Shams Ahmadzai

Shams  Ahmadzai

Share

شمس

23/02/2021

،

OEN SHOT
OEN KILL

لږ یې راجګ کړی دغه دار مې سرته نه رسیږي

که مې د سر ټيټول زده وای دارته څه حاجت وو

09/02/2021

مرګيه صبر دا ځواني مى چيرته ختمه نکړى
دبعضې خلکو سره غټ غټ حسابونه لرم

02/09/2020

ایا دا وحشت به زما له یاده وځې؟
نه نه نه هیڅکله هم نه
تل مبارزه کوم چې د اتل سترغازی الحضرت شهید نجیب الله او اتل سترغازی شهید جنرال شاهپور احمدزی غچ واخلم
او د خپلی کورنې نه نړۍ مننه کوم بل خصوص د خپلی ګرانې مورجانې نه چې ماته یې اجازه راکړې
چې حق مبارزه وکړم او د سپيڅلی شهیدانو لار تعقیب کړم او غچ یې واخلم

ماښام کې سپکه جګړه تېره سوه نلونه کې اوبه هم وچې سوې
ملا اذان مې مور له خوبه را ويښ کړم چې د اوداسه لپاره د جومات له کوهي نه اوبه راوړم جومات ته لاړم کتل مې چې له ټالیبانو ‌‌‌‌‌‌ډک. و او سپين ږیرو ته یې د کابل د فتحې کیسې کولې
له سهارنۍ وروسته د دوو کسانو په دار ځړولو خبر راغی
ما هم له پلاره پټ خپل بایسکل را واخیست او له کارته نو نه د آریانا څلور لارې ته لاړم
د ترافیکو له غرفې ګڼ خلک راټول سوي. ول شاوخوا د ټالیبانو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډسنې او وسلوال ټالیبان ولاړ وو له هرې خوا د ترانو او شعارونو غږونه پورته کېدل
د ترافیکو غرفې ته ورنېږدې سوم. سترګې مې د شهید داکترنجیب الله او شاهپور احمدزي په جسدونو ولګېدې چې دواړه په دار ځړول شوي وو
شاهپور احمدزي داسې برېښېده لکه وېده چې وي خو
ولسمشر نجیب الله وجود کې روغ ځای نه لیدل کېده...
شاهپور احمدزي مې ‌‌‌‌‌‌ډیر نه پيژندلو خو داکترصیب نجیب الله مې له ماشومتوبه ښه صحیح پيژنولو ځکه تلوېزیون کې به یې اوږدې ویناوې کولې او ویناووو پای کې به یې هندي فلم نشرولو نو اړ و چې لومړی. د داکترصیب اوږدې ویناوې واورو او بیا فلم وګورو
د مجاهیلونو له راتګ وروسته د داکترصیب نجیب الله ویناوې لاس په لاس ګرځېدې
وړاندوینو یې خلک حیران کړي وو
تقریبا ټولې وړاندوینې یې رښتیا شوې او لا هم رښتیا کېږي
داکترصیب نجیب الله د خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای موندلی
او د یوه وطن پرسته رهبر په توګه پېژندل کېږي
سره د دې چې زه د داکترصیب نجیب الله د واکمنۍ پرمهال ماشوم وم خو ټوله دوره مې ورته په یاده ده زه هغه مهال په سیاست نه پوهېدم
خو دا چې زه د ټالیبانو د راتګ او د ولسمشر داکترصیب نجیب الله په دار ځړولو شاهد پاتې سوی یم
نو تل به مې ذهن ته سوالونه راتلل چې ولسمشرنجیب الله چا وواژه❗️ولې یې وواژه❗️چېرته او څه ‌‌‌‌‌‌ډول یې وواژه❗️
دې پوښتنو له هغه مهاله زما ذهن کې ځان له کور جوړ کړ کله چې زه د شهید داکترصیب نجیب الله ځړولي جسد ته ولاړ وم او د ټالیبانو په موجودیت کې مې له سترګو بې اختیاره اوښکې روانې وې او په لمبدو سترګو بېرته کور ته راستون شوم:
په درنښت
کاپي

30/08/2020

ټوپئ ده که پکول دې که شمله ده يا پټکې!!

په سر چې د پښتون شې نو بله کوې خوندونه!!

23/08/2020

که محشر می د نجيب په خوا کې کيږي
ما په دار کړئ زما دار ته هرکلی دی

19/06/2020
07/05/2020

لږ یې راجګ کړی دغه دار مې سرته نه رسیږي
که مې د سر ټيټول زده وای دارته څه حاجت وو

07/05/2020

ستا کابل ته اوس کوفه وایو شهیده!

او په کومه ورځ چې دښمن بریالی شو او ته يې دار ته پورته وخېژولې، مالیده چې یو فکر دار ته وخوت، یوه لاره وتړل شوه، یو سوچ تر خاورو لاندې شو، یوه عظیمه مفکوره باطل اعلان شوه، یو لوی وطن ولړزید، یو باتور ملت دښمن ته په ګونډو شو...

