25/04/2026
نن ورځ د المدینه روغتیایي زده کړو خصوصي انسټیټیوټ کې د علمي او مسلکي پرمختګ په لړ کې یو مهم او ارزښتناک سیمینار ترسره شو.
په دې سیمینار کې د یاد انسټیټیوټ زیارکښ اجرایه ریس، ډاکټر صیب غلام رحمن (زهیر)په یوه ډېره حیاتي او مهمه موضوع محصلینو ته سیمینار وړاندې کړو . نوموړي د موضوع اړوند عملي تجربې، علمي لیدلوري او اړین لارښوونې له محصلینو او ګډونوالو سره شریکې کړې.
سیمینار د محصلینو له تود هرکلي او فعاله ګډون سره مخ شو، چې د سیمینار په پای کې محصلینو ته د پوښتنو وخت ځانګړی شو، محصلینو ته د موضوع اړوند د پوښتنو او ځواب وخت ورکړل شو
دا ډول علمي پروګرامونه د محصلینو د پوهې د پراختیا او مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره خورا مهم رول لري.
المدینه انسټیټیوټ ژمن دی چې په راتلونکې کې هم د داسې علمي او روزنیزو پروګرامونو له لارې د خپلو محصلینو علمي کچه نوره هم لوړه کړي.
اړیکه: 0777801226
[email protected]
15/04/2026
المدینه د روغتیایي زده کړو خصوصي انسټیټیوټ کې محصلینو ته په یوه مهمه موضوع علمي سیمینار وړاندې شو
چهارشنبه ـ 1405/01/26
نن ورځ د المدینه انسټیټیوټ د نرسنګ څانګې محصلینو ته یو مهم علمي سیمینار وړاندې شو، چې موخه یې د محصلینو علمي کچې لوړول او د هغوی مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا وه. یاد سیمینار د انسټیټیوټ اجرایه رئیس، ډاکټر غلام رحمن زهیر لخوا تنظیم او وړاندې شو.
په دې علمي غونډه کې ګڼ شمېر د نرسنګ څانګې محصلینو او استادانو ګډون کړی و.
ډاکټر غلام رحمن زهیر د سیمینار پر مهال د محصلینو د عملي او نظري زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه چې د خپل مسلک اړوند موضوعاتو کې ژوره مطالعه وکړي او عملي مهارتونه هم پیاوړي کړي.
ګډونوالو د سیمینار له وړاندې کېدو څخه خوښي څرګنده کړه او دا ډول علمي پروګرامونه یې د خپلو زده کړو لپاره ګټور وبلل. هغوی هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې هم ورته سیمینارونه تنظیم شي تر څو د هغوی علمي او مسلکي وده نوره هم پیاوړې شي.
په پای کې سیمینار په دعا او مننې سره پای ته ورسېد او ګډونوالو د انسټیټیوټ له ادارې څخه د دا ډول علمي
فعالیتونو د دوام غوښتنه وکړه.
اړیکه: 0777801226
[email protected]
11/04/2026
د المدینه طبي علومو انسټیټیوټ لپاره د نویو محصلینو د شمولیت پسرلني کانکور ازموینه په بریالیتوب سره واخیستل شوه!
نن شنبه چې۱۴۰۵هـ ش کال حمل د مياشتې له ۲۲مې نېټې سره سمون لري، ګڼو ګډونوالو د خپل راتلونکي د روښانه کولو په موخه د المدینه طبي علومو انسټیټیوټ په انګړ کې لومړی د بریا قدم کیښود
په لومړيو کې د ازموينې د پوښتنو کڅوړه د خصوصي سکتور څخه راغلی پلاوی، د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست څخه راغلی مل پلاوي او د یاد انسټیټیوټ محترم اجرایوي ریس ډاکټر غلام رحمن زهیر، د انسټیټیوټ رهبري هیت کادري غړو او نوماندانو د استازو په شتون کې پرانیستل شوه.
ازموینه د ټاکل شوي مهالویش سره سم؛ په منظم، شفاف چاپېریال کې ترسره شوه. په زیات شمیر کې د محصلینو ګډون دا څرګندوي چې زموږ انسټیټیوټ د زده کړو د باکیفیته فرصتونو لپاره د محصلینو د باور وړ ادرس ګرځېدلی دی.
ازموینه په ډاډمنه شفافه او ارامه فضا کې ترسره شوه
موږ د ټولو ګډونوالو څخه مننه کوو، او هغو محصلینو ته چې هڅه یې کړې ده مبارکي وایو
اړیکه: 0777801226
بریښنالیک: [email protected]
#
10/04/2026
د 1405هـ ش کال د پسرلني کانکور ازموینې خبرتيا !!
