Tolo English Language and Computer Academy

Tolo English Language and Computer Academy

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Tolo English Language and Computer Academy, Education Website, Kunar.

Photos from Tolo English Language and Computer Academy's post 11/01/2026

نن ورځ د طلوع اکاډمۍ د کمپیوټر په صنف کې د زده‌کوونکو ترمنځ یوه ګټوره داخلي سیالي ترسره شوه. زده‌کوونکي په درېیو ګروپونو ووېشل شول، چې د غوره همغږۍ او هڅو له امله C ګروپ لومړی مقام خپل کړ.
د دې سیالۍ موخه د زده‌کوونکو تشویق، د مهارتونو پیاوړتیا او له عصري کمپیوټري تخنیکونو سره بلدتیا وه. د طلوع اکاډمۍ اداره ژمنه ده چې د زده‌کوونکو د پرمختګ لپاره به ورته علمي او روزنیزې سیالۍ دوامدارې ترسره کوي.

📍 پته: کونړ ولایت، شیګل ولسوالي، شیګل دوه سرکه

30/12/2025

ژمی یوازې د ساړه موسم نوم نه دی، بلکې د زده کړو نوې هیلې او نوښتونو فصل دی!
طلوع انګلیسي ژبې او کمپیوټر اکاډمي د ژمي په دریو میاشتو کې خپلو درسي پروګرامونو ته په بشپړ نظم او ژمنتیا سره دوام ورکوي.
دلته تاسې کولی شئ لاندې پروګرامونه زده کړئ:
انګلیسي ژبه، پښتو لیک او لوست، کمپیوټر او نور درسي مضمونونه.
زده کړه، نظم او پرمختګ زموږ ستر هدف دی!
نن له موږ سره یوځای شئ او د خپل راتلونکي د بریا نوې دروازې پرانیزئ!
📍 پته: کونړ ولایت، شیګل ولسوالي، شیګل دوه سرکه

Photos from Tolo English Language and Computer Academy's post 10/12/2025

طلوع اکاډمي
📚 د زده کړې نوې فرصتونه ستاسو په انتظار کې!

ایا غواړئ په هوښیار او باورمن ډول زده کړه وکړئ؟
طلوع اکاډمي هغه ځای دی چې ستاسو وړتیاوې راویښوي او د لاسته راوړنو نوې لارې پرانیزي.

✅ مسلکي او هڅاند ښوونکي
✅ د کیفیت او چټک پرمختګ ډاډ
✅ د زده کړې د عملي کولو اسانه فضا

طلوع اکاډمي – د لاسته راوړنو او هیلې رڼا ته مو لارښوونه کوي.

نن زموږ سره یوځای شئ او د خپل سبا د بریا کیسه پیل کړئ!

07/12/2025

که غواړې روښانه سبا ولرې، خپل ګامونه له نن څخه پیل کړه. نوې هیله، نوې لاره، نوې هڅه د بریا زنګ وهي.، نو د امید څراغ بل کړه او په عزم مخکې ولاړ شه.
ستاسو هیله، ستاسو راتلونکی، ستاسو بریا
طلوع اکاډمی ستاسو د بریا دپاره تر ټولو ښه ادرس
کوچنی ساحل جان❤️

Photos from Tolo English Language and Computer Academy's post 02/12/2025

‎انګلیسي زده کړه او نړۍ وګوره
‎هره خبره، هره دروازه، او هر فرصت د انګلیسي له لارې پرانیستل کېږي. دا ژبه د بریا، باور او پرمختګ کلي ده.
‎او که غواړې دا کلي په رښتیا ترلاسه کړې — طلوع يې تر ټولو غوره ځای دی!.
‎پته: کونړ ولایت شیګل ولسوالی شیګل دوه سرکه

29/11/2025

د طلوع اکاډمی په انګړ کې د کوچني معراج‌الدین دا ښکلی ترنم راسره دلته واورئ.

26/11/2025

د ممتازو زده‌کوونکو ستاینغونډه

لومړي مقامونه ترلاسه کوونکي زده‌کوونکي د طلوع اکاډمي په ځانګړې غونډه کې وستایل شول.
ویډیو یې دلته ننداره کولی شئ.

Photos from Tolo English Language and Computer Academy's post 17/11/2025

ممتازو زده کوونکو تشویق او وستایل شول!

د طلوع انګلیسي ژبې او کمپیوټر اکاډمي د انګلیسي ټولګیو هغه ممتاز زده کوونکي چې د ټولګیو په کچه یې لومړي مقامونه ترلاسه کړي وو، د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې تشویق او وستایل شول.
ستاینغونډه د قاري عبدالله له لوري د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه. د پرانیستې وینا پر مهال د طلوع انګلیسي ژبې او کمپیوټر اکاډمي مدیر قیس همدرد ټولو ممتازو زده کوونکو ته مبارکي ورکړه د هغوی د کوښښونو ستاینه یې وکړه او سپارښتنه یې ورته وکړه چې د خپلو زده کړو ترڅنګ معاصر او اړین مهارتونه زده کړي.
نوموړي زیاته کړه چې طلوع انګلیسي ژبې او کمپیوټر اکاډمي د ګڼ‌شمېر علمي غونډو په ترسره کولو سره خپل زده‌کوونکي ستایلي دي، چې په پایله کې یې سالم رقابت رامنځته شوی او د زده کړې په لېوالتیا کې مثبت بدلون راغلی دی.
په دې ستاینغونډه کې د اکاډمي ښوونکو او زده‌کوونکو ګډون هم و. یاده غونډه د ښوونکو له ډلې قاري مسیح‌الله د اختتامیه وینا او دعا سره پای ته ورسېده.

Want your school to be the top-listed School/college in Kunar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Culinary Team

Attire

Address


Kunar
2801