او ته چې لاړې شهیده! ټولې خبرې دې رښتیا شوې، عرب، پنجابی، امریکايي...ټول کابل ته را دننه شول، ستا د سر دښمن د ارګ دیوالونو ته تکیه ووهله او له پیغوره ډکې خنداګانې يې وکړې.
هغه چې ( شریعت ) يې غوښت، د خلکو وینې يې لکه شربت پر سر راواړولې، ناهیدې ترې ځان بچ کړ، خو ګلالۍ قرباني شوه.

اوږدې ګیرې د ( کعبې ) تر جارو کولو وروسته په کعبې پورې خنداګانې وکړې، دوي حتی له خدایه هم شرم ونه کړ. دوي دومره په قوي عزم را ننوتل چې د کابل ( شنو ونو ) ته يې هم ستا په سترګه وکاته او اور يې ورپورې کړ.
زه د مهاجرت په خیمه کې زیږیدلی یم، زما پلار هم هغه وخت ستا د فکر او ستا د لارې لاروی نه و، خو بیا هم ستا دار ته ختل راته ملا ماته کړه. ما خپل ځان، خپله کورنۍ، او ټول افغان کهول لیده چې له شرمه يې سر ښکته نیولی و.
تا به هره ورځ او هره شیبه د خپل سیاسي بصیرت له مخې ترخې وړاندوینې کولې، خو ستا خبرې هغه وخت چاته هم زره ارزښت نه درلود. خو اوس چې ته نه يې، ستا د ټینګ عزم او وطنپالنې احساس مې د زړه دننه خوري.
مونږ درته پړ یو، په ټوله مانا، او لکه څنګه چې تاویلي و، داسې ورځ راتلونکې ده چې ستا هدیرې ته په ټیټو سترګو د ګلونو ګیډۍ کښیږدو او درنه بخښنه وغواړو.

نن یې له ډولۍ نه تکه توره ناوې کوزه شوه
اوس به دا دحورو زومان ټول اسلام ته څه وایي

شهیده!
پوهیږئ؟ مونږ اوس هم همغه ملت یو، همغه فکرونه په سر پالو، سنګي ټاپې راسره دي، هر چا چې د وطن او وطندار نعره پورته کړئ او يايې پورته کوي، بې درنګه يې پر تندي د کفر او الخاد ټاپه وهو، د خپل سیاسي رقیب د ځپلو اسانه خو ناځوانه لاره مو غوره کړې، د هر بدل سیاسي نظر خاوند راته یا کافر ښکاري او یا د دین له ادرسه په غلتې استفادې يې کافر کوو. اوس هم ستا د فکر څو لیوني شته، خو پوهیږئ؟ هم په کلي کې لیونی دی او هم په ښار کې. مونږ لا هغه ټاپې په جيبونو کې ساتلي او چې کله هم پوه شو چې څوک راباندې د باطلان کرښه راکاږي، مونږ پرې مخکې کیږو، د کفر، بې دینۍ، جاسوسۍ او لیونتوب ټاپې پرې وهو.

شهیده!
سر راپورته کړه او وګوره! ستا ټولې وړاندوینې رښتیا شوې او پاتې يې هم په رښتیا کیدو دي...
هغوي چې اورونه بلول، اور يې تر کوره رسیدلی. له کور او کلي يې لمبې پورته کیږي خو د اور د مړه کولو چل نه ورځي.
هغه ( پرونی جهاد ) نن ټولو منلې چې فساد و، پوهیږئ؟ حتئ ستا د سر دښمنان هم ځیني په دې اعتراف کوي چې مونږ تیر ایستل شوي و.

هغوي ته چې دې د سولې چغې وهلې او غیږه دې ورته پرانیستې وه، نن ټیټ سرونه د خپلو بادارانو څنګ ته را روان دي. خو لکه څنګه چې تا ویلي و، ولس ورته ورین تندی نه ښآيي، څوک يې په بوټانو بدرګه کیږي او څوک يې په سوکانو.
خو شهیده! تر اوسه لا ځینې شومې او بدرنګې پدیدې په خپل حال باقي پاتې دي. اوس هم د جنت دروازه په کابل کې ده، اوس هم کابلي ( واجب القتل ) دی، اوس هم د ( وطن ) نعره کفر ده، اوس هم وطندوستي د بې دینې په ماناده. اوس هم ( روس ) بد دی او امریکا ښه ده. اوس هم د هیرامنډۍ له څنګه فتواوې راځي، اوس هم په ( اکوړه خټک ) کې ( حقاني لښکرې) صفونه تیاروي او د ( فرض عین ) د اجرا لپاره د کابل ویني زبیخي.

خو!

زیری درکوم. هغه ورځ راتلونکې ده چې، د ( وطن یا کفن ) نعره په یوې مفکورې بدله شي، ستا فکر به سر را پورته کړي، ستا هیلې به پوره شي، دا عظیم وطن به بیا په خپلو پښو ودریږي، فکري مافیا به خپله کډه بار کړي، ( حب الوطن ) به د ایمان یوه برخه شي او وطن به مور شي.

