17/06/2026
د زدهکوونکو د لا ښه چمتووالي او ارزوني په موخه، د عمومي Exit ازمویني تر مخه د Pre-Exit ازموینه واخیستل سوه.
د دې ازمویني موخه دا وه چي زدهکوونکي د معارف ریاست له لوري اخیستل کېدونکي عمومي Exit ازمویني ته په علمي او رواني لحاظ چمتو سي، خپلي کمزورۍ وپېژني او د لا ښه پرمختګ لپاره کار پر وکړي.
همدارنګه، دغه ازموینه د ذکي ښوونیز مرکز لپاره د یو فلټر او معیار په توګه ترسره سوه، ترڅو هغه زدهکوونکي وپېژندل سي او معرفي سي چي د عمومي Exit ازمویني د بریالي تېرېدو وړتیا او لازم علمي چمتووالی لري.
#دنشراتو څانګه
09/06/2026
خبرتیا
د ذکي ښوونیز مرکز هغو ټولو زدهکوونکو ته، چي د ایګزیټ ازمویني لپاره یې اړینه درسي موده بشپړه کړې او د ازمویني د ګډون شرایط یې پوره کړي دي، په درنښت خبر ورکول کېږي چي د پوهني محترم ریاست له لوري به ډېر ژر د دوی د ایګزیټ ازموینه واخیستل سي.
له همدې امله، له ټولو یادو زدهکوونکو څخه په درنښت هیله کېږي چي ژر تر ژره د خپلي تذکرې او څلورو قطعو عکسونو سره د ذکي ښوونیز مرکز ادارې ته مراجعه وکړي، ترڅو اړیني اداري چاري يې په خپل وخت ترسره سي.
په درنښت
د ذکي ښوونیز مرکز اداره
25/05/2026
د ذکي ښوونیز مرکز درسي او اداري چاري به له سبا ورځي څخه رخصت وي، او د راتلونکي اونۍ د دوشنبې په ورځ، چي د جوزا د میاشتي له ۱۱مي نېټې سره سمون لري، بیرته به خپل عادي بهیر پیل کړي.
له ټولو درنو زدهکوونکو څخه په درنښت هیله کېږي چي د راتلونکي دوشنبې په ورځ خپلو درسونو او ټولګیو ته په منظم ډول حاضر سي.
مخکي له مخکي، تاسو ټولو ته د نېکمرغه او له خوشحالۍ ډک اختر مبارکي وایو.
24/05/2026
ذکي ښوونیز مرکز کي د ۳۲ م ټرایمسټر د دوهمي میاشتي ازمویني په منظم، معیاري او بریالي ډول ترسره سوې. د زدهکوونکو د زده کړو روحیه، لېوالتیا، مسؤلیت پالنه او جدیت په درسي بهیر او ازموینو کي د ستایني وړ دئ.
موږ د دوی دا هڅه، ژمنتیا او د پرمختګ اراده ستایو، او باور لرو چي د همدې هڅو په دوام به لا ډېر علمي بریالیتوبونه ترلاسه کړي.
#د نشراتو څانګه
15/05/2026
د د صنفي سیالیو په لړ کي بریالیو او ممتازو زده کوونکو ته د ادارې له لوري ډالۍ او د ستایني تحفې ورکړل سوې.
که څه هم دغه ډالۍ له مادي پلوه محدودي وې، خو د ادارې موخه د زده کوونکو معنوي هڅونه، د هغوی د زده کړيزو لاسته راوړنو قدرداني، او د سیالۍ د فرهنګ پیاوړتیا ده. موږ باور لرو چي د زده کوونکو ستاینه او تشویق د هغوی د لا ډېرو هڅو، پرمختګ او بریا لپاره اغېزناک رول لري.
#د نشراتو څانګه
14/05/2026
زموږ زده کوونکي د انګلیسي ژبنۍ وړتیا د لا پیاوړتیا په موخه، هره ورځ د درس تر مخه او يا وروسته په منظم او فعال ډول په ازاده فضا کي د انګلیسي خبرو اترو تمرینونه ترسره کوي او له دې څخه مو موخه د زدهکوونکو د وینا مهارت، جرئت او د ژبي د عملي کاروني وده ده. زموږ د نشراتو مسؤل پرون د همدې بهیر څو انځورونه اخیستي دي.
22/04/2026
د ذکي ښوونیز مرکز د ۳۲م ټرایمسټر د لومړۍ میاشتي ازمویني د ټولو ټولګیو څخه په بریالي او منظم ډول واخیستل سوې. خوشحاله یو چي زموږ زده کوونکي په دوامداره ژمنتیا، نظم او پوره علاقې سره خپلو زده کړو ته ادامه ورکوي.
ذکي ښوونیز مرکز د کیفیت لرونکو زده کړو او روښانه راتلونکي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
#د نشراتو څانګه
19/04/2026
وياړو چي د څوارلسم پړاو زده کوونکو د فراغت غونډه په بریالۍ او منظمه توګه ترسره سوه.
د دې علمي لاسته راوړني له امله، خپلو فارغو زده کوونکو، د هغوی درنو کورنیو او د هلمند شریف ولس ته مبارکي وایو. دا بریا د زده کوونکو د هڅو، د کورنیو د ملاتړ او د ذکي ښوونیز مرکز د مسلکي هڅو څرګندونه کوي.
ذکي ښوونیز مرکز ژمن دئ چي د کیفیت محوره زده کړو، معیاري تدریس او د مسلکي او تجربه لرونکو ښوونکو په مرسته ددې ژبي د تدریس په برخه کي خپل خدمتونه لا پیاوړي کړي او د خپل ولس باور به د تل په څېر وساتي.
#دوهم البوم
19/04/2026
وياړو چي د څوارلسم پړاو زده کوونکو د فراغت غونډه په بریالۍ او منظمه توګه ترسره سوه.
د دې علمي لاسته راوړني له امله، خپلو فارغو زده کوونکو، د هغوی درنو کورنیو او د هلمند شریف ولس ته مبارکي وایو. دا بریا د زده کوونکو د هڅو، د کورنیو د ملاتړ او د ذکي ښوونیز مرکز د مسلکي هڅو څرګندونه کوي.
ذکي ښوونیز مرکز ژمن دئ چي د کیفیت محوره زده کړو، معیاري تدریس او د مسلکي او تجربه لرونکو ښوونکو په مرسته ددې ژبي د تدریس په برخه کي خپل خدمتونه لا پیاوړي کړي او د خپل ولس باور به د تل په څېر وساتي.
#لومړۍ البوم