اقتصادپوهنځی کونړ

اقتصادپوهنځی کونړ

Share

Economics is the study of how people choose to use s
اقتصاد د انسانانو د ژوند یو مهم اړخ دی چی د هغوی د لګښت او مالی چارو اړوندتصامیم ترمطالعی لاندی نیسی

30/01/2022

د لوړو زده کړو وزارت په پرلپسې هڅو ټول دولتي پوهنتونه پیلیږي!

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه په هلو ځلو د هېواد په ګرم سېرو ولایتونو کې د دولتي پوهنتونونو تدریسي بهیر د روان هجري قمري کال د رجب میاشتې په لومړۍ نیټه، چې د ۱۴۰۰ ه ش کال د دلوې میاشتې له (۱۳) مې نیټې سره سمون لري، پیل شي.

د پوهنتونونو له پیل څخه وروسته به زده کړیالانو ته درې اونۍ درس ورکړل شي، چې د وروستي سمستر ازموینه به د حوت میاشتې په (۷) نیټه پیل او د همدې میاشتې تر پای پورې به دوام وکړي.
دغه راز په ګرم سېرو ولایتونو کې به راتلونکی سمستر د ۱۴۰۱ هـ ش کال د حمل میاشتې په لومړۍ نیټه پیل او په نورمال ډول به دوام وکړي.

بل لورته لکه څنګه چې د هېواد په ځينو ولایتونو کې هوا ډېره سړه ده، نو په همدې اساس د هېواد په سرد سېرو ولایتونو کې به د دولتي پوهنتونونو تدریسي بهیر د روان هجري قمري کال د رجب میاشتې په (۲۵) مه نیټه ، چې د ۱۴۰۰ هـ ش کال د حوت د میاشتې له (۷) نیټې سره سمون لري، پیل شي.
درسونه به یې درې اونۍ دوام ولري او تر هغې وروسته به د وروستي سمستر ازموینه د ۱۴۰۱ ه ش کال د حمل میاشتې په لومړۍ نیټه پیل او د همدې میاشتې تر (۲۵) نیټې پورې به دوام وکړي.
په سرد سېرو ولایتونو کې به راتلونکی سمستر د ۱۴۰۱ هـ ش کال د حمل میاشتې په (۲۷) نیټه پيل او د معمول سره سم به دوام ولري.
د یادولو وړ ده چې په ټولو دولتي پوهنتونونو کې به د ۱۴۰۰ هـ ش کال کانکور له لارې بریالي شوي زده کړیالان د روان سمستر د درسونو او ازموینو په جریان کې نوم لیکنه کوي.
د زده کړیالانو د نوم لیکنې چارې به د اړوندو پوهنتونونو لخوا تنظیميږي او درسونه به یې له راتلونکي سمستر سره یو ځای پیل کېږي.

همدا شان د پوهنتونو او لوړو زده کړو وزارت اړوند موسسو ټول کادري او اداري غړي به په پوره توان سره خپلو تدریسي او اداري چارو ته جدي پاملرنه کوي او زده کړیالانو ته به ټولې ممکنه اسانتیاوې برابروي.

07/08/2021

د لوړو زده کړو وزارت اعلامیه
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا د ۱۴۰۰/۵/۲ نېټې د پرېکړې پر بنسټ په یوولس ولایتونو (کابل، کندز، نیمروز، دایکندي، بلخ، جوزجان، بادغیس، کندهار، نورستان، سمنګان، پنجشېر او جوزجان) کې حضوري درسونه له سبا د زمري ۱۶مه پیلېږي؛ دغه پروسه به په نورو ۲۳ ولایتونو کې هم په تدریجي ډول پلې شي.
هغه محصلان چې تر اوسه یې د کرونا واکسین نه دی کړی کولای شي چې تحصیلي بنسټونو او روغتیایي مرکزونو ته ورشي او واکسین ترلاسه کړي.
د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارې او په یادو ۱۱ ولایتونو کې د لوړو زده کړو دولتي او خصوصي بنسټونه مکلف دي چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت د روغتیایي لارښوونو سره سم تدابیر ونیسي او روغتیایي سلاوې پلې کړي.
د یادونې وړ ده چې په نورو ۲۳ ولایتونو کې به د عامې روغتیا وزارت له خوا د وروستي راپور له ترلاسه کولو وروسته تصمیم ونیول شي.

