کندوز پوهنتون- پښتو څانگه

کندوز پوهنتون- پښتو څانگه

Share

کندوز پوهنتون
د پښتو ژبې او ادبياتو څانګه

20/11/2025

د (۱۴۰۴.ل) کال مني سمستر وروستيو ازموينو مهالوېش

Photos from ‎کندوز پوهنتون- پښتو څانگه‎'s post 02/11/2025

د کندوز پوهنتون د پښتو ژبې او ادبياتو څانګه د يو ژمن مسلکي کادري-کاري ټيم په درلودلو سره په پوره ريښتينولۍ او ژمنتيا د هيواد د بچيانو روزنې ته ژمنه څانګه ده؛ د دغې ژمنتيا ترڅنګ د خپلو کادري غړو د مسلکي او علمي پرمختګ لپاره تل هڅه کوي.
پښتو څانګه اته (۸) تنه کادري غړي لري چې ټول یې ماسټران دي؛ اوس یې خپل لومړی کادري غړی محترم پوهنمل سيدعارف عارفي د ننګرهار پوهنتون پښتو ژبې او ادبياتو پوهنځي دوکتورا پروګرام ته ورمعرفي کړ. په همدې تړاو د پوهنتون رهبري، د پوهنځيو ريس صاحبان، د څانګو امرين او استادان د استاد د مخه‌ښې په پار راټول شوي وو.
غونډه د قرآن عظيم الشان په تلاوت پيل شوه، په پيل کې د پښتو څانګې امر پوهنمل زاهدالله کريمزي د پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې د استادانو ظرفيت لوړاوي هڅه کوي او په دې برخه کې له استادانو هيڅ راز مرسته نه‌ده سپمولې؛ ورپسې د کندوز پوهنتون علمي چارو مرستيال محترم استاد پوهنمل غلام نبي څپاند دا پښتو څانګې، پوهنځي او پوهنتون لپاره لاسته‌راوړنه وګڼله او زياته یې کړه چې موږ هڅه کوو چې ټولو استادانو ورته فرصتونه برابر کړو. غونډه استاد عارفي د بريا د مبارکۍ او په دعايه پای ت ورسېده.
Zahidullah Abid Khpalwak
Zahid Karimzai
Israr Shinwari
Nasim Mahmood Saidaref Arefi

Photos from ‎کندوز پوهنتون- پښتو څانگه‎'s post 02/11/2025

د کندوز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس او د پښتو ژبې او ادبياتو څانګې کادري غړي محترم استاد پوهنمل سيدکمال معنوي د پوهنيارۍ علمي رتبې څخه د پوهنملۍ علمي رتبې ته ترفيع وکړه.
محترم استاد او د پښتو ژبې او ادبياتو څانګې ته دا برياينه نېکمرغه وي.
استاد پۀ پښتو څانګې د ادبي فنونو مضمونونه تدريسوي او څېړنيز- ترفيع اثر يې هم «د استاد محمد صديق پسرلي پۀ شعرونو کې د حس‌آميزۍ او پرسونوفيکشن(تشخيص) څېړنه» و.

Zahid Karimzai Zahidullah Abid Khpalwak Saeyd Kamal Manawi محمد نواب خوښ خوښ Saidaref Arefi Israr Shinwari

10/10/2025

بسم الله الرحمن الرحیم
ده لوی خدای په سپیڅلي نامه

د کندوز پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګې
د ۱۰۷مې ادبي او فرهنګي غونډې راپور:
د کندوز پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګې پرلپسې ۱۰۷مه ادبي او فرهنګي غونډه د تېرې چهارشنبې په ورځ د ګڼ شمېر محصلانو او استادانو په ګډون د حقوقو د تالار په ښکلي فضا کې ترسره شوه.

د غونډې د دريځ چارې ښاغلي شفیق الله شاهین او ارشاد الله حقاني په غاړه وي. غونډه ده قرآن عظيم الشان په مبارکو اياتونو د قاري صاحب نظر الله په ښکلي او روح بښونکې تلاوت پرانستل شوه.
او له هغه ورسته ښاغلی محمد سليم خاموش ته بلنه ورکړل شوه څو د تېرې غونډې راپور وړاندې کړي.

