Afghan Baria High School افغان بریا عالي لیسه

Afghan Baria High School افغان بریا عالي لیسه

Share

افغان بریا ستاسو هیلو ته د رسیدو غوره ټاکنه🎓✔

Photos from ‎Afghan Baria High School افغان بریا عالي لیسه‎'s post 26/04/2026

د سیرت کلني سیالۍ ستوري اعلان سول
د سيرت کلني سیالۍ هر کال د افغان بریا عالي لیسې له لوري ددې لپاره په لاره اچول کیږي چي زده کونکي د خپل سالار او وروستي پیغمبر صلی الله عليه وسلم په اړه معلومات ترلاسه کړي، پیروي یې په برخه او په دنیا او اخرت کښي یې د بریالیتوب دروازې پرمخ پرانستل سي.
له سیرت څخه درسونه او عبرتونه واخلي او د خپل ژوند لپاره یې د لاري مشال وګرځوي، ترڅو په ټولنه کي د هدایت څراغان او د استقامت مخکښان جوړ سي او د لوی رب جل جلاله ددې قول مصداق وګرځي ((کُنتُم خٙیرٙ اُمّٙةٍ اخرِجت للناس...)).
ددې ترڅنګ د داسي سیالیو په پایله کي په ځوان نسل کي د مطالعې فرهنګ دودېږي او له مطالعې سره یې مينه او لېوالتیا ډېرېږي.
دا سیالي چي په درې پړاوه کي تنظیم سوې وه، ستوري او مخکښ زده کوونکي یې د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ اعلان او په مادي او معنوي ډالیو و ستایل سول.

11/04/2026

د افغان بریا خصوصي عالي لېسې د زده کونکو علمي او تفریحي سفر؛ له ټولګي تر واقعي نړۍ.

Photos from ‎Afghan Baria High School افغان بریا عالي لیسه‎'s post 10/04/2026

د افغان بريا عالي لېسې د زده کوونکو علمي سفر؛ له کجکي بند څخه تر بُست کلا، د زده کړو نوي او عملي تجربې!

د پلان سره سم د افغان بريا خصوصي عالي لېسې د پنځم، يوولسم او دوولسم ټولګيو زده کوونکو د ښوونکو په ملتيا د عملي زده کړو په موخه د هلمند پوهنتون، د کجکي د اوبو لګولو او برېښنا د توليد بند او د بُست لرغوني او تاريخي کلا ته علمي سفرونه وکړل.

په دې سفر کي ګران زده کوونکي د کتابي او تيوري زده کړو د عملي او ريښتني ډګر سره اشنا سول، د هېواد د بنسټيزو او ملي پروژو په اړه يې معلومات ترلاسه کړل او دوی ته وښودل سول چي څنګه، له طبعي اوبيزو سرچينو څخه د برېښنا د توليد او د کرنيزو ځمکو د خړوبولو لپاره کار اخيستل کيږي.

زده کوونکي همدارز د بُست کلا څخه د ليدني پرمهال د افغانستان د زرګونو کلونو مخکي تاريخ سره اشنا سول او د پخوانيو مدنيتونو، فرهنګي ارزښتونو او انساني فعاليتونو په اړه يې داسي معلومات ترلاسه کړل چي د کتاب له لاري يې درک ستونزمن وو.

د لېسې مؤسس ښاغلي عصمت الله نصرت دا ډول علمي سفرونه او عملي زده کړي د معاصري پوهي له مهمو مېتودونو څخه يادوي او وايې چي د افغان بريا لېسې اداره به تل هڅه کوي ترڅو خپلو ټولو زده کوونکو ته د تيوري زده کړو ترڅنګ د عملي او پرکتيکي زده کړو فرصتونه چمتوکړي ترڅو زده کړه يې ګټوره، اغېزمنه او دوامداره بڼه خپله کړي.

د ښووني او رزوني کارپوهان هم باور لري، چي علمي سفرونه د زده کوونکو د ذهني ودي، عملي او ټولنيزو مهارتونو او همداراز د زده کړي د کيفيت لوړولو لپاره مهم او اغيزمن رول لري.

