د لغمان پوهنتون د رياضي څانګه Mathematics Department of Laghman University

د لغمان پوهنتون د رياضي څانګه  Mathematics Department of Laghman University

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from د لغمان پوهنتون د رياضي څانګه Mathematics Department of Laghman University, Education, Laghman University, Laghman.

14/09/2025

د رياضي څانګې لرليد او ماموريت

02/09/2025

په لغمان پوهنتون کې د نوي زده کړه ييز ۱۴۰۴-۱۴۰۵ کال د لومړي سمسټر تدريسي بهير د روانې سنبلې میاشتې په ۱۵مه نېټه (چې د ۱۴۴۷ کال د ربيع الاول مياشتې له ۱۳ مې نېټې سره برابره ده) پيليږي؛ نو د رياضي څانګې له ګرانو زدکړيالانو څخه هېله کېږي چې پر وخت خپلو درسونو ته حاضر شي.

په درنښت
د رياضي څانګې آمريت

12/05/2025

إنا لله وإنا إلیه راجعون.
د رياضي څانګې د څلورم ټولګي محصل صلاح الدين مياخيل د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ 😭
رب دې ورته مغفرت او جنت الفردوس نصیب کړي؛ د هغه کورنۍ، خپلوانو، ټولګیوالو او د رياضي څانګې استادانو ته صبر جميل غواړم.

د خواشینۍ او تسلیت پیغام
په ژوری خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د لغمان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د ریاضي څانګې د څلورم ټولګي محصل مرحوم صلاح الدین میاخیل د اجل داعي ته لبیک ووایه.د مرحوم صلاح الدین ناڅاپي مړینه یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ده، چې نه یواځې د هغه دردېدلې کورنۍ بلکې د پوهنځي استادان، رهبري او ټول محصلین پرې ودردیدل. نوموړی یو مؤدب، بااستعداده او د روښانه راتلونکي هیله‌لرونکی ځوان و، چې له بده مرغه د ژوند له کاروانه جدا شو. د ښوونې او روزنې پوهنځي مشرتابه، رهبري او استادان د زړه له کومي د ارواښاد کورنۍ ته تسلیت وایو او د لوی الله (ج) له دربار څخه ورته د جنت الفردوس او پاتې دوستانو ته يې د زغم او صبر دعا کوو.
إنا لله وإنا إلیه راجعون.

Photos from ‎د لغمان پوهنتون د رياضي څانګه  Mathematics Department of Laghman University‎'s post 02/05/2025

پرون پنجشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور په ۱۱ نېټه د لغمان پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي اړوند رياضي څانګې زدکريالانو ته د استاد محمداسماعیل مرام په مرسته د يادې څانګې له خوا په نظري او عملي ډول د جريب کشي په اړه يو ورځنی ورکشاپ د لغمان پوهنتون په چاپيريال کې په لاره اچول شوی وو، چې د رياضي څانګې زدکريالانو په کې په پوره توجو سره ونډه واخيسته؛ د يادې څانګې آمر پوهنيار لياقت همدرد له نوموړي استاد څخه د زړه له تله مننه وکړه چې دا ورکشاپ يې وړاندې کړ او د رياضي څانګې محصلينو ته يې ډاډ ورکړ چې دا ډول نظري او عملي پروګرامونه به د پوهنځي په ملاتړ او همکارۍ سره د محصلينو لپاره په شته امکاناتو سره ترتيب او وړاندې کوي.

په درنښت
رياضي څانګې آمريت

03/02/2024

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون 1403 کال د ماسټرۍ برنامو خبرتیا!

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ټولو علاقه مندانو ته خبر ورکول کیږي، چی د راتلوونکي 1403 کال لپاره د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون لخوا په لاندې مختلفو برخو کې ماسټری پیلوی.

1: تفسیر
2: فقه
3: پښتو ادبیات
4: دري ادبیات
5: انګلیسي ادبیات
6: ریاضي
7: عمومي ښوونه او روزنه
8: ښوونیز مدیریت
9: ټولنپوهنه

علاقه مندان کولای شي چې د نوملیکنې فورمونه د یکشنبې ورځ 1402/11/15 ه.ش. نېټې څخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، محصلانو چارو معاونیت د ثبت او راجسټر مدیریت څخه ترلاسه کړي.

نوت: د نوم لیکنې(فورم اخیستلو) لپاره د لاندې اسنادونو درلودل اړین دي:
* د ډیپلوم رنګه کاپي.
* د ترانسکرېپټ رنګه کاپي.
* د پېژندپاڼې رنګه کاپي.
* یوه قطعه انځور.

ټول گران علاقه مندان دې خبر وي.