دار وي که زندان وي که شرنګار د زولنو
مونږ به هر خالت کې د وطن د آزادۍ سندرې وایو
کافی

04/05/2020

ولې د ډاکتر نجیب الله ګرانښت يا محبوبیت ډېر شوی؟
پاینده څرګند
بي بي سي، لندن

ځینې خلک پر دې روایت باور لري چې ګواکې ډاکترنجیب الله د دې لپاره ووژل شو چې د ډیورند کرښې له منلو او لاسلیک یې ډډه وکړه.
۲۱ کاله وړاندې پر ۲۷ د سپټمبر کابل کې اوازه خپره شوه چې د طالبانو ډلې ښار، ارګ او ټولې مهمې سیمې نیولي او جهادي مشرانو کابل پرې ایښي. خو له دې سره یو بل ټکان ورکوونکی خبر هم مل و "ډاکتر نجیب یې وژلی!"
دې خبر د جهادي ګوندونو کورنیو جګړو کې کړېدلو کابلیانو ته مجال ورنه کړ چې د طالبانو راتګ په ښه یا بد فال ونیسي. هغه کس چې د ملګروملتونو په دفتر کې ایسار و، او قدرت ته د جهادي ګوندونو د رسېدو په اړه اټکل یې هره ورځ رښتیا کېده او کابلیانو به ویل:"ډاکتر نجیب رښتیا ویلې"، د سهار په خړه کې وژل شوی و.
ګڼ شمېر کابلیانو پر بایسکلونو ارګ ته نژدې د اریانا څلورلارې ته مخه کړه، هغه ځاي ته چې ډاکتر نجیب الله خپله تر ټولو مشهوره او د پاکستان پر ضد له احساساتو ډکه وینا اورولې وه.
د ده د وینا له ځايه فقط څو متره لېرې، د ترافیک له څارځايه د دوو کسانو مړي راځړېدل، یو یې په وینو لړلی او بل یې داسې روغ رمټ و لکه ویده چې وي. دا د ډاکتر نجیب الله کشر ورور جنرال شاپور احمدزی و.
د پاکستان ضد سمبول
له ۱۹۹۰ کلونو تر د پخواني ولسمشرحامد کرزي لومړۍ دورې، د پاکستان پر ضد بل هېڅ ولسمشر په داسې صراحت خبرې نه وې کړې نو ځکه د افغانستان له ګاونډه افغانستان ته هر ور رسېدونکي زیان سره د ډاکتر نجیب الله پر خبرو د تایید مهر لګېده او د خلکو ترمنځ به یادېده.

ډاکترنجیب الله چې د ده په وینا، د افغانستان د ویجاړۍ لپاره د پاکستان د کړنو او اوږدمهاله پلانونو پر مسلې له جزییاتو ډکې څرګندونې کړې وې، ځینې یې داسې اټکلونه او ادعاوې وې چې دی لا ژوندی و چې رښتیا شوې.
تېرکال له بي بي سي سره مرکه کې د ډاکترنجیب الله مېرمن فتانه نجیب کیسه کوله چې ډاکټرنجيب الله په رښتيا ډېر ناروغ و، پښتورگو کې يې ډبرې وې. هغه ته ويل شوي و چې پر تذکرې پرېوځي، او دوى به يې درملنې لپاره اسلام آباد ته ولېږدوي، خو وايي ډاکټر نجيب الله هېڅکله اسلام آباد ته ورتگ نه غوښتل.
مېرمن نجيب زياتوي: "په خپله یې ما ته په خندا وويل زه په دې دنگه ونه څنگه ځان واچوم؟."
جون ۲۰۱۶ کال، تورخم کې د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د پاکستان له خوا د دروازې د جوړولو پر سر شخړې کې، افغان پوله ساتو ځواکونو پر خپلو مټو د ډاکترنجیب الله عکسونه وټومبل او د "وطن یا کفن" شعارونو په حقیقي او مجازي دنیا کې احساسات راوپارول.
پوله ساتی پولیس
د ملي امنیت د ریاست پخوانی مشر رحمت الله نبیل چې د عین ادارې مشري یې کوله وايي، کله چې مې دغه ریاست کې کار پیل کړ نو پوه شوم چې ډاکترنجیب الله د افغانستان "اصلي دښمن"پېژندلی و. د ښاغلي نبیل په وینا، اوس هم د ډاکترنجیب میراث چې د "وطنپالنې" احساس دی د ملي امنیت د ریاست د کارکوونکو په وجود کې پاتې دی.
بل لور ته ډېر خلک پر دې روایت باور لري چې ګواکې ډاکترنجیب الله د دې لپاره ووژل شو چې د ډیورند کرښې له منلو او لاسلیک یې ډډه وکړه.
اوړمه ورځ پکتیا ولایت کې د ډاکترنجیب الله د ۲۱ تلین نمانځغونډه کې دی"د ډيورنډ کرښې د نه لاسليک قرباني"وګڼل شو. ګډونوالو د پخواني ولسمشر د "وژنې" قضیه نړیواله وبلله او پر ملګروملتونو یې غږ وکړ چې عاملين یې پيدا او په نړيواله محکمه کې يې محاکمه کړي.
ډاکتر نجیب الله نه یوازې په افغانستان کې بلکې پاکستان کې دننه هم ځینو ګوندونو کې په درنښت یادېږي. څو ورځې وړاندې د سند ایالت کراچۍ ښارکې د انقلاب ادرش فوروم غړو د ډاکتر نجیب الله ۲۱ تلین نمانځغونډه کې د ده وژل وغندل.
د جهادي ګوندونو د یو شمېر غړیو نظر اوس د ډاکترنجیب الله په اړه بدل شوی او وايي د هغه په شان ارمانونه لري او مشترکات یې ورسره ډېر شوي چې تر ټولو مهم یې پر پاکستان څرخي.

