سیاست په افغانستان کی

سیاست په افغانستان کی

Share

این صفحه مربوط کدام حزب نمیشه
این تنها تیوری های خودم است

03/12/2022

#پاکستان هیڅکله د #افغانستان دوست نه وو او نه به د افغانستان دوست هیواد شی.
دلته دوه پوښتنی دي چې زما فکر یی ډیر راته خراب کړی
١_ ولی پاکستان یوه ښځینه چارواکی افغانستان ته لیږی؟
هغه هم په هغه وخت کی چې په دی ښه پوهیږی چې دشريعت له نګاه نه ښځې ناسته له نامحرمه سړی سره حرامه ده او دا قانون په افغانستان کی جاری دی او افغانستان هم تر اوسه نورو هیوادونو په رسمیت نه دی پیژندلی.
٢_ ولې د پاکستان په سفارت برید وشی او څوک ځانی تلفات ونه لری.

12/11/2022

پاکستان د سیند ایالت پولیسو ویلي چې په کراچۍ ښار کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۲ نور افغانان د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نیولي دي. پاکستاني پولیس وايي دا کسان چې تازه له افغانستان څخه اوښتي وو، له بلوچستان څخه سیند ایالت ته داخل شوي وو.
سرچینې زیاته کړې، د دوی کسانو له بایومیټرک وروسته معلومه کړې، چې دوی قانوني اسناد نه درلودل او په غیر قانوني توګه سیند ایالت ته تللي دي.
په نیول شویو ۱۲۲ کسانو کې ۸۹ نارینه، ۱۳ ښځې او ۲۰ ماشومان شامل دي.

08/03/2020

ما صلح میخواهیم اما
در ارزش چه؟

08/03/2020

مونگ سوله غواڔو لیکن په کوم قیمت

03/04/2019

اگر کسی pdf کتاب را میخواهند لطف نموده ایمیل تان را در کمنت نوشته کنید وصفحه مارا شیر کنید

24/06/2018

یه خلکو،

سوله غواړئ؟

هو ؟؟؟

نو څوک خو یې په زرین خانک ( طلايي پتنوس) کې نه درډالۍ کوي.

پسې راووځئ !

د هېلمند، زابل ( شاه جوی و شینکۍ) او پکتیکا ( اورګون) بېلګې مو په مخ کې دي. که زرګونه پسې راووتلئ، والله که د چا پلار درباندې جګړه وتپلای شي. که لکونه راووتلئ والله چې ګاونډي استخبارات او ان انگریز خو به یو یو ـ لکه لړمان ـ کنجک لکۍ پرشا درڅخه وکوچیږي.

خو که همداسې ورته ناست وئ، بیا نو سوله موله نه شته.

زه د خپل هېواد پر ژوندیو پرګنو ویاړم،
شاجوی والو، شینکۍ والو، اورګونوالو او نورو خوځنده افغانانو! همتاسو د سولې اتلان یاست.
پښه ټينګه کړئ !
-------------------------
#نوټ: په لوکسو تالارونو کې د سولې لپاره غونډې ګټه نه لري، تر دې چې ولس راونه خوځيږي.
#۲نوټ : له ټولو دوستانو هیله کوم چې دغه پیغام په پراخه پیمانه خپور کړي.
عبدالغفور لېوال

23/06/2018

د سولې او جګړې کشمکش؛ کوم یو به ګټونکی شي

لیکنه: ارشاد رغاند

د افغانستان د سیاست او جګړې میدان په دې ورځو کې له یو بل سره د سختې سیالۍ شاهدان دي،دا سیالي په واقعیت کې د سولې او جګړې د کشمکش جنګ دی او دواړه پدیدې او شاته یې شته لوبغاړي د سیالۍ ګټلو هڅه کوي .

