13/02/2023
ازاد ژورنالیست
هر سه چی کوی وکړه خو دا په یاده ولره چی یوه ورځ نه ورځ در?
13/02/2023
18/12/2022
د منافقو له علایم څخه.
یوه څوک دومره هم مه غواړی
چی ورسته بیا په اوښکو
تویولو مجبور شی
ولی چی د دونیا خلک د زړه
سره نه بلکی د اړتیا سره مینه لری
13/04/2021
دايو درځن ميږیان
پريوه څاڅکي اوبو باندي، سره راجمعه شويدي
او هيڅ يو دبل حق نه خوري،
د دوی هريو دبل په حق اعتراف کوي او دالله تعالی د نعمتونو څخه استفاده دټولو مخلوقاتو مشروع حق ګڼي خو په انسانانو کي بیا داسې غاصبين اوداړه ماران شتون لري ،چه د زرګونو خلګو حقوق به تر ستوني کښته کوي،
خوبيابه هم ځان به هيڅ ملامت نه بولي،
اونه به دبل حق پر حق بولي،
نوپه حقيقت کې دا انسانان نه، بلکه ترحيواناتو هم زيات کم اصل اوټيټ دي،
نقل
09/04/2021
د هغه سرک دی چی مرتد شوی وه او د اسلام پټنګان له لوری پری جهاد وشو.
الله.ج. مو تباه کړه ملی شتمني تاسو ته سه زیان رسولی دی ستاسو داسي اعمال د دي ښکارندوی دی چی تاسو یوازی او یوازی د جهاد تر نامه لاندی غلامان یاست او د خپل بادارانو د خوشحالو لپاره داسی کړني ترسره کوی.
08/04/2021
د یوه صحـابي ځینې پوښتنې او سـتر پیغمـبر ﷺ څنګه ځواب کـړ.
۱- اې پيغمبره ﷺ! په کوم شي ګناه بښل کيږي؟
رسوالله ﷺ:په اوښکو، عاجزۍ او ناروغۍ سره.
۲- زه غواړم چې ستر عالم شم، څه وکړم؟
رسوالله ﷺ:تقوی' غوره کړه، عالم انسان به شې.
۳- غواړم چې شتمن شم، څه وکړم؟
رسوالله ﷺ:قناعت کوه، مالدار به شې.
۴- غواړم چې یو نېک انسان اوسم؟
رسوالله ﷺ:خلکو ته ګټه رسوه.
۵- غواړم چې عادل انسان شم؟
رسوالله ﷺ:کوم څه چې ځانته خوښوې، هغه نورو ته هم خوښوه.
۶- غواړم چې د اللهﷻ په دربار کې ځانګړی مقام ولرم؟
رسوالله ﷺ:ډېر ذکر کوه.
۷- غواړمه احسان کوونکی واوسم؟
رسوالله ﷺ:اللهﷻ ته داسې عبادت کوه، ګويا ته هغه وينې يا داسې چې هغه تا ويني.
۸- غواړم چې ايمان مې پوره اوسي، څه باید وکړم؟
رسوالله ﷺ:ښه اخلاق ولره.
۹- غواړم چې د اللهﷻ تابع داره انسان شم؟
رسوالله ﷺ:فرايض په کلکه سره ونيسه(مه يې قضا کوه).
۱۰- غواړم چې په قيامت کې په نور(رڼا) سره پاڅېږم؟
رسوالله ﷺ:پر خلکو له ظلمه ځان وساته.
۱۱- غواړم چې اللهﷻ په ما رحم وکړي؟
رسوالله ﷺ:ته پر نورو خلکو رحم کوه.
۱۲- په ګناهونو کې کمی غواړم؟
رسوالله ﷺ:په کثرت سره اِستغفار کوه.
۱۳- غواړم چې د ښه عزت څښتن شم؟
رسوالله ﷺ:خلکو ته لاس نیول پرېږده(سوال، خیرات، او طامع مه کېږه).
۱۴- څنګه مې روزي پراخه کړم؟
رسوالله ﷺ:تل په اوداسه ګرځه.
۱۵- کوم شی د دوزخ اور سړوي؟
رسوالله ﷺ:روژه نيول.
۱۶- کوم څيز د الله ﷻ غصه کموي؟
رسوالله ﷺ:په پټه صدقه او صله رحمي.
۱۷- تر ټولو غټ بد کار کوم دی؟
رسوالله ﷺ:ناسمه رویه او بد اخلاقي.
۱۸- تر ټولو ستره نیکي څه ده؟
رسوالله ﷺ:نېک اخلاق، عاجزي، په غم صبر او رضا بالقضی'.
۱۹- غواړم چې زما ستر او پرده وشي؟
رسوالله ﷺ:ته د نورو خلکو پرده کوه.
۲۰- له رسوايي او شرمندګۍ څخه خلاصېدل غواړم؟
رسوالله ﷺ: له زنا څخه ځان ساته.
۲۱- څه وکړم چې دعاوې مې قبولې شي؟
رسوالله ﷺ: حرام مه خوره.
۲۲- د الله ﷻ له قهر څخه د ځان ساتل غواړم؟
رسوالله ﷺ:په خلکو باندې غصه مه کوه.
۲۳- غواړم چې په الله ﷻ او رسول الله ﷺ یې ګران شم؟
رسوالله ﷺ:کوم څه چې الله ﷻ او پيغمبر ﷺ ته یې ګران دي، هغه خپل محبوب جوړ کړه.
۲۴- غواړم چې د قیامت پر ورځ الله ﷻ ته پاکيزه ور مخکې شم؟
رسوالله ﷺ: له جنابت وروسته سم دستي غُسل کوه.
03/03/2021
دا دی د طالبانو منطق...😞
19/01/2021
یو #سرتېري لیکلی
که د جګړې په ډګر کې مړ شوم
زما مړی کور ته په تابوت کې یوسئ
زما مډالونه زما پر سینه کېږدئ
مور ته مې ووایئ:
چې ما د وطن د ساتلو ټوله هڅه وکړه
پلار ته مې ووایئ:
چې خفه کېږه مه، اوس به زما په اړه
څوک ورته شکایت نۀ کوي!
ورور ته مې ووایئ:
چې خپل زده کړې دې سمې وایی
اوس زما د موټر سایکل کونجي د تل لپاره د هغه شوه
خور ته مې ووایئ:
چې غصه کیږي دې نه
اوس به نور زه د سهار پر لمر خاته خوبونه نۀ کوم
او ملت ته مې ووایئ:
چې نۀ ژاړي
ځکه؛
زۀ یو سرتېری وم، او د مرګ لپاره زېږدلی وم!
#کاپي
16/01/2021
۔﷽ـ
🌺حضرت محمد🌺
ﷺصَـلَّﷺوَسَـــــلَّـمْﷺ
نبي کريـم "ﷺ" فرمایی ...
چاچې پرما یوځل درود ووایه نو الله (ج) به پرهغه باندې لس رحمتونه نازل کړی …
الله ﷻ دې مونږ تاسوته دَ ډیر درودشریف وایلو توفیق نصیب کړی (امین)
کاپی.....
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Telephone
Website
Address
Kunar