هغه حساسیت چې ډاکتر نجیب الله له پاکستان سره ښوده نښې يې په ځینو هغو افغانانو کې ښکاري چې یو عمر یې په پاکستان کې ژوند او زدکړې کړي دي.
خو یو له هغو مشرانو چې تل یې له پاکستان سره د ستونزې زړي ته اشاره کړې پخوانی ولسمشرحامد کرزی دی. ښاغلي کرزي وار وار پر خلکو غږ کړی چې له پاکستانه د شکایت پر مهال دې خپل احساسات کابو کړي او د خلکو ښېګڼه له یاده ونه باسي.
ښاغلي کرزي په وار وار د پاکستان له ولسه مننه کړې چې افغانانوته یې د کډوالۍ په موده کې پناه ورکړه او ښه چلند یې ورسره کړی، خو پوځ او استخباراتي کړۍ یې "د افغانانو دښمنان" بللي.
۲۵ کاله وروسته، د نظام تر ړنګېدو او رغېدو او د درې ډوله حکومتونو تر تجربه کولو وروسته، افغانستان له پاکستان سره بیا په هماغه لحن خبرې کوي چې ډاکترنجیب الله کولې.
اعترافات او ناویل شوې
تر ډاکترنجیب الله وروسته، دوه نیمو لسیزو سیاسي لوړو ژورو تجربو د ده د مخالفینو په فکر او قضاوت کې ډېر بدلون راووست، ځکه چې ډېری یې په هغه موقف کې پاتې شول چې ډاکترنجیب ورسره مخ و. د انګلیسي ژبې په اصطلاح، لوبه هماغه وه خو د افغانستان د غاړې لوبغاړي بدل شول.

یوځل یوه افغان ولسمشر په یوې ناسته کې راته وویل، چې ان له روسانو سره د مجاهدینو جګړه "یوه لویه تېروتنه وه."
ویل کېږي د طالبانو ترمنځ له ډاکترنجیب الله سره پر چلند اختلاف و او د طالبانو قومندان ملابورجان چې پر کابل د برید په لومړۍ کرښه کې ووژل شو، غوښتل د هغه څه مخنیوی وکړي چې له ډاکترنجیب سره پېښ شول. خو په دې اړه کره شواهد په لاس کې نشته.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار څو میاشتې وړاندې په ننګرهار ولایت کې یوې غونډې ته وویل، د ډاکټر نجیب الله د حکومت پرمهال په ۱۹۸۹ کال کې پر جلال اباد ښار د مجاهدینو بريد يوه تېروتنه وه.
نوموړي چې دا څرګندونې سلګونو پلویانو ته د ننګرهار شاهي ماڼۍ لوی تالار کې کولې، طالبانو پورې د اړوندو نیوکو په ځواب کې چې ګواکې 'حکمتیار دولت ته تسلیم شو ' وویل، طالبان افغانستان ته د امریکا د راتګ لامل شوي، چې په وینا یې د طالبانو جنګي تکتیکونه هم یوه تېروتنه ده.
نوموړي د بېلګې په توګه د ۱۳۹۴ کال ژمي کې پر کندوز ښار د طالبانو برید یوه تېروتنه او له هېواد سره جفا وبلله، کټ مټ لکه څنګه چې د ۱۳۶۸ کال په ژمي کې مجاهدینو پر جلال اباد ښار برید کې تېروتنه وکړه.
د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته جهادي تنظیمونو په دې نیت د جلال اباد ښار د نیولو لوی برید پیل کړ، چې د خپل فعالیت لپاره یې مرکز وګرځوي، خو له درنې مرګژوبلې وروسته شاتګ ته اړایستل شول.

د جلال اباد جګړه چې له بهرنیو سرتېرو پرته یوازې افغان ځواکونو کوله او د جهادي ګوندونو په لیکو کې ګڼ بهرنیان هم د ډاکترنجیب الله پر وړاندې ولاړ ول، یوه له تر ټولو خونړیو جګړو وه چې ګټل یې دواړو غاړ ته برخلیک ټاکونکی حیثیت درلود.
ډاکتر نجیب الله به د شوروي اتحاد د پوځ په وتلو کې ځان ته هم کرېډت ورکاوه او د جهادي تنظیمونو په لیکو کې یې بیا د بهرنیو جنګیالیو شتون د دې پیل ګاڼه چې د ده په وینا "یوه ورځ به د عربانو او لوېدیځوالو په ګډون بهرنیان "پر افغانانو واک چلوي.
د جمعیت اسلامي ګوند غړی او د ملي امنیت د ریاست پخوانی مشر امرالله صالح پر فېسبوک لیکلي:" که نن ډاکتر نجیب الله ژوندی وای تر اختلاف به مو مشترکات ډېر و... اوس چې ټول سره توافق لرو چې دښمن مو څوک دی...ښه به وي چې د هغه د مرګ په اړه خپل مسلط او رسمي روایت بدل کړو او یاد ته یې درناوی وکړو."
کابل ته د جهادي ګوندونو د ننوتلو پرمهال ډاکترنجیب الله ته همدوی د وتلو اجازه ورنه کړه او مجبور يې کړ د ملګروملتونو دفتر ته پناه یوسې، او سربېره پر نړیوالو هڅو بیا هم پنځه کاله ایسار پاتې شي.
خو دا چې د طالبانو په لاس ووژل شو او طالبان اوس هم د موجود حکومت مخالفین دي چې جهادي مشران او قومندانان یې برخه ده، نو دوی یوازې د ډاکتر نجیب الله پر وژنې غږېږي.

