مشعل عالي خصوصي لېسه/Mashal Private High School

مشعل عالي خصوصي لېسه/Mashal Private High School

Share

Khost

07/12/2025

بلنلیک
د مشعل خصوصي عالي لېسه د کلنۍ ازموینې د نتایجو او اوومې دورې فراغت غونډې په موخه د یو په زړه پورې مراسمو تابیه لري، نو له تاسو هم احتراماً هیله کوو، چې په خپل ګډون سره زمونږ غونډې ته لا ښکلا وروبخښئ.

نېټه: ۱۴۰۴/۹/۱۷ ۲۰۲۵/۱۲/۸

ورځ: دوشنبه

وخت: سهار ۸:۳۰ بجې

ځای: ښاروالۍ پارک(پخوانی استاد تڼیوال پارک)

Photos from ‎مشعل عالي خصوصي لېسه/Mashal Private High School‎'s post 26/10/2025

موږ کیفیت ته ژمن يو!💪
د مشعل دريم نمبر خصوصي عالي لېسې د دوولسم ټولګي د لومړۍ دورې فارغان چې ماسپښين مهال د خوست په معتبرو کورسونو کې د کانکور اماده ګي هم تعقيبوي، د خوست په سطحه د غوره زده کوونکو په قطار کې ځانونه ښکاره او د مشعل شمله يې هسکه ساتلې ده.
موږ په واقعي معنا د هېواد بچيانو روزنې ته ژمن يو!
موږ وياړو چې د خپلې نوښتګرې رهبرۍ، غوره مديريت او ځوانو مسلکي ښوونکو پر مټ تر نورو وړاندې يو!
ان شاءالله دا ځل به په لومړۍ دوره کې داسې څوک فارغوو چې نه يواځې د تڼيو ولسوالۍ بلکې د خوست او جنوبي زون شمله به هسکه ساتي .
مشعل مو هيلې په حقیقت بدلوي!

اسلامي اخلاق ، معياري زده کړې او روښانه راتلونکی

Photos from ‎مشعل عالي خصوصي لېسه/Mashal Private High School‎'s post 24/07/2025

د خوارۍ خوند هغه وخت حسېږي، چې نتیجه یې مثبته وي!
د لوی رب په فضل، او د مشعل خصوصي عالي لېسې د محترم مدیر، اداري او تدریسي پرسونل د نه ستړې کېدونکو هڅو په برکت، د ۱۴۰۴ لمریز کال کانکور ازموینه کې زموږ زیات تعداد، هوښیار او زیارکښ زده‌کوونکي د هېواد بېلابېلو پوهنتونونو ته په لوړو نمرو بریالي شوي دي.
د دغو بریالیو زده‌کوونکو له ډلې، ۶ تنه د عمومي طب پوهنځی، ۳ تنه د طب اړونده څانګو ته او پاتې نور یې د خپلې خوښې مختلفو پوهنځیو ته د بریاليتوب ویاړ له ځانه سره لري.
په دې ډلې کې یو ځلاند ستوری هم و، چې د جنوب ختیځ زون په کچه د خصوصي ښوونځیو ترمنځ یې تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه کړې دي.
رحمن‌الله د ۳۴۸.۱۶۸۳ نمرو په اخیستو د کابل پوهنتون طب پوهنځی ته بریالی شوی دی.
د مشعل خصوصي عالي لېسې ادارې د دې بریا د درناوي په موخه د ستاینې ځانګړي مراسم نیولي وي، یادو بریالیو زده‌کوونکو ته یې د "مشعل ستوری" په نوم اېوارډونه ډالۍ کړل، څو د دوی هڅې او زحمتونه وستایل شي.
اسلامي اخلاق- معیاري زده‌کړه – روښانه راتلونکی

Photos from ‎مشعل عالي خصوصي لېسه/Mashal Private High School‎'s post 30/12/2024

مشعل عالي خصوصي لېسې د ۱۴۰۳ تعليمي کال د شپږمې دورې فراغت غونډه!
#عکسونه
#خوست
#مشعل۱

Photos from ‎مشعل عالي خصوصي لېسه/Mashal Private High School‎'s post 14/12/2024

بلنلیک:
د مشعل خصوصي عالي لیسې د شپږمې دورې فارعینو او نتایجو د اعلان غونډې په ویاړ.

