د غوره معلم مسؤليتونه په دې لاندې څو ټکو کې خلاصه شوی :
۱ـ مخکې له دې چې ټولګي او یا مکتب ته راشې، باید خپل ټول مضامين چی نن یې درس ورکوې په غور سره مطالعه کړې، اګر که مضمون ډېره اسانه هم وی.
۲ـ د درس پیل او اخر ټول دې باید په نظر کې نیولی وي، او خپل درس تل په درسي ساعت تقسيم او ټول وخت پرې ونيسي.
۳ـ که د خپل درسي ساعت څخه لږ هم وروسته شوې نو امانت کې درڅخه خیانت ترسره شو.
۴ـ کوښښ وکړه چې د خپلو شاګردانو محبت لاسته راوړې، نه ډېر سخته او نه ډېره نرمه، تګلاره غوره کړې.
۵ـ په هر حالت کې بايد د خپلو شاګردانو لپاره د مقتدا او لارښود حیثيت ولرې.
۶ـ زده کوونکي د خپل معلم تقليد کوي، نو کوښښ وکړه چې اسلامي اخلاق، نظم، غوره تعامل او اسلامي احساس درڅخه زده کړي.
۷ـ ښوونيز وسائل پخپله له ځان سره ټولګي ته یوسه، ترڅو د شاګردانو وخت د ښوونځي ادارې ته په تلو راتلو کې ضايع نه شي.
۸ـ کوښښ وکړه خپل معلومات او علمي پانګه ورځ په ورځ زياته کړې ترڅو خپل شاګردان ښه ورسوې.
۹ـ د خپلو شاګردانو د اخلاقي ارتقا لپاره په هره مناسبه لحظه کې کار کوه او په دې هکله زياته توجه وکړه.
۱۰ـ هم پخپله کوښښ وکړه چې وخت ضايع نه کړې او هم شاګردانو ته د وخت د اهميت په هکله توصیه وکړه.
۱۱ـ ګرانه معلمه! په پخپلو ټولو کړو وړو او خصوصا د معلمۍ په دنده کې اسلام او هیواد ته مخلص اوسه او الله تعالی خپل څارونکی وګڼه او شاګرادان دې هم همداسې وروزه، ترڅوهم د دنیا او هم د اخرت بریاليتوب دې په برخه شي
د اسلام او هیواد ګټو ته د ژمنو معلمينو او ښوونکو د لا زیات بريالیتوب په هيله.
دنورالبصرعالي او خصوصي لیسې دتڼیو څانګه
نورالبصر عالي خصوصي لیسه د مرکزي لیسې تر څنګ پنځه نورې ?
ژبه او لیک (Language written): ژبه د ټولنیز ژوند سره سمه منځ ته راغلې ده. ژبه د انسانانو تر منځ د خبرو کولو، پوهولو را پوهولو یوه وسیله ده، لیک د ژبې، ژبنیو کلېمو رسم دی. د ژبې د پیدایښت څخه بې شمیره کلونه وروسته لیک منځته راغلی؛ نو ځکه څه کلیمې چې له ژبې راوځي هماغسې باید ولیکل شي.
تورواوبوال
گرامر (Grammar): د هغو قواعدو او اصولو مجموعه ده چې په ژبې کې د صحیح لیکلو او لوستلو له پاره باید مراعت شي. هره ژبه ځان ته خاص سیستم او قواعد لري. که چېرې د جملو په جوړولو کې د ژبې قواعد او سیستم په نظر کې ونه نیول شي نو کومې جملې چې د لیک له پاره جوړېږي هغه به بې معنا او بې مفهومه وي.
نورالرحمن
04/04/2017
16/02/2017
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Tani Khost
Khost
1