27/09/2025
د ایګزیټ ازموینې خبرتیا!
ټولو هغو محصلینو ته چې د سلام روغتیایي علومو انسټیټیوټ له لارې د ایګزیټ ازموینې لپاره نوم لیکنه کړې، خبر ورکول کېږي چې د دوی نوملړ د لاندې لینک له لارې اعلان شوی دی.
د کارتونو وېش او د بایومتریک معلوماتو ثبت به د لاندې مهالوېش پر بنسټ ترسره شي.
یادونه:
له ټولو ګډونوالو څخه جدي غوښتنه کېږي چې د بایومتریک ثبت او د ازموینې په ورځ له ځان سره اصلي پېژندپاڼه او یا پاسپورټ ولري.
ګډونوال باید د کارت ترلاسه کولو او ازموینې لپاره پر ټاکلي وخت حاضر شي.
د ازموینې ځای ته د هر ډول الکترونیکي وسایلو (موبایل، ګوشکي، د حساب ماشین او نور) راوړل کلک منع دي.
📎 د نوملړ د کتلو لپاره لینک
https://sites.google.com/view/nexa-candidates/home
27/05/2025
خوست دعوت پوهنتون د علمي کادرونو په روزنه، د ملي ارزښتونو په پالنه، د اکادمیکو معیارونو په تعقیب او د کیفیت په لوړولو کې یو مخکښ تحصیلي نهاد دی.
21/03/2025
یــوازې دوه ورځې کانــــکور ته پاتې دي.
د دوولسمو او څوارلسمو ټولګیو فارغانو لپاره بهترین چانس دی د یادونې وړه ده چې د سیول څانګې د چهاردپاس محصیلنو لپاره سمستروار فیس٦٠٠٠ افغانی ټاکل شوی ،
د تخنیکي او مسلکي ادارې فارغان په ۷۵ سلنه اوسط د نمراتو او پرته له تنزیل څخه کانکور ازموینې له لارې د انجنیري پوهنځي سیول څانګې پنځم سمستر ته جذب کیږي.
19/03/2025
د دوولسمو او څوارلسمو ټولګیو فارغانو لپاره بهترین چانس دی د یادونې وړه ده چې د سیول څانګې د چهاردپاس محصیلنو لپاره سمستروار فیس٦٠٠٠ افغانی ټاکل شوی ، که غواړي په کم فیس د اکاډمیکو اصولو او نړیوالو معیاررونو سره په معتبر او سابقه لرونکي پوهنتون کې لوړې زده کړې وکړي دعوت پوهنتون انتخاب کړئ.
د تخنیکي او مسلکي ادارې فارغان په ۷۵ سلنه اوسط د نمراتو او پرته له تنزیل څخه کانکور ازموینې له لارې د انجنیري پوهنځي سیول څانګې پنځم سمستر ته جذب کیږي.
09/08/2024
د عــوت پوهنتــــون د کانـــکــور ازموینـــه
ډېر ژر ...
نوم لیکنه جریان لري.
02/08/2024
خوست دعوت پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی دیارلسمه دوره فارغین ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل
خوست دعوت پوهنتون چې په جنوب ختیځ زون کې د لوړو زده کړو معتبر اکاډمیک نهاد دی چې سږ کال یې هم د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی څخه( ٥٤) تنه محصلین ټولنې او وطن ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.
خوست دعوت پوهنتون له دې وړاندې هم (٨٣٠) تنه فارغین
د وطن د خدمت لپاره ټولنې ته وړاندې کړي چې اکثرا یې د وطن په خدمت بوخت دي او ډېر تعداد یې په نوره نړۍ او داخلي پوهنتونو کې په فوق لېسانس برنامو کې د لا لوړو زده کړو مزل طۍ کوي.
موږ له خپله اړخه ټولو فارغینو، د دوی محترمو فامیلونو او دوستانو ته د دوی د دې لویې لاسته راوړنې له امله مبارکۍ تقدیموو او ټولو ته په راتلونکې کې د لا ډېرو موفقیتونو دعا کوو.
31/07/2024
خوست دعوت پوهنتون به سبا ورځ اته بجې
دیوې شانداره فراغت غونډې کوربه وي.
27/06/2024
د ایګزېټ (Exit ) ازموینې خبرتیا!
سلام د طبي علومو انسټیټیوټ ټولو فارغ شويو محصلينو ته خبر ورکول کیږي؛ چې د ایګزېټ (Exit) ازموينې ته انتظار وو، او ایګزېټ ازموینه یې نه وه ورکړی، په ډېر درنښت خبر ورکول کیږی چې د ایګزیټ (Exit)ازموینې د شمولیت د فورمې ډکولو او ثبت نام لپاره د انسټیټیوټ ادارې ته تشریف راوړي.
0778692887/0707126161
06/06/2024
په خوست کی د خصوصی روغتیایي علومو انسټیټیوټونو مسولینو ترمنخ د همغږی ناسته وشوه.
یاده ناسته چی نن ورځ پنجشنبه افغان روغتیايی علومو انستيتوت کی ترسره شوه پکې د یاد انستيتوت ريس جمعه ګل اعتماد، عبدالی انستيتوت ريس الحاج نورالله قاضی زاده، د النور انستيتوت ريس الحاج انجینر نورخان منګل، د قادری انستيتوت ريس مصطفی قادری، د سلام انستيتوت ريس کمال خان صبری او د استاد حکیم تڼيوال انستيتوت سرپرست اجمل غني افغان برخه لرله، په ناسته کی د انستيتوتونو په ټولو چارو کی پر ښی همغږی ټینګار وشو چې هدف یی ټولنې او محصلینو ته د طب مسلکي او معیاري خداماتو وړاندې کول، د ټولو انسټیټیوټونو ترمنځ د علمي برنامو او همداشان د محصلینو علمي سويې لوړتیا لپاره د میکانیزم جوړښت، د ۱۴۰۳ کال اګزیټ یا دولتي ارزیابۍ ازموینې لپاره اماده ګۍ نیول، د محصلینو عملي کار یا ستاژ لپاره د یوه میکانیزم جوړول او همدا شان ګڼ شمیر نورې موخې وې چې په یاده ناسته کې مطرح شوې چې په دې سره به د خوست ټولو طبي خصوصي انسټیټیوټونو محصلینو لپاره یوه سالمه د روزنې فضا رامنځته شي او په وخت سره به د هر محصل سالمې غوښتنې ته په خپل وخت رسیده ګي کیږی .
غونډه د یوه اباد، سوکاله او پرمختللي افغانستان په دعایی سره پای ته ورسېده.
06/06/2024
د ایګزېټ (Exit ) ازموینې خبرتیا!
سلام د طبی علومو انسټیټوټ ټولو فارغ شويو محصلينو ته خبر ورکول کیږی چې د ایګزېټ (Exit) ازموينې ته انتظار وو، او ایګزېټ ازموینه یې نه وه ورکړئ، په ډېر درنښت خبر ورکول کیږی چې د ایګزیټ (Exit)ازموینې د شمولیت دفورمې ډکولو او ثبت نام لپاره د انسټیټیوټ ادارې ته تشریف راوړي.
0778692887/0707126161/0799366161