13/04/2026
نوی ادرس:
۱۲۰۰ سوه فامیلی، پښتونستان پارک(تڼیوال پارک) ته مخامخ لومړی کوڅه دNRC پخوانی دفتر
دعوت پوهنتون په خوست کې یواځينۍ خصوصي پوهنتون ده، چې د انجینري، حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې خدمات وړاندې کوي.
خوست دعوت پوهنتون ١٣٩١\٥\١٠ه،ش کال د ولسي جرګې د پنځلسمې تقنیني دورې د خوست ولایت منتخب استازی وکیل الحاج امیرخان صبری په هلو ځلو او نوښت په خوست ولایت کې رسمآ پرانېستل شو.
13/04/2026
نوی ادرس:
۱۲۰۰ سوه فامیلی، پښتونستان پارک(تڼیوال پارک) ته مخامخ لومړی کوڅه دNRC پخوانی دفتر
نوی ادرس!
دولسوه فامیلو ، د حاکیم تڼوال پارک مخامخ، شاته کوڅه
@دعوت پوهنتون
26/11/2025
د دوحې تړون په اړه لیکل شوې کتاب ازموینه کې بریالي محصلین وستایل شول.
په یوه مهم علمي پروګرام کې د جنوب ختیځ زون دریو مخکښو خصوصي پوهنتونونو خوست دعوت پوهنتون، احمد شاه ابدالي پوهنتون او پامیر پوهنتون، هغو محصلینو ته جایزې ورکړل شوې چې د دوحې تړون په اړه د لیکل شوي کتاب پر بنسټ په ازموینه کې یې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې.
یاده غونډه د احمد شاه بدالي پوهنتون د غونډو په تالار کې تنظیم شوې وه.
په دې غونډه کې د احمد شاه ابدالي پوهنتون مؤسس پوهاند دوکتور بادشاه زار عبدالي د غونډې په پیل کې عمومي وینا وکړه او د دریو واړو پوهنتونونو د محصلینو هڅې یې وستایلې. هغه وویل:
"نن چې کوم محصلین ستایل کېږي د ټولو خصوصي پوهنتونونو ګډ ویاړ دی. موږ باور لرو چې د هېواد راتلونکی د همدې ځوانانو په هڅې او فکر روښانه کېږي."
وروسته د شیخ زاید پوهنتون د مالي او اداري چارو معاون محمد جاوید خالد وینا وکړه او په خپلو خبرو کې یې د سیالۍ روحیه او د ګډون کوونکو محصلینو هڅه وستایله. هغه وویل:
"د درې واړو پوهنتونونو محصلینو په دې ازموینه کې داسې علمي وړتیا څرګنده کړه چې د تقدیر وړ ده. سالم رقابت د زده کړې کيفیت لوړوي او موږ ویاړو چې د دې بهیر برخه یو."
دغه ګډ علمي فعالیت هم محصلین هڅوي او هم د پوهنتونونو ترمنځ د علمي همکارۍ او فکري تبادلې نوي مسیرونه هم پرانیزي. ګډونوالو ټینګار وکړ چې دا ډول پروګرامونه باید دوام ومومي څو د ځوان نسل په علمي روزنه کې زیات پرمختګ
رامنځته شي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت
د ایګزیټ ازموینې خبرتیا!
ټولو هغو محصلینو ته چې د سلام روغتیایي علومو انسټیټیوټ له لارې د ایګزیټ ازموینې لپاره نوم لیکنه کړې، خبر ورکول کېږي چې د دوی نوملړ د لاندې لینک له لارې اعلان شوی دی.
د کارتونو وېش او د بایومتریک معلوماتو ثبت به د لاندې مهالوېش پر بنسټ ترسره شي.
یادونه:
له ټولو ګډونوالو څخه جدي غوښتنه کېږي چې د بایومتریک ثبت او د ازموینې په ورځ له ځان سره اصلي پېژندپاڼه او یا پاسپورټ ولري.
ګډونوال باید د کارت ترلاسه کولو او ازموینې لپاره پر ټاکلي وخت حاضر شي.
د ازموینې ځای ته د هر ډول الکترونیکي وسایلو (موبایل، ګوشکي، د حساب ماشین او نور) راوړل کلک منع دي.
📎 د نوملړ د کتلو لپاره لینک
https://sites.google.com/view/nexa-candidates/home
خوست دعوت پوهنتون دعوت پوهنتون په خوست کې یواځينۍ خصوصي پوهنتون ده، چې د انجینري، حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې خدمات وړاندې کوي.
19/07/2025
د خوست دعوت پوهنتون او اکورېټ ساختماني موادو ټېسټ لابراتوار ترمنځ د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک شو
د دغه تفاهملیک له مخې، اکورېټ لابراتوار به د خوست دعوت پوهنتون د انجینري پوهنځي محصلینو ته د عملي تجربو اوړند مختلفو ټېسټونو ترسره کولو زمینه برابره کړي.
همداراز، دواړه لوري به د علمي همکارۍ په چوکاټ کې د انجینري اړوندو برخو کې د محصلینو د عملي تجربو او ظرفیت لوړونې لپاره ګډ علمي برنامې او ورکشاپونه ترسره کړي.
خوست دعوت پوهنتون د خپلو محصلینو د علمي، مسلکي او مهارتي ودې لپاره له هرې ممکنې فرصت او همکارۍ څخه ګټه اخلي، ترڅو یو باکیفیته، مؤثر او مسلکي زدهکړیز چاپېریال رامنځته کړي.
