22/05/2025
مطالعه یا زدهکړه څومره اړینه ده؟
1. پوهه زیاتوي : مطالعه د انسان ذهن پراخوي او نوې معلومات ورزیاتوي.
2. فکر پیاوړی کوي : لوستل د تحلیل، استدلال، او تصمیم نیولو وړتیاوې ښه کوي.
3. شخصي پرمختګ : مطالعه انسان ته نوي مهارتونه، نظریات، او فرصتونه برابروي.
4. خپل باور لوړوي : یو عالم انسان په خبرو او عمل کې ډاډه وي.
5. اخلاق او شخصیت جوړوي : ښه کتابونه د انسان فکر او چلند ته مثبت بدلون ورکوي.
#نوټ په ساده ډول، مطالعه د ژوند بنسټ دی؛ څوک چې مطالعه کوي، هغه وده کوي، او څوک چې نه کوي، هغه شاته پاتې کېږي.
افضلي #
29/03/2025
* 👇*
*د اختر لمونځ دوه رکعته دى او دا *لمونځ واجب دى*
*لومړى به نيت وکړى*
*نيت مى کړى د لمانځه د زړه له اخلاصه دوه رکعته واجب لمونځ کوم د کوچنی اختر سره د ټولو تکبیرو اقتداء کوم په دى حاضر وخت حاضر امام پسې خاص خداى تا لره مخ مى د کعبي شريفى پر لور*
*الله اکبر*
*دوهم: به ثناء (سبحنك اللهم ...) تر اخره پوري ووايي.*
*چی کله ولا اله غیرک ووایی*
*بیا به درې واړه تكبيرونه ووايي امام په اوچت آواز او مقتديان په ورو غږ سره دری تکبيرونه ووايي، په هر تكبير كي به لاسونه غوږو ته پورته كوي او ايله كوي به ئې او د هرو دوو تكبيرو تر مابين به دومره سكوت كوي چي درې تسبيحات پكښي ويل كېدلاى سي.*
*څلورم: امام به سورة فاتحه او قرائت وائي مقتدی به چپ وی او ركوع ته به ځي دا ركعت به پوره كړي د عادی لمانځه پشان كله چي دوهم ركعت ته راپورته سي*
*نو بیا به امام سورة فاتحه او قرائت وايي*
*او بيا درې واری تكبير (الله اکبر) وايي پر هغه طريقه چي پورته ليكل سوې ده په څلورم تكبير سره به ركوع ته ولاړ سي.*
*او لمونځ به د نورو لمونځونو په څير ختم کړي.*
میداني ابتدایه ښوونځۍ اداره!
19/03/2025
د میداني ابتدائیه ښوونځي مهم اعلان!
درنو والدینو او ګران زدهکوونکو!
په خوښۍ سره خبر در کوو چې د (د نوي تعلیمي کال ۱۴۰۴/۱/۲) څخه د میداني ابتدائیه ښوونځي د نوي تعلیمي کال پیل کېږي. ټول زدهکوونکي باید په ټاکلي وخت ښوونځي ته حاضر شي او خپل زدهکړي له پوره شوق او جدیت سره پیل کړي.
د جدیدالشمول زدهکوونکو لپاره:
هغه ماشومان چې سږکال په لومړي ټولګي کې شاملېږي، باید د نوملیکنې پر مهال له ځان سره څلور عکسونه او د تذکرې کاپي ولري.
مهرباني وکړئ خپل ماشومان پر وخت ښوونځي ته راولیږئ، څو د دوي د زدهکړو لړۍ له ځنډ پرته پیل شي.
په درنښت،
د میداني ابتدائیه ښوونځي اداره
02/03/2025
د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د روژې په مبارکه میاشت کې د مرکز او ولایتونو په کچه د ادارو د کارکوونکو د کار د پیل او پای وخت وختونه اعلان شول. دغه وزارت ویلي چې روژه کې کار د سهار په ۹ بجو پیل او د ماسپښین په ۲ بجو د پنجشنبې ورځو په شمول د ماسپښین د لمانځه له وقفې سره پای ته رسېږي. یاد وزارت دغه راز زیاته کړې، چې تولیدي، خدماتي موسسې، تل فعال برخې، نشراتي، روغتیايي، ښوونې او روزنې او د لوړو زده کړو موسسې د خپلو کاري او اقلیمي شرایطو په پام کې نیولو سره د خپلو کارکوونکو د کار د پیل او پای مهالوېشونه تنظیم کړي.
11/02/2025
راتلونکي جمعې شپه د برات شپه ده:
(چانس دلاسه مه ورکوئ)
د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې شپه کې الله ﷻ ته د انسانانو د تیرکال اعمال وړاندې کیږي.