دا کشمکش څنګه رامنځته شوی، څنګه مخته ځي او کوم لوری په کومو دلایلو دا لوبه بایللی او ګټلی شي، په دې لیکنه کې به ورته ځغلنده کتنه ولرو :

د كشمکش پيل
په افغانستان کې د سولې او جګړې کشمکش د تاریخ یوه مهمه برخه ده، دا کشمکش په اوسني تاریخ کې هم اوږده مخینه لري، یانې د افغانستان تاریخ تل د سولې او جګړې د کشمکش شاهد پاتې شوی، خو موږ دلته د روانې جګړې او سولې د هڅو کشمکش یادوو .

دا کشمکش له تېرو څو کلونو؛ په ځانګړي ډول د کابل بهیر له غونډې وروسته، چې ولسمشر غني له هر ډول قیدو شرط پرته وسله والو طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړ، په واقعي ډول پيل شو. البته له دې مخکې هم د وسله والو طالبانو په لیکو کې د ملاعمر له مشکوک مرګ سره د سولې په اړه د لېوالتیا څرکونه لیدل کیدل، خو تر هغې وروسته چې دا ډله له لویه سره پر پاکستان کم باوره شوه، له سولې سره یې د تمایل نښې زیاتې شوې .

زموږ د بحث یو اړخ جګړه هم ده، د هغې د پيل ، عواملو او ابزارو په اړه به بحث ته اړتیا نه وي، ځکه د افغانستان واړه ماشومان هم په غالب نظر په دې اړه کافي معلومات لري او پاکستان د جګړې اصلي اړخ او تمویلونکی ګڼي .

په هرحال؛ په افغانستان کې جګړه ډېر ځله د کشمکشونو ګټونکې ګڼل شوې او د همدې باور له مخې جګړه مارې ډلې او ملاتړي یې د ګټې په نیت د جګړې لاره غوره کوي، خو په وروستیو څو کلونو کې د جګړې وحشت دومره اوج ته ورسیده، چې پر عام ولس سربېره د جګړې په دواړو غاړو کې ښکېل اول لاس جنګیالي هم ترې ستړي او د سولې لېواله شول .

په تېرکوچني اختر کې د سولې لپاره دوه اړخیز اوربند، چې نوښت یې افغان ولسمشر کړی و او وسله والو طالبانو هم ورته په لنډ مهاله ډول غاړه کېښوده، سولې ته یې له جګړې سره د كشمکش کافي قوت ورکړ.

د اوربند په ورځو کې ولیدل شول، چې په طبیعي او خورا بې ساري ډول په خودجوشه بڼه زرګونه طالب جنګیالي له جنګي پټنځایونو څخه یې ښارونو ته ښکته او له افغان ملي ځواکونو، دولتي چارواکو او ولسونو سره په ګډه د اختر او اوربند خوښي ونمانځله .

دا حالت، چې د جګړې مشرانو او پلویانو ته یو ناببره او د وړاندوینې برعکس کار و، دوی یې غافلګیره او له یوه سخت ازمېښت سره مخ کړل.

د وسله والو طالبانو اول لاس رهبري، چې د کوټې په شورا مشهوره او د پاکستاني حکومت تر حاکمیت لاندې سیمه کې فعاله ده، سمدستي یې ښارونو ته د خپلو جنګیالیو د نه راتګ امر وکړ او هم یې له افغان ځواکونو سره عکس اخیستونکي او ډېر نیږدې شوي جنګیالي په سزا وګواښل .

بل لور ته افغان حکومت خبر ورکړ، چې اکثره ښار ته راغلي جنګیالي بیرته جګړې ته نه دي ستانه شوي؛ بلکې ښارونو کې مېشت شوي او له سولې بهیر سره یې په انفرادي ډول د یو ځای کیدو لېوالتیا ښودلې ده .

سولې ته د جګړې ځواب
د اختریز اوربند له پای ته رسیدو سره سم په ډېره لږه موده کې له مختلفو سیمو څخه پر افغان ځواکونو، چې دوی لا هم د ولسمشر په امر لس ورځې نور یو اړخیز اوربند ته دوام ورکاوه، د درنو بریدونو او تلفاتو خبرونه خپاره شول .

