النور خصوصي عالي لېسه

النور خصوصي عالي لېسه

Share

AL_NOOR Higher Secondary School provide quality education

Photos from ‎النور خصوصي عالي لېسه‎'s post 12/01/2026

د خوښۍ او ستاینې مراسم!!
تېر ورځ د النور علمي ګروپ ټولو اداري او تدریسي کارمندانو د الحاج نور خان منګل هڅې او د النور طبي پوهنتون د منظوری د ایجاد د خوښۍ په پار مراسم ترسره کړل.
مونږ د النور ټول علمي ګروپ د افغانستان علم پال ولس او په ځانګړي ډول خوستمېشتو ته دې دغه ستره علمي بریا مبارک وي.

Photos from ‎النور خصوصي عالي لېسه‎'s post 09/01/2026

مبارک او بختور مو شه!
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د ځانګړي شفقت له مخې په خوست ولایت کې دالنور په نوم د طبي علومو
یوه خصوصي پوهنتون ته د ایجاد منظوري ورکړل شوه.

06/01/2026

د النور خصوصي لېسې درنو زده کوونکو!
1404کال فارغو زده کوونکو لپاره د کانکور نوم ليکنه پيل شوي ده سږ کال او د متفرقه زده کوونکي کولاي شي
ادارې ته د نوم ليکنې لپاره مراجعه وکړي
په درنښت
النور خصوصي لېسې اداره

05/01/2026

سبا ورځ سې شنبه النور علمي ګروپ ديوې سترې علمي غوندې کوربه دی
راتک مو پر ليمو

Photos from ‎النور خصوصي عالي لېسه‎'s post 01/01/2026

د النور خصوصي لېسې د بلبل‌غږو ترانې ویونکو په خوږو او همغږو اوازونو زموږ د ۱۴۰۴ هـ ش تعلیمي کال د فراغت غونډه نوره هم ښکلې او رنګینه کړه

Photos from ‎النور خصوصي عالي لېسه‎'s post 31/12/2025

د النور خصوصي ښوونځي د ۱۴۰۴ تعلیمي کال فراغت غونډې د انانسرانو برجسته ډالګۍ.
جرأت،بلاغت،او فصاخت هغه اوصاف ؤ چې غونډې ته یې ځانګړې ښکلا ورکړې وه.

30/12/2025

د لېسې په کچه عمومي اول نمرګي د هر زده کوونکي يو ستر آرمان وي، او د همدې آرمان پوره کېدل د زياتې هڅې، نه ستړې کېدونکي کوښښ او قوي ارادې پايله ده. د همدې هڅو په برکت زموږ د النور لېسې دوولسم ټولګي زده کوونکی رشيدالله د ليسې د ټولو زده کوونکو تر منځ عمومي اول نمره ترلاسه کړه.
دا بريا د نظم، زيار او علم سره د مينې ريښتينی ثبوت دی.
رشيدالله زموږ د ليسې وياړ دی مبارک شه درته!

Photos from ‎النور خصوصي عالي لېسه‎'s post 25/12/2025

د پايلو غونډې له آلبوم څخه!
د ۱۴۰۴تعليمي کال د پايلو غونډه په آرامه فضا کې ترسره شوه،
چې په ترڅ کې يې د لومړي، دوهم او دريم مقام ګټونکو ته ځانګړي اطلاع نامې او ايوارډونه ورکړل شول د زړه له کومې مبارکي ورته وايو او د لا ډېرو برياوو هيله ورته کوو.

Photos from ‎النور خصوصي عالي لېسه‎'s post 23/12/2025

د ۱۴۰۴ تعلیمي کال د النور خصوصي ښوونځي فراغت غونډې ته د راغلو ویناوالو البوم.