امام حسن بصري رحمة الله علیه به پدې شپه کي په لړزه وو، او وارخطا به وو ویل به یې د برات شپه ده زما اعمال الله ﷻ ته وړاندې کیږي ، الله ﷻ خبر پایله به یې څه وي! په دې شپه انسان ته روزي ، روغتیا ، ناروغي ، تندرستي او ټول شیان د انسان د راتلونکي کال لپاره تعین کیږي.
حضرت علي رضی الله تعالی عنه به په دې شپه د باندې راووت او په ژړا یې، اسمان ته کتل او ویل به یې اې الله ﷻ نن تاته اعمال وړاندې کیږي، چې د علي اعمال به الله ﷻ خبر څنګه وي؟
صحابه راغلل له رسول الله ﷺ څخه یې و پوښتل، چې
اې د الله تعالی رسوله کله چې د شعبان ۱۵ شپه شي نو ته هغه په عبادت او ویښه تیروې او د شعبان ۱۵ ورځ روژه نیسې دا د څه لپاره ده؟
د اللهﷻ رسول ورته وفرمایل: زه د شعبان د میاشتې په ۱۵ ورځ د دې لپاره روژه نیسم چې په دې ورځ د انسان عملنامه سپینه وي او دا مې خوښیږي چې زما د عبادت شروع په عملنامه کې په روژه باندې وشي، د شعبان د میاشتې ۱۵مه شپه کې ددې لپاره عبادت کووم او په ویښه یې تېروم چې دا مې خوښیږي چې کله مې الله ﷻ ته د کال په اخیر کې اعمال وړاندې کېږي نو هغه مې هم په عبادت کې تیره شي او په عملنامه کې مې اخیر عمل عبادت وي
د رسول الله ﷺ سنت دا وو چې کله به د برات (شعبان ۱۵) شپه را رسیدله نو دوی به جنت البقیع ته تلو او شپه به یې هلته په عبادت تیر وله.
عایشه(رض) وایې پدې شپه به چې کله رسول الله ﷺ عبادت کوو او کله به یې چې سر په سجده کیښود دومره به یې اوږدوله چې ما به ویل چې اللهﷻ مه کړه د هغه روح قبض شوی دی، لاس مې د رسول الله ﷺ پښې ته ور وړاندې کړ چې کتل مې د مبارک پښې ټکان وخوړ وروسته پوه شوم چې هغه ﷺ ژوندی دی او بیا مې خپل غوږ د هغه خواته ور نیږدې کړ چې په سجده کې ژاړي او دا دعا کوي (یا الله ﷻ پنا غواړم ستا د عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا د قهر او عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا په طرف او حرکت کوم ستا طرف ته، خدایه ستا شان چې لایق د عبادت دی مونږ هغه قسم عبادت ندی، کړی.
ياده شپه د خلاصون شپه هم ياديږي يعنې د ګناه نه د خلاصون شپه، ددې شپې خاص عبادت د احاديثو مبارکو په رڼا کې په لاندې ډول دي :
1:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس لوستل او د ايمان لپاره دعا کول.
2:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس بيا د حلال رزق لپاره دعا کول.
3:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس او بيا د لوى عمر لپاره دعا کول.
(د برات په شپه د راتلونکي کال تقدير هم ليکل کيږي)
نوټ: دوستانـــو مخکی یی شیر کړی
که هرڅوک په دغه شپه عبادت او د ورځی روژه ونیسی نو تاسی به هم الله ج پوره پوره اجرونه درکړی
09/02/2025
که تاسو د مطالعې سره علاقه نه لرئ، په ذهن کې داسې فکر وکړئ چې زه باید خپل دماغ ژوندي وساتم، ځان او بدن باید خرابېدو ته ور نکړم دې لپاره باید مطالعه وکړم.
د مطالعې لپاره لومړۍ هغه کتابونه غوره کړئ کومو موضوعاتو سره چې ډېره مینه لرئ، مثلان، د لنډو کیسو سره مینه لرئ، د لنډو کیسو اړوند کتابونه مطالعه کړئ، همداسې نور..
کوښښ وکړئ لومړۍ کمه مطالعه وکړئ؛ ورو، ورو مو د مطالعې سره مینه او ذوق ډېریږي.
د مطالعې لپاره دیني کتابونه او د پیغمبرانو او د صحابه وو کیسې. چې ډیرې جذباتي او په زړه پورې دي چې تاسو مطالعې کولو ته هڅه وي، غوره او انتخاب کړئ.
دنړۍ تر ټولو غوره کتاب قرآن ډېر ډېر مطالعه کوئ.
کوښښ وکړئ؛ د موبایل څخه او په موبایل کې د فیسبوک، ټیک ټاک، او ګیمونو څخه لارې اوسئ دا مو د مطالعې کولو څخه لارې ساتي.
