25/07/2022
کتاب 2⃣ محرم دمیاشتي أحکام اومسائل
ژبه : پښتو
واټساپ دوهم ګروپ المکتبة المحمدیة2⃣ 👇 https://chat.whatsapp.com/JQfcH5ZlvXsE64U39cH4i6
واټساپ دریم ګروپ المکتبة المحمدیة 3⃣ 👇
https://chat.whatsapp.com/F6qDHtwnNjT2LllynUgXQc
ټیلیګرام چینل المکتبة المحمدیة 👇
https://t.me/+U2ATB2abdiY2OTg9
21/07/2022
☜وهابیان څوک دي؟
وهابیان دحنفی علماوو دنظره څوک وو؟؟؟
د وهابیانو(سلفیانو) باره کی دحنفي علماؤ نظر:
☜①رشید احمد ګنګوهي (رحمه الله) ویلي دي: څوک چی د رسول الله (صلی االله علیه وسلم) د سنتو تابعداري کوي او دینداره وي وهابي ورته ویل کیږی(1)
②☜د دارالعلوم دیوبند مفتي اعظم مولانا کفایت الله دهلوي (رحمه الله) ویلي دي :
په هندوستان کی بدعتیان(ګمراهان)وهابي هغه چاته وایي چی د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په سنتو عمل کوي ، له بدعت او ګمراهي نه خلک منعه کوي.(2)
③☜د اشرف علي تهانوي (رحمه الله) په نوم یو بل دیوبندي عالم چی (حکیم الأمة) لقب لري هغه ویلي دي:
بدعتیان حق پرسته خلکو ته وهابیان وایي.(3)
④☜مفتي عبدالعلي (رحمه الله) ویلي : بریلویان او صوفیان هغه چاته وهابي وایي څوک چی سامری ته بد وایي او د شرک نه خلک منعه کوي. (4)
⑤☜دمولانا ګوهر الرحمن (رحمه الله) په نوم یو بل مشهور حنفي عالم وایي:
بدعتیان هغه چاته وهابي وایي چی د الله او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د سنتو تابعداري کوي، او خلک له بدعتو نه منعه کوي،بیا یی ویلي دي : (وهَّاب) د الله نوم ده، چی معنی یی: رباني،مخلص او الله پرست.(5)
⑥☜یو بل حنفي عالم ویلي دي : د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د ستنو سره د دښمني په خاطر بدعتیان هغه کسان مسجد کی نه پریږدي څوک چی د رسول الله په ستنو عمل کوي،دا لوی ظلم ده باید همدا مبتدعین له مسجد څخه وویستل شي.(6)
⑦☜دمولانا عمران (رحمه الله) په نوم بل حنفي عالم ویلي دي: څوک چی د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په سنتو عمل کوي عوام خلک ورته وهابي وایي.(7)
حوالی لاندی کتابونوکی کتلايشۍ👇
[۱] فتاوای رشیدیه ص251 مکتبه رحمانیه .
[۲] کفایت المفتی ص198 ج1 مکتبه امدادیه.
[۳] الجواب ص91 مکتبه فاروقیه.
[۴] بلوغ المرام فی تعلیم الاسلام ص21 چاپ مکتبه حقانیه.
[۵] تفهیم المسائل ج6ص203 .
[۶] کفایت المفتی ص189 ج1.
[۷] اهل حدیث هم اهل النبی ص17.
21/07/2022
کتاب نمبر 1⃣ : تفسیرحکمة القرآن
مؤلف : شیخ القرآن والحدیث العلامة ابومحمد أمین الله البشاوري حفظه الله ورعاه
ژبه : پښتو
غوښتنه: دمطالعي لپاره خپل ملګري هم (المکتبة المحمدیة) ته را دعوت کړئ ترڅو فائده یې عامه شي اوتاسوبه د دین داعیان شئ ان شاءالله
نوټ: هغه وروڼه چي غواړي په کم مصرف مهم اوفائده مند کتابونه د (المکتبة المحمدیة) نه ترلاسه کړي نو مهرباني وکړئ دواټساپ په یو ګروپ کي ځانونه داخل کړئ
په ټولو کي یو شان اوپه یو وخت کتابونه نشریږي ان شاءالله
جزاکم الله خیرا
واټساپ دوهم ګروپ المکتبة المحمدیة2⃣ 👇 https://chat.whatsapp.com/JQfcH5ZlvXsE64U39cH4i6
واټساپ دریم ګروپ المکتبة المحمدیة 3⃣ 👇
https://chat.whatsapp.com/F6qDHtwnNjT2LllynUgXQc
ټیلیګرام چینل المکتبة المحمدیة 👇
https://t.me/+U2ATB2abdiY2OTg9
20/07/2022
محمد هسې نه ويل چه ما ته می پلار ډير ګران دی
15/07/2022
د دوه سترو علمي شخصیتونو دشهادت ورته والی:
*شهید شیخ جمیل الرحمن رح
۱/ شیخ جمیل الرحمن په شهادت د دعوت یو منظم صف ړنګ شو
۲/ شیخ جمیل په سختو ورځو کې شهید کړای شوو
۳/ شیخ جمیل په خپل کور کې شهید کړای شوو
۴/ شیخ جمیل دګرمۍ په موسم کې شهید شوو
۵/ پر شیخ جمیل هم زیات خلک خفه و
۶/ شیخ جمیل شاته په سلګونو دینې مدارس پریښودل
٧/ شيخ جميل الرحمن مظلوم شهيد كړای شوو
۸/ د شیخ جمیل په جنازه کې زرګونو کسانو ګډون کړی و
۹/ شیخ جمیل پر دعوت شهید شوو
۱۰/ شیخ جمیل او شیخ سردارولي دیوه فکر او منهج خاوندان و.