اعترافات او د ناویلو ویل هر يو پخپل وار د ډاکترنجیب الله په اړه نظرونه بدلولای شي، خو ښايي د وژلو د ډول په هکله یې په نظرونو کې ډېر بدلون رانه وستلای شي.
بې محاکمې سپکوونکې وژنه
سره له دې چې پر کابل د جهادي ګوندونو د واکمنۍ پر مهال ګڼ شمېر خلک ووژل شول او ډېری کابلیانو ته د جسد لیدل نوې خبر نه وه، خو لومړی ځل و چې دوه کسان د واکمنو له خوا ځړول شوي ول.
خلکو باور نه کاوه، غوښتل یې چې ورنژدې شي او وګوري چې ایا په رښتیا ډاکترنجیب دی که بل څوک. طالب وسله والو به خلک لېرې شړل. د عیني شاهد له سترګو، د اریانا څلور لارې کې راټولو شویو طالبانو کې هم د احساساتو اتفاق نه و او نه پوهېدل چې خوښ اوسې که خپه.
څه چې اغېز یې له ورایه مالوم و د یوه پخواني ولسمشر د جسد لیدل و چې د شنکجې نښې پرې لیدل کېدې او قصداً یې د سپکولو هڅه شوې وه.
پر ټولنیزو شبکو ډاکتر حبیب منګل یو له ګڼو کسانو دی چې د ډاکتر نجیب الله وژنه "د انسانی کرامت" او د ده په لیکنه د "اسلامی شعایرو او افغانی منلو دودونو پرخلاف" بولي.

بي بي سي سره په خبرو کې سره له دې چې یو شمېر کسان د ډاکترنجیب مخالفین ول او د هغه مهال څارګرې ادارې خاد، د ریاست پر مهال یې دی په "ظلم"تورناوه، خو له محاکمې پرته د یوه پخواني ولسمشر وژل یې وغندل.
افغان لیکوال عبدالنافع همت ډاکتر نجیب الله "د پرچمیانو په لاس د جوړشوي" ماشین یوه برخه بولي چې ملېشې یې جوړې کړې او د ده په وینا خلک یې "لوټ او بې عزته کړل". خو "د ملي مصالحې مشی" یې داسې واقعیت بولي چې له "وطن او ملت سره د ده صداقت ښيي."
ښاغلی همت د ډاکترنجیب الله وژنه "غیر انساني"بولي او زیاتوي:" زما په اند د هر هېواد ولسمشر د هغه ملت د عزت سمبول بلل کېږي چې سپکاوی يې په واقعيت کې د ټول ملت سپکاوی دی".
دا یوازې د ډاکتر نجیب الله و وژل کېدو څرنګوالی نه دی چې د ډېرو خواخوږی ورسره پیدا کوي، بلکې د پکتیا ولایت ګردیز مهلن سیمې هدیره کې د ده عادي او تر ډېره موده بې نوم او نښانه قبر یو بل لامل ګڼل کېدای شي.
د فېسبوک کاروونکی ثناالله مخلص چې د ډاکتر نجیب الله قبر ته ورغلی لیکلي:"له ښاره لېري خړ پړ وو، زړه مي سخت درد پرې وکړ. هغوي چې فساد کړی مزارونه یې ښکلي جوړ شوي".
اوس ډاکترنجیب الله څوک دی؟
د ډاکتر نجیب الله له وژنې وروسته د افغانستان سیاسي او اقتصادي بېړۍ پر داسې توپانونو سر شوه چې نه پکې ګوندونه پاتې شول او نه هم په خلکو کې د مړو شویو واکمنانو یا ګوندي مشرانو د پلوي لېوالتیا.
خو په دې وروستیو کلونو کې هغو بحثونو چې په کورونو او ښاري موټرونو کې کېدل لار سړکونو او تالارونو ته پرانسته.
د بیان ازادۍ او د ځینو جهادي ګوندونو د یو شمېر کسانو د عکسونو له خپراوي سره، د ډاکترنجیب الله عکسونه هم ځینو مطبعو چاپ کړل، چې لږترلږه یو ځل جمعیت اسلامي ګوند یوه قومندان ورسره کلک مخالفت څرګند کړ.
د انټرنټ او ټولنیزوشبکو په رسېدو عامو خلکو ته د خپلو شخصي افکارو د بیان لپاره او سیاسیون او رسنوالو ته له عامه نظرونو د خبرېدو ښه وسیله پیدا شوه.