د راپور د ارزونې لپاره د پښتو ژبې او ادبياتو څانګې امير، پوهنمل ذاهد الله كريمزی رااوبلل شو. نوموړي راپور په ټوله کې د ستاينې وړ وباله او زياته يې کړه چې هر راپور ځينې وړې نيمګړتياوې لري، خو د ښاغلي خاموش راپور د جملو د تسلسل، د کلماتو د پيوستون او د ادبي ښکلا له مخې ډېر بريالی و ده استاد له خوږو خبرو ورسته.

ښاغلي محمد اسماعيل شينواري ته بلنه ورکړل شوه څو د "راپور تاژ" په اړه ادبي درس وړاندې کړي. نوموړي د راپور تاژ ډولونه او اړوند موضوعات په ښکلي او روان ډول بیان کړل او د محصلانو پوښتنو ته يې هم ځوابونه وويل.

ورپسې د غونډې فضا شاعرانه بڼه خپله کړه. ګڼ شمېر محصلانو خپل او انتخابې شعرونه، ترنمونه په ښکلي اواز ګډونوالو ته وړاندې کړل چې د ټولو له تود هرکلي سره مخ شول.
پوهنځي په پای کې د پوهنتون د ښوونې او روزنې رئيس، پوهنيار سید کمال معنوي ته بلنه ورکړل شوه څو غونډه وارزوي او دعا وکړي. نوموړي غونډه په ټوله کې ډېره بریالۍ وبلله، په ځانګړي ډول يې د راپور او انشا برخه وستايله او ګډونوالو ته يې د لا زیاتو هڅو سپارښتنه وکړه.
غونډه د ښونی او روزنې پوهنځي رئس ښاغلي پوهنيار سید کمال معنوي په دُعا سره په نېکمرغۍ پای ته ورسېده.

په درنښت:
محمد سليم خاموش
۱۴۰۴/۷/۸

02/10/2025

بسم الله الرحمن الرحیم
د لوی خدای په سپېڅلي نوم

د کندوز پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګې ۱۰۶مې ادبي او فرهنګي غونډې راپور

نېټه: ۱۴۰۴/۷/۲ هـ ش
ځای: د کندوز پوهنتون – حقوقو تالار

د کندوز پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګې د روان کال ۱۰۷مه ادبي او فرهنګي غونډه د چهارشنبې په ورځ د ګڼ شمېر محصلانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.

د غونډې د دريځ چارې د څلورم ټولګي تکړه محصل عبدالرحیم امیرزی او ورسره عبدالقیوم پر غاړه لرلې.

غونډه د قرآن عظیم‌الشان په مبارکو آیتونو د قاري صاحب نظرالله په ښکلي تلاوت سره پرانیستل شوه. له هغې وروسته شفیع‌الله یوسفزي ته بلنه ورکړل شوه تر څو د تېرې غونډې راپور وړاندې کړي.
ده راپور ده ارزولو لپاره
پوهنمل سید عارف عارفي ته بلنه ورکړل شوه تر څو راپور و ارزوي نوموړي راپور په ټوله کې مثبت وباله، خو یادونه یې وکړه چې د راپور وړاندې کول باید په منظم دریځ، ډاډه غږ او سم اودریدلو سره وي. استاد زیاته کړه چې دا یوه روزنیزه غونډه ده، نه رسمي، نو محصلین دې هڅه وکړي چې په ډاډه زړه راپور وړاندې کړي ده استاد عارفې له خوږو خبرو ورسته
غونډې فضا شاعرانه بڼه خپله کړه او د خپلو او انتخابې شعرونو د ویلو لپاره احسان الله محمدي، منظور احمد احمدي، نورالهدی ستومان او سید غنې صمیم سټیج ته راوبلل شول. د ترنم په برخه کې ارشادالله حقاني په خوږ او زړه‌راښکونکي غږ ترنم وړاندې کړ.
وروسته عبدالرحیم امیرزی د غونډې د ځانګړې برخې اعلان وکړ، چې پکې د پښتو څانګې له ممتازو محصلانو سره د ستاینلیکونو ویش ترسره کېده. د کندوز پوهنتون محصلانو چارو مرستيال محترم استاد پوهنيار ضیاءالدین سیرت ته بلنه ورکړل شوه تر څو سټيج ته راشې او خپله وينا ګډون کونکو ته واوروي پوهنيار ضياالدين سيرت د وینا پر مهال د کندوز پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو له محترمو استادانو او محصلانو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دا ډول غونډې د محصلانو د فصاحت، جرئت او بلاغت د پیاوړتیا سبب ګرځي. نوموړي د ستاینلیکونو يادونه وکړه او ده کندوز پوهنتون ده پښتو ژبې او ادبیاتو له پوهنځې او استادانو څخه يي يوځل بيا مننه وکړه او په خپل لاس يي سید غنې صمیم او عبدالرحیم امیرزي ته ستاینلیکونه ورکړل.