۱۱/شیخ جمیل ډیرزیات متواضع او صریح انسان و.
۱۲/پرشیخ جمیل باندي په درجنو غایبانه جنازې شوې وې
۱۳/د شیخ جمیل الرحمن شهادت د رسنیو د سر خبر و.
۱۴/شیخ جمیل یې د تومانچې په ډزو په سر ویشتلی و
۱۵/شیخ د ماسپښین دلمانځه په وخت کې شهید کړی و
۱۶/ شیخ د میلمه لخوا شهید شوی و
۱۷/ شیخ جمیل شهادت یوه ستره استخباراتې توطیه وه
۱۸/ د شیخ جمیل په شهادت ټول مومنان غجمن او خفه و
۱۹/ د شیخ جمیل تشه تراوسه ډکه نه شوه
۲۰/ شیخ جمیل د جمعې ورځ قبر ته یوړه.
انالله واناالیه راجعون
*شهید شیخ سردارولي ثاقب رح
۱/ د شیخ سردارولي په شهادت به حتما دعوتې چارې ټکنۍ شي
۲/شیخ سردارولي هم په سخت او امتحانې ورځو کې شهید کړای شوو
۳/ شیخ سردارولي هم په خپل کور کې شهید کړای شوو
۴/شیخ سردارولي دګرمې په موسم کې شهید شوو
۵/ د شیخ سردارولي پر مظلومیت هم زیات مومنان خفه دي
۶/ شیخ سردارولي شاته په سلګونو شاګردان پریښودل
۷/ شیخ سردارولي مظلوم شهید کړای شوو
۸/ د شبخ سردارولي په جنازه کې هم ګڼ شمیر مسلمانانو اشتراک وکړ
۹/ شیخ سردارولي پر دعوت شهید شوو
۱۰/ شیخ سردارولي او شیخ جمیل دیوه فکر او منهج خاوندان وو.
۱۱/شیخ ثاقب ډیر زیات متواضع او صریح انسان و.
۱۲/ پر شیخ ثاقب په درجنو غایبانه جنازې وشوې .
۱۳/ د شیخ سردارولي دشهادت خبر هم دمطبوعاتو دسر خط و.
۱۴/شیخ ثاقب سر یې په چاړه دده له تنه جدا کړی دی
۱۵/شیخ د ماسپښین دلمانځه په وخت کې شهید کړی دی
۱۶/ شیخ ثاقب هم د میلمه لخوا شهید شوی و
۱۷/ دشیخ شهادت یوه ستره توطیه ده
۱۸/ د شیخ ثاقب په شهادت ټول مومنان غجمن او خفه دي
۱۹/ د شیخ سردارولي ځای به هم هیڅکله ډک نه شي
۲۰/ شیخ سردارولي دجمعې شپه قبر ته یوړه.
انالله واناالیه راجعون
15/07/2022
نوره حوصله نشته
درده! په ژړا به شو
💔😭🙏
مَوتُ العَالِمِ مَوتُ العَالَم
!
!
!
رب دې جنتونه درکړي او رب دې ستا قاتلینو سره سخت حساب وکړي
د اسلام ستر داعي شهید الشیخ الاسلام سردارولي ”ثاقب“ رحمه الله😭
14/07/2022
اللهم أرحمه رحمة واسعة🤲
اللهم آجعل قبره روضة من ریاض الجنة🤲
اللهم ثبته عند السؤال واغفرله وارحمه وتجاوز عنه🤲
اللـهـم انزله منزلاً مباركا وانت خير المنزلين🤲
اللـهـم انزله منازل الصديقين والشهداء والصالحين وحسن اولئك رفيقا🤲
اللـهـم اجعل قبره روضة من رياض الجنة ,ولا تجعله حفرة من حفر النار🤲
29/06/2022
🔴کچيري انځور ته لږ زير شو ډيره لويه معنی پکي نغښتي ده:
په دومره لويه خوشحالۍ کي يي هر سه هير کړي مګر دغه وفادار کتاب يي هير نکړ..!!