په دې اړه مختلف غبرګونونه رامنځته شول، ځیني طالبان د سولې وړ ونه ګڼل او ویې ویل دوی حکومت د سولې په وعدو غولوي او د جګړې شدت ته تیاری نیسي، د ځینو نورو نظر دا و، چې طالبانو له دې عمل سره سولې ته خپله نه لېوالتیا وښوده او ځینو باور درلود، چې پاکستان د سولې په برخه کې د بېساري طبیعي پرمختګ د ځپلو لپاره د جګړې شدت ته زور ورکړی .

په دې نظرونو کې وروستی نظر ډېر معقول بریښي او طبیعي ده، چې سولې ته په جګړې ځواب ویل د سولې هڅې ټکنۍ کولای شي .

له دې سره څه چې د افغان حکومت له لورې وشول، مناسب او له زغمه ډک غبرګون و . حکومت نه یوازې دا چې د طالبانو په نوم د ډېرو شویو بریدونو په اړه قهرجن او غچ اخیستونکي ځوابونه ورنه کړل؛ بلکې د سولې لپاره یې د ولسي غوښتنو او فشارونو پر وړاندې غوره دریځ ونیوه.

افغان ولسمشر اشرف غني، چې له هلمند څخه د سولې او اوربند په غوښتنه راغلي کاروان ورسره په ارګ کې د لیدنې غوښتنه رد کړې وه، خپله د کابل عیدګاه جومات ته د دغه کاروان لیدو ته ورغی او د غړو توندې او له قهره ډکې څرګندونې یې په حوصله واوریدې .

د سولې له کاروان سره د ولسمشر غني لیدنه؛

ښاغلي غني تردې حده غوره اخلاقي چلند وکړ، چې د سولې کاروان غړو په یو ډول د ده استقلالیت تر پوښتنې لاندې راوست او ورته یې وویل، چې که خپلواک وي، چا ته دې له ټلیفون کولو پرته همدلته له دوی سره د یو کلن اوربند ژمنه وکړي .

ولسمشر دوی ته د دغه اوربند ژمنه او طالبانو ته په نظام کې د ځای ورکولو ډاډ ورکړ، خو شرط یې دا و، چې طالبان که هرچېرته غواړي ده سره دې مستقیمو خبرو ته کیني او د یو کلن اوربند شرط دې ومني .

پایله به څه وي؟
د سولې او جګړې د کشمکشونو د پایلې وړاندوینه په هرځای؛ بالخصوص په افغانستان غوندې هېواد کې چې دا نسل یې تقریباً ټول په جګړه کې پیدا شوی او لوی شوی، خو د سولې سخت لېواله دی، خورا سخته ده .

ځکه له یوې خوا د سیمې نیږدې ټول استخباراتي جریانونه په دې جګړه کې خپل خیرویني او له بلې خوا ملت تقریباً په مطلق اکثریت سره د سولې لېواله دی .

په دې حالت کې دواړو لوریو د لوبې ګټلو لپاره لکه چې لیدل کیږي، خپل ټول قوت په کار اچولی دی .

په دې برخه کې تر هر چا ډېر موثر او د لوبې ګټلو لپاره مرستندوی رول وسله وال طالبان لرلای شي، دا ډله چې طبعاً اول لاس رهبري یې یا په جګړه کې خپله ګټه ویني،یا جګړې ته د پاکستان لخوا پوره مجبور او یا بل هر دلیل چې وي، جګړه غواړي خو د اول لاس جنګیالیو ترڅنګ یې که دویمه درجه مشران او نور کسان، چې د پاکستان له مستقیمو اغېزو او انحصار څخه خوندي دي، د سولې لپاره د زړه له تله اراده وکړي، دا لوبه د سولې په ګټه تمامیدای شي .