المدینه د روغتیایي زده کړو خصوصي انسټیټيوټ اداره ټولو ورونو ته چې د 1405کال پسرلني کانکور ازموینې لپاره یې په بېلابېلو تحصیلي څانګو کې نوم ليکنه کړې ده خبر ورکول کېږي چې سبا شنبه سهار اوه (7:00) بجې د کانکور امتحان ورکولو په پار المدینه د روغتیایي زده کړو خصوصي انسټیټیوټ د نارینوو څانګې ته مراجعه وکړي
د امتحان ورځ: شنبه
د امتحان ځای: المدینه د روغتیایي زده کړو خصوصي انسټیټیوټ
د امتحان نیټه: ۱۴۰۵/۱/۲۲
📞 اړیکه: 0777801226
📧 بریښنالیک: [email protected]
07/04/2026
یوازې 4 ورځې تر کانکور امتحانه !
د1405هـ ش پسرلني کانکور ازموینه د روان کال حمل میاشتې په (22)مه نیټه اخیستل کیږي !
ګرانو د دولسمو ټولګیو فارغانو! که غواړئ د روغتیایي علومو په برخه کې زده کړې وکړئ، نو دا فرصت ستاسو لپاره دی
د یو ارام درسي چاپیریال، مجهزو لابراتوارونو او با تجربه او مسلکي استادانو په شتون کې موږ تاسو ته لاندې تدریسي څانګو کې د زده کړو زمینه برابره کړې ده
1 عالي نرسنګ
2 طبي لابراتوار
3 د غاښونو پروتیز
4 دواسازي
5 تغذیه
6 صحت رواني
د بریا لپاره لومړی ګام، غوره انتخاب دی !
ادرس: کونړ، د ولایت مقام عمومي دروازې ته مخامخ، المدینه د روغتیایي زده کړو خصوصي انسټیټیوټ
اړیکه: 0777801226
[email protected]
05/04/2026
یوازې شپږ ورځې تر کانکور امتحانه !
د1405هـ ش پسرلني کانکور ازموینه د روان کال حمل میاشتې په (22)مه نیټه اخیستل کیږي !
ګرانو د دولسمو ټولګیو فارغانو! که غواړئ د روغتیایي علومو په برخه کې زده کړې وکړئ، نو دا فرصت ستاسو لپاره دی
د یو ارام درسي چاپیریال، مجهزو لابراتوارونو او با تجربه او مسلکي استادانو په شتون کې موږ تاسو ته لاندې تدریسي څانګو کې د زده کړو زمینه برابره کړې ده
1 عالي نرسنګ
2 طبي لابراتوار
3 د غاښونو پروتیز
4 دواسازي
5 تغذیه
6 صحت رواني
د بریا لپاره لومړی ګام، غوره انتخاب دی !
ادرس: کونړ، د ولایت مقام عمومي دروازې ته مخامخ، المدینه د روغتیایي زده کړو خصوصي انسټیټیوټ
اړیکه: 0777801226
[email protected]
31/03/2026
راتلونکی ستاسو په انتخاب پورې تړلی دی
خپل فرصت له لاسه مه ورکوئ؛ همدا اوس نوملیکنه وکړئ او خپل راتلونکو مو مطمین کړئ !
د پسرلني کانکور ازموینه د حمل میاشتې په ۲۲مه نېټه اخیستل کیږي.
د داخلې بهیر وروستیو شېبو ته رسېدلی که تر اوسه مو نوم لیکنه نه ده کړې، نو همدا اوس اقدام وکړئ.
علم، مهارت او بریا له همدې ځایه پیل کړئ
اړیکه: 0777801226
[email protected]
30/03/2026
د ۱۴۰۵ کال بهاري کانکور لپاره نوم لیکنه روانه ده !
د ۱۴۰۵هـ ش کانکور ازموینه د روان کال دحمل میاشتې په (۲۲)مه نیټه اخیستل کیږي
که تاسو هم له دولسم ټولګي فارغ ياست او غواړئ چې د طب په برخه کې نيمه لوړې زده کړې وکړئ نو موږ ستاسو لپاره همدا غوره فرصت برابر کړی دی
په یو ارام درسي چاپیریال، مجهزو لابراتوارونو او تجربه لرونکو استادانو په شتون کې ، موږ تاسو ته لاندې څانګې معرفي کوو:
1 -عالي نرسنګ
2 -طبي لابراتوار
2 -د غاښونو پروتیز
4 -دواسازي/فارمیسي
5 -تغذیه
6 - صحت رواني
د نوم لیکنې شرایط:
۱ - د شهادتنامې /اطلاعنامې رنګه کاپي.
۲- د هویت تذکیرې رنګه کاپي.
۳- اته ۸ قطعې تصویران.
۴ - داخله 500 افغانۍ
المدینه د طبي علومو انسټیټیوټ، ستاسو د خوبونو تعبیر !
پته: کونړ، د ولایت مقام عمومي دروازې ته مخامخ
اړیکه: 0777801226
[email protected]
29/03/2026
د 1405هـ ش پسرلني کانکور ازموینه د 1405هـ ش د حمل میاشتې په (22)مه نیټه اخیستل کیږي !
