25/09/2025
نن پنجشنبه د پشد ضياءالعلم خصوصي ښوونځي اداري او تدريسي پرسونل، اداري مجلس ترسره کړ. په دې ناسته کې د تېرې اونۍ لاسته راوړنې شریکې شوې، موجوده ستونزې وڅېړل شوې، د راتلونکې اونۍ د تدریس پلانونه جوړ شول، او د ماشومانو د جرأت لوړونې او منظم درسي بهیر د لا ښه کولو لپاره لازمې پرېکړې وشوې.
د غونډې په پای کې ټول اداري او تدريسي پرسونل د یو تعهدنامې په لاسلیکولو سره دا وعده وکړه چې د زدهکوونکو د باکيفيته زده کړي، روزنې او سالمې تربيې لپاره به په پوره اخلاص او ايماندارۍ سره کار کوي.
د پشد ضياءالعلم خصوصي ښوونځي اداره.
16/09/2025
يو تن د اصولي صنفي ښوونکي ته ضرورت لرو
13/09/2025
هغه زده کوونکي چې تيره اونۍ يي په اسملۍ کې برخه اخيستې
وه په ډاليو ونازول شو
10/09/2025
د نويو زده کوونکو داخله لا هم جريان لري
بهرين صافی
Abdulwahid Safi
31/08/2025
يکشنبه، د سنبلې ۹مه
د نويو زده کوونکو داخله جريان لري
30/08/2025
شنبه، د سنبلې ۸مه
د نويو زده کوونکو داخله جريان لري.
28/08/2025
داخله جريان لري
د پشد ضياءالعلم خصوصي ښوونځي اداره له سهار 7 بجو تر ماښامه ستاسو پر مخ خلاصه ده، خپل ماشومان مو داخل کړئ
مونږ کيفيت ته ژمن
06/08/2025
له مونږ سره د خپلو ماشومانو بريا وازمایئ
05/08/2025
بسم الله الرحمن الرحیم
خبرتيا
د پشد، بحراباد او اړوند سيمو لپاره د خوښۍ خبر
د ټولو ګرانو والدينو، خوږو زدهکوونکو او د علم مینهوالو ته!
د پشد خصوصي ښوونځی د ۱۴۰۴ هـ ش کال لپاره په رسمي ډول خپل تعلیمي بهیر پیلوي. له دې سره سم، د نوې دورې لپاره نوملیکنه پیل شوې ده!
🌟 زموږ موخه دا ده چې ستاسو اولاد ته داسې تعلیم ورکړو چې هم یې دنیا روښانه شي او هم یې اخرت.
🔹 زموږ ځانګړتیاوې:
تجربهلرونکي، ژمن او مهربانه استادان
د درسي معیارونو سره سم تعلیمي نصاب
پاک او منظم چاپېریال
د زدهکوونکو لپاره ځانګړې انفرادي پاملرنه
دیني، اخلاقي او ټولنیزې زدهکړې
🧒 نوملیکنه د لاندې ټولګیو لپاره روانه ده:
امده ګۍ ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې
📍 پته : سرکاڼو ولسوالۍ اړوند پشد ډمن کلی
🎉 راشئ! خپل اولادونه مو د یو روښانه سبا پر لور رهبري کړئ!
ستاسي باور ، زموږ تعليم ، د اولادونو بريا ❣️
📘 د پشد خصوصي ښوونځي اداره
05/08/2025
پشد خصوصي ښوونځی د فعاليت پيل ۱۴۰۴/۵/۱۳ هـ ش نيټه