په دې برخه کې غوره ده، چې حکومت، د سولې فعالان او ولس ټول له خپلو ټولو امکاناتو څخه سولې ته د هغو طالب قومندانانو د راضي کولو لپاره کار واخلي، چې په افغانستان کې دننه د جګړې رهبري ورسره ده .
دوی که وکړای شي له سولې بهیر سره یو لاس شي، د طالب جنګیالیو اړیکه له پاکستان مېشتو مشرانو سره یې پرې کیدای او دوی له افغان حکومت سره د طالبانو د واقعي رهبرۍ له ادرسه د سولې ریښتیني او مستقل مذاکرات کولای شي .

02/06/2018

این صفحه را شیر کنید دوستا
داصفحه درسره شیرکڔی دوستانو

02/06/2018

غافله اداری

د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې یو پول جوړیده. دا سیمه د لغمان له مرکز ( مهترلام ښار) څخه شاوخوا( ۲۴ ) کیلومتره واټن لري. سړک کنډ و کپر و. خو د مشرانو وینا ده چې والي به خپله له کاري بهیر څخه د نظارت لپاره په یوه جیپ موټر کې راته. کارګرو سره یې کار کاوه، هغوی یې کار ته هڅول او یو ځای یې ورسره ډوډۍ خوړله.

د همدې نظارت او کاري اخلاص برکت و چې پر یاد شوي پول لسیزې تیرې شوې، چاینداره او غول پیکره ټانکونه پرې تیر را تیر شول خو لا هم په خپل حال او سلامت دی.

دا پول هغه وخت را یاد شو چې کونړ کې مې څو کلونه وړاندې د کونړ پر سیند اوږده پلونه ولیدل چې د وخت د والي صیب په مبارکو(!) لاسونو د افتتاح نېټه پرې لیکل شوې وه. له دې نیټې لا کال نه و تیر چې پول له استفادې وتلی و.

د (سختو ورځو د ولسمشر) ډيری پروژې دغه شان دي. ځینې آن د هغه په لومړۍ واکمنۍ کې بیرته ړنګې شوې او ځینې اوس په ړنګیدو دي. دا ځکه چې حکومتي ادارو کې فساد بغارې وهي. پروژې څو لاسه پلورل کیږي او څارنې سر خوړلی دی.

اوس یو بل پول دی چې د ړنګیدو په حال کې دی. دا پول د کابل د نوې اډې دی. دا اډه د پخواني والي ګل اغا شیرزي په وخت کې پرانیستل شوه او د همدې مبارک(!) دومره ستر عکس پرې لګول شوی و لکه له شخصي بودجې چې یې جوړه کړې وي.

اوس د پول سیخان راوتلي دي. فقط لکه د افریقايي هیوادونو کوم وږي ماشوم ته چې ګورې چې د مفسدو حکومتونو او مفسدو ادارو له شامته یې هډوکي ښکاري او پښتۍ یې په اسانه شمیرل کیږي.

دا پول د ولایت له مقام څخه شاوخوا پنځه کیلومتره واټن لري. تر دې ځایه سړکونه هم قیر دي. هر والي صیب د ښو نرمو موټرو څښتن هم تېر شوی. اداري رییسان هم په داسې موټرو کې ګرځي لکه جاپان کې چې ریاستونه لري؛ خو د دې پول کتلو ته هیڅوک نه راځي او یا له شرمه نه ورګوري.

د یوه ډاکټر نکل را یاد شو:
هسې په نوم یو ډاکټر و. هدیرې څخه د تیریدو په مهال به یې مخ پټوه. چا ترې پوښتلي و. ډاکټر ویلي و: له مړو شرمیږم. دوی زما له لاسه دلته راغلي!
شاید دې پول ته هم څوک له شرمه نه ګوري.

د کابل د نوې اډې پر پله هره ورځ په سلګونو موټر ( سورلۍ او بار وړونکي) اوړي را اوړي. خو د پول وضعیت ته پام نشته.
د ولسمشر غني په دوره کې، چې د خلکو ورته ډیره اسره وه، هم نظارت سر خوړلی. په ښارونو کې چې دا حال دی، د اطرافونو او جنګي ساحو به څه حال وي.