مطالعه په ارام او او یوازې ځای کې کوئ، کوم کتاب چې مطالعه کوئ، هغه د ځان لپاره ملګری وګڼئ، داسې چې ماسره یو ملګری خبرې کوي.
ستاسو ورور افضلي
05/02/2025
په فرانسه کې "واي واټ" (Wattway) نومی سرک د نړۍ لومړنی سولري سړک (سړک چې د لمر د وړانګو څخه برښنا تولیدوي) ګڼل کېږي. دا سرک د فرانسې د نورماندي ایالت په تورور (Tourouvre-au-Perche) کلي کې موقعیت لري او د ۲۰۱۶م کال په ډسمبر کې پرانستل شو.
د "وای واټ" سولري سرک ځانګړتیاوې:
1. اوږدوالی: ۱ کیلومتر
2. پراخوالی: ۲.۸ متره
3. لمریز تختې: شاوخوا ۲۸۰۰ مربع متره سولري پینلونه
4. د برښنا تولید: هر کال شاوخوا ۲۸۰ میګاواټه-ساعته برښنا تولیدوي، چې د نږدې ۵۰ کورونو اړتیا پوره کولی شي.
5. د موادو ډول: لمریزه تخنیکي شیشه، چې د موټرو درانه ترافیک زغملی شي.
د پروژې هدف او ستونزې:
د دې سرک هدف دا و چې وګوري سولري سړکونه تر کومه بریده عملي دي. که څه هم پروژه نوښتګر فکر و، خو ځینې ستونزې یې درلودې، لکه:
لوړ لګښت: د سولري سرک جوړښت دودیزو سولري پینلونو ته په پرتله ډېر ګران و.
موثریت: د سولري تختو زاویه برابره نه وه، نو برښنا تولید یې لږ و.
خرابېدل: د وخت په تېرېدو تختې زیانمنې شوې او د موثریت کچه یې راکمه شوه.
نوټ: د دې تجربوي پروژې بریا او ستونزې د دې لامل شوې چې نور هېوادونه هم ورته تجربې ترسره کړي، خو تر اوسه سولري سړکونه د عامې کارونې لپاره یو ښه بدیل نه ګڼل کېږي.
ستاسو ورور: حاضرافضل (افضلي)
05/02/2025
#مسواک کارولو ثواب او فایده #
*۱ څوک چی مسواک استعمالوی الله ج به تری راضی وی*
*۲ څوک چی مسواک استعمالوی رضا د الله به ورته حاصل شی*
*۳ څوک چی مسواک استعمالوی الله تعالی به رزق کی ورته برکت اچوی*
*۴ څوک چی مسواک استعمالوی الله تعالی به یی مالداره کوی*
*۵ څوک چی مسواک استعمالوی الله تعالی د هغه د رزق اسباب براره وی*
*۶ څوک چی مسواک استعمالوی خوله به یی همیشه پاکه وی*
*۷ څوک چی مسواک استعمالوی وری به یی مظبوط وی*
*۸ څوک چی مسواک استعمالوی په سر به یی درد نه راځی*
*۹ څوک چی مسواک استعمالوی د بدن رګونه به یی صفاوی*
*۱۰ څوک چی مسواک استعمالوی د خولی بلغم به یی کم وی*
*۱۱ څوک چی مسواک استعمالوی غاښونه به یی مضبوط وی*
*۱۲ څوک چی مسواک استعمالوی د معدی تکلیف به یی کم وی*
*۱۳ څوک چی مسواک استعمالوی بدن به یی قوی وی*
*۱۴ څوک چی مسواک استعمالوی پوهه به یی زیاتیږی*
*۱۵ څوک چی مسواک استعمالوی حافظه به یی قوی وی*
*۱۶ څوک چی مسواک استعمالوی عقلمند به وی*
*۱۷ څوک چی مسواک استعمالوی زړه به یی صفاوی*
*۱۸ څوک چی مسواک استعمالوی نیکی به یی زیاتی وی*
*۱۹ څوک چی مسواک استعمالوی ملایکی ورڅخه خوشحاله کیږی*
*۲۰ څوک چی مسواک استعمالوی* *ملایکی به ورسره ستړی مه شی کوی. *
ستاسو ورور: افــــــــــــــــضـــــــــلـــي
*🕋دمُحَمَّد ﷺعاشقان📒*
09/12/2024
مون برایټ بې سیالې ډلې بې سیاله غونډه ترسره کړه.
ـــــــ
یاد غونډه سهار مهال په بې سارو مراسمو پیل شوه.
چ یادې ډلې شاوخوا سل تنه زده کوونکي ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.
له یادې نوښتګرې ډلې ممنون یم چ زما هڅې یې په لویې معنوي ډالۍ وستایلې.
زما انرژي او ځواني د له وطن صدقه شي.
درنښت
ډاکټر افضلي