Economics Faculty's Developing Fund

Economics Faculty's Developing Fund

Share

زمونږ موخه د پوهنځی دوامدار پرمختګ او د محصلینو لپاره د

12/09/2016

په خپل وار سره،موږ هم ټول تاريخي وياړلي ملت ته د لوی اختر مبارکي وایو.
د رب په لویه درګاه کې،د امن،ثبات او د تل پاتې سولې لپاره لاسونه لپه کوو.
رب مو نور د تبعیض،تعصب پرځای ملي فکرۍ ته ورمخه کړې.
سوله، انکشاف او پرمختګ زموږ شعار دی!

Photos 23/04/2016

معنوي فکر ،معنوي رغونه!
څه ښه تطابق د کتاب نړیواله ورځ او د کتاب مینه!
صاف او ټولنیز فکر،د ملي هڅې ژمنتیا او د ملي رغوونکې عمل استنادي ستنې تشکلیوي!
ګرانو دوستانو! د خوست د شېخ زاېد پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د مالي او بانکي چارو څانګې استاد پوهیالي رحمت الله منګل، د یادې پوهنځی د علمي او پوهنیز اړخ (کتابخانې) د لا غوړیدا او وسعت لپاره د دوو الماریو مرسته وکړه،چې د ده یاده هڅه د پوهنتون په اکاډمیک ډګر کې د ستاینې وړ ده او د پوهنځی ټول استادان ورڅخه منندوی دي او د یاد ډیپارتمنت محترم امر پوهنیار رحمن الله رسا هم د مننې تر څنګ د لا تشویق او ترغیب هیله ښودله،تر څو یاده پروسه په بې پارې او علمي توګه مختګي شي.
ژوند پر ټولنیزو شخصیتونو!

Photos 16/04/2016

د محترم انجینر ابراهیم الله ولي زی د مرستې او کمک څخه منندوي يو. ژوند يې له خوشاليو او بریالیتوب ډک غواړو!
ژوندي د وي بااحساسه ځوانان!

علمي شعور، ټولنيز پياوړتوب!
د خوست د شیخ زاید پوهنتون اقتصاد پوهنځی د شاه او خوا رغونې او سمسورونې په روانه لړۍ کې يوه بل تن ځوان،هڅاند او د علمي شعور لرونکي شخصيت انجينر ابراهيم الله ولي زوي هم د يادې پروسې د تاندۍ او مختګۍ لپاره پنځه لس زره نقدي مرسته وکړه او د شاه و خوا د زرغونولو لپاره یې د خپلې همکارۍ په استمرار ټينګار کاؤ کور یې اباد، سياسي او معنوي شعور یې لا پياوړی شه!

Photos 14/04/2016

علمي شعور، ټولنيز پياوړتوب!
د خوست د شیخ زاید پوهنتون اقتصاد پوهنځی د شاه او خوا رغونې او سمسورونې په روانه لړۍ کې يوه بل تن ځوان،هڅاند او د علمي شعور لرونکي شخصيت انجينر ابراهيم الله ولي زوي هم د يادې پروسې د تاندۍ او مختګۍ لپاره پنځه لس زره نقدي مرسته وکړه او د شاه و خوا د زرغونولو لپاره یې د خپلې همکارۍ په استمرار ټينګار کاؤ کور یې اباد، سياسي او معنوي شعور یې لا پياوړی شه!

Photos from Economics Faculty's Developing Fund's post 19/03/2016

نن ورځ د اقتصاد پوهنځی د کتابتون سره، د فکري بدلون ټولنیز بنسټ مؤسیس ډاکټر عبدالجبار جبارخیل لخوا د کتابونو ساتلو لپاره د الماریو مرسته وشوه. اقتصاد پوهنځی د ډاکټرصیب دغه اقدام ستايي او هغه ته د اوږد ژوند هیله لري!

Photos from Economics Faculty's Developing Fund's post 10/03/2016

نن ورځ د شیخ زاید پوهنتون رئیس محترم پوهنمل مجیب الرحمن کریمي، د اقتصاد پوهنځی له جوړیدونکي پارک څخه لیدنه وکړه او د پوهنځی د فعالو او زیارکښو محصلانو سره یې چې عملاً په پارک کې په کار بوخت وو، روغبړ وکړ او دوی یې وستایل. ضمناً، د اقتصاد پوهنځی دوو فعالو محصلانو هر یو حبیب الله همت او سیداجان د پارک سره یو ځل بیا هم د اویا عدده ګلاب ګان او هم دوه دانې د ایروکیریا په نوم د زینتي ونو مرسته وکړه. اقتصاد پوهنځی د شیخ زاید پوهنتون د محترم رئیس له راتګ څخه مننه کوي چې زمونږ محصلان یې وستایل او په عین وخت کې د حبیب الله همت او سیداجان له مرستې هم زښته زیاته مننه کوي، کور مو اباد!!

Photos from Economics Faculty's Developing Fund's post 09/03/2016

نن ورځ بیا هم د اقتصاد پوهنځی په پارک کې د پوهنځی د فعالو محصلانو لخوا چمن کینول شو. د پارک لپاره د چمن مرسته، د محترم خلیل قیومي لخوا جریان لري..

Photos from Economics Faculty's Developing Fund's post 08/03/2016

د اقتصاد پوهنځی په جوړیدونکي پارک کې د چمن کینول پیل شول او نوموړي مرسته د محترم خلیل قیومي لخوا جریان لري.....

Photos from Economics Faculty's Developing Fund's post 05/03/2016

نن ورځ محترم خلیل د سترشخصیت مرحوم خان صیب عبدالقیوم خان ځوی،د اقتصاد پوهنځی د جوړیدونکي پارک څخه لیدنه وکړه او د پارک د شنه کیدو لپاره یې د اته سوه فوټ مربع چمن د برابرولو ژمنه وکړه. اقتصاد پوهنځی د محترم خلیل څخه مننه کوي او دوی ته په راتلوونکي ژوند کې بریا او موفقیت غواړي!

Photos from Economics Faculty's Developing Fund's post 28/02/2016

نن ورځ د اقتصاد پوهنځی فعالو محصلینو حبیب الله همت، دولت خان جوهر او سیداجان لخوا د اقتصاد پوهنځی د پارک لپاره د ۷۳ عدده ګلاب ګلانو مرسته وشوه. اقتصاد پوهنځی د ګرانو محصلانو دغه کار ستایي او دوی ته موفقیت غواړي!

Photos 25/02/2016

نن د اقتصاد پوهنځی د پرمختګ په لړۍ کې د پوهنځی د کتابخانې د جوړولو لپاره، په خوست کې د فکری بدلون د بنسټ مؤسیس محترم ډاکټر عبدالجبار جبارخیل د کتابونو لپاره د المارۍ جوړولو ژمنه وکړه. اقتصاد پوهنځی له محترم جبارخیل څخه مننه کوي او دوی ته په راتلوونکي ژوند کې بریالیتوب غواړي.

Photos from Economics Faculty's Developing Fund's post 18/05/2015

نن ورځ د اقتصاد پوهنځی استاد محترم شرف الدین شرف، د اقتصاد پوهنځی د پارک د جوړیدو لپاره پنځوس زره (۵۰۰۰۰) کلدارې نغدي کومک وکړ. اقتصاد پوهنځی له محترم استاد څخه د زړه له تل څخه مننه کوي او هغه ته د لا بریاوو هیله لري!!

Want your school to be the top-listed School/college in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address


Khost Shaikh Zayad University
Khost
25000