دلته له ټولګټو پروژو سره ډير خیانت روان دی. چیرته یې آن د شخصي منفعت له کبله مخه ډب کیږي او چیرته بیا په داسې کیفیت جوړیږي چې عمر یې په خوارځواکۍ د اخته ماشوم په څير لنډ وي.

سړی حیران شي، اخر د خپلو ټولګټو پروژو پوښتنه له چا وکړي؟ سړی هیڅ نپوهیږي چې له دغه شان پروژو څخه څارنه د کومې ادارې مربوط ده؟ او…

له یوې خوا زموږ ټولګټې پروژې د سوال په پیسو جوړیږي. له بلې خوا یې قراردادونه څو لاسه خرڅیږي او کیفیت یې ښکته راځي او له بلې خوا د نظارت په نوم څه نشته. که وضعیت همداسې دوام وکړي ډير ژر به افغانستان هغه حالت ته وګرځي چې هیڅ شی به یې جوړ نه وي پاتې. نړیوال به په افغانستان کې د خپلو مرستو په ارقامو بریتونه تاووي او موږ به د خپلو ځوانیمرګ پروژو جسدونو ته د حسرت اوښکې تویوو.

محمد نعمان دوست

01/06/2018

که سیاست ته (نه) ووایو، احمقان به پاچاهان شي

ياران

لیکنه: مسیح الله نوري

که چېرې زه څه ونه لیکم نو ښایي ډېرو به د عنوان په لوستلو سره د موضوع اصلي مفهوم درک کړی وي. د وېنسټون چرچيل دا جمله (تاسو سیاست ته نه ووایئ، چې احمقان پر تاسو پاچاهي وکړي) باید په زرینو کرښو ولیکل شي.

دا غونډله (جمله) د چرچیل د فکري سیند څخه یوه ملغلره ده، په ډېر ښه انداز مونږ ته د سیاست علم تعریف ښودلای شي.

سیاست واحد تعریف نلري، علت یې د ډېرو فکري مکتبونو شتون دی. لکه څرنګه چې هر څوک یوه ځانګړې سیاسي نظریه لري او سیاسي لیدلوری یې د نورو سره په ټکر کې دی نو هر څوک کولای شي سیاست ته تعریف وټاکي.

سیاست په ځینو تعریفونو کې چې ډیر کم او کمزوري دي، په خپل ذات کې له واک څخه سؤ استفاده او فساد ته وایي. بل خوا ځینې د یوه مملکت چارې په تدبیر سره مخ ته وړلو ته سیاست وایي.

افغانستان کې ښایي ډېری وګړي له سیاست سره لېوالتیا ونښیي. خو د سیاست علم ارزښت ته په کتو هر وګړي ته دا پکار ده چې څه نا څه د سیاست په لومړنیو مفاهیمو ځان پوه کړي.

که څه هم مونږ د سیاست نه کرکه ولرو مګر دا حتمي نده چې مونږ حتما هغه څه زده کړو چې زمونږ د خوښې وړ وي. د مطلب د ښه ادراک په پار یو بېلګه راوړم، د بیالوژۍ علم پوهان میکروبونه مطالعه کوي او څیړنې ورباندې کوي په داسې حال کې چې میکروب په خپل ذات کې یو ډؤل مضر موجود دی او د هیچا نه خوښیږي.

دوي میکروب د وزګارۍ له کبله نه څیړي، دوی غواړي په طبیعت کې موجوده قوانین په ښه توګه مطالعه کړي او د میکروب په خاصیتونه ځانونه پوه کړي، تر څو د ضرورت په وخت کې بیا د میکروب اغیزې شندې کړي.
سیاست هم عین قضیه ده، ښایي تاسو به سیاست نه خوښوئ، مګر په سیاست پوهیدل هغه هم په ټولنه کې تر یوه حده اړین بریښي.

