13/08/2025
د شیخ زاید پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د څانګې درې تنه استادانو، ښاغلي محمد داوود باباکرخېل، محمد شریف حیدر، او عبد الرحیم احمدي، په بریالیتوب سره خپل علمي کنفرانسونه وړاندې کړل.
یاد شوي کنفرانسونه د لاندې سرلیکونو لاندې ترسره شول:
1️⃣ د سایبر امنیت په ډګر کېد مصنوعي ځيرکتیا ټکنالوژۍ ادغام – د ښاغلي محمد داوود باباکرخییل له لوري.
2️⃣د افغانستان د دوامدارو سفرونو د پوتانسیال د پېژندلو لپاره د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ د وسایلو استعمال : د خوست ولایت یوه قضیي څېړنه – د ښاغلي محمد شریف حیدر له لوري.
3️⃣ په لوړو زده کړو کې د مصنوعي ځيرکتیا د سیستمونو ګټې او ننګونې: د افغانستان د یوې قضیې څېړنه – د ښاغلي عبد الرحیم احمدي له لوري.
د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګه د خپلو استادانو په یادو مهمو علمي لاسته راوړنو ویاړي او هیله لري چې دا ډول علمي هڅې به د پوهنتون او هیواد د پرمختګ لپاره لا زیاتې شي.
26/07/2024
24/06/2024
24/02/2024
29/01/2024
26/01/2024
26/01/2024
21/01/2024
21/01/2024
21/01/2024
17/12/2023