وروسته د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس محترم استاد پوهنيار سید کمال معنوي، پوهنمل سید عارف عارفي، پوهنمل زاهدالله کریمزي او پوهندوي عبدالمجید پردیس ته بلنه ورکړل شوه چې د نورو ممتازو محصلانو ستاینلیکونه ورکړي.

په پای کې پوهنمل سید عارف عارفي دعا وکړه او غونډه په نېکمرغۍ سره پای ته ورسېده.
په درنښت
محمد سليم خاموش

Photos from ‎کندوز پوهنتون- پښتو څانگه‎'s post 15/09/2025

د (۱۴۰۴) کال نويو راغليو محصلانو د هرکلي او آشناسازۍ غونډه
نن (دوشنبه) د وږې په ۲۳مه د کندوز پوهنتون، ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادبياتو څانګې د (۱۴۰۴) نويو راغليو محصلانو ته د هرکلي او پوهنتوني اصول او چاپېريال سره د آشناسازۍ غونډه وشوه.
غونډه حافظ احسان الله له لوري د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه. ورپسې د پښتو ژبې او ادبياتو څانګې مشر پوهنمل زاهدالله کريمزي له لوري د ښه راغلاست ترڅنګ د پښتو ژبې او ادبياتو څانګو لرليد، ماموريت، د څانګې درسي نصاب، د څانګې اډانه، د استادانو پېژندنه، د څانګې مسووليتونه، د څانګې اسانتياوې او پوهنځي اداري برخې مسووليتونه تشريح شول. د ازموينې لايحه، کريديت سيستم، د ليلیې مقرره او نور اړين ټکي تشريح شول.
ورپسې د پښتو ژبې او ادبياتو څانګې استاد پوهنمل سيدعارف عارفي په پوهنتون، ټولګي او له پوهنتون بهر په کورنۍ او ټولنه کې د محصلانو مکلفيتونه او مسووليتونه تشريح کړل.
پوهندوی عبدالمجيد پردېس د نظم او دسپلين د لايحې او اصولو ترڅنګ محصلانو ته نبوي سيرت او صورت په اړه اړينې سپارښتنې وکړې، د نظام ملاتړ او اطاعت یې د ټولو وجيبه وګڼله او محصلان یې د شرعي، اخلاقي او ټولنيزو ارزښتونو پلي کولو او ساتلو ته وهڅول.
د غونډې په کې د محصلانو پوښتنو او غوښتنو ته ځوابونه وويل شول او غونډه په دعايه پای ته ورسېده.