27/05/2025
مثال: په شکل کې د ورکړل شوي ذوذنقيي کانال په داخل کې د اوبو سرعت محاسبه کړئ، که طولي میلان 0.0008 او د اوبو د جریان ارتفاع 1m راکړل شوی وي، او هم چې n=0.015 وي.
حل: راکړل شوي معلومات
نوټ: په ښکتنیو رابطو کې Q په کانال کې داوبو مقدار، A د ذوذنقیي مقطع مساحت، Vد جریان مقدار، P لوند محیط او R هایدرالیکي شعاع ده، چې د لوند محیط او د کانال د مقطع د مساحت د نسبت څخه په لاس راځي.
B = 2m
d = 1m
n = 0.015
Slope = 0.0008
Answer
Q = 1/n. A. (R) 2/3. (S) 1/2
A = ½ (2+4). 1
A = 3m2
P = 2+2d + (2)1/2
P = 2+2 (1)(1.41)
P = 4.83m
R = A/P = 3/4.83 = 0.62
Q = 4.11m3/sec
V = Q/A
V = 4.11/3
V = 1.37 m/sec
26/05/2025
خوست دعوت پوهنتون د علمي کادرونو په روزنه، د ملي ارزښتونو په پالنه، د اکادمیکو معیارونو په تعقیب او د کیفیت په لوړولو کې یو مخکښ تحصیلي نهاد دی.
26/05/2025
د لوړو زده کړو وزارت لخوا د پوهنتونونو لپاره د PHEMIS ډیجیټلي سیستم په اړه د پوهاوي دوه ورځنی سمینار پیل شؤ
یک شنبه ۱۴۰۴/۰۳/۰۴
ذکر شوی سمینار چې د پوهنتون محترمو استادانو او اداري کارمندانو پکې ګډون درلود د پوهنتون د رئیس رحمت الله جان صمیمي د پرانیستې په وینا سره پیل شو نوموړي د لوړو زده کړو وزارت لخوا د پوهنتونونو لپاره د ذکر شوي ډیجيټلي سیستم د تطبیق په اهمیت خبرې وکړې او د چارو د روڼتیا، څارنې، شفایفیت، سرعت او د خدمتونو د معیاري کیدا په موخه یې د وزارت مقام د هڅو ستاینه او مننه وکړه.
بعداً د تدریسي چارو عمومي مدیر محمد رئیس شهاب د ذکر شوي سیستم مختلفې برخې ګډونوالو ته معرفي او ترڅنګ یې پکې د معلوماتو د ثبت پروسې عملاً توضیح او تشریح کړې.
یاده دې وي چې ذکر شوی سمینار به نن ورځ هم دوام ولري.
درنښت!
28/04/2025
د خوست دعوت پوهنتون د علمي شورا نوبتي جلسه ترسره شوه
نېټه: ۱۴۰۴/۰۲/٨ هـ ش
د خوست دعوت پوهنتون د علمي شورا په نننۍ نوبتي ناسته کې چې د پوهنتون رئیس رحمت الله جان صميمي، معاونینو، د پوهنځی رئیسانو، استادانو او د شورا غړو ګډون درلود د تدریس د کیفیت، عملي زده کړو، څېړنو، اداري تشکیلاتو او نورو اړینو علمي مواردو په تړاو له هر اړخیز بحث وروسته اړینې پرېکړې ترسره شوې.
د ذکر شويو پرېکړو تطبیق به د پوهنتون تدریسي بهیر لا پرکیفیته او غښتلی کړي.
د علمي شورا نننۍ پرتمینه جلسه د علمي او اباد افغانستان په ښکلې دعا سره پای ته ورسیده.
23/03/2025
خوست دعوت پوهنتون د 1404 ه ش کال پسرلني سمستر متفرقه کانکور آزموینه واخیستل شوه!
يکشنبه: ١٤٠٤/حمل/٣
خوست دعوت پوهنتون د لسګونو تنو د جذب په موخه
د کانکور ازموینه د شیخ زاید پوهنتون څخه راغلي هيئت تر نظارت لاندې واخستل شوه د راغلي هيئت په استازولۍ د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستيال پوهنیار نورالله حسین خیل خبرې وکړې، د خوست دعوت پوهنتون له خدماتو څخه یې خوښي څرګنده کړه او داوطلبان يې وهڅول چې خپلو زده کړو کې کوښښ وکړي تر څو خپلو موخو او ارمانونو ته ورسيږي
آزموینې د سوالونو مهرلاک شوى صندوق د راغلي هیئت،
د خوست دعوت پوهنتون د رهبري، محصلینو او د انجینری پوهنځي د یو تن نماینده په حضور کې پرانستل شو، په وروستیو شیبو کې، د دعوت پوهنتون ریس رحمت الله جان صمیمی له لوري د کانکور د ازموینې ګډون والو ته د کانکور د سوالونو په اړه لارښونه ترسره شوه او ازموینه په ټاکلي وخت پای ته ورسیده..
| Monday | 08:00 - 16:00 |
| Tuesday | 08:00 - 16:00 |
| Wednesday | 08:00 - 16:00 |
| Thursday | 08:00 - 16:00 |
| Saturday | 08:00 - 16:00 |
| Sunday | 08:00 - 16:00 |