داسي کوم راز دې کتاب کي پروت وه چي کلونه وروسته راخلاصيږي لکن دا ملګري يي لکه خپله معشوقه کلک په خپل غيږ کي ټينګ نيولي.....
💐دا د اسمانونو او ځمکو بادشاه کلام دي ( القرآن الکريم)
💐دا دټولو زړونو مالک کلام دي (القرآن الکريم)
💐دا هغه وفادار کلام ده چي هيس کله درسره بي وفايي نه کوي
💐که په معنی يي هم نه پوهيږي لکن تلاوت يي زړه ته سکون، راحت، او اميد ورکوي.( القرآن الکريم)
💐 او که په معنی يي پوه شي بيا نو دومره ناشنا معجز کتاب ده چي ټول عمر زنداني يي يو دغه سپيڅلي کتاب درسره وي، غم به دي ډير سپک وي، ( القرآن الکريم). ځکه ما تجربه کړي😒
💐په تلاوت کولو سره به کله اميد درکوي، ( القرآن الکريم).
💐کله به خوشحاله درکوي، ( القرآن الکريم).
💐 کله به ښايسته قيصه در شروع کړي،( القرآن الکريم).
💐کله به د الله رب العالمين عظمت در بيان کړي ته وايي چي دومره لوي رب لرم داسه مصيبت دي زر به تري خلاص شم، ( القرآن الکريم).
💐 کله به د قيمتي او ښکلي بهترين انسانانو چي پيغمبران دي، دهغوي د تکليفونو او امتحانونو قيصه شروع کړي چي خپل غم به در نه هير کړي ( القرآن الکريم)
💐کله اخرت او عذابونه در پياد کړي چي ټول اخته غمونه به درڅخه هير کړي وايي به چي مصيبت او غم خو د آخرت دي، ( القرآن الکريم).
💐کله د انسانانو غدر در بيان کړي او نتيجه يي هم در وښايي چي سه ستا رب وغواړي هماغه کيږي، ( القرآن الکريم).
🔴دري مرحلو کي درسره وفا کوي( دار دنيا، برزخ، آخرت)
💐ډير وفادار کتاب ده: 🟢 هر چي دنيا ده: نو چاچي ايمان راوړي او عمل يي پري کړي الله اوچت کړي او عزت يي ورکړي، او چاچي مخالفت کړي رب ذليله او هلاک کړي.
رسول الله صلی الله عليه فرمايي: ( إنَّ اللَّهَ يَرْفَعُ بهذا الكِتَابِ أَقْوَامًا، وَيَضَعُ به آخَرِينَ)
💐 او قبر کي هم وفا کوي درسره🟢 هغه څوک چي هره شپه له خوب څخه مخکي ( الملك) تبرك الذي تلاوت وکړي د قبر عذاب څخه يي الله ژغوري کله چي دي انسان ته عذاب ورکول کيږي نو سورت الملک يي مانع ګرځي.
💐 هر چي آخرت سخته ورځ ده 🟢 په هغه ورځ به شفاعت کوي د هغه چاچي تلاوت يي کوه او عمل يي پري کړي وي ( إن القرآن يأتي يوم القيامة شفيعاً لأصحابة) ...
راځئ ددغه کتاب ملتيا وکړو خپله يي زده کړو اولادونو باندې يي زده کړو په کورنۍ کي قانون عملي کړو چي د کور هر وګړي بايد په ورځ کي اقلا دوه مخه يا دري ووايي....
رب دي مونږ ټولو ته د عمل کولو توفيق راکړي.
25/06/2022
هغه وروڼه چي واټساپ ګروپ کي داخلیدل غواړي نو مهرباني وکړئ یو ګروپ کي داخل شئ
په ټولوکي یو شان اوپه یو وخت کتابونه نشریږي نور ملګرې د دې خیر نه مۀ محروموئ
جزاکم الله خیرا
واټساپ اول ګروپ المکتبة المحمدیة 1⃣
👇
Follow this link to join my WhatsApp group: https://chat.whatsapp.com/FU4juioce7r5fFuAofTTiS
واټساپ دوهم ګروپ المکتبة المحمدیة2⃣
👇Follow this link to join my WhatsApp group: https://chat.whatsapp.com/JQfcH5ZlvXsE64U39cH4i6
واټساپ دریم ګروپ المکتبة المحمدیة 3⃣
👇
Follow this link to join my WhatsApp group: https://chat.whatsapp.com/F6qDHtwnNjT2LllynUgXQc
ټیلیګرام چینل المکتبة المحمدیة 👇
https://t.me/+U2ATB2abdiY2OTg9
المکتبة المحمدیة 1⃣
WhatsApp Group Invite