14/09/2025

د (۱۰۴) اونیزې غونډې ګزارش
ګزارش: سيدغني صميم
د ۱۴۰۴ کال د وږي په دولسمه د کندوز پوهنتون دښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادبیاتو د څانګې (۱۰۴) د روان کال پینځمه او د روان سمستر درېیمه غونډه تېره چهار شنبه د درنو استادانو او ګڼ شمېر زدکړیالانو په شتون کې تر سره شوه دا چې د غونډې د پیل اصلي ڼېټه ۹ بجې وه؛ خو د ځینو تخنیکي ستونزو له امله (۱۵) دقیقې و ځنډېده.
د دريځ چارې یې د نورالهدا ستومان او شفیع الله یوسفزي پرغاړه وې. د غونډې پرانیسته د قاري صاحب عطاءالله خیرخواه له خوا د قرانکريم په څو مبارکو ایتونو سره پیل شوه. د تلاوت وروسته د غونډې د اجنډا سره سم شرف الدین ‌‌ذاخېل دریځ ته را و بلل شو او د تېر ې غونډې راپور یې د غوندې ګډنوالوته ور واوراوو.
د ادبي راپور د پای ته رسېدو وروسته سیدغنی صمیم د راپور په اړه خپل داسې ووایه: چې ادبي راپور باید له قضاوته خالي وي. یاسین احساس بیا پردې ټینګار کوه چې؛ پر ادبي راپور قضاوت کول هیڅ باک نه کوي. د زدکړیالانو د نظر وړاندې کولو وروسته د پښتو څانګې آمر پوهنمل زاهدالله کریمزی دریز ته را وبلل شو، ښاغلي استاد د نظرونو اړوند داسې وویل: که موږ و غواړو یا و نه غواړو په هر راپور او لیکنه قضاوت کېدای شي او له قضاوته خالي نه شي پاتې کېدای؛ خو ښه خبره دا ده چې له زیات قضاوت څخه ډډه وشي. ښاغلي استاد د خبرو په جریان کې د غونډې د تنظیم په اړه یې وویل چې یوه اونۍ ادبي نقد او بله اونۍ دي ادبي درس وي.
د استاد د خبرو د پای ته رسېدو وروسته ازاده مشاعره پیل شوه چې بسم الله حبیبي خپل نظم سید فرهاد سیرت، داوود خان ځدران، عبدالقیوم فقیرزاده انتخابي غزلې او نظمونه يې د غونډې ګډونوالو ته وړاندي کړل. شفیق الله شاهین، ارشاد الله حقاني، نورالهدا ستومان په خپلو ملکوتي غږونو سره د غونډې ګډونوال د ادب په ټال کې وزنګول.
په وروستیو شېبو کې د غونډې د ارزونې لپاره استاد پوهندوی عبدالمجېد پردېس ته بلنه ورکړل شوه، ښاغلي استاد تېره غونډه د نورو غونډو په پرتله ښه و ګڼله، او د زدکړیالانو را تګ یې داسې غونډو ته جدي وکڼه او د غونډې د تخنیکي تنظیم لپاره یې سیدغنی صمیم، شفیع الله یوسفزی مسوولین وټاکل چې نور د غونډې د ځنډېدو مخنیوی وشي. په وروستیو کې غونډه د استاد پردېس د خیر دعا لپاره د لاسونو په لپه کولو سره پای ته ورسېده.