18/11/2025


افغان بریا خصوصي عالي لېسه درو تنو ښوونکو ته اړتیا لري:

:
١. زده کړه: په ساینس، دري او انګلیسي کي لیسانس او یا له هغه څخه لوړ سند ولري.
٢. تجربه: د تدریس او کار لږ تر لږه دوه کلنه تجربه ولري.
٣. معاش: له (5000 - 8000) د ښوونکي وړتیا او نوښت ته په پام سره تادیه کیږي.
٤. وخت: سهار دوره

په شرایطو برابر او لېوال نوماندان کولای سي د ددې خبرتیا د خپرېدو له نیټې(١٤٠٤/٨/٢٧) څخه د درو ورځو لپاره د نوملیکنې په موخه د خپل تحصیلي سند، د تذکرې کاپي او یو قطعه عکس سره د ښوونځي ادارې ته تشریف راوړي او یا یې په لاندی واټساپ شمیره راولیږي.
0749207000

#ادرس
وزیر محمد اکبر خان مېنه، ۱۴م واټ، د قاري خسروي څلور لار
افغان بریا خصوصي عالي لېسه

13/10/2025

د مسلمان حقیقي پيژندنه:
د سالم تربیت په برخه کي د لاندي حدیث په رڼا کي روانه اونۍ له زده کوونکو سره د ریښتني مسلمان پر تعریف او پیژندنه بحث کیږي.

05/10/2025

!
افغان بريا خصوصي لېسه غواړي يو تن چي لاندي ځانګړني ولري په دنده وګماري:
1. په ښوونه او روزنه، عامه اداره او اقتصاد څانګو کي ليسانس یا لوړ تحصیلي سند درلودل.
2. په ورته برخه کي لږ تر لږه دوه کلنه کاري کاري تجربه ولري.
3. معاش د کارمند وړتیا او نوښت ته په پام سره له 14000- 16000 افغانیو پوري ورکول کیږي.
4. په انګليسي او کمپيوټر کي پوره مهارت ولري.
په شرايطو برابر او لېوال نوماندان کولای سي تر ١٤٠٤/٧/١٦ نيټې پوري خپل تحصلي سند، تذکرې کاپي او يو قطعه عکس سره د ښوونځي ادارې ته تشريف راوړي او يا یې لاندي واټساپ شمېرو ته راولیږي:
موبايل:0706129012
واټساپ: 0749207000
پته:
هلمند، لښکرګاه، وزير محمد اکبر خان مېنه، ۱۴م واټ
افغان بريا خصوصي لېسه

18/09/2025


افغان بریا خصوصي عالي لېسه د #ریاضي مضمون د تدریس لپاره یو تن ښوونکي ته اړتیا لري:

:
١. زده کړه: په اړوند برخه کي لیسانس او یا له هغه څخه لوړ سند ولري.
٢. تجربه: د تدریس او کار لږ تر لږه دوه کلنه تجربه ولري.
٣. معاش: له (5000 - 8000) د ښوونکي وړتیا او نوښت ته په پام سره تادیه کیږي.
٤. وخت: سهار دوره

په شرایطو برابر او لېوال نوماندان کولای سي د ددې خبرتیا د خپرېدو له نیټې(١٤٠٤/٦/٢٧) څخه د څلورو ورځو لپاره د نوملیکنې په موخه د خپل تحصیلي سند، د تذکرې کاپي او یو قطعه عکس سره د ښوونځي ادارې ته تشریف راوړي او یا یې په لاندی واټساپ شمیره راولیږي.
0749207000


#ادرس
وزیر محمد اکبر خان مېنه، ۱۴م واټ، د قاري خسروي څلور لار
افغان بریا خصوصي عالي لېسه

11/08/2025


افغان بریا خصوصي عالي لېسه په لاندي برخو کي کارمندانو ته اړتیا لري:
١. د ښځینه څانګي د سرمعلمیت لپاره یوتن چي لیسانس تحصیلي سند ولري او د ښوونځي د مدیریت او رهبرۍ په برخه کي لږ تر لږه ٢ کاله تجربه ولري.
٢. فزیک لپاره یو تن ښوونکی
٣. ساینس او بیولوژي یو تن
٤.تاریخ او جغرافیه ٢ تنه
٥. کمپیوټر او او درسنیو ایډیتور یو تن