۲۰۱۲ کال کې مې له یوه پوستر پلورونکي وپوښتل چې تر ټولو ډېر د چا عکس پلورل کېږي؟ هغه وویل:"لوی عکسونه د قومندانانو خو کوچني عکسونه د ډاکتر نجیب ډېر خرڅېږي."
مدني فعال اباسین بریال لیکی چې که ډاکترنجیب الله ژوندی وای نو د نورو مشرانو په شان به یې ډېر اهمیت نه درلود. ښاغلی بریال نیوکه کوي چې "ژوندي مو سراسر بد دي، خو هر مړی مو جمیع الکمالات تیر شوی".
د ډاکترنجیب الله مخالفین اوس هم له ده سره په شوي عمل خوښ دي، بله خوا یې پلویان د "وطنپالنې، غیرت، پوهې او پاکۍ" لارښود او مکتب بولي، خو لور یې "ابا" بولي.
مُسکا نجیب اوس هم باور نه کوي چې "ابا" دې مړ شوی وي. د "ابا" تلین ته یې په انګلیسي لیکل شوي شعر کې وايي:
لکه یو ساعت چې نور له ګرځېدا ولوېږي
د سپټمبر پر ۲۷ چوپتیا خپره شوه
دا د سپټمبر تر ټولو اوږده شپه وه
زما سترګې د تلویزیون له پردې سره سریښ شوې وې
خبریال وویل "اعدم شو"
ځای کې مې وچه شوم، باورمې نه راتلو
ځان ته مې څپېړه ورکړه، اوښکې مې راټینګې کړې
ما ویل، څنګه یې نړۍ په دې حالت کې سیل کوي
ادې به ونه منلای شي چې د هغه سترګې پټې شوې
دا یې وخت نه دی، داسې به نه وي.

15/04/2020

حضرت بلال رضی اللہ عنه څخه یوه ورځ چا پوښتنه وکړه: چې تا نبي کریم ﷺ په لومړي ځل څنګه ولیده؟
بلال رضی اللہ عنه وایې: ما د مکې خلک ډېر کم پیژندل ولې چې زه غلام وم، او په عربو کې د غلامانو سره سم سلوک نه کېده د ھغوې د استطاعت څخه زیات کار به یې ترې اخیسته. نو ماته دومره وخت نه پیدا کیده چې بهر ته ووځم، او د خلکو سره ملاقاتونه وکړم، لهذا ما ته حضور پاک یا اسلام یا داسې د کوم بل څیز قطعي علم نه وو. یو ځل څه وشول چې زما سخته تبه وه مریض وم.
د سختې يخنۍ موسم وو، او انتهايي يخنۍ او تبې زه ډیر کمزوری کړم، لهذا ما لحاف واغوستو او سملاستم. دلته زما مالک راغی، او لیدل یې چې زه اوربشې اوړه کوم او کنه، ھغه زه ولیدم چی لحاف (څادر) مې اغوستی او پروت یې ولیدم ډیر زیات غصه شو، ھغه را څخه څادر کش کړ او د سزا په طور یې زما کمیس وکاږه او زه یې بھر د کوټې مخې ته کښینولم او ویې ویل اوربشې اوړه کړه.
اوس سخته يخني او تبې ھم نیولی وم، او دومره سخت کار ما ژړل او اوربشې می اوړه کولې، لږ وخت وروسته دروازه وټکیده دستک وشو، ما ورته د راتلو اجازه وکړه یو انتهایي متین او نورانې مخ واله کس راننوت او ویې ویل: ځوانه ولې ژاړي؟
ما ورته په ځواب کې وویل: ځه خپل کار کوه تاته یې څه چې زه د ھرې وجهي ژاړم دلته د پوښتنې خلک ډېر دي خو د مدد واله څوک نشته!
قصه مختصره چې بلال حضور نبی کریم ﷺ ته کافي سختې خبرې وکړي. حضور ﷺ دا خبرې واوریدې او ولاړ کله چی روان شو نو بلال وویل: بس! ما ویل کنه چې پوښتنه ھر څوک کوی خو مدد ھیڅوک نکوي.
حضور ﷺ دا خبرې اوریدې او روان وو بلال وایې: په زړه کې مې لږ امید پیدا شوی وو چې دا کس به دې څه مدد وکړي ھغه ھم ختم شو. لیکن بلال ته څه پته وه چې چا سره دده اوسنی واسطه راغله دا رحمت العالمین دی.
بلال وایې: لږ وخت وروسته ھغه سړی بیا راغی دده په یو لاس کی ګرم شوده وو او په بل کې یې کجوري وي. دې ھغه کجوري او شوده ما ته راکړل او ویې ویل: دا اوڅښکه او ویده شه.
ما ورته وویل: دا اوربشې به څوک اوړه کوي؟
که اوړه مې نکړي نو مالک به مې سھار ډیر زیات ووھې ھغه وویل: ته ویده شه دا سھر زما څخه اوړه شوي واخله.
بلال ویده شو، او نبي کریم ﷺ ټوله شپه د يو حبشي غلام لپاره میچن وچلوه.
سھار یې بلال ته اوړه شوې اوربشې ورکړي او ولاړ.
دوھمه ورځ ھم ھمداسې شیدي او دوا یې بلال ته ورکړه او ټوله شپه یې میچن اوکړ. داسې دری ورځې مسلسل یې اوړه کول تر څو چی بلال نه وو روغ شوی.
دا ھعه تعارف وو د چا په زړه کې چې لافانی عشق پیدا شو چې نن ھم بلال ته صحابې رسول وروسته اول ورته عاشق رسول وايې.
ھغه بلال کوم چی یوه ورځ یې آذان ونکه نو الله لمر د راختلو ایسار کړی وو. دې د حضور ﷺ د وصال څخه وروسته اذان کول بند کړل ولې کله به چې په اذان کې (أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَّسُوْلُ اللّٰہِ) ته رسېده نو د نبي کریم ﷺ په ياد کې به سلګو ونیوه او په زار وقطار به یې ژړل.
دوستانو! روانه، روانه کې يوه اخري خبره درته کووم که دا تحریر مو ولوست او خوښ مو شو خیر دی لوستلو وروسته لږ تکلیف نور ھم وکړئ او د ملګرو سره یې شريک کړئ ھیڅ پته نه لګې کیدای شي ستاسو یو شیر د زرګونه خلکو د راه راست سبب وګرځي.
که پوره مو لوستی وي نو ولیکئ چې ولوستل شو.
د نورو اسلامي او ښکلو معلوماتو لپاره زما ایډې فالو یا ریکویسټ راته وکړئ.

