.
در حالی که عوامل ظاهری مانند سن و جنس کم ترین تأثیر را دارند. ایجاد ارتباط دوستانه بین استاد و محصل یکی از صفات مهم مشخصه‌ی یک استاد خوب مطرح شد و گفته شد که استاد توجه خود را از جمله به حفظ احترام و حرمت محصلان،‌ کمک به حل مشکلات با همدلی و درک متقابل و اخلاق در بر قراری ارتباط داشته باشد که پرداختن به این موارد در جذب آموزش و توانمندی محصل مؤثر است. همچنان اهمیت صفات و خصوصیات پسندیده‌ی دیگری را از قبیل تسلط کامل بر موضوع تدریس، توانایی تشویق محصلان به اندیشیدن، عدالت در ارزشیابی درس و نمره دادن، مطرح کردن موضوعات درسی زنده و جذاب، تکرار مطالب درس مشکل، شمرده صحبت کردن، علاقمند و پر حرارت بودن نسبت به موضوع درسی، در نظر گرفتن اوقاتی برای بحث و گفتگو و صَرف وقت بعد از صنف به منظور کمک به محصل، گزارش شد که این هم تأثیر خوبی در جذب آموزش و توان‌مندی محصلان دارد؛ اما نسبت به مؤلفه‌ی نخست که اخلاق و رفتار مناسب استاد و برقراری ارتباط درست او با محصل است، تأثیر کم‌تر دارد.
بر اساس تحقیق و پژوهش حاضر که مبنی بر ویژگی‌ها و خصوصیت‌های که عامل اخلاق و صمیمیت و همدلی استاد در برقراری ارتباط با محصلان می‌باشد مؤثر و کا را دانسته شده است. بنا بر گفته‌ها و دیدگاه‌های محصلان، محیط‌های آموزشی معمولا با استرس همراه هستند و از جمله اولین و حیاتی‌ترین نیازهای انسان، نیازهای عاطفی اوست و انسان در عالم ناآشنایی و غُربت به دنبال کسی‌ست که با او صمیمی باشد، بتواند با او بگوید و از او بشنود. بنا بر این، اولین دریافت حمایت روحی مؤثر از سوی استاد با اخلاق است که می‌تواند سبب بهبود جذب آموزش و توان‌مندی محصلان شود. استادان که به خوبی با محصل ارتباط برقرار میکنند، می‌توانند به خوبی محصل را جذب کرده و تغییرات مثبت در او به وجود آورند .

22/12/2025

دمقالې سرلیک: د ښاري لوحو د سمونې او اصلاح ارزښت
څیړونکی: پوهنیار حمدالله وصال، شیخ زاید پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځی، پښتو څانګه.
پایله
د پایلې په توګه ویلی شو، چې د ښاري لوحو د سمونې او اصلاح ارزښت زیات دی؛ ځکه چې لوحې د ذهني مفاهمو د انتقال وسیله ده او په دې توګه ښاریان له زیاتو ستونزو خلاصېږي او په اسانۍ سره خپل هغه څه چې اړتیا یې ده، لاسته راوړي، له بلې خوا د سوداګرو او دوکاندارانو لپاره لوحې د اعلاناتو رول لوبوي او د خلکو پام د خپلو اجناسو او کسب لوري ته راګرځوي. همدرانګه د لوحو د سمونې یو بل ارزښت په دې کې دی، چې زموږ ژبه او فرهنګ غني کېږي او د ژبې معیاري کېدنې ارزښت ته موږ متوجې کېږو، چې په اقتصادي برخه کې د سمې ژبې کارونې اړتیا حس کوو او راتلونکي نسل ته د ښه پیغام رسونې دود ورکوو، تر څو خپلې ژبې او فرهنګ ته د ارزښت په سترګه وګورو او د نورو ژبو اغېز مو پر ژبه او فرهنګ کم شي.
زموږ په ښاري لوحو کې زیاتې ستونزې لیدل کېږي، چې د املایي تېروتنو تر څنګ ګرامري، ادبي او ان د ډیزاین او معیاري رنګونو په کارونه کې ستونزې لري. د دې ستونزو عمده علتونه، غیرمسلکي توب، د لوحو د ارزښت نه پېژندل او په دې برخه کې بې پروا پاتې کیدل او د ولس د سواد کچې ټیټوالی یادولی شو.

