Khass Kunar Private School/خاص کونړ خصوصي ښوونځی

Khass Kunar Private School/خاص کونړ خصوصي ښوونځی

Share

موږ شخصیتونه روزو! او شخصیت جوړونه زموږ معیار دی📚📖

14/01/2026

#صحنه

14/01/2026

سهار پخیر هیوادوالو
کوم تدریسې میتود د ضعیفه زده کوونکو لپاره ډېر ګټور دې!
نظر مو،

Photos from ‎Khass Kunar Private School/خاص کونړ خصوصي ښوونځی‎'s post 11/01/2026

ځینې اشخاص پدې باور دي چې د خصوصي ښوونځیو ادارات د خپل آبرو او نوم د ساتلو په خاطر زده کوونکو ته ښه نمرات ورکوي ممکن داسې محدودې ادارې هم وي مګر موږ په ویاړ او افتخار سره دا وایو چې زموږ د تدریسي ټيم د هلو ځلو، تجربو او مهارتونو په کارولو سره موږ نه مجبوره کیږو چې خلکو ته ځان لوړ وښایو، څه چې ښایو هغه مو په عمل کې ثابت کړي هم دي، له تاسو هر یو یې زموږ تدریسې فعالیتونه له نږدې هم څارلی شئ.
د لمړي ټولګي د اخرې نمرې زده کوونکو د ریاضي ازموینې ځينې پارچې.
تاسو یې د خپل وخت د لمړي ټولګې ازموینې سره ضرور مقایسه کړئ.

11/01/2026

د استاذ مستجاب سیال یوسفزي لنډ کاري شاليد!
له همېشه بهار ټلویزیون سره د راپور جوړوونکي په توګه دنده، په توحید غږ راډیو کې ویاندویۍ دنده، په اتفاق عالي لېسه کې دلېسې دورې د دري او پښتو مضمون استاد، الخیر خصوصي لېسه کې د دري ژبې استاد، محمدي صاحبزاده لېسه کې د دري، تاریخ اوجغرافیه مضمون استاد، په افغان ماډرن ښوونیز مرکز کې د عمومي مدیر په توګه دنده او په شمشاد تعلیمی مرکز کې د انګلیسي او ویناوالۍ استاد.
هېره دې نه وي چې محترم استاذ فعلاً د خاص کونړ خصوصي ښوونځي د کورنۍ غړی دی✌️
نوټ: محترم استاذ مو په ډېر زحمت او ننواتو ترلاسه کړی🙏

10/01/2026

ګرانو والدینو:
ستاسو د ماشومانو ازموینه پيل شوې ده، موږ پوهېږو چې تاسو د هغوی د لاسته راوړنو په اړه ډېر اندېښمن یاست، خو مهرباني وکړئ دا په یاد ولرئ:
د دې زده‌کوونکو په منځ کې یو هنرمند شته، نو اړینه نه ده چې ریاضیاتو کې لوړې نمرې یوسې، یو سوداګر شته، نواړینه نه ده چې تاریخ دې په بشپړ ډول زده کړي، یو آديب شته، نو اړینه نه ده چې ساینس کې دې ښه نمرې یوسې، یو ورزشکار شته، چې د فزیک په نمرو نه، بلکه د خپل فزیکي روغتیا او وړتیا په اساس ارزښت لري.
که ستاسو ماشوم لوړې نمري ترلاسه کړي، دا یو لوی بریالیتوب دی، خو که ترلاسه یې نه کړي، نو هغه مه خپه کوئ، مه پرې خندا کوئ، د هغه باور او عزت نفس مه وژنئ.
هغوی ته ارام ورکړئ او ورته ووایاست چې دا یوازې یو کوچنۍ ازموینه ده،په ژوند کې له دې نور مهم شیان هم شته.
هغوی ته ووایاست چې تاسو راته له بل هر څه زیات ارزښت لرئ .
مهرباني وکړئ، دا کارونه وکړئ، او بیا وګورئ چې ستاسو ماشومان څنګه خپلې بریاوې ترلاسه کوي.
د یو مضمون ټیټې نمرې به هیڅکله د هغوی هیلې او وړتیاوې له منځه یو نه سي.
هیڅکله فکر مه کوئ چې یوازې انجنیران او ډاکټران د نړۍ تر ټولو خوشحاله خلک دي، هر انسان خپل ارزښت لري، او بریالی هغه دی چې په خپل میدان کې خپل کار په ښه توګه ترسره کوي.
ژباړه

09/01/2026

د روښانه راتلونکی لپاره یې زموږ کاروان انتخاب کړ، ښه راغلاست ورته وایو!

08/01/2026

مولوي صیب عدالت خان!!
لفظي غلطي یې د ژبې د بندش مشکل دی، جرأت او وینا یې و ارزوئ،!

Photos from ‎Khass Kunar Private School/خاص کونړ خصوصي ښوونځی‎'s post 07/01/2026

د څلورنیم میاشتنیو آزموینو له بهیره,

Photos from ‎Khass Kunar Private School/خاص کونړ خصوصي ښوونځی‎'s post 05/01/2026

د ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ چهار نیمه ازموینو لومړۍ ورځ

د څلور نیم میاشتنۍ ازموینو په لومړۍ ورځ زده‌کوونکو په منظم او ارام چاپېریال کې خپلې ازموینې پیل کړې.
د زده کوونکو د بریا په هیله☺️

04/01/2026

د FB ادارې د پالیسۍ له مخې باید خپل ځان فعال وښایو نو که مو پوسټونه زیات شول زغمۍ یې او خپله نښه هم پریږدئ!
مننــه🙏

03/01/2026

#ماشومتوب
رنګینې شېبې

Want your school to be the top-listed School/college in Kunar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Kunar