𝓐𝓷𝓼𝓪𝓻𝓲 𝐙𝐀𝐃𝐑𝐎𝐎𝐍

𝓐𝓷𝓼𝓪𝓻𝓲 𝐙𝐀𝐃𝐑𝐎𝐎𝐍

Share

کله کله يوازېتوب د نړۍ ښکلي پېښه شي.

25/05/2025
11/01/2024

رئیس ټوکه وکړه.
ټولو وخندل.
یوه و نه خندل.
نورو وپوښتل چې ته ولې نه خاندې؟
ده ورته ویل: ما بل ځای وظیفه پیدا کړې ده.

15/09/2023

☞☞

27/12/2022

څوک چې درته ګران وي، غږ یې ثبت کړئ، عکسونه ورسره واخلئ او ښهٔ خوندي یې وساتئ.
دا مه پوښتئ چې ولې!؟
وخت ډېر ظالم دی…!

02/05/2022

یا چـــې ښه نشــه یمــه نو ښــه یمه
یا چـــې په سجــده یمـه نوښه یــمه
★★
ستاسو ښار کې خلک په رنګونو مړۀ
زه پکـــې ســـاده یمــه نـــو ښه یمــه

27/04/2022

دغه یوه کمعقله ښځه وه چې معصوم بچي یې ناهیلي پرېښودل
زامن به یې د مبارزې لپاره لوی کړي وو وروڼه به یې را پاڅولي وو
ددې ماشومانو روان او راتلونکی یې برباد کړ تر خاورې ورته دا اولادونه ډېره اړتیا لري
ځانوژنه د کمزورۍ اخري حد دی
T. Safi

07/04/2022

“ 𝑴𝒐𝒐𝒏 𝒅𝒖𝒔𝒕 𝒔𝒉𝒐𝒘𝒆𝒓𝒔 𝒕𝒐𝒏𝒊𝒈𝒉𝒕.. “ 🌕✨

🎨 ( Visual of art )

07/04/2022

حضرت أنس بن مالک رض، ته چي به د " تستر " فتحه ور ياد شوه ژړل به يې، مجاهد بايد څومره التزام ولري•==========

تستر د فارسيانو یوه عسکري أو محاربوي قلعه/ کَلاه. وه، مسلمانانو پوره یو نيم کال محاصره کړه، وروسته تر یو نیم کال د مسلمانانو لاس ته ولویده أو فتحه يې کړه، أو دا د هغه سخت ترينه فتوحاتو څخه وه چي مسلمانانو تر ډيري سختۍ أو جنګونو وروسته فتحه کړای شوه.

نو دا خو د خوشحالۍ حال وو نو بیا ولې حضرت أنس رض. ددې واقعې د یادولو سره ژړل؟
أصل قیصه داسي وه.
چي د سهار وخت لا نوو داخل شوی چي مسلمانان و دې کلا ته ور ننوتل، د مجاهدینو لښکر چي تعداد يې 30/زره ته رسيده، أو د فارسيانو لښکر چي تعداد يې يو نيم لک ته رسيده، لاس په لاس سره په جنګ شول، أو جنګ ډير زور واخيست، هر يوه په هره لحظه کي دا فکر کاوه چي د ژوند آخرې صحنه به يي وي، أو داسي مخلوط حالت وو چي بغير د تورو د پړقهارې بل هپڅ نه لیدل کیده، و بالآخره ددغه دروند أو رهيب موقف نه وروسته مجاهدین کامیاب سول، أو کلا فتحه شوه، کله چي د جنګ ګرد و غبار پورته شو أو هوا صافه شوه أو حواس و خپل عادي حالت ته را و ګرځيده، مسلمانانو ته ښکاره شوه چي لمر را ختلی دی أو د سهار لمونځ قضا شوی دی.

حضرت أنس ابن مالک رض، ته دا معلومه وه چي دا حالت د عذر وو، مجاهدین معذوره وه، أو په دي حالت کي هغوی د لمانځه پر پاته کیدلو نه مأخوذه کيږي، مګر بيا هم هغه ته د سهار لمانځه دومره أهمیت لاره أو د هغه التزام یې دومره درلوښت چي کله به يې د " تستر " واقعه په یاد شوه، أو خپل د سهار قضا شوی لمونځ به یې یاد شو نو تر سترګو به يې أوښکې رواني شوي أو ویل به يې { لقدضاعت مني صلاة الصبح، ما وددت أن لي الدنیا جميعا بهذه الصلاة} د سهار لمونځ را څخه ضائع شو، که ددي لمانځه په مقابل کي ماته ټوله دنیا را کول شي لابه هم په خوښ نه شم.

له همدې اخلاص أو رېښتونولۍ له أمله هغوی په هر ډګر کي فاتحين وو.

یا ألله جل جلاله، د هغوی پر نقش قدم تلل را نصيب کړي.

چي و مو لوستل لطفا وليکئ: ولوستل شوه

06/04/2022

وخت به راځـــي خولې به لرو پـکښي اواز به نه وي
ډیوې به بلې وي پتنګ لره جـــــــــــــــــواز به نه وي

ښکلي به هم ازار وهــــــــــــلي وي او یار به غواړي
احساس به مــړ وي ، یار به نه وي او غماز به نه وي

زخم به وي او درد به هم وي خو زګیروی به بند وي
فریاد به جـــــرم وي ژړا ، ســـــوز او ګـداز به نه وي

برم د بهار به وي ښــــــکلا د ګلســـــــتان به هم وي
خــــــو د بورا ســــــــــــــره وزري د پرواز به نه وي

امن به داســــــي وي شاید ، پاچا بې توري ګــرځي
خـــو په دې امن کــــي د هیچا نفس ساز به نه وي

یاران به ډیر وي مــــګر یار و مـــار به یوشاني وي
باور به ګـــــران وي پکښي یو سړی د راز به نه وي

د وخت محمود به د یوې خـندا په طمه ناست وي
د وخت غزني به وي خـــــــو مینه د ایاز به نه وي

( قانته ) وخت به د خــوښۍ قبر ته ساندي وایي
( قانِته ) وخت به وي ګـونګی زبان دراز به نه وي

26/03/2022

یوې نامتو خپرندویې ټولنې احمد فراز (یو پاکستانی ارواښاد شاعر دی) ته زنګ وواهه، چې ته ولې خپل ژوندلیک نه لیکې؟ ویې لیکه او د هغو نجونو نومونه هم پکې ولیکه، چې ستا ورسره یارانه وه! موږ درې لکه روپۍ بخششي هم درکوو!
فراز په ځواب کې ورته وویل: پنځه لکه روپۍ خو هغه ښځې د نه لیکلو لپاره راکوي.

16/03/2022

تر هغې مطالعه وکړه تر څو وپوهېږې چې "نه پوهېږې"🌴
.
🌷

Want your school to be the top-listed School/college in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Khost City
Khost