27/06/2022
Nasir Ahmad Roshaan
عمومي او جبرې زده کړې د بحران څخه د راتلو یوازنۍ لاره ده
هر څوک د خپلې سبا ورځې مسوول دی ،هر څوک په خپله د خپل ځان جوړونکی دی . هر څوک چې څه کري هغه رپيي ، له دې امله انسان تر ډیرې اندازې د خپل بري او ماتي مسوول دی.
27/06/2022
29/05/2022
هر بریالی کس تر شا یوه له درده ډکه کیسه لري.
هره له درده ډکه کیسه بالاخره یو بریالی پای لري.
درد ومنئ او بریالیتوب ته ځانونه اماده کړئ.
02/03/2022
" که غواړئ چې خپلې هیلې مو په واقعیت بدلې کړئ، نو لاندې مرحلې باید طی کړئ:
• د خپلې هیلې د پورې کېدو لپاره وخت مشخص کړی ترڅو په یوه هدف بدله شي.
• خپل هدف په کوچنیو مرحلو وویشئ چې منظم پلان او برنامه ترې سازه شي.
• بلاخره له خپل او برنامې سره، کار او عمل ملګری کړئ ترڅو ستاسې هیلې په واقعیت بدلې شي."
که چیرې غواړی یو څه ترلاسه کړی؛ نو په کار ده چې د خلکو له خوا جوړې شوې پولې بابیزه وګنی او خپل کار ته دوام ور کړئ. ستاسو پر وړتیاوو له تاسو پرته هیڅوک ښه نه پوهیږي.
هر کله چې ستړي شوی ، نو ارام کول زده کړه کړئ؛ نه د کار پریښودل. پدې توګه به بریا ترلاسه کړې.
ژباړه
د بریا راز
1 - د بریایتوب یوه ناوړه اغېزه پر انسان دا ده چې فکر کوي په ژوند کې به هم ماتي ونه خوري په داسې حال کې چې د همیشنۍ هوساینې لپاره ماتي شرط ده.
2 – د بریالیتوب لپاره مراسم نیول او لمانځل ښه خبره ده، اما غوره لمانځل له ماتي څخه درس اخیستل دي.
3 – موږ تل داسې کسانو ته اړتیا لرو ، چې زموږ کړه وړه وڅاري او موږ ته یې په اړه فیدبک راکړي.له دې لارې به موږ اصلاح شو او پرمختګ به وکړو.
4 – ستاسو د پرمختګ لپاره ستاسو تر ټولو ناراضي مشتریان تر ټولو غوره منابع دي. څو په خپلو کړو وړو له سره فکر وکړی.
5 – انسان هر وخت له بدلون او تغییر څه ویره لري. په داسې حال کې چې د بریا لپاره بدلون اساس دی.
6 – هیڅ بریالیتوب دې یوې ورځې، یوې میاشتې یا د یو کال خبره نده. تاسو مو خپلو هڅو ته دوام ور کړی یو ورځ حتما د بریا برید ته رسیږئ او هوساینه به تر لاسه کوی.
7 – هیڅ کله خپل ځان په دې نړۍ کې د بل چا سره مه مقایسه کوی. په حقیقت کې دا مقایسه خپل ځان ته توهین دی او دا کار مه کوئ.
شیخ دكتور زغلول النجار وایي :
کله چې په هند کې ډېر نابغه ګان د غوا په عبادت بوخت وویني، د اعصابو لوی جراح ملحد ووینې، د پوهنتون دکتور له الله سره په میراث کې په جنجال ووینې.
ادیب د قران په فصاحت نیوکه وکړې، مفکر پر سنتو عمل کولو ته تخلف وایي، او بلې خوا یوه بوډۍ چې په لیک لوست نه پوهیږي، د شپې قیام ته پورته کیږي، سپین ږیری وینې چې سختو سړو کې مسجد ته روان دی، نو بیا پوه شه چې قضیه په عقل او شهادتنامو پورې نه ده تړلې، یوازې په زړه پورې تړلې ده، الله تعالی فرمایي: {فإنها لاتعمى الأبصار ولكن تعمى القلوب التي في الصدور ..}
(د دې کافرانو د سر) سترګې ړندې نه دي، بلکې په سینو کې یې د زړه (سترګې ړندې) دی.