22/12/2025

د مقالې سرلیک: تڼیو کې د قومي مرکې اصول
څېړونکی: پوهنمل مشفق اصولي د شیخ زاید پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې استاد
پایله
د ټنیو د څلورو قومونو څخه یو یو مخور انتخابیږي، دا انتخاب په څو صورتونو کې کیږي، یو صورت او شکل یې دا دی، چې د دوو کسانو تر منځ مصلحین یا دوستان، خپلوان موجود وي، که احیاناً دوی د مسلې او دعوې په حل کې عاجز او بې وسه شول، نو همدغه دوستان، خپلوان نور مرکچیان او ملایان ورته خوښوي، مرکچیان او ملایان دواړه جانبه جلا جلا ګوري او د دوی نظرونه، دلایل اوري. بل صورت یې دادی، چې یو طرف چې متضرر شوی وي، نو مقابل طرف ته اول دوستان، خپلوان ور لیږي یا بهرني نور کسان ورلیږي. مقابل طرف ته دوستان او خپلوان ورځي او خبر ورکوي، چې تا سره د پلانکي نفر دا کار دی او له تا دا خبره دا ډول غواړي، مقابل طرف همدې نفرو ته ځواب ورکړي، چې یا دا موضوع تاسې وګورئ یا یې په نرخ ورسره ګورم او نرخ ته ورته ناست یم، که دوستانو ته یې واک صلاحیت ورکړ نو دوستان او همدغه خپلوان یې ګوري، که دوی ناتوانه شول بیا نو دوی ترې ووځي او څلور نور تڼي یا مرکه ورته انتخابوي. بل صورت یې دادی، که یو متضرر نفر غوښتل چې دوستان او خپلوان ور ونه لیږي، نو څلور تڼي انتخابوي او مقابل طرف ته یې په داسې بڼه ورلیږي، چې خالات هم ورکوي، تر څو یاده مرکه او اګویي یا خبر قومي نرخي رسمیت پیدا کړي او سبا که له یادو کسانو څخه هر چا پوښتنه کوله نو یاده مرکه به شاهدي ورکوي، چې پلانکي موږ په پلانکۍ نېټه پلانکي ته ورلیږلي وو. مشخص شوي یا انتخاب شوي، یا په خپله ورغلې مرکه مربوطه موضوع ګوري، کوشش کوي چې زر یې حل کړي او یوه مناسبه حل لاره ورته را وباسي او فیصله ور وکړي. لومړۍ خو همدغه څلور کسان د سوال زارۍ تر څنګ د قومي مرکې د اصولو په بنیاد همدغه راپورته شوې موضوع حل کوي، که بیا هم حل نه شوه، نو همدغه څلور کسان د دواړو طرفونو څخه واک، توی وړی واک، په ګوتو جوړ واک، لفظ د نرخ ویلو لپاره غواړي، دا نو بیا د دوو طرفونو کار دی، چې دوی پر مرکه څومره باور کولی شي او واکونه ورکولی شي یا نه، که واک یې ورکړ، نو همدغه څلور نفري مرکه د واک اخیستو په خط لاسلیک یا ګوتې اخلي او د ډېر هر اړخیز سوچ فکر وروسته فیصله د څو کسانو په شتون کې یا یوازې دوی ته اوروي.
که یاده څلور نفري مرکه په مشخصه او مربوطه لانجه، دعوه کې بریالۍ نه شوه، نو یاد څلور کسان بیا نور څلور تڼي انتخابوي، چې د مرکې شمېر اتو کسانو ته رسیږي، دا اته کسان یاده موضوع، لانجه، دعوه ګوري، د دوی دلایل او نظرونه ګوري، ګرم نه ګرم، ملامت، سلامت معلوموي. په لومړي ځل همدغه اته کسان کوشش کوي، چې بغیر د واک او اختیار دواړو طرفونو ته قناعت ورکړي او دعوه د یو لفظ اخیستو او خط په اساس ور حل کړي او فیصله د