همدا اوس نوم لیکنه وکړئ او د ۱۴۰۵ هـ ش کال د پسرلني کانکور ګډونوال شئ
ګرانو د دولسمو ټولګیو فارغانو! که غواړئ د روغتیایي علومو په برخه کې زده کړې وکړئ، نو دا فرصت ستاسو لپاره دی
د یو ارام درسي چاپیریال، مجهزو لابراتوارونو او با تجربه او مسلکي استادانو په شتون کې موږ تاسو ته لاندې تدریسي څانګو کې د زده کړو زمینه برابره کړې ده
1 عالي نرسنګ
2 طبي لابراتوار
3 د غاښونو پروتیز
4 دواسازي
5 تغذیه
6 صحت رواني
د بریا لپاره لومړی ګام، غوره انتخاب دی !
ادرس: کونړ، د ولایت مقام عمومي دروازې ته مخامخ، المدینه د روغتیایي زده کړو خصوصي انسټیټیوټ
اړیکه: 0777801226
[email protected]
#
28/03/2026
فارغو محصلینو لپاره مهم خبر!
د المدینه روغتیايي زده کړو خصوصي انسټیټیوټ د کتابخانې له لوري تاسو ګرانو فارغو محصلینو ته خبر درکول کیږي، چې د اګزیټ (Exit Exam) اړوند د سوالونو بانک (Question Bank) نوي کتابونه چې د ختیځ زون خصوصي روغتیايي علومو اتحادیي لخوا ترتیب شوي دي کتابخانې ته را ورسیدل.
دا کتابونه به ستاسو د اګزیټ ازموینې لپاره په چمتووالي کې ډېره مرسته وکړي او د بریا چانس به مو لا لوړ کړي.
هیله ده ټول فارغ محصلین ژر تر ژره کتابخانې ته مراجعه
وکړي او له دې ارزښتناکو منابعو څخه ګټه واخلي.
اړیکه: 0777801226
[email protected]
25/03/2026
د ۱۴۰۵ تعلیمي کال لپاره په المدینه طبي علومو انسټیټیوټ کې د نوښت او پرمختګ مهمه اداري ناسته ترسره شوه!
نېټه:۱۴۰۵/۰۱/۵ – چهارشنبه
نن ورځ، د المدینه طبي علومو انسټیټیوټ د مجلسونو په خونه کې یوه مهمه اداري ناسته ترسره شوه، چې پکې د انسټیټیوټ مشرتابه، اداري مسؤلینو ترڅنګ د انسټیټیوټ محترم مؤسس ډاکټر صیب علی محمد امین هم ګډون درلود. د ډاکټر صیب امین له لوري د چارو د لا ښه تنظیم او پرمختګ لپاره مهمې او لازمې سپارښتنې وشوې. ناسته د قران کریم په مبارکو آیتونو سره پیل شوه.
د غونډې په پیل کې د انسټیټیوټ اجرایه رئیس، ډاکټر غلام الرحمن زهیر، وینا وکړه. نوموړي ۱۴۰۵ تعلیمي کال لپاره د درسي سیستم د لا ښه والي، تعلیمي پرمختګونو، او اداري اصلاحاتو په اړه هر اړخیزې او ګټورې خبرې وکړې.
ورپسې، د غونډې ګډونوالو خپلې نظریې، وړاندیزونه او تجربې شریکې کړې، تر څو د انسټیټیوټ تعلیمي او اداري چارې لا پیاوړې او اغېزمنې شي.
د دې ناستې اساسي موخه دا وه چې د انسټیټیوټ ټولې برخې په ګډه همغږي شي او زدهکوونکو ته یو معیاري، مناسب او الهامبښونکی تعلیمي چاپېریال برابر کړي. د غونډې فضا مثبته، رغنده او له ژمنتیا ډکه وه، او ټولو ګډونوالو ژمنه وکړه چې ۱۴۰۵ تعلیمي کال به د نوښتونو، پرمختګ او غوره خدماتو کال وي.
په پای کې، ناسته د خیر او برکت په دعا سره پای ته ورسېده
اړیکه: 0777801226
[email protected]
25/03/2026
ایا تاسو هم غواړئ چې خپل راتلونکی د روغتیایي زده کړو په برخه کې مطمین کړئ؛ که ځواب مو هو وي نو موږ دا فرصت تاسو لپاره برابر کړی دی !
خپل روښانه راتلونکی د المدینه روغتیایي علومو انسټیټیوټ سره پیل کړئ!
د ۱۴۰۵ هـ ش پسرلني کانکور لپاره نــــــــــــــــــوم لیکــــــــــــــــــــنه روانه ده !!!!
تدریسي څانګې:
1 عالي نرسنګ – د انسانیت او روغتیا خدمت
2 عالي قابلګي – د مور او ماشوم ژوند ژغورنه
3 تغذیه – سالم ژوند، متوازنه غذا
4 فارمسي – د درملو پېژندنه او سم استعمال
5 رواني روغتیا – ذهني ارامتیا او احساساتي ثبات
6 د غاښونو پروتېز – د ښکلي موسکا راز
7 طبي لابراتوار – د ناروغیو تشخیص او درملنه
پته: کـــــونړ؛ ولایت مقام دروازې ته مخامخ، المدینه طبي علومو انسټیټیوټ
له موږ سره یوځای شئ او د توپیر احساس کړئ !
اړیکه: [0777801226]-[[email protected]]