17/10/2021
ریلیف ګولۍ: RELIFE TAB
ریلیف ګولۍ د لاندی ترکیب لرونکی دی.
Paracetamol 300 mg
Diclofenac Sodium 25 mg
Chlorphenramine maleate 4 mg
Magnesium Trisilicate 100 mg
🔹←د استعمال ځایونه: indications
√ تبه: Fever
√ سردرد: Headach
√ د غاښ درد: Toothach
√ روماتیزمی درد: Artheric pain
هر کله چی تاسی یوه ریلیف ګولۍ خورۍ په حقیقت کی به تاسی څلور ګولۍ لکه (Paracetamol )
(Magnesium ) ( Chlorphenramine)( Diclofenac )
خوړلی او په د سره به ستاسی بدن کی هیڅ د درد احساس ونکړۍ او سره له دی به مو خوب هم آرام وی.
نړۍ والی فارمکوپی یواځی د دوه درملو ترکیب ته اجازه ورکوی او تر دوه زیات درملو ترکیب د شدیدو عوارضو سبب کیږی هغه کسان چی ریلیف زیات کاروی ممکن په لاندی مزمنو ناروغیو اخته شی.
√د جګر ناروغۍ.
√ د وینی لوړ فشار.
√ ډیابټس (شکر).
√ د زړه مزمنی ناروغۍ.
زمونږ هیواد وال ریلیف ګولۍ په زیاته اندازه او بی ځایه کاروی.
مهربانی وکړۍ دهر درد لپاره ځانګړی درمل د ډاکتر په مشوره وکاروۍ تر څو په راتلونکی کی د یادو شویو خطرناکو ناروغیو څخه په امن کی و اوسئ.
نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د ممکنه راتلونکي بشري ناورین سره شاوخوا یو ملیارد ډالر مرسته اعلان کړه. دا په خپل ډول کې ښه اقدام دی اما ددې پیسو لویه برخه به د پاکستان د لوري مدیریت کیږي ، چې په دې اړه ژوره اندیښنه موجوده ده. برټاینه له وړاندې ۳۰ میلیونه پاونډه مرسته په اسلام اباد کې اعلان کړیده چې د هغه هېواد د لوري به په افغانستان کې اړو خلکو ته ورسول شي.
پاکستان هڅه کوي چې ددې لارې یوه برخه پیسې په خپل هېواد کې د نویو کډوالو په نوم حیف میل کړي.
13/09/2021
مننه او قدرداني!
په لومړي سر کې اجازه راکړئ ،چې ستاسو ټولو ځوانانو، مشرانو، د پوهنې امرینو، ښوونکو او د علم مینه والو د کلک ملاتړ له امله درڅخه د زړه له تله مننه او قدرداني وکړم ،چې په تېرو درې نیمو کالونو کې مو هر وخت کړی او ملا مو راتړلي. د هر سرکش په مقابل کې راسره کلک ودریدی او هر ځای مو دفاع وکړه.
نن مې په معارف کې د خدمت درې نیم کاله پوره شول. هڅه مې وکړه چې په دې موده کې په ټول توان، صداقت، ایماندارۍ او شفافیت سره ستاسو راکړئ امانت تر یو ځایه پر مخ یوسم. په دې تېرو درې نیمو کالونو کې معارف ته په کمو او ناچیزه امکاناتو ډېر ستر کار ترسره شو. ګرانو زده کوونکو ته مو ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي په داسې حال کې، چې درې کاله وړاندې ګڼو زده کوونکو په ټولګیو کې سپینې تختې او د ناستې پوزې نه درلودل. ما او زما همکارنو له قلندر پرته د خوست ټولو ولسوالیو ته متواتر سفرونه ترسره کړل ؛څو ښوونیز وضعیت ته تغییر ورکړو ،چې خوشبختانه په ډیر برخو کې د پام وړ محسوس تغییرات راغلل او د خپلو کړنو ګذارشونه مې وخت پر وخت له ولس شریک کړیدي.