07/08/2021

د سید جمال الدین افغان (کونړ) پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا

د سید جمال الدین افغان (کونړ) پوهنتون په ۱۴۰۰ کال کې د دویم ځل لپاره په لاندې څانګه کې د دوکتور، ماسټر او لېسانس په کچه نوي علمي کادر ته اړتیا لري:
پوهنځی: اقتصاد
ډیپارټمنټ: اداره او تشبثات ، یو بست
غوښتونکي دې د ۱۴۰۰ کال د زمري له (۱۶مې) تر (۲۶مې) نېټې پورې په علمي کادر کې د شمولیت غوښتنپاڼه، د نومرو ټرانسکرېپټ اصل، د لوړو زده کړو وزارت له وېبپاڼې څخه د دغې خبرتیا کاپي او د خپلې پېژندپاڼې له کاپي سره یوځای اړوند پوهنتون ته وسپاري.
====================
اعلان بست کادر علمی پوهنتون سید جمال الدین افغان (کنر)

پوهنتون سید جمال الدین افغان (کنر) در سال ۱۴۰۰ برای بار دوم در رشته ای ذيل به سويه داکتر، ماستر و لیسانس به کادر علمي جديد ضرورت دارد.
پوهنځی: اقتصاد
دیپارتمنت: اداره و تشبثات، یک بست
متقاضيان از تاريخ ۱۶ اسد۱۴۰۰ الی ۲۶ اسد۱۴۰۰درخواستی شموليت در کادر علمی خويش را ضم اصل ترانسکريپت کاپي نمرات، همين اعلان از ویب سايت وزارت تحصیلات عالی، و کاپي تذکره تابعيت به پوهنتون مربوطه تسليم نمايند.

24/07/2021

خبرتيا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت لخوا پوهنتونونو ته د رالېږل شوې مصوبې په اساس لارښوونه شوې وه چې حضوري درسونه به د روان کال د اسد میاشتې په (۴) تاريخ شروع شي، نو مونږ هم تاسې سره د مسؤليت په اساس خبر شريک کړی وو.
دا دی د لوړو زده کړو وزارت د دويمې اعلاميې له مخې ټول هغه پوهنتونونه چې نومونه یې په لاندې اعلاميه کې نه دي ذکر شوي هلته به قرنطین دوام مومي تر څو په کرونا د اخته شوو سلنه یې د ۳۵ سلنې کمه شي، نو د اقتصاد پوهنځي حضوري درسونه د اسد مياشتې تر (۱۶) نېټې پورې نه شروع کيږي، ټول ګران محصلان دې خبر وي او د درسونو د پيل له پاره تر بلې خبرتيا پورې منتظر اوسئ.

په درنښت
د اقتصاد پوهنځي اداره

18/07/2021

د حضوري درسونو د پیل په اړه خبرتيا!
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ټولو ګرانو محصلانو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو محترم وزارت د رهبري شوری د پریکړې په اساس د روان سمستر حضوري درسونه په ۴ د اسد پیلیږي او په ۳۱ د سنبلې پای مومي. همدارنګه د یاد سمستر ازموینې په ۱ د مېزان پیل او په ۲۹ د مېزان به پای مومي.

په درنښت

Photos from ‎اقتصادپوهنځی کونړ‎'s post 13/07/2021

د سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په نوښت د استادانو لپاره لس (۱۰) ورځنی د (SPSS) ورکشاپ پيل شو.
د اقتصاد پوهنځي رئيس پوهنيار ذاکرالله ذکي د ياد ورکشاپ په ارزښت خبري وکړي او ورکشاپ يې د استادانو د ظرفيت لوړونې له پاره موثر وباله او د مسلکي روزونکي محترم استاد پوهنيار محمدعمران رفيق د هڅو او نوښت ستاينه يې وکړه.
ورپسې مسلکي روزونکي د ورکشاپ اړوند اړين معلومات وړاندې کړل او هېله يې څرګنده کړه چې محترم استادان به د ياد پروګرام په زده کولو سره د څېړنې په برخه کې لاغوره لاسته راوړنې ولري او هم به ورڅخه د محصلانو په ظرفيت لوړونه کې استفاده وکړي.