Photos from ‎مشعل عالي خصوصي لېسه/Mashal Private High School‎'s post 14/12/2023

د پنځمې دورې فراغت غونډه!
د مشعل مرکزي خصوصي عالي لېسې د پنځمې دورې فراغت غونډه کې 78 تنه فارغین ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل. هغه مراسم چې په همدې موخه نن د مشعل مرکزي خصوصي عالي لېسې ترتیب کړي وو، د خوست مرستیال والي محبوب شاه "قانت"، شېخ الحدیث ولقران حضرت مولانا افضل حسین "حسیني" د خوست امنیه قومندانۍ مسؤلینو، د پوهنې ریاست او مرکزي پوهنې آمریت مسؤلینو د امنیت آمر د مختلفو ارګانونو نماینده ګانو، د خصوصي او امارتي ښوونځیو آمرینو، ښوونکو، د زده کوونکو والدینو او ځوانانو ګډون کړی ؤ.
مراسم د مشعل خصوصي عالي لېسې ګلالي زده کوونکي لخوا د قران کریم په څو مبارکو ایاتونو پیل شول، د ترانې ګروپ ګلالیو زده کوونکو په خپلو خواږو اوازونو کې ترانه زمزمه کړه، ورپسې د مشعل مرکزي خصوصي عالي لېسې آمر اسلام خان "ژوند" د راټولېدنې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او تر څنګ یې د ۱۴۰۲ کال لاسته راوړنې د راټولېدنې ګډونوالو ته وړاندې کړې، ټولو فراغینو ته یې د فراغت مبارکي وړاندې کړه او د پاتې زده کړو د تکمیل هیله یې څرګنده کړه، د ویناوالو په لړۍ کې د خوست مرستیال والي محبوب شاه "قانت" شېخ الحدیث ولقران افضل حسین "حسیني"، د شېخ زاید پوهنتون مرستیال یو په بل پسې ویناوې وکړې، خوست مرستیال والي د مشعل خصوصي عالي لېسې هڅې وستایلې او خوښي یې څرګنده کړه چې تل یې ګلالي زده کوونکي په اسلامي او ملي روحیه روزلي دي.
د راټولیدنې په منځ منځ کې ګلالیو زده کوونکو ته نتایج اعلان شول او غوره زده کوونکو، ښوونکو او عمومي اول نمره ګانو ته ستاینلیکونه او اېوارډونه ووېشل شول، ترڅنګ یې د مشعل خصوصي عالي لېسې په لابراتوار کې ترتیب شوې تجربې د ګډونوالو په وړاندې ؤ ازمایلې. راټولېدنه د سوکاله او اباد افغانستان ته د دعا په کؤلو پای ته ورسېده.

Photos from ‎مشعل عالي خصوصي لېسه/Mashal Private High School‎'s post 13/12/2023

بلنلیک!
د مشعل مرکزي خصوصي عالي لېسه د پنځمې دورې فراغت په پار د لویې راټولیدنې کوربتوب لري، ټولو د علم مینوالو ته په درنښت او پښتاني مینه بلنه درکوو چې په خپل راتګ سره مو زموږ مراسمو ته لا ښکلا وروبښئ.
راتګ مو زموږ د سترګو په لیمو!
هر کله راشئ.
د غونډې ځای: شهید استاد حکیم تڼیوال تفریحي پارک

Photos from ‎مشعل عالي خصوصي لېسه/Mashal Private High School‎'s post 26/09/2023

سیر علمی- تفریحی مشعل!
در دیگر کشور ها سیر ها و سفر های علمی در نصاب تعلیمی شان شامل بوده و برای آن پلان های منظم گرفته می شود که در یک سال چند بار سیر های علمی داشته باشند، اما در افغانستان چنین یک پلان منظمی وجود ندارد. اما ما ميتوانيم منحیث مدیران خلاق در ترتیب پلان های کاری سالانه خویش آنرا بگنجانيم.
چون سیر علمی مهم ترین بخش های زندگی و تعلیمی یک شاگرد است.
پس جوانان و نوجوانان برای هویت یابی و دانستن اینکه از کجا آمده اند و چی گذشته یی دارند، گذشته گان و نياکان شان چی میراثی از خود به جا مانده اند، می توانند با سیر علمی و به کمک آگاهی از تاریخ، گذشته خود را درک نموده و از آزمون دیروز برای ساختن آینده بهتر، شگوفا و مترقی استفاده نمایند.
همچنان از داشته های طبیعی و تفریحی خود با خبر شوند.
روی همين دلایل هیئت رهبری لیسه های خصوصی مشعل پلان سیر علمي را در برنامه سالانه مد نظر گرفته تا شاگردان بتوانند از این برنامه ها مستفید شوند.
تشکر
مدیریت لیسه

22/02/2023

مشعل کې د زده کړو چانس محدود دی!!!
مشعل خصوصي عالي لېسه د راتلونکي ۱۴۰۲ ښوونيز کال لپاره په مرکز او څانګو کې نوي زده کوونکي مني.
باید یاده کړو چې د کیفیت او معیار د ساتلو په اساس محدود شمیر زده کوونکي مني
نوټ: هغه زده کوونکي چې د ځینو ستونز په اساس تبدیلي کوي هغه دې هم مرجعه وکړي چې کارونه یې په وخت ترسره شي.
#کیفیت
#کیمیت
#معیار
#معارف
#مشعل
#نوښت
#افغانستان

Photos from ‎مشعل عالي خصوصي لېسه/Mashal Private High School‎'s post 19/12/2022

د مشعل خصوصي عالي لیسې، د مرکزي څانګې پنځمې دورې فراعت غونډې تصویرونه.

14/12/2022
Want your school to be the top-listed School/college in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Matoon Tapa
Khost