23/08/2022

د لغمان پوهنتون د علمي کادري بستونو اعلان !
لغمان پوهنتون د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د ښوونې او روزنې پوهنځی:
د ریاضي ډيپارټمنټ (۱) بست.
د ادبیاتو او بشري علوم پوهنځی:
د ژورنالیزم ډيپارټمنټ (۲) بسته.
د اقتصاد پوهنځی:
د مالي او بانکي ډيپارټمنټ (۱) بست.
د اداره او تجارت ډيپارټمنټ (۳) بسته.
د کرهنې پوهنځی:
د نباتاتو ساتني ډيپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۴ / ۱ / ۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۸ / ۲ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.
//////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////
اعلان بست های کادر علمی پوهنتون لغمان !
پوهنتون لغمان برای بار اول در سال ۱۴۴۴ هـ ق در رشته های ذيل به سويه دوکتور، ماستر و لیسانس به کادر های علمي جديد ضرورت دارد.
پوهنځی تعليم و تربيه:
ديپارتمنت ریاضی (۱) بست.
پوهنځی ادبیات و علوم بشری:
ديپارتمنت ژورنالیزم (۲) بست.
پوهنځی اقتصاد :
ديپارتمنت مالی وبانکی (۱) بست.
ديپارتمنت اداره وتجارت (۳) بست.
پوهنځی زراعت:
ديپارتمنت حفاظت نباتات (۱) بست.
متقاضيان از تاریخ ۲۲ / ۱ / ۱۴۴۴ هـ ق الی ۸ / ۲ / ۱۴۴۴ هـ ق درخواستي شموليت در کادر علمي خويش را ضم اصل ترانسکريپت نمرات، کاپي همين اعلان از وب سايت وزارت، و کاپي تذکره تابعيت به پوهنتون مربوطه تسليم نمايند.
لوړو زده کړو وزارت

26/03/2022

+++ د فراغت په پار +++
تا به زه سيـــــــــــــــــــــــــــال کړمه وطنه د جهـــان
يا به ستا پـــښو کې، توری خاوری کړم خپل ځان
ځـــان به دړی وړی کړم، خـــــــــو ته به کړم ودان

د لغمان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د رياضي څانګې څخه فارغ شوي ټولو زده‌کړيالانو ته دی مبارک وي.

Photos from Win Scholarship's post 15/02/2022

#کارموندنه

#ولايتونه: خوست-شيخ زايد، تخار، جوزجان، بادغيس، هلمند، فراه، سرپل

د خوست ـ شیخ زاید، تخار، جوزجان، بادغیس، هلمند، فراه، او سرپل لوړو زده کړو بنسټونو د خالي کادري بستونو خبرتیا !

د لوړو زده کړو وزارت د محترم مقام له لارښوونې سره سم لاندې خالي کادري بستونه له 23/11/1400 نېټې څخه تر 5/12/1400 پورې اعلانوي.
د شرایطو وړ ټول هېوادوال کولای شي، چې خپلې غوښتنپاڼې د اړوندو زونونو مرکزي پوهنتونونو ته وسپاري.

International Youth Math Challenge (IYMC) | O4af.com 28/09/2021

مسابقه بین المللی ریاضی - جوانان
* مقام اول 200 دالر USD
* مقام دوم 150 دالر
* مقام سوم 100 دالر
اگر میخواهد خلاقیت و مهارت های ریاضی تان را شگوفا سازید به این مسابقه اشتراک نموده و برنده جایزه 700 دالری و سفیر IYMC در کشور خود شوید.
ختم ثبت نام: 30 سپتامبر 2021
معلومات کامل و لینک ثبت نام در پیوند زیر👇👇
http://www.o4af.com/.../international-youth-math.../
International Youth Math Challenge
Apply and win 700USD prize
O4af.com/4001

International Youth Math Challenge (IYMC) | O4af.com If you want to unlock your math skill and potential and want to show your creativity, you can apply to the International Youth Math Challenge and win the prizes and other benefits provided by this competition. Applicants need to solve at least three to four problems from five in this competition and...

20/09/2021

اعلان بست کادر علمی موسسه تحصیلات عالی هلمند
موسسه تحصیلات عالی هلمند در سال ۱۴۰۰ برای بار دوم در رشته ای ذيل به سويه داکتر، ماستر و لیسانس به کادر علمی جديد ضرورت دارد.
پوهنځی تعلیم و تربیه
دیپارتمنت: ریاضی، یک بست
متقاضيان از تاريخ ۲۸ سنبله ۱۴۰۰الی ۷ میزان۱۴۰۰ درخواستی شموليت در کادر علمی خويش را ضم اصل ترانسکريپت نمرات، کاپي همين اعلان از ویب سايت وزارت تحصیلات عالی، و کاپي تذکره تابعيت به موسسه تحصیلات عالی مربوطه تسليم نمايند.
---------------------------
د هلمند لوړو زده کړو موسسې علمي کادري بستونو اعلان
دهلمند لوړو زده کړو موسسې په روان ۱۴۰۰ لمریز کال کې د دوهم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د لېسانس،ماسترۍ او دوکتورا په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د ښوونې او روزنې پوهنځی
د ریاضي څانګې لومړی بست
داوطلبان دي د روان ۱۴۰۰ لمریز کال دوږي (سنبلې) میاشتې له (۲۸) مې نیټې څخه نیولی د تلې (میزان) تر(۷) مې نیټې پورې دي یادو بستونو ته د نوم لیکنی لپاره خپلې غوښتنپاڼې، د نمرو اصل ټرانسکریپټ، د تذکرې کاپي او د وزارت له ویبپاڼی څخه د همدې اعلان کاپي دي د موسسې اداراې ته وسپاري.

Want your school to be the top-listed School/college in Laghman?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Laghman University
Laghman