دلته مونږ ته پوښتنه پیدا کیږي چې د سیاست زده کړه څه ګټه لري؟
که تاسو د سیاست سره علاقه ونه ښيۍ او په سیاسي ماحول کې برخه وانخلئ، نو بل څوک به دا کار وکړي او ستاسو د ارادې واک به ترلاسه کړي او دوی به په هغه پرېکړو پوره اغېزه وکړي کومې چې ستاسو د ورځني ژوند سره په مستقیم ډؤل تړاو لري.

د سیاست علم زده کړه مونږ ته دا واک او مهارت راکوي چې حکومت ته د ناسمو پرېکړو نیولو پر وخت خپله نیوکه څرګنده کړو او سمه پرېکړو ور په ګوتو کړو؛ په دې سره به مو خپل ټولنیز مسوؤلیت ادا کړی وي. سیاست مونږ ته خپل ټولنیز او سیاسي ارزښت راښیي چې دې ارزښتونو ته د انسان حقوق وایي. که په سیاست کې لږه پوهه ولرو نو کولای شو خپل حق په پوره توګه وپیژنو او کله چې زمونږ حقونه تر پښو لاندې شي له هغوی بیا ساتنه وکړو.

سیاست مونږ ته دا همت رابښي چې خپل او پردي وپیژنو، د سیاست په مطالعه سره کولای شو ډېرې داسې څېرې وپېژنو چې په ناپوهۍ کې مو د ملاتړ لاس ورکړی وي.

که چېرې د یوې ټولنې د سیاسي فهم کچه ټیټه وي نو د استعمار او اشغال اټکل پکې ډېر لیدل کیږي او که ټولنه د ټولنې وګړي په سیاسې پوهې سمبال وي نو استعمار یې زورواکو ته ستونزمن ښکاري.

زورور هېوادونه په معاصر عصر کې استعمار او اشغال په خورا ډېر مهارت مخ ته بیایي چې ښایې هغه کسانو ته چې په سیاست کې پوره مطالعه نلري ادراک یې ستونزمن وي.

ولې سیاسي زده کړه مونږ ته ستړی کوونکې ښکاري؟
هر اسانه علم چې په اولنیو مفاهیمو يې پوره برلاسې نشو، نو مونږ ته به خورا ستونزمن ښکاره شي. سیاست هم په د علومو په همدغه کاروان روان دی؛ که چېرې د سیاسي علومو په لومړنیو مفاهیمو ځانونه پوه نکړو نو سیاست به ډېر ستونزمن او ستړی کوونکی علم ښکاره شي. بل علت يې دا دی چې موجوده مغلق سیاست په افغانستان کې د سیاست په زده کړه کې د ستړیا مهم عامل او فکتور بللی شو.

حل لاره یې بیا هم تکراري ده، د سیاست لومړني مفاهیم زده کړئ او وروسته بیا د خپل هېواد په تاریخ هم یو ځل سترګې تېرې کړي، اما مه هیروئ چې نوره ټولنیزه او نړیواله مطالعه هم خورا ضرور ده، بیا دا پیچلي سیاست به تاسو ته خورا اسانه او د فهم وړ وګرځي.

30/05/2018

غافله ادارې

د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې یو پول جوړیده. دا سیمه د لغمان له مرکز ( مهترلام ښار) څخه شاوخوا( ۲۴ ) کیلومتره واټن لري. سړک کنډ و کپر و. خو د مشرانو وینا ده چې والي به خپله له کاري بهیر څخه د نظارت لپاره په یوه جیپ موټر کې راته. کارګرو سره یې کار کاوه، هغوی یې کار ته هڅول او یو ځای یې ورسره ډوډۍ خوړله.

د همدې نظارت او کاري اخلاص برکت و چې پر یاد شوي پول لسیزې تیرې شوې، چاینداره او غول پیکره ټانکونه پرې تیر را تیر شول خو لا هم په خپل حال او سلامت دی.

