جامعة عثمان بن عفان رضي الله عنه

جامعة عثمان بن عفان رضي الله عنه

Share

وما خلقت الجن والإنس الا ليعبدون!

15/04/2026

د ۱۴۴۷ قمري کال د درسونو د پیل خبرتيا!
دا چې د روان کال درسي بهير د امنيتي مشکلاتو له امله يو څه وځنډېدو، خو الحمدلله د عثمان بن عفان (رضي الله عنه) اداري اراکين ژمن او متعهد دي، تر څو د مدرسې درسي بهير د تېر په څېر يو ځل بيا د خپلو طلباؤ لپاره شروع کړي، نو ټولو طلباء کرامو ته خبر ورکول کېږي، چې تر اوسه يې داخلې نه وي کړې، نو بېړه دې وکړي او ځانونه دې د جامعې د ادارې سره ثبت کړي، چې په همدې اساس د مدرسې محترمو استادانو د مهتمم صاحب په شمول د راتلونکو درسونو د پېل په پار خپلې مشورې شريکې کړې.
د درسونو د شروع نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۲ مطابق ۱۴۰۵/۱/۲۹
د شنبې ورځ

30/01/2026

خوشخبري!
ټولو مسلمانانو او په ځانګړي ډول طلباؤ ته خبر ورکول کېږي چې سبا شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ د سهار لخوا په جامعة عثمان بن عفان (ناړۍ) کې د دوو جيدو علماء کرامو، هر يو: فضيلة الشيخ شيخ القران اميد مولا (فضلي) او فضيلة الشيخ شيخ القران صفي الله (صلاحي) له لورې دوره تفسير شروع کېږي.
ټول عوام او خواص بايد له دې زرينې موقعې څخه استفاده وکړي او خپل وخت قیمتي کړي!

Photos from ‎جامعة عثمان بن عفان رضي الله عنه‎'s post 11/09/2025

قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاهَا وَقَدْ خَابَ مَنْ دَسَّاهَا!
د جامعة عثمان بن عفان (رضي الله عنه) د ۱۴۰۴ تعليمي کال د څلورنيم مياشتنۍ ازموينې پايلې اعلان شوې، چې ممتازو طلباء کرامو ته يې انعامات او جوائز ورکړل شو.
د ټولو طلباؤ د لا ځليدو په هيله!
د جامعې د فرهنګي کمېټې لخوا!

Photos from ‎جامعة عثمان بن عفان رضي الله عنه‎'s post 04/09/2025

وَأَنْ لَيْسَ لِلْإِنسَانِ إِلَّا مَا سَعَى وَأَنَّ سَعْيَهُ سَوْفَ يُرَى!
د جامعة عثمان بن عفان (رض) د څلور نيم مياشتنۍ ازموينې وروستۍ ورځ، چې د ازموينې په وروستۍ ورځ به د حفظ، تجوید او ناظرې ازموينې واخېستل شي، هیله ده چې ټول طلباء کرام په پوره اطمینان، جرئت او ډاډ سره خپلې ازموينې ورکړې.

د جامعة عثمان بن عفان (رض) د فرهنګي چارو کمېټې لخوا!

Photos from ‎جامعة عثمان بن عفان رضي الله عنه‎'s post 30/08/2025

﴿ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا ﴾
د تېر په څېر يو ځل بیا د جامعة عثمان بن عفان (رضي الله عنها) ادارې د مهالوېش سره سم د ۱۴۰۴ تعليمي کال څلور نیم مياشتنۍ ازموينې پېل کړې، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.
د جامعې اداره ویاړي، چې هر کال په خپل وخت او په ارامه فضاء کې خپلې ازموينې د طلباؤ د استعداد د لوړولو په پار د جامعې د ټولو اراکينو په شتون کې په شفاف ډول اخلي او هيله لري، چې طلباء په خپلو درسونو کې خواري وکړي او لوړې نمرې واخلي.