03/09/2025

د کندوز پوهنتون٬ پښتو څانګې د تېرې ادبې غونډې راپور
لیکونکی: شرف الدين زاخېل
د کندوز پوهنتون٬ ښوونې او روزنې پوهنځي٬ د پښتو ځانګې د اونیزو ادبې غونډو په دوام کې٬ د پښتو څانګې بله اونیزه ادبي غونډه چې د تېرې چهارشنبې د ۱۴۴۷هـ ق کال د ربیع الاول په درېیمه نېټه٬ د ۲۰۲۵ع کال د اګسټ د میاشتې په ۲۹ نېټه چې د ۱۴۰۴ل کال د وږې یا سنبلې د میاشتې د پينځمې نېټې سره سمون خوري ترسره کړه.
دغه غونډه چې د محصیلنود ذوقونو خړوبولو٬ وړتیاو او ودې لپاره ښه چانس دی٬ درې برخې یې درلودلي.غونډه د ادب د مینوالو٬ استادانو او محصیلنو په ګډون جوړه شوي وه. چې د دریځ چاري یې د سید غني صمیم او احسان الله شایق په غاړه وي.
غونډه په پیل کې د قاري صاحب نظرالله په خواږه غږ د قرآن عظیم الشان په تلاوت سره پیل شوه. د تلاوت وروسته د کهندژ راډیو غړې یاسین احساس ته بلنه ورکړل شوه ٬ ترڅو د تېرې غونډې ګزارش ګډونوالو ته وړاندې کړې.
یاسین احساس خپل چمتو کړی ګزارش د غونډې ګډونوالو ته په ډېرو ښکلو ادبې او هنرې کلمو په راوړلو سره وړاندې کړ.
د غونډې په دوام کې د احساس صاحب په چمتو کړې ګزارش د انتقادونو لړۍ پیل شوه . دغونډې ګډونوالو څخه اسماعیل جان شینواري د تېرې غونډې ګزارش ته په اشاره وویل٬ چې په راپور کې د الفاظو د تسلسل کمبودې ډېره حس کېږې. او راپور باید په داسي بڼه ولیکل شي چې د انځورګرۍ یا تصویري شکل برخه په کې پراخه وي.
همدارنګه محترم شاعر نورالهدا ستومان د راپور لیکلو ترتیبې بڼې ته اشاره وکړه . او زیاته یې کړه هغه څّه چې په تېره غونډه کې ترسره شوي و٬ باید چې په ترتیب سره راوړل شوي وی.
په راپور ورکړل شوو نظرونو او انتقادونو وروسته د مشاعرې برخه پیل شوه. د مشاعرې په برخه کې د قدرمنو او خوږ غږو شاعرانو لکه: شفیق الله شاهین٬ ارشادالله حقاني او نورالهدا ستومان په خوږو او له پیغام څخه ډکو ترنمونو د غونډې په تالار کې د ناستو کسانو احساسات راوپارول .
د غزل له بلبلانو څخه نعمت الله مصطفی٬ بسم الله حبیبی٬ شفیق الله شاهین٬ محمد یحی برهاني٬ یاسین احساس او د احسان الله احمدي په ګډون ځینې نور شاعران د یادولو وړ دي.
د محمد سلیم خاموش او د ارشادالله حقاني له کلام څخه ډک نظمونه٬ د احساس صاحب څو ژوندې او جذباتي بیتونه٬ د محمد قسیم محمدي٬ عبدالرحیم عمرخیل او د فقیر زاده صاحب انتخابي شعرونو د غونډې فضا ته لا ځلا ورکړه.
د غونډې په پای کې د پښتو څانګې قدرمن استاد ښاغلې عبدالمجید پردېس ته بلنه ورکړل شوه٬ ترڅو د محصیلنو ادبې غونډه وارزوي.
محترم استاد ښاغلې عبدالمجید پردېس د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست وروسته وویل خوشاله يم چې یو ځل بیا له تاسو خوږو او ګلالیو زدکړیالانو سره په داسي ادبې غونډو کې ګډون کوم.
ښاغلې پردېس د شاهین صاحب ترنم ته په اشاره وویل چې ترنم دې تر ډېره ښه و٬ خو هغه څه چې کمبودي یې درلوده٬ د ځینو غږونو کشول دي. چې ډېراوږده دي تلفظ کول . ښاغلې پردېس زیاته کړه چې په شعر او شاعرۍ کې د الفاظو کارول باید ګرامري او ادبې رنګ ولري.
همدارنګه قدرمن استاد د ځینو محصیلنو انتخابي شعرونو ته هم اشاره وکړه ٬ او وویل چې د انتخابي شعر په ویلو کې باید دشعر څو بیتونه حفظ شي٬ ترڅو تاسو په سټیج د حاکمیدلو وړتیا ترلاسه کړئ.
محترم استاد ښاغلې عبدالمجید پردېس د محصیلنو ستاینه وکړه او زیاته کړه چې دا غونډې ستاسو له پاره دي او ستاسو راتګ دلته حتمې او لازمې بولم.
نېټه:۵/۶/۱۴۰۴ل
په درنښت
راپور لیکونکی: شرف الدین زاخېل

Want your school to be the top-listed School/college in Kunduz?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Kunduz

Opening Hours

Monday 07:00 - 16:00
Tuesday 07:00 - 16:00
Wednesday 07:00 - 16:00
Thursday 07:00 - 16:00
Saturday 07:00 - 16:00
Sunday 07:00 - 16:00