دا پول هغه وخت را یاد شو چې کونړ کې مې څو کلونه وړاندې د کونړ پر سیند اوږده پلونه ولیدل چې د وخت د والي صیب په مبارکو(!) لاسونو د افتتاح نېټه پرې لیکل شوې وه. له دې نیټې لا کال نه و تیر چې پول له استفادې وتلی و.

د (سختو ورځو د ولسمشر) ډيری پروژې دغه شان دي. ځینې آن د هغه په لومړۍ واکمنۍ کې بیرته ړنګې شوې او ځینې اوس په ړنګیدو دي. دا ځکه چې حکومتي ادارو کې فساد بغارې وهي. پروژې څو لاسه پلورل کیږي او څارنې سر خوړلی دی.

اوس یو بل پول دی چې د ړنګیدو په حال کې دی. دا پول د کابل د نوې اډې دی. دا اډه د پخواني والي ګل اغا شیرزي په وخت کې پرانیستل شوه او د همدې مبارک(!) دومره ستر عکس پرې لګول شوی و لکه له شخصي بودجې چې یې جوړه کړې وي.

اوس د پول سیخان راوتلي دي. فقط لکه د افریقايي هیوادونو کوم وږي ماشوم ته چې ګورې چې د مفسدو حکومتونو او مفسدو ادارو له شامته یې هډوکي ښکاري او پښتۍ یې په اسانه شمیرل کیږي.

دا پول د ولایت له مقام څخه شاوخوا پنځه کیلومتره واټن لري. تر دې ځایه سړکونه هم قیر دي. هر والي صیب د ښو نرمو موټرو څښتن هم تېر شوی. اداري رییسان هم په داسې موټرو کې ګرځي لکه جاپان کې چې ریاستونه لري؛ خو د دې پول کتلو ته هیڅوک نه راځي او یا له شرمه نه ورګوري.

د یوه ډاکټر نکل را یاد شو:
هسې په نوم یو ډاکټر و. هدیرې څخه د تیریدو په مهال به یې مخ پټوه. چا ترې پوښتلي و. ډاکټر ویلي و: له مړو شرمیږم. دوی زما له لاسه دلته راغلي!
شاید دې پول ته هم څوک له شرمه نه ګوري.

د کابل د نوې اډې پر پله هره ورځ په سلګونو موټر ( سورلۍ او بار وړونکي) اوړي را اوړي. خو د پول وضعیت ته پام نشته.
د ولسمشر غني په دوره کې، چې د خلکو ورته ډیره اسره وه، هم نظارت سر خوړلی. په ښارونو کې چې دا حال دی، د اطرافونو او جنګي ساحو به څه حال وي.

دلته له ټولګټو پروژو سره ډير خیانت روان دی. چیرته یې آن د شخصي منفعت له کبله مخه ډب کیږي او چیرته بیا په داسې کیفیت جوړیږي چې عمر یې په خوارځواکۍ د اخته ماشوم په څير لنډ وي.

سړی حیران شي، اخر د خپلو ټولګټو پروژو پوښتنه له چا وکړي؟ سړی هیڅ نپوهیږي چې له دغه شان پروژو څخه څارنه د کومې ادارې مربوط ده؟ او…

له یوې خوا زموږ ټولګټې پروژې د سوال په پیسو جوړیږي. له بلې خوا یې قراردادونه څو لاسه خرڅیږي او کیفیت یې ښکته راځي او له بلې خوا د نظارت په نوم څه نشته. که وضعیت همداسې دوام وکړي ډير ژر به افغانستان هغه حالت ته وګرځي چې هیڅ شی به یې جوړ نه وي پاتې. نړیوال به په افغانستان کې د خپلو مرستو په ارقامو بریتونه تاووي او موږ به د خپلو ځوانیمرګ پروژو جسدونو ته د حسرت اوښکې تویوو.

محمد نعمان دوست

Want your school to be the top-listed School/college in Kunduz?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Kunduz