Photos from ‎النور خصوصي عالي لېسه‎'s post 22/12/2025

د النور عالي خصوصي لېسې د فارغینو او پایلو اعلان غونډه!
النور عالي خصوصي لېسه د یوې سترې او پرتمینې راټولیدنې کوربه وه!
د خپلې اوومې دورې د فارغینو او 1404هـ ل ښوونیز کال د کلنیو پایلو د اعلان مراسم نن ورځ يکشنبه، د لیندۍ میاشتې 30 نېټه، د النور عالي خصوصي لېسې په انګړ کې په خورا خوندور او پرتمین ډول ترسره شول.
په دې ځانګړو مراسمو کې د پوهنې وزارت د خصوصي ښوونځيو عمومي رايس قاري صاحب عبدالباسط حقاني او ور سره راغلي پلاوي ، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محترم استازي مفتي عبدالله او ور سره د یاد ریاست محتسبینو ,دمرکزي ښوونځيو امر مولوي صاحب اصيل محمد سهيل،د ځوانانو چارو امر اسحاق عمري ، دخوست د خصوصي ښوونځيو د اتحاديې رايس قيام الدين مندوزی ،د دوهمې حوزې معاون بدري ، د ،النورخصوصي ليسې مؤسسينو ،د سیمې مخورو سپین‌ږیرو، دیني علما کرامو، د مختلفو امارتي او خصوصي ښوونځیو مسؤلینو، زده‌کوونکو، او د زده‌کوونکو والدينو ګډون کړی و.
مراسم د النور عالي خصوصي لیسې د اسلامياتو استاد حاجي ګل سیلاب لخوا د قران عظیم‌الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شول ، ورپسې د لیسې مدیر عبدالله نظري ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی هرکلی یې وکړ.
د ویناوالو له ډالې د غونډې په ترڅ کې پوهنې وزارت د خصوصي ښوونځيو عمومي رايس قاري صاحب عبدالباسط حقاني د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د علم په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې ، نوموړی خوښي څرګنده کړه چې سږ کال بیا هم په سلګونه تنه ځوانان د دوولسمو ټولګیو څخه فارغیږی نوموړی زیاته کړه دا زما لمړنی سفر دی چې خوست ولایت ته یی کوم خوښ شوم چې زموږ د طمعې سره سم هر څه په منظم ډول په مخ روان دی ، نوموړی د النور خصوصي عالي لیسې هڅې او فعالیتونه وستایل او ویی ویل چې خوښ او خوشحاله یم چې په داخل د خوست کې د النور خصوصي عالي لیسې په شان د علم نمونی او مرکزونه لرو ، نوموړی د لیسې فارغینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او د لیسې ادارې ته یی په راتلونکی کی د نورو بریاوو او لاسته راوړنو هیله وکړه
په وار سره د النور علمي ګروپ مؤسس او رئیس الحاج انجینر نورخان منګل، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست استازي،د ځوانانو چارو امر اسحاق عمري او د دوولسم ټولګي فارغینو په استازیتوب رشيد الله په خپلو ویناوو کې فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د علم او پوهې پر ارزښت خبرې وکړې.
دالنور خصوصي لېسې ادارې لخوا څوتنو دسيمې مخورو مشرانو او والدينو ته د اعزاز لونګی ور په سر کړل شوې
د غونډې په دوام، د النور لیسې ګلالیو زده‌کوونکو له خوا ترتیب شوې بېلابېلې برنامې٫ شعر،مقالې او ترانمونه وړاندې شول. د لیسې متوسطې او ابتدايي دورې عمومي اول نمره زده‌کوونکو ته ځانګړي ایوارډونه ورکړل شول. همدارنګه، د KG ټولګي څخه تر یوولسم ټولګي پورې بریالیو او ممتازو زده‌کوونکو ته اطلاع‌نامې او ایوارډونه ووېشل شول، او د دوولسم ټولګي فارغانو ته د فراغت بری لیکونه او ایوارډونه په ځانګړو مراسمو کې ورکړل شول.
دغه خوندور او پرتمین مراسم د هېواد لپاره د تلپاتې امن، ثبات، او یو ودان افغانستان د دعا په ویلو پای ته ورسېدل.
درنښت، د النور عالي خصوصي لیسې اداره

20/12/2025

بلنـلیـــک
د النورخصوصي عالي لېسه یو ځل بیا د اوومې دورې فارغینو او نتایجو د اعلان په پار شانداره مراسم په پام کې لري، له تاسو ټول احتراماً هیله کوو،چې په خپل ګډون او راتګ سره زموږ غونډې ته لا ښکلا وروبخښی.
په درنښت
نېټه: تاريخ1404/9/30 ورځ: يکشنبه وخت: سهار 8:30 بجې
په درنښت دالنور خصوصي لېسې اداره!

19/12/2025

د 1404تعليمي کال د دوولسم ټولګي فارغینو د فراغت په وياړ ستره علمي را ټولېدنه.
ډيـــر ژر...

Want your school to be the top-listed School/college in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Khost 40th Meters Road
Khost