14/04/2020

معرفی ۳۴ ولایت و ۳۶۴ ولسوالي كشور!

34 ولایت و 364 ولسوالی در افغانستان موجود میباشد.

1- کابل 15 ولسوالی ( استالف , بگرامی , فرزه , پغمان , قره باغ , چهارآسیاب , کلکان , خاک جبار , گلدره , موسهی , ده سبز , سروبی , میربچه کوت , شکردره).

2- هرات 15 ولسوالی ( ادرسکن , انجیل , اوبه , پشتون زرغون , چشت شریف , زنده جان , شینډنډ/سبزوار, غوریان , فارسی , کرخ , کشک , کشک کهنه , کهسان , گذره , گلران زیرکوه، پشت کوه، زاول، کوه زور).

3- ننگرهار 22 ولسوالی ( آچین , رودات , بټی کوټ , سرخ رود , بهسود , شیرزاد , پچیرآگام , غنی خیل , کامه , کوټ , حصارک , هسکه مینه , چپرهار , گوشته , خوگیاڼی , دربابا , لعل پور , دره نور , مهمند دره , خیوه , نازیان، سپین غر ).

4- بلخ 15 ولسوالی ( بلخ , چاربولک , چارکنت , چمتال , خلم , دولت آباد , دهدادی , زاری , شورتپه , شولگره , کشنده , کلدار , مارمل , , نهرشاهی).

5- قندهار 16 ولسوالی ( آرغستان , شاه ولی کوټ , ارغنداب , شورابک , پنجوائی , غورک , خاکریز, دامان , معروف , ریگستان , میانشین , ژیړی , میوند , نیش , سپین بولدک ، تخته پل ) دند .

6- غور 11 ولسوالی ( فیروزکوه , تیوره , لعل و سرجنگل , دولینه , چهارسده , تولک , شهرک , ساغر , دولتیار , پسابند, مرغاب ).

7- لغمان 6 ولسوالی (مهترلام بابا، دولت شاه , قرغه ئی , علیشنگ , علینگار , , بادپخ).

8- کندز 9 ولسوالی ( امام صاحب , چهاردره , خان آباد , دشت آرچی , علی آباد , قلعه ذال، اقتاش ، کلباد و گل تپه) ).

‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌9- پکتیا 14 ولسوالی ( گردیز، احمد آباد , جانی خیل , څمکنی , ډنډ پټان , وزی ځدراڼ , زرمت , سیدکرم , شواک , گرده څیړی , لجه احمدخیل , لجه منگل , میرزکه ، ځاځى اريوب).

10- زابل در تشکیلات رسمی 10 ولسوالی – در تشکیلات معارف 11 ولسوالی ( آتغر , ارغنداب , ترنگ و جلدک , دایچوپان , شاه جوی , شملزائی , شینکی , قلات , کاکر , میزان , نوبهار).

11- بغلان 15 ولسوالی ( نهرین , اندرآب , بغلان جدید , پل حصار , , تاله و برفک , جلگه , خنجان , خوست و فرنگ , دوشی , دهانه غوری , ده صلاح , فرنگ و غارو , گذرگاه نور , برکه، بنو ).

12- بدخشان 28 ولسوالی ( آرغنج خواه , شغنان , آرگو , شکی , اشکاشم , شهدا , بهارک , شهربزرگ , تگاب/کشم بالا , شهر فیض آباد , کران و منجان , تیشکان , جرم , کشم , خاش , کوف آب , خواهان , کوهستان , درایم , واخان , درواز پائین/نسی , وردج , یاوان , درواز بالا/مایمی , یفتل پائین , راغستان , یمگان/گیروان , زیباک).