اداره: جامعة عثمان بن عفان (رضي اللّٰه عنه)
نېټه: ۱۴۰۴/۶/۸ ش
۱۴۴۷/۳/۶ ق

08/04/2025

جدول الدراسي لجامعة عثمان بن عفان (رضي الله عنه) ناری
د جامعة عثمان بن عفان رضي الله عنه ناړۍ اداره د تېر په څېر يو ځل بيا د خپلو هېوادوالو څخه خپل دیني او تربیوي خدمات نه سپموي، راځئ چې خپل اولادونه په اسلامي روحیه سمبال او د دنيوي او اخروي ګټو څخه یې برخمن کړو.
د داخلې نېټه: ۱۰/شوال/۱۴۴۶
د درسونو شروع: ۲۱/شوال/۱۴۴۶ د شنبې ورځ

30/03/2025

تَقَبَّلَ اللهُ مِنَّا وَمِنْكُمْ صَالِحَ الأَعْمَالِ!
د جامعة عثمان بن عفان (رضي الله عنه) ناړۍ اداره ټول مسلمان او مؤمن ملت او په ځانګړي د افغانستان غیور ملت ته د کوچني اختر مبارکي وايي.
الله تعالی دې زموږ او ستاسو عبادتونه قبول کړه، او زموږ او ستاسو ګناهونه وبخښي!

Photos from ‎جامعة عثمان بن عفان رضي الله عنه‎'s post 14/02/2025

د دوره تفسير لومړنۍ ورځ!
د شيخ القران والحدیث مولانا اميد مولا (حفظه اللّٰه) له لورې د دوره تفسير دوره نن ورځ شروع شوه، الله تعالی دې د دوی خدمتونه په خپل دربار کې قبول کړي.

جامعة عثمان بن عفان رضي الله عنه ناړۍ

12/02/2025

التبشير بدورة التفسير
د قرآن کریم د ژور فهم او تدبر لپاره جامعة عثمان بن عفان رضي الله عنه ناړۍ انتخاب کړئ، تر څو د قرآن کریم د ژور فهم څخه برخمن شئ.
او د درس خدمات به ان شاء الله د جامعې د دوه جيدو او با تجربه استادانو، هر يو: فضیلة الشيخ شيخ القران مولانا اميد مولا (فضلي) صاحب او فضيلة الشيخ شیخ القران مولانا صفي الله (صلاحي) صاحب لخوا وړاندې کېږي.

نېټه: د شعبان ۱۵ د جمعې مبارکه ورځ.
پته: ناړۍ ولسوالۍ، ناړۍ مرکزي کلی، جامعة عثمان بن عفان (رضي الله عنه).

Photos from ‎جامعة عثمان بن عفان رضي الله عنه‎'s post 21/12/2024

د کلنۍ ازموينې پېل!
د جامعة عثمان بن عفان رضي الله عنه ناړۍ ادارې د ټاکلې نیټې سره سم کلنۍ ازموينه پېل کړه.
نن د ازموينې لومړۍ ورځ وه، خدای دې وکړي چې دغه ازموينې د ټولو طلباؤ د پرمختګ سبب وګرځي او په راتلونکي کې خپلې هڅې لازياتي او خپلو اهدافو ته ورسېږي.
#هيلهڅوک چې په امتحان کې نقل کوي د هغه لپاره په عربۍ کې کوم لفظ استعمالېږي
#کاميابي

19/12/2024

کلنۍ ازموينه!
د جامعة عثمان بن عفان رضي الله عنه ناړۍ ادارې د کلنۍ ازموينې مهالوېش.
د ازموينې د شروع نېټه: ۱۴۴۶/۶/۱۹ الموافق ۱۴۰۳/۱۰/۱

Want your school to be the top-listed School/college in Kunar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


جامعة عثمان بن عفان (رض) ناړۍ/مرکزي کلی
Kunar