څو کسانو په شتون یا فقط دوی ته اعلان کړي، فیصله که د دواړو طرفونو له خوا ومنل شي، نو دواړه قناعت کوي او په هغه خط چې مرکې لیکلی یا ترتیب کړی دی، ګوتې لګوي او که په فیصله یو طرف قناعت ونه لري، نو یو طرف جګیږي او د انکار غږ کوي او فیصله ماتوي، که د دواړو د قناعت وړ فیصله نه وه، نو دواړه جګیږي او د انکار غږ کوي. که یادو اتو کسانو ته موضوع ژوره او بغرنجه معلومه شوه نو یاد اته کسان کوشش کوي چې د دواړو طرفونو څخه په رضایت، سوال، زارۍ، لفظ اخیستو، واک، توی وړی واک، په ګوتو جوړ واک واخلي او دوی د دواړو طرفونو څخه د لفظ کولو، واک، توی وړي واک، په ګوتو جوړ واک غوښتنه کوي. که دواړو طرفونو د یادشویو واکونو له جملې هر یو واک او لفظ دوی ته ورکړ، نو مرکه د عدل او انصاف په رڼا کې فیصله ورته ابلاغوي، خو فیصله په هغه صورت کې ورته ابلاغوي، چې مرکه به ګوري چې دوی ته کوم ډول واک او لفظ ورکړل شوی دی، که واک، توی وړی واک ورکړل شوی و، نو د دواړو طرفونو له خوا به د مرکې له خوا په فیصله مخکې له مخکې ګوتې په داسې حالت کې لګیدلې وي، چې دواړه طرفونه به د خط او فیصلې څخه ناخبره وي او که چېرې د ګوتو جوړ واک او لفظ په رڼا کې فیصله ورکوي، نو دلته دوه صورتونه دي، یو دا چې د فیصلې وروسته شاهدان او مرکچیان او دواړه طرفونه ګوتې لګوي او بل دوهم صورت دادی چې فیصله خط باندې د دواړو طرفونو او مرکچیانو او شاهدانو له خوا ګوتې د فیصلې نه مخکې لګیدلې وي. بالخاصه که یاد اته کسان د مربوطه موضوع په حل کې بریالي نه شول، نو همدغه اته کسان د بهر نورو قومونو( خوست کې د تڼیو، ګربزو، منګلو، ځدراڼو، صبریو، ځاځیو) څخه یو یو یا دوه دوه مخور کسان انتخابوي، چې د دوی په شمول مرکه دولس کسانو ته رسیږي. یادو دولس کسانو ته (تخم) ویل کیږي او یاد نوم ورکوي او ترڅنګ مرکه هم ورته ویلی شو.
په دې ډول مرکه یا تخم کې د تڼي قوم څخه یو یا دوه او د خوست د نورو پاس ذکر شویو قومونو څخه یو، یو یا دوه، دوه کسان داخلیږي، یاده مرکه هم د موضوع د حل په غرض کوشش کوي، چې لانجه، دعوه حل کړي، که احیاناً یاده مرکه په دې ونه توانیده، چې موضوع حل کړي، نو بیا یاده موضوع د تڼي قوم ترمنځ عمومي داسې یو ځای (خړه شګه) کې مرکې ته مخته اچوي، چې د تڼي قوم مشران به حاضر وي. د تڼي قوم ټول مشران په دې ځای سره راټولیږي، د همدې موضوع د حل لپاره بحث، خبرې، اترې کوي او خپل نظرونه یو تر بل سره تبادله کوي، هر کله که دوی د دې خبرو اترو وروسته کوم مثبت