04/03/2023
نېټه:
۱۳/۱۲/۱۴۰۱ - ۱۲/۰۸/۱۴۴۴
تابـش خصوصي پوهنتون د ميدانښار څانګې او د ميدان وردګ ولايت مقام ترمنځ د ۱۴۰۲ تحصيلي کال لپاره هوکړه ليک لاسليک شو. چې له مخې به یې اداري کارکوونکي ، مجاهدین، بې بضاعته ځوانان په ۳۰٪ سلنه تخفیف خپلې زده کړې په حقوق او سياسي علوم او اقتصاد پوهنځيو کې د ليسانس ترکچې پورې رسوي.
په درنښت
د عامه اړيکو مديريت
23/02/2023
تابش خصوصي پوهنتون د ميدانښار څانګه د ۱۴۰۲ لمريز کال د پسرلني کانکور لپاره په حقوق او سياسي علوم او اقتصاد پوهنځيو کې په ځانګړي تخفيف سره نوي محصلين مني.
آسانتياوې:
ماستر او ليسانس علمي کادر
مجهزه ليليه
مجهز کتابتون
وړيا ترانسپورت
سمستر وار فيس ۸۰۰۰ افغانۍ
نوم لېکنه روانه ده....
د کانکور آزموينه:د راتلونکي ۱۴۰۲ لمريز کال د حمل/وري ۴مه
د اړيکې شمېرې: 0796514514& 0798120711
پته: ميدان وردګ ولايت مرکز ميدانښار د اداري اصلاحاتو پروژه د امنيې قوماندانۍ سړک ته مخامخ
23/02/2023
خبرتیا!!
تاکيداً هغو فارغو محصلانو ته، چې تر دې دمه يې خپل مونوګرافونه نه دي دفاع کړي، خبر ورکول کېږي، چې د لوړو زده کړو محترم وزارت د ۱۴۰۱/۲/۲۰ نېټې د( ۱۵۸۱) ګڼه مکتوب پر بنسټ د روان ۱۴۰۱ل کال تر پای پورې دې د خپلې تحصيلي دورې د بشپړتيا په موخه د مونوګرافونو اړونده چارې بشپړې کړي، د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدايت پر بنسټ که هر فارغ محصل د يادې نېټې پورې تحصيلي دوره بشپړه نه کړي وروسته د شکايت حق نه لري.
په درنښت
06/02/2023
تابش خصوصي پوهنتون د ميدانښار څانګې د ميدان وردګ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست سره د نوي تحصيلي ۱۴۰۲ لمريز کال لپاره د معلولينو او شهيدانو د ورثو لپاره د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو په موخه د دواړو لورو هوکړه ليک/تفاهمنامه لاسليک کړه.
چې په ترڅ کې به يې د شهيدانو ورثه او معلوليت لرونکي کسان تابش خصوصي پوهنتون د ميدان ښار څانګه کې د حقوق او سياسي علومو او اقتصاد پوهنځيو کې د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو په موخه د ځانګړي تخفيف په لرلو سره جذب شي.
په درنښت
د عامه اړيکو مديريت
05/12/2022
د ۱۴۰۱ - ۱۴۴۴ تحصيلي کال د خزاني سمستر د پاى آزموينې جريان!
08/10/2022
د ربيع الاول ۱۲ د بشريت د ستر لارښود د نېکمرغه ميلاد په اړه د تابش خصوصي پوهنتون د ميدانښار څانګې د رهبرۍ هيئت د مبارکۍ پيغام!
د ربيع الاول ۱۲ مه چې د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د ميلاد له ورځې سره برابره ده ، د تابش خصوصي پوهنتون د ميدانښار څانګې رهبري، کارکوونکي، استادان او محصلان د نړۍ ټولو مسلمانانو، خاصتاً افغانانو ته مبارکي وايي.
د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم مبارک بعثت د بشري ټولنو لپاره له هدایتونو او برکتونو ډک و او په دې نړۍ کې د ژوندانه د یوه نوي تمدن پیل وګرځېد. هغه و، چې انساني ټولنه یې سمې لارې ته برابره او د یوې سالمې او عدالت پلي کوونکي ټولنې بنسټ یې کښېښود.