:
١. په اړوند برخه کي لیسانس او یا له هغه څخه لوړ سند ولري.
٢. د تدریس او کار لږ تر لږه دوه کلنه تجربه ولري.
٣. په انګلیسي، قرأت او خطاطۍ کي مهارت لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږی.
٣. معاش د کارمندانو وړتیا ته په پام سره ټاکل کیږي.
٤. وخت: ښوونکي( 1:00- 6:00)
سر ښوونکې(8:00 _ 12:00)
د کمپیوټر استاد او د رسنیو اډيتور(Full Time)

په شرایطو برابر او لېوال نوماندان کولای سي د رواني زمري میاشتي تر ٣٠ مي نیټې د خپل تحصیلي سند، د تذکرې کاپي او یو قطعه عکس سره د ښوونځي ادارې ته تشریف راوړي او یا یې په لاندي
واټساپ شمیره راولیږي.
+93 (0) 749 20 7000

#ادرس
وزیر محمد اکبر خان مېنه، ۱۴م واټ، د قاري خسروي څلور لار
افغان بریا خصوصي عالي لېسه

Photos from ‎Afghan Baria High School افغان بریا عالي لیسه‎'s post 21/05/2025

د لیکوالۍ مخکښ زده کوونکي و هڅول سول
د افغان بریا عالي لیسې د علمي او ادبي هڅو په لړ کي، په روانه ثور میاشت کي د لیکوالۍ سیالي تر سره کړه. په یاده سیالۍ کي د لیسې ګڼ شمېر زده‌کوونکو ګډون کړی و، او خپلي ادبي وړتیاوي او مهارتونه یې وښودل.
د یادي سیالۍ د مخکښو زده کوونکو ستاينغونډي ته د افغان بریا ښوونځي موسس په خپله وینا کي لیکوالي د فکر، اصلاح، ویښتیا او انقلاب وسیله وګڼل، او زده کوونکي یې وهڅول چي تل د حق، عدالت او یوالي لپاره قلم وچلوي.
په پای کي د اړوند کميټې لخوا ممتاز زده کوونکي په مادي او معنوي ډالیو وستایل سول او د لیسې مشرتابه ژمنه وکړه چي زده کوونکو د وړتیاوو د ودې لپاره به ورته سیالۍ دوام ولري.

Photos from ‎Afghan Baria High School افغان بریا عالي لیسه‎'s post 21/04/2025

د افغان بریا عالي ليسې مشرتابه د سیرت او حدیث ستوري سیالۍ د مخکښو ټولګیو (زده کوونکو او استادانو ) لپاره ددوی د هڅووني او علمي پوهي د لا پیاوړتیا په موخه یو علمي او تفریحي سفر ترتیب کړ.
یاد سفر چي هلمند سیند او بولان ځنګله ته تنظیم سوی وو د زده کوونکو د ذهني ارامتيا ترڅنګ د اوبو سرچینو پر پیژندني او ارزښت، ځنګلي نباتاتو او چاپیریال ساتني پر ارزښت له ګرانو زده کونکو سره بحث وسو.

Photos from ‎Afghan Baria High School افغان بریا عالي لیسه‎'s post 15/04/2025

د افغان بریا عالي لیسې موسس او څو تنو زده کوونکو د کورني کرکټ د اتلانو په ویاړ جوړه سوې غونډه کي ګډون وکړ.
له دې هڅونکي غونډي څخه زموږ ګران زده کونکي دا الهام اخلي چي که څوک موخه ولري، زیار وباسې او باور ولري په هره برخه کي هېواد ته ګټور او اغیزمن خدمتونه کولای سې.
ګران زده کوونکي به هڅه کوي چي د هېواد اړتیا او خپلي لیوالتیا ته پام سره د افغانانو سپيڅلي هیلي او ارمان ته چي د هېواد هر اړخیز خدمت دی د رسیدو لاره لنډه کړي.

Want your school to be the top-listed School/college in Laskar Gah?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Laskar Gah