تفاهم ته سره ورسیدل، نو په خړه شګه کې د کاڼو، تیږو غټ او جګ څلی په دې معنی جوړوي، چې د دې څلي څخه غرض دا شو، چې په دې موضوع کې، په دې ډول اصولو سره نوی څلی او نوی نرخ ترتیب او وټاکل شو. خړه شګه د تڼي قوم لپاره هغه ارزښتمن ځای دی، چې که د تڼي قوم مشرانو څخه د یوې موضوع د حل لاره، چاره، اصول ورک شول، نو د یوې موضوع د حل لپاره په دې ځای کې نوی نرخ، نوی څلی او نوي قومي اصول جوړیږي.
د تڼيو قومي مرکه کولی شي، چې د دوو جانبینو څخه برمته، ناغه، نوواټ هم واخلي او دا کار ځکه ترسره کوي، تر څو دواړه طرفین د مرکې پرېکړه ومني او که د دوی پرېکړه ونه مني، نو د دواړو جانبینو نوواټ، برمته به د مرکې له خوا خوړل کیږي او دا هېڅکله د جانبینو له خوا غوښتونکي نه دي. کله کله داسې هم شوي یا کیږي، چې د مرکې پرېکړه دواړه جانبین ومني، نو نوواټ او برمته به دواړو جانبینو ته ورکوي. کله داسې هم شوي دي، چې د مرکې پرېکړه د یو طرف څخه منل شوې ده، خو بل طرف یې ونه مني، نو مرکه د نه منونکي اړخ نوواټ یا برمته، هغه که نغدي وي یا مادي، د خپلو ځانونو لپاره شخصي اعلانوي او مرکه یې په خپل منځ کې سره ویشي او کوم طرف چې فیصله منلې وي، نو همدې شخص یا طرف ته نوواټ یا برمته ورکوي. مرکه د دوی د دلایلو او استدلال له رویه توانیږي، چې د نرخ په رڼا کې ګرم نه ګرم معلوم کړي. مرکې په دې هم توانیدلې دي، چې د دوو طرفینو تر منځ داسې لانجې او شخړې حل کړي، چې دوی د (الله ج حق کتاب یعنې قسم) ته سره ناست وي، خو دوی د قومي مرکې د اصولو په رڼا کې یوه داسې لاره ورته برابره کړې ده، چې دواړه طرفین پرې راضي شوي دي. د تڼیو قومي مرکه هغه وخت پوره بلل کیږي، چې د دوی له جملې یو کس هم یعنې دیني عالم او قومي مشر غیر حاضر نه وي او که چېرې په دې کسانو کې یو کس هم غیر حاضر و، نو مرکه نیمګړيې ده او فیصله نه شي کولی، که په دې نیمګړي حالت کې فیصله ترسره کړي، نو نیمګړیې ده او هر طرف د اصولو په رڼا کې کولی شي، چې مرکه نیمګړیې معرفي کړي او فیصله ونه مني. تڼیو قومي مرکه په هغه صورت کې دوو کسانو ته قسم ورکولی شي، چې دوه ملایان حاضر
وي او د دوی د نه موجودیت په صورت کې مرکه قسم نه شي ورکولی. د تڼیو قومي مرکه په هغه صورت کې چې (تخم) په اساس کومه فیصله وکړي او د دوو جانبینو له خوا ونه منل شي یا د یو جانب له خوا ومنل شي او بل طرف له خوا ونه منل شي، مرکه ترې رخصت شي، نو یاده موضوع دوباره د تڼي قوم مرکه نه اخلي او په دې موضوع کې نوره مرکې خبرې نه کوي او دا موضوع د مرکې له اصولو اچوي او جانبین ازاد دي، چې محمکې ته یې وړي یا یې بل قوم مرکې ته وړي.(( لسو کسانو ویلي دي)).