د انسانانو لپاره د ژوندانه تیاره اړخونه روښانه او له امله یې ميليونونه انسانانو د اسلام مبارک دین غوره او د هغه په رڼا کې نن ژوند کوي.
په درنښت
26/09/2022
د مونوګرافونو د دفاع اړوند اړینه خبرتیا!
د تابش خصوصي پوهنتون د ميدانښار څانګې ټولو هغو فارغو محصلانو ته، چې تر دې دمه يې خپل مونوګرافونه نه دي دفاع کړي، خبر ورکول کېږي، چې د لوړو زده کړو وزارت د ۱۴۰۱/۲/۲۰ نېټې د( ۱۵۸۱) ګڼه مکتوب پر بنسټ د روان ۱۴۰۱ل کال تر پای پورې دې د خپلې تحصيلي دورې د بشپړتيا په موخه د مونوګرافونو اړونده چارې بشپړې کړي، د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدايت پر بنسټ که هر فارغ محصل د يادې نېټې پورې تحصيلي دوره بشپړه نه کړي وروسته د شکايت حق نه لري.
په درنښت
30/08/2022
د کار او ټولنیزو چارو وزارت لۀ سپارښتنو سره سم سبا چهارشنبه چې د روان کال د وږي/سنبلې میاشتې لۀ ۹ نهمې نېټې سره برابره ده، د امريکا+ناټو ځواکونو د وتلو د ورځې په مناسبت پۀ ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده؛ نو بناً د تابش خصوصي پوهنتون د ميدان ښار څانګې اداري او تدريسي چارې هم د يوې ورځې لپاره رخصت دي.
په درنښت
د عامه اړيکو مديريت
25/08/2022
نېټه: ۱۴۰۱/۰٦/۰۳ پنجشنبه
تابش خصوصي پوهنتون د ميدانښار څانګې د ۱۴۰۱ لمريز کال د خزاني کانکور آزموينه له ګڼ شمېر ځوانانو څخه د دولتي پوهنتون د هيئت په حضور کې واخيسته.
چې د کانکور ګډونوال به وروسته د نتايجو د اعلان څخه په حقوق او سياسي علوم او اقتصاد پوهنځيو کې د محصلانو لخوا ټاکل شوي پوهنځي ته جذب شي.
په درنښت
24/08/2022
يواځې يوه ورځ تر خزاني کانکور پورې....
بېړه وکړئ! په حقوق او سياسي علوم او اقتصاد پوهنځيو کې لوړې زده کړې ترلاسه کړئ تر څو روښانه راتلونکې ولرئ.
د خزاني کانکور نېټه د روان ۱۴۰۱ لمريز کال د وږي/سنبلې مياشتې ۳مه د پنجشنبې ورځ ماسپښين ۲ بجې
اړيکه:0796514514 & 0787877710
پته: ميدانښار د اداري اصلاحاتو پروژه د امنيې قوماندانۍ سړک ته مخامخ تابش خصوصي پوهنتون
21/08/2022
ټولو ګرانو محصلانو چې نوي سمستر ته يې لار موندلې خبر ورکول کېږي چې نوى خزاني سمستر د وږي/سنبلې مياشتې په ۱ نېټه د سې شنبې ورځ پيل کېږي، هېله ده لکه د مخکې په شان پخپل وخت ټولګي ته حاضر شئ.
په درنښت
21/08/2022
تابش خصوصي پوهنتون د میدان ښار څانګه د ۱۴۰۱ لمريز کال د خزاني کانکور لپاره د حقوق او سیاسي علوم او اقتصاد په پوهنځیو کې نوي نارینه او ښځینه محصلین مني!
☜ د خزاني کانکور د آزموینې نېټه :- د ۱۴۰۱ کال د وږي/سنبلې د میاشتې۳ مه پنجشنبې ورځ ماسپښين ۲ بجې.
☜ نوم لیکنه هره ورځ د سهار له ۹ بجو څخه د مازدیګر تر ۵ بجو پورې روانه ده.
☜ پته : - مرکز میدان ښار ، د اداري اصلاحاتو پروژه د امنيې قوماندانۍ سړک ته مخامخ تابش خصوصي پوهنتون.
☜ د اړیکې شمیرې : 0796514514& 0787877710