21/05/2026
اللهم لک الحمد
د علم، اعتدال او وسطیت د پیغام یوه ویاړمنه لاسته راوړنه
د «الاعتدال والوسطیة في جميع الأمور» تر عنوان لاندې د ګڼ شمېر مدارسو ترمنځ په الجامعة الاسلامیة السلفیة نواباد کې یوه ستره علمي او فکري سیالي ترسره شوه، چې موخه یې په ټولنه کې د اعتدال، وسطیت او صحیح اسلامي فکر ترویج او د علمي استعدادونو روزنه وه. په یاده مسابقه کې ګډونوالو خپلې موضوعګانې په علمي، تحقیقي او منصوصي بڼه وړاندې کړې.
الحمد لله، په دې علمي سیالۍ کې د دار الحفاظ سهل بن حنیف رضي الله عنه د شلتن درېیمې درجې تکړه طالب العلم زبیر د قاري صیب جلال الدین زوی د خپل غوره علمي القاء ، قوي استدلال او معیاري بیان له امله دوهم مقام ترلاسه کړ.
دغه ویاړمنه لاسته راوړنه د دې څرګند ثبوت دی چې له دار الحفاظ سهل بن حنیف رضي الله عنه سره د خیرخواهانو او اهلِ خیر مؤمنانو هر راز مالي او معنوي همکارۍ په سم او اغېزمن ځای لګېږي، او د همدې همکاریو په برکت نن د دارالحفاظ طالب العالمان په علمي، فکري او دعوتي ډګرونو کې د ستاینې وړ بریاوې ترلاسه کوي.
موږ د نوموړي طالب العلم دغه ستر علمي افتخار د ادارې مسئولینو، قدرمنو استادانو، هم جوار درسي ملګرو او درنې کورنۍ ته یې د زړه له کومې مبارکي وایو، او د الله تعالی له درباره ورته د لا زیاتو علمي، دعوتي او فکري بریاوو غوښتنه کوو.
الله تعالی دې زموږ علمي مراکز د اعتدال، حکمت او صحیح منهج ځلانده مرکزونه وګرځوي، او ټولو همکارانو او خیرخواهانو ته دې د دنیا او آخرت غوره بدیلونه ورپه برخه کړي.
دار الحفاظ سهل بن حنیف رضي الله عنه شلتن اداره
24/03/2026