17/12/2025

د مقالې سرلیک: انګلیسي ژبې مهارت لوړولو کې د ټولنیزو رسنیو رول
څېړونکی: پوهنمل محمد نواب شینواری، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي انګلیسي څانګې استاد
پایله
د انګلیسي ژبې په زده کړه کې د مشهورو ټولنیزو رسنیو کارول دا څرګندوي چې څیړونکي او ښوونکي د خپلو زده کوونکو د ۲۱مې پیړۍ شرایطو سره همغږي ساتلې ده، او د زده کوونکو ډیجیټل سواد او ډیجیټلي ژوند طرز یې د لا اغېزناکې زده کړې د ودې لپاره د فرصت په توګه کارولی دی.
د دې څیړنې پایلې څرګندوي چې ټولنیزې رسنۍ د انګلیسي ژبې د زده کړې په لوړولو کې خورا مهم رول لوبوي. په ځانګړې توګه، د پنځو مشهورو ټولنیزو رسنیو (فیسبوک، وټساپ، یوټیوب، انسټاګرام، او ټویټر) ارزونه څرګندوي چې دا ټولنیزې رسنۍ د ژبې په ځانګړو مهارتونو باندې اغېز لري، او د دوی اغېز د زده‌کوونکو اړتیاوو او معاصرې ټکنالوژۍ سره په تطابق کې د زده کړې یوه نوې لاره برابروي.
د بیا کره کتنې لپاره، د ټولو انتخاب شوو مقالو له جملې څخه ۹ مقالو موندنې ښیي چې د پنځه انتخاب شوو ټولنیزو رسنیو په منځ کې فیسبوک د انګلیسي ژبې وړتیا لوړولو کې تر ټولو ډیره اغیز لرونکې ټولنیزه رسنۍ ده. نوموړې ټولنیزه رسنۍ د زده‌کوونکو د ژبې لوستلو او لیکلو او نورو مهارتونو په لوړولو کې مهم رول لوبوي، او ځینو خاصو ځانګړتیاوو له لارې زده‌کوونکي هڅوي چې په انګلیسي ژبه خپلې خبرې او نظریات وړاندې کړي.
د ۲۵ مقالو بیا کره کتنه ښیي چې د فیسبوک څخه وروسته وټساپ د انګلیسي ژبې د وړتیا لوړولو کې دویم ځای خپل کړی دی. یاده ټولنیزه رسنۍ د خبرو کولو او ګروپي تعاملاتو په برخه کې غوره وسیله ده. د دې رسنۍ د پیغام رسولو او ګروپي چیټ فیچر زده‌کوونکو ته د خپل انګلیسي تلفظ او جملو جوړولو په وده کې مرسته کړې ده. همدارنګه د دې کره کتنې په اساس، پنځه مقالو موندنې د انګلیسي ژبې مهارت لوړولو کې د یوټیوب اغیز مهم بللی دی. په دې ټولنیزه رسنۍ کې د ویډیويي منځپانګې تنوع زده‌کوونکو ته د پوهې زیاتولو، د اورېدلو مهارت لوړولو، او د اصلي انګلیسي ژبو ویونکو له تلفظ سره د بلدتیا زمینه برابروي.
همدارنګه انسټاګرام او ټوېټر د انګلیسي ژبې د وړتیا په لوړولو کې په ترتیب سره څلورم او پنځم ځای خپل کړی دی. انسټګرام د انګلیسي ژبې د لیکلو او ویلو په برخه کې زده‌کوونکي هڅوي او خاصو ځانګړتیاوو یې د یادې ژبې زده ‌کوونکو ته د خپلو نظریاتو په لیکلو او د خپلو ویډیوګانو له لارې د خبرو کولو لپاره فرصت برابروي. همدارنګه ټویټر د لغتونو په زده کړه او د لنډو جملو جوړولو په برخه کې ځانګړی ځای لري. د ټویټر د ځآنګړتیاوو په اساس زده‌کوونکي په لنډو، دقیقو او اغېزمنو جملو کې خپل نظریات وړاندې کړي. په ټوله کې، څیړنه څرګندوي چې د ټولنیزو رسنیو ګټور او اغېزمن استعمال د انګلیسي ژبې د زده کړې په پروسه کې یوه نوې، انعطاف‌منه او په زړه پورې لاره برابروي.

