نور اقرا عالي ليسه
نوراقراء خصوصي عالي لیسه؛ د پوهې هغه رڼا چې راتلونکی روښانوي.!
📞 0706 325 001
📞 0771 800 071
30/04/2026
په نور اقراء عالي لېسه کې د هېواد يو تکړه ښوونکي شاعر، ليکوال او اديب محترم سليم قرار صيب، شاعر او ليکوال رحمت ځدراڼ صيب د معرفت او هرکلي مراسم په ښکلي ډول ترسره شول.
ياد مراسم چې د نور اقراء عالي خصوصي لېسې او د خوست او پکتيا فرهنگيانو لخوا شريک جوړ شوي و، د هېواد تکړه او نامتو شاعر او ليکوال پيرمحمد په کوربهتوب د خوست او پکتيا مخکښو شاعرانو، ليکوالانو او فرهګنيا گډون پکې کړی و.
د نور اقراء عالي لېسې موسس الحاج نورالله اميري صيب قرار صيب ته تود هرکلی ووايه او خوښي يې څرګنده کړه چې کابو له 45 کالنې کډوالۍ وروسته هېواد ته راستون شو او په ياده لېسه کې يې د استادۍ مسووليت ومانه، اميري صيب وويل چې د قرار صيب علمي او ادبي شخصيت به زموږ پر کارونو لا مثبت اغېز وکړي او دوی تر خپله وسه د ټولو افغانانو د خدمت لپاره چمتو دي.
کاروان صيب د قرار صيب د هرکلي لپاره د خپلې مهربانې شاعرۍ يو خوږ او خوندور غزل وړاندې کړ او هيله يې څرګنده چې ټول هېوادوال د خپلې مور خاورې خدمت په ښه شان وکړي.
د کاروان صيب غزل:
په پسته غېږ کې یې در ونیسه آشنا راغلی
خوسته قرار دې له خوږمنې پښتونخوا راغلی
چې په باګرام کې یې غوږ غوږ وې سرودونو لره
ها مهاجر بلبل دې باغ ته په نوا راغلی
ډېرې درمان درمان رومان رومان خبرې لري
سره له درد او له مجذوب دی په امسا راغلی
عمردراز مروت یې ناست وینم په سترګو کې لا
اوښکې یې ښکل کړﺉ په سلګو او په ژړا راغلی
په ازغن تار یې دي زخمي زخمي لاسونه د زړه
خو زمونږ زړونو ته پټۍ پټۍ دوا راغلی
د وطن واورې یې دښمن په لمبو و ویشتلې
په وینو سرې د سپینې واورې په رڼا راغلی
آمین آمین یې په نغمو د بلبلانو کاروان
په لپو لپو د غاټولو کې دعا راغلی.
Apr 28, 2026 Tue
قرار صيب پخپلو خبرو کې د کډوالۍ د لومړيو وختونو سوزنده بيتونه وويل، قرار صيب وايي د بېرته راتګ په وخت کې د پښتونخوا د پرېښودلو په شېبو کې مې همهغه بيتونه په ذهن کې راگرځېدل،
بيتونه:
د څو يارانو د محفل نه داسې ووتمه
لکه ختلی تار د پيغلې له کمڅو ووځي
که د خپلو نه جدا يم داد خدای مهرباني ده
په پردو کې داسې اوسم لکه خپلو کې اوسيږم
قرار صيب د لېسې له موسس اميري صيب، ټول اداري ګروپ، ښوونکو زدهکوونکو، د خوست او پکتیکا له فرهنګيانو مننه وکړه چې د دوی يې دروند هرکلی او درناوی وکړ.
په پای کې قرار صيب او رحمت ځدراڼ صيب ته د پښتني دود له مخې د ژبې او ادب د خدمت له امله لونگۍ ور پر سر شوې.
مراسم د دعا په ويلو سره پای ته ورسيدل.
08/05/2024
د خوســت نـړیـوال هـوایي ډګـر !
اختریز پیغام!
درنو هيوادوالو کوچنى اختر مو مبارک شه!
د کوچني اختر په مناسبت دافغانستان او د نړۍ ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه دخوست ولایت با شهامته او متدینو شريفو ولسونو، او د هېواد دننه او بهر ټولو درنو او باعزته افغانانو ته دې زړه له کومې د کوچني اختر مبارکي وايو،
روژې، لمونځونه، صدقې، عبادتونه، خیراتونه او ذکات مو د ذالجلال په دربار کې قبول او منظور شــه.
او د افغانستان مسلمان ملت، او ټول اسلامي أمت ته د نېکمرغۍ او سوکالۍ غوښتنه کوم؛ د تلپاتې باعزته سولې او سرلوړي خپلواک افغانستان په هيله
_پته: خوست ښار بهرام بلندمنزل متون سرک يخ فابريکې ترڅنګ
📞 0⃣7⃣7⃣1⃣8⃣0⃣0⃣0⃣7⃣1⃣
📞 0⃣7⃣9⃣4⃣6⃣1⃣6⃣1⃣9⃣4⃣
درنښت!
د نور اقرأ عالي لیسې د اړیکو او نشراتو څانګه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
20/03/2024
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
قابل قدر مسلمانانو!