زما کار په وړاندې ستونزې:
سره ددې چې زما په کاري موده کې ګڼې ستونزې را ته مخکې شوي. د ولسي جرګې یو شمیر وکیلانو ناحق په جرایم سنګین کې وزورولم، د یو کال په جریان کې ۱۲ ځلې جرایم سنګین ته وغوښتل شوم او په هر ځل تګ سره یې زما درې څلور کاري ورځې ضایع کړې. د یو شمیر خود غرضه او خدای ناترسه وکیلانو په فرمایش ۴۰ ورځې په ریاست کې زما او زما له مامورینو استعلامونه وشول او په هر ځل دې کار سره یې زموږ وخت ضایع کړ. دوه ښوونیز کالونه کرونا زیانمن کړل او ښوونځي د زده کوونکو پر مخ منظم نه پرانیستل شول خو بیا هم ما تر وروستي حده هڅه وکړه چې له راډیو ښوونځي له لارې د زده کوونکو درسي ساعتونو د ضایع کېدو مخه ونیسو طبعاً دغې چارې به ستونزې درلودې ولې په مجموع یوه ګټوره هڅه وه. په دغه برخه کې به د خوست د رسنیو ښېګړه هېره نه کړم کور یې ودان لوی کومک یې وکړ.
د ۲۰۱۸ کال د ولسي جرګې او ۲۰۱۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنو هم معارف ته صدمه ورسوله، د کارت جوړونې او رای اچونې مرکزونه په ګڼو ښوونځیو کې ؤ چې دې کار زموږ تدریسي بهیر پیکه کړ.
د ښوونکو د سخت کمبود سره مخامخ و او په زیاتره ښوونځیو کې مو رضاکار ښوونکي ګمارلي ول چې زه له دوی فرد فرد څخه د زړه له کومې مننه او قدرداني کوم. ولې ددې ټولو مشکلاتو باجود موږ نهايي هڅه وکړه څو معارف یوه مسیر ته برابر کړو چې نن ورځ دا چاره ترسره شوي او معارف ښه لوري ته سوق شوی دی، چې باید لا پرمختګ ورکړل شي . د خوست معارف بې نهایت زیات کار ته اړتیا لري درې کاله وړاندې ۲۲۰ مکاتبو ودانۍ نه درلودې چې اوس را رقم ۱۰۰ ښوونځیو ته راټیټ شوي دی. د هېواد په کچه د لومړنۍ سترې نمونوي لېسې ودانۍ مو په دې ولایت کې جوړه کړه هیله ده ژر یې د تشکیل موضوع حل شي او استفاده ترې وکړل شي. په دې برخه کې د نوي رهبرۍ مسوولیت حساس دی او په کار ده چې جدي یې پیګیري کړي.
احصايه دقیقه شویده او په دې برخه کې لا کار ته اړتیا ده.
کیفیت اساسي ستونزه چې په اوږده مهال کې تغییر خوري ، موږ دا چاره پیل کړي وه او هیله ده چې تعقیب شي. په تیرو دریو کالونو کې د کانکور په ازموینه کې د خوستیو ځوانانو شمولیت بې موخینې دی.
قراردادونه ۹۵ سلنه شفاف شوي ول ، مختلفو شرکتونو د معارف سره کار کولو ؛هیڅ شرکت به ونه وايي چې په معارف کې یې په پروژه نیولو رشوت ورکړیدی.
څرنګه چې په معارف کې د کار کولو فشار زیات دی، نو که زما د کار په موده کې هر کس رانه خوابدی شوي وي زه ورنه د زړه تله بخښنه غواړم او هیله ده چې په خپله بزرګۍ سره ما ته بخښنه وکړي. ما په معارف کې د هېچا سره شخصي مشکل نه درلودل او نه مې شخصي مشکل پکې پالل که هره ترخه خبره مې وکړي وي یا په موضوعاتو کې مې جدیت کړی وي. یوازنی هدف به مې د معارف اصلاح او خلکو ته خدمت وي.
په اخر کې ګران هېواد ته چې اوس د نامعلوم برخلیک سره مخ دی د پرمختګ او خلکو ته د هوساینې هیله کوم.
07/08/2021
د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د پوهنې امریت له لوري د حق الزحمه ښوونکو د کمبود په موخه ازموینه واخېستل شوه.
په دې ولسوالۍ کې په بېلابېلو لېسو کې۵۰ تنه نورو ښوونکو ته اړتیا ده چې نن ورځ ۱۲۰ تنه ښوونکو د حق الزحمه ازموینه کې ګډون کړی وو.
د یادو ښوونکو څخه به یو شمېر ښځینه ښوونکې د اناثو مکاتبو کې د کمبود په خاطر په دنده وګمارل شي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Khost
2501