16/12/2025

د مقالې سرلیک: د انګلیسي ژبې زده کړې په پرمختګ کې د ځیرک ټیلیفونونو رول
څېړونکی: پوهنمل سیف الرحمن رحماني، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي انګلیسي څانګې استاد
پایله
ځیرک ټیلیفونونو د زده کوونکو لپاره د انګلیسي ژبې زده کړې په پرمختګ کې نوی اړخونه رامنځته کړي، چیرته چې هغوی کولی شي هر وخت او هر ځای زده کړه وکړي. د ښوونکو، زده کوونکو او ډیجیټل وسایلو ترمنځ اړیکه د ژبنیو مهارتونو د ودې لپاره نوی فرصتونه رامنځته کوي. که څه هم ځینې ننګونې او محدودیتونه شتون لري، لکه د وخت بېځایه مصرف یا د تعلیمي محتوا ناسم انتخاب، خو د ځیرک ټیلیفونونو کارونه په سمه توګه د ژبنیو زده کړو لپاره یوه مؤثره لاره ګڼل کېږي.
سربېره پر دې، په دې څېړنه کې د ځیرک ټیلیفونونو په مرسته د انګلیسي ژبې د زده کړې مختلف اړخونه وڅېړل شول. د موندنو پر بنسټ څرګنده شوه چې ځیرک ټیلیفونونه د ژبنیو مهارتونو لکه اورېدنې، خبرې کولو، لوستلو، او لیکلو په پرمختګ کې مهم رول لوبوي. دغه وسیلې زده کوونکو ته د تعلیمي اپلیکیشنونو، ډیجیټل کتابونو، آنلاین کورسونو او نورو سرچینو ته آسانه لاسرسی برابروي، چې د زده کړې بهیر نه یوازې اغېزمن کوي بلکې هغه په زړه پورې هم ګرځوي.
په پایله کې، د ټکنالوژۍ په ځانګړي ډول د ځیرک ټیلیفونونو اغېز د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې نه یوازې د ښوونکو او زده کوونکو لپاره یو نوی چاپېریال رامنځته کړی، بلکې د دوی لپاره یې د زده کړې پروسه اغېزناکه، اسانه او لاسرسي وړ ګرځولې ده. د دې لپاره اړینه ده چې د دې وسیلو کارونه په سمه توګه تنظیم او د زده کړې موخو لپاره ښه مدیریت شي.

04/12/2025

د شيخ زايد پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي انگليسي څانگې استاد ولي خان منيب په برياليتوب سره د دوکتورا پروگرام بشپړکړ، قدرمن منيب صاحب ته دې ډېر مبارک وي.
Congratulations on completing your PhD.

2025 - Volume: 2 Issue: 3 | Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences 10/11/2025

د شيخ زايد پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي دريو تنو استادانو هر يو پوهنمل مشفق اصولي، پوهنمل سيدمرجان سروري او پوهنيار شمس الرحمن ځدران نړيوالې مقالې له لاندې لینکونو څخه
ترلاسه کولی شئ
1.https://kuijis.edu.af/index.php/kuijis/article/view/210
2.
https://kuijis.edu.af/index.php/kuijis/article/view/219

2025 - Volume: 2 Issue: 3 | Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences

11/09/2025
Want your school to be the top-listed School/college in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Address


Shaikh Zayed University
Khost
2022