دي روژي مبارکې مياشتې اول لس ورځې چې دي رحمت وي نن پای ته ورسيدي او دي مغفرت ورځې له سبا څخه تر 20 روژي پوري شروع کېږي چې بايد پکې دغه ذکر ډير وکړی ؛
استغفرالله ربي من كل ذنب واتوب إليه ‼️
جزاک الله خیر
تاسو دي دعاګانو په هیله
درنښت!
د نور اقرأ عالي لیسې د اړیکو او نشراتو څانګه
📞 0⃣7⃣7⃣1⃣8⃣0⃣0⃣0⃣7⃣1⃣
📞 0⃣7⃣9⃣4⃣6⃣1⃣6⃣1⃣9⃣4⃣
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
19/03/2024
خبـــرتیا!
دا چــې ســبا چهارشنبه ۱۴۰۳ تعلیمي کال انشاءالله پیلیدونکی دی، نو له ټـولو ګرانو ښوونکو، زده کـــوونکو او د زده کوونکو له والدینو څخه په ډېرې میــنې غــوښــتنه کوو چې خپل ماشومان په ټاکلي نېټې ښوونځي ته راولیږي!
د نه خاضریدو په صـورت کې ګلالي زده کوونکي غیر خاضر او له زده کړو محروم پاتې کیږي، چې بیا د شکایت حق نه لري!
_پته: خوست ښار بهرام بلندمنزل اړوند متون لنډی سرک، يخ فابريکې ترڅنګ
📞 0⃣7⃣7⃣1⃣8⃣0⃣0⃣0⃣7⃣1⃣
📞 0⃣7⃣9⃣4⃣6⃣1⃣6⃣1⃣9⃣4⃣
درنښت!
د نور اقرأ عالي لیسې د اړیکو او نشراتو څانګه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
08/02/2024
د نور اقرا خصوصي عالي لېسې يو تکړه او با استعداده شاګرد يونس ودان د فیسبوک له لارې يې پر يوه ډيره مهمه موضوع باندې یې لیکنه کړي ده چې واقعا که چېرته مونږ په هر ځای کې ښه ملګري انتخاب کړو نو ژوند به مو ډير ښايسته شي.
تر پايه یې ولولئ.
17/01/2024
خبرتيا!
اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته،
الحمد الله «اميري راتلونکي لید» اکاډمي چې په خوست ولايت کې د نجونو لپاره يواځينۍ علمي اکاډمي ده، په رسمي ډول د وزارت معارف سره په 991 شماره باندې ثبت او د اسلامي امارت لایحې مطابق به په رسمي ډول خوست مېشتو خويندو ته په بیلابیلو اسلامي او عصري علومو په برخو کې خدمات وړاندې کوي،انشاالله
پته: خوست ښار، بهرام بلند منزل تر څنګ متون لنډی سړک د «نور اقرإ خصوصي عالي لېسه»
0771800071
0706325001
17/01/2024
د نور اقراء عالي خصوصي لېسې د ۱۴۰۲ ه ش کال د کرکټ غوره لیګ سیالیو پر دوام تیره ورځ د نور اقراء فلسطین مجاهدینو او نوراقراء رایلز لوبډلو ترمنځ یوه خوندوره لوبه ترسره شوه، ټاس دنوراقراء فلسطین مجاهدینو وګټلو او په ټاکلو اورونو کې یې مقابلې لوبډلې ته ۵۴ ټارګیټ ورکړو.
یادې لوبډلې ته خلیل الله ترټولو زیاتې ۴۰ منډې ترسره کړې.
د بالینګ برخه کې نوراقراء رایلز ته محمد ادریس او نصرت الله ۲،۲ ویکټې ترلاسه کړې.
نوراقراء رایلز ته د بیټ په برخه کې محمد ۱۵، محمد یونس ۱۳ او عبدالله ۱۰ منډې ترسره کړې، خو نوراقراء فلسطین مجاهدینو د ښه بالینګ له امله یې ورکړ شوی هدف پوره نکړی شو او لوبه د فلسطین مجاهدینو په ۴ منډو وګټله.
ورته مبارک دې وي.
:
خوست ښار، بهرام بېلندمنزل متون عمومې سړک یخ کار خانې ترڅنګ :
درنښت!
د نور اقرأ عالي لیسې د اړیکو او نشراتو څانګه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اړيکه
0771800071
0794616194
-------------------------
ګرانو مسلمانانو که موږ تاسو شاوخوا ته وګورو نو دا وخت رارسېدلی دی او هر څه په همدې شکل راوان دي!
الله ج دې موږ تاسو ټول وساتي! آمین
May Allah protect all of us!
Dear Muslims If we look around these are happening nowadays ⚠️😢🤲
نن ورځ نور اقراء خصوصي عالي لېسې د ۱۴۰۲ ه.ش کال نتایج د یوې پراخې راټولیدنې په لړ کې اعلان کړل.
د وياړونو کور او د تاسو د اولادونو د تعليم او تربيې لپاره غوره علمي مرکز.
درنښت: د نور اقراء عالي لیسې د اړیکو او نشراتو څانګه!
پته: خوست ښار بهرام بلند منزل اړوند متون لنډی سړک.
+93 771800071, +93 77 898 8027
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Baharam Biland Manzal
Khost
Opening Hours
| Monday | 08:15 - 12:30 |
| Tuesday | 08:15 - 12:30 |
| Wednesday | 08:15 - 12:30 |
| Thursday | 08:15 - 12:30 |
| Saturday | 08:15 - 12:30 |
| Sunday | 08:15 - 12:30 |