12/01/2026
!!
د تعلیمي کال د سردسیرو څخه ګرمسیرو ته د تبدیلۍ په اړه
د پوهنې وزارت د منظور شوي تعلیمي ، پلان ، تګلارې او مهالوېش سره سم مربوطه تعلیمي ادارو، زده کوونکو،ښوونکو او قدر منو والدينو ته خبر ورکول کېږي د نوي تعلیمي کال درسي بهير د ۱۴۰۴/۱۰/۲۱مه نېټه په رسمي ډول پیل شوی دی ټول زده کوونکي دې ښوونځي ته د
درسونو لپاره حاضر شي
22/12/2025
ژمني درسونو د پيل خبرتيا !
#اسپل #منځنی #خصوصي #ښوونځی د ۱۴۰۴-کال ژمني درسونه (تقويتي دوره) د زده کوونکو لپاره په لاندې مختلفو مضامينو سره پيل کړې ده .
اسلامیات، رياضي، فزيک، کيميا، بيولوژي، انګليسي او د ليک لوست برنامې
دا ځل د مسلکي، مجربو ښوونکو او مناسب چاپيريال په درلودلو سره تجروبه کړئ، ټول دولتي او خصوصي ښوونځيو زده کوونکي کولای شي چې لدې ستر فرصت څخه استفاده وکړي.
اسپل د روښانه راتلونکي لپاره روښانه لار
04/12/2025
د ۱۴۰۴ تعليمي کال دولسم ټولګي فارغ زده کوونکو لپاره غوره چانس!!!
که غواړئ خپل چاپي کارونه په ښکلي ډیزاین، کم وخت او مناسب قیمت ترسره کړئ؟
لمر مطبعې ته ورشئ!
📍 کونړ، اسعدآباد، ښار پارک ته مخامخ دوهم منزل
📞 0773858500 | 0702625500
لمر مطبعه، په کونړ کې د چاپي خدماتو غوره مرکز
05/11/2025
اسپل #منځني #خصوصي #ښونځي یواځینی ګډون په کونړ ولایت اسعداباد ملي صنعتي نندارتون کې.
٣شنبه د عقرب ١٣ په کنړ ولايت اسعداباد کې د ملي صنعتي نندارتون د پیل نیټه وه، اسپل منځني خصوصي ښونځي، هم ملي صنعتي نندارتون کې بریالی ګډون وکړ. په صنعتي او تخنيکي بنسټیزو پروګرامونو کې د زده کوونکو ګډون د هغوی لپاره خورا ګټور دی. صنعتي او تخنيکي پروګرامونه زدهکوونکو ته د عملي مهارتونو د ترلاسه کولو فرصت ورکوي چې دا مهارتونه نه یوازې د تئوریکي پوهې پر ځای عملي پوهه زیاتوي، بلکې هغوی د بریالیتوب چانس هم زیاتوي.دا نندارتون چې د سیمې د مخکښو صنعتي او تخنیکي بنسټونو د نويو محصولاتو او نوښتونو د نندارې ځای و، زموږ ښوونځی هم د خپلو زده کوونکو د تخلیقي فعالیتونو او ساینسي پروژو په وړاندې کولو سره برخه واخیسته او په مختلفو برخو کې یې د ښونځې په نمایندګۍ نقشونه او رولونه ولوبول، او هېوادوالو ته یي وښودله چې زده کړه د هر بریالیتوب لومړنی پل دی.
💫💫اسپل منځنی خصوصي ښونځی💫💫
ستاسو د روښانه راتلونکي لپاره يوه روښانه لار.
06/10/2025
#ازموينه
🏫 د میاشتني امتحان په مناسبت
ګرانو زدهکوونکو! 🌷
نن ورځ هغه ورځ ده چې ستاسو د زحمتونو، هڅو او مطالعې ثمره ازمویل کېږي.
امتحان یوازې د نمرې اخیستلو لپاره نه دی، بلکې دا هغه فرصت دی چې تاسې ته ښيي څومره ژمن، زړور او بااستعداده یاست.
یاد ولرئ 👇
✨ بریا د زړورتیا میوه ده.
✨ زحمت هېڅکله بېنتیجې نه پاتې کېږي.
✨ هره تېروتنه یو نوی درس دی.
هر هغه ساعت چې مو د مطالعې لپاره ځانګړی کړی، نن یې نتیجه څرګندیږي. که تاسو رښتینی زحمت ایستلی وي، نو ډاډه اوسئ چې الله (ج) به مو هڅې بېبرکته نه پرېږدي.
موږ پر خپلو ټولو زدهکوونکو فخر کوو، ځکه تاسې د اسپل ښوونځي رڼا، ویاړ او راتلونکی یاست. 🌺
په امتحان کې د صداقت، هڅې او نظم ښکلی مثال وښایئ.
هېر مو نه شي:
> 📘 «زدهکړه د بریا دروازه ده، او د علم لاره د انسان د روښانه راتلونکي یوازینۍ لار ده.»
نو په ډاډ، زړورتیا او باور سره مخکې لاړ شئ —
تاسو به بریالي کېږئ، ځکه چې تاسې د اسپل ښوونځي ستوري یاست! 🌟
په مینه او دعا سره،
د اسپل منځنی خصوصي ښوونځی ✨
#امتحان #بریا #هڅه #انګیزه
01/08/2025
د درسونو د پيل خبرتيا!
د قدرمنو ښوونکو او ګلالیو زده کوونکو ته په ډېر درنښت خبر ورکوو؛ چې د ګرمۍ په مناسبت درکړل شوې رخصتي پاي ته رسیدلې او سبا ورځ شنبه چې(۱۴۰۴/۵/۱۱) نېټې سره سمون خوري ښوونیز بهیر له مهالوېش سره سم پیلیږي.
ټول زده کوونکي او د دوی والدین دې خبر وي.
درنښت
کونړ اسپل منځني خصوصي ښوونځي اداره
07/07/2025
ازموينه!!!
۱۴۰۴ تعليمي کال
# چهار نيمه ازموينې پيل
# لومړۍ ورځې شفافه او منظمه صحنه.
30/06/2025
ازموينه!!!
تېره ورځ د اسپل خصوصي ښوونځي په انګړ کې د جوزا د میاشتې ازموینه ترسره شوه
د اسپل خصوصي ښوونځي اداره تل د خپلو زدهکوونکو د علمي ارزونې او پرمختګ لپاره منظم پلانونه لري. په همدې لړ کې، پرون ورځ د ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې ازموینه د ښوونځي په انګړ کې په ښه ترتیب، آرامه فضا او له انضباطه ډک چاپېریال کې واخیستل شوه.
زدهکوونکو له پوره چمتووالي سره په امتحان کې برخه واخیسته، او د ښوونکو تر دقیق نظارت لاندې یې خپلې علمي وړتیاوې وښودې. دا ازموینه د دې لپاره اخیستل شوې وه، چې د زدهکړو روان حالت و ارزول شي او زدهکوونکي د پرمختګ او اصلاح پر لور رهنما شي.
د اسپل خصوصي ښوونځي اداره خپلو ټولو درنو استادانو، فعالو زدهکوونکو او همکارو میندو پلرونو ته د زړه له کومي مننه او درناوی وړاندې کوي، چې تل د ښوونې او روزنې په لاره کې له موږ سره اوږه په اوږه ولاړ دي.