11/06/2021

د کرونا وايروس د درېيمې څپې له امله سر له سبا شنبې (جوزا 22 نېټې) به تر دوه اونيو پورې به رخصتي وي، ټول ګران محصلين دې خبر وي.

30/05/2021

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون علمي کادري بستونو د اعلان خبريا

د سید جمال الدین افغان پوهنتون د ۱۴۰۰ کال لپاره په لاندې برخو کې علمي کادري بستونه اعلانوي او د یادو بستونو لپاره د ماسټر او یا دوکتورا په کچې علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د ښووني او روزني پوهنځی:
د بیولوژي څانګه یو بست لومړی ځل
د کیمیا څانګه یو بست لومړی ځل
د ارواپوهنې څانګه یو بست لومړی ځل
د فزیک څانګه یو بست لومړی ځل
د اقتصاد پوهنځی·
د تشبثاتو او اداره(BBA) څانګه یو بست لومړی ځل
د شرعیاتو پوهنځی:
د عقیدې څانګه یو بست لومړی ځل
داوطلبان کولای شي چې د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي(۹مې) څخه د چنګاښ تر (۸مې) پورې یاد شويو بستونو ته د نوملیکنې په موخه خپلې د علمي کادر غوښتنپاڼې ډکې، د نومرو اصلي ټرانسکرېپټ، دغه خبرتیا دې د وزارت له وېبپاڼې څخه کاپي کړي او د تابعیت پېژندپاڼې کاپي سره یو ځای دې د پوهنتون استادانو چارو عمومي مديريت ته وسپاري.

24/04/2021

سیدجمال الدین افغاني پوهنتون کې د ۱۴۰۰ لمریز کال کانکور د بایومتریک پروسې او ازموینې مهال وېش!
يادونه: د ازموينې د لومړۍ ورځې (ثور په ۸) نېټې ګډونوال دې د بايو مټریک لپاره په لومړۍ ورځ د (ثور په ۵) ،دويم ورځې ګډونوال دې په دويمه او په همدې ترتیب د درېیم ورځې پورې د بایومټریک پروسې لپاره حاضر شي.

Photos from ‎اقتصادپوهنځی کونړ‎'s post 04/04/2021

د 1400 ل. ل کال د لومړي تحصيلي سمستر ازموينو پيل!
د سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي دازموينې رسماً پرانستل شوي.
د ياد پوهنځي رئيس او محترمو استادانو لخوا محصلينو ته ازموينو د طرزالعمل او اصولو اړوند لازمې سپارښتنې وشوي او ټولو محصلينو ته يې د برياوو او ښه امتحانونو هيله وکړه.

31/03/2021

د کارموندنې خبرتيا!
د اقتصاد پوهنځى د اړونده څانګو (ملي اقتصاد او BBA) لپاره دوه تنه وړ او په شرايطو برابر ژمنو قرادادي استادانو ته اړتيا لري، غوښتونکي کانديدان کولاى شي چې د حمل تر 31 نېټې پورې خپل اړين اسناد (اصل ترانسکريپت او اصل د هويت تذکره) د اقتصاد پوهنځي تدريسي مديريت ته وسپاري.

03/03/2021

خبرتيا!
خپلو ټولو ګرانو محصلينو ته خبر ورکوو چې د لوړو زده کړو وزارت د پريکړې په بنسټ به د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اقتصاد پوهنځي حضوري درسونه سر له شنبې (حوت16) رسماْ پيلېږي، امېد دى چې خپلو درسونو ته حاضر شئ.
په درنښت

Want your school to be the top-listed School/college in Kunar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Kunarکنر
Kunar