13- بامیان 8 ولسوالی ( بامیان , کهمرد , پنجاب , سیغان , شیبر , ورس , یکاولنگ )يكاولنك حصه دوم.

14- بادغیس 7 ولسوالی ( آب کمری , جوند , قادس , قلعه نو , بالامرغاب , مقر, غورماچ ).

15- میدان وردک 9 ولسوالی ( میدان شهر , جلریز , جغتو , چک وردک , حصه اول بهسود , دایمیرداد/جلگه , سیدآباد , مرکز بهسود , نرخ ).

16- لوگر 7 ولسوالی ( آزره , برکی برک , پل علم , چرخ , خروار , خوشی , محمد آغه ).

17- سمنگان 7 ولسوالی ( آیبک , حضرت سلطان , خرم و سارباغ , دره صوف بالا , دره صوف پائین , روی دو آب , فیروزنخچیر ).

18- تخار 17 ولسوالی ( دشت قلعه , اشکمش , بنگی , روستاق , بهارک , فرخار , تالقان , چال , کلفگان, چاه آب , نمک آب , خواجه بهاء الدین , ورسج , خواجه غار , هزار سموچ , درقد , ینگی قلعه ).

19- نورستان 8 ولسوالی ( برگ متال , پارون , دو آب , کامدیش , مندول , نورگرام , واما , وایگل ).

20- فاریاب14 ولسوالی ( آلمار , آندخوی , شیرین تگاب , قرغان , بلچراغ , قرم قل , پشتون کوت , قیصار , خان چارباغ , دولت آباد , کوهستان , خواجه سبزپوش ولی , گرزیوان ).

21- سرپل 7 ولسوالی ( بلخاب , سرپل , سانچارک , سوزمه قلعه , صیاد , کوهستانات , گوسفندی ).

22- پکتیکا 19 ولسوالی ( آرگون , شرن , اومنه , گومل , برمل , گیان , تروو , متاخان , جانی خیل , نکه , وازه خواه , دیله و خوشامند , ورممی , زرغون شهر , زیروک , یحیی خیل , سرحوضه , یوسف خیل , سروبی ).

23- فراه 11 ولسوالی ( اناردره , بالابلوک , بکواه , پرچمن , پشت رود , خاک سفید , شیب کوه , فراه , قلعه کاه , گلستان , لاش و جوین ).

24- هلمند 15 ولسوالی ( بغران , دیشو , ریگ خان نشین , سنگین , کجکی , گرمسیر , لشکرگاه , موسی قلعه , نادعلی , ناوه بارکزائی , نوزاد , نهرسراج , واشیر، گرشک ، مرجه ).

25- نیمروز 5 ولسوالی ( چغانسور , چهاربرجک , خاش رود , زرنج , کنگ ).

26- غزنی 20 ولسوالی ( آب بند , جغتو , آجرستان , قره باغ , گیرو , اندر , گیلان , بهرام شهید , مالستان , جاغوری , مقر , عمری , ناور , ده یک , ناوه , رشیدان , واغز , زنه خان , ولی محمد شهید خوگیانی , غزنی ).

27- ارزگان 6 ولسوالی ( ترینکوت , چوره , خاص ارزگان , دهراوود , شهید حساس , گیزاب ).

28- کاپیسا 7 ولسوالی ( آله سائی , تگاب , حصه اول کوهستان , حصه دوم کوهستان , کوه بند , نجراب).

29- پروان 10 ولسوالی ( بگرام , جبل السراج , سالنگ , سرخ پارسا , سیدخیل , شیخ علی , شینواری , سياه گرد , کوه صافی ).

30- پنجشیر 8 ولسوالی (عنابه , بازارک , پریان , خنج , دره , رخه , شتل , آبشار ).

31- جوزجان 11 ولسوالی ( آقچه , خانقاه , خم آب , خواجه دو کوه , درزاب , شبرغان , فیض آباد , قرقین , قوش تپه , مردیان , منگجک ).

32- خوست 13 ولسوالی ( باک , تنی , تیریزائی , جاجی میدان , خوست متون , سپیره , شمل , صبری/یعقوبی , قلندر, گربز , مندوزی , موسی خیل , نادرشاه کوت).

33- کنر 15 ولسوالی ( اسد آباد , سرکاڼی , برکنر , شیگل و شلتن , خاص کنر , غازی آباد , مروره , دانگام , ناری , نرنگ , دره پیچ , نورگل , چپه دره , وټه پور , څوکی ).

34- دایکندی 8 ولسوالی ( آشترلی ، نيلى, خدیر , سنگ تخت , شهرستان , کجران، ميرامور )گيزاب، بندر.
نوت!
آموزنده بود شیر کنید
اگر كدام ولسوالى باقى مانده باشد شما بنويسيد
تا در متن نوشتار اضافه گردد..

Want your school to be the top-listed School/college in Laskar Gah?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address


Afghanistan
Laskar Gah
0093

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00