Engineering Faculty of Laghman University

Engineering Faculty of Laghman University

Share

The E.F.L.U page is a platform for sharing the important notices and activities of the University an

13/05/2026

د انجنیري پوهنځي محصلینو ته د Research Proposal په اړه سیمینار وړاندې شو!
د انجنیري پوهنځي د سېول انجنیري څانګې درېیم ټولګي محصلینو ته د «ریسرچ پروپوزل» په اړه یو ورځنی علمي سیمینار د انجنیري پوهنځي د رئیس له خوا نن د چهارشنبې په ورځ چې د (۲۳-۰۲-۱۴۰۵ هـ ش) نېټې سره سمون لري، د انجنیري پوهنځي د غونډو په تالار کې وړاندې شو.
یاده غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. ورپسې د اجنډا له مخې سیمینار د انجنیري پوهنځي د رئیس ښاغلي پوهندوی انجنیر محمد خالد ناصري له خوا په رسمي ډول وړاندې شو او پر لاندې موضوعاتو مفصل بحث وشو:
د پروپوزل پېژندنه او ډولونه
د ریسرچ پروپوزل پېژندنه او اهمیت
د ریسرچ پروپوزل برخې او د لیکلو طریقه
د ریسرچ پروپوزل عملي بېلګه شریکول
د سیمینار په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او یاد سیمینار په دعا ویلو سره پای ته ورسېد.

په درنښت
د پوهنځي فرهنګي کمېټه

06/05/2026

د انجنيرۍ پوهنځي محصلينو ته د "د سیلاب د خطر مخنیوي" تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سیمینار وړاندې شو.
یاد سیمینار د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې په ۱۶ نېټه د اوبو زېرمو او چاپېریال انجنيري څانګې د علمي کادر غړي ښاغلي نوماند پوهنيار انجنير نورالهدا صاحبزاده لخوا وړاندې شو.
سیمینار د قران کریم په مبارک تلاوت سره پيل شو او ورپسې د انجنيري پوهنځي رئیس ښاغلي پوهندوی انجنير محمد خالد ناصري محصلينو ته د سیلابونو د خطرونو په اړه هراړخیزه او ارزښتناکه وینا وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې سیلابونه یوازې طبیعي پېښې نه دي، بلکې د ناسم مدیریت، بې‌احتیاطۍ او د چاپېریال د تخریب پایله هم کېدای شي. هغه محصلين وهڅول چې د طبیعي افتونو پر وړاندې د مسؤلیت احساس ولري، علمي پوهه ترلاسه کړي او د ټولنې د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه واخلي.
د سیمینار په دویمه برخه کې ښاغلي نوماند پوهنيار انجنير نورالهدا صاحبزاده محصلينو ته د سیلابونو اړوند مهم علمي او تخنیکي موضوعات په تفصیل سره وړاندې کړل، چې پکې لاندې موضوعات شامل وو:
سیلاب څه شی دی؟
د سیلابونو اساسي لاملونه
د سیلابونو ټولنیزې، اقتصادي او چاپېریالي اغېزې
د سیلابونو د خطر ارزونه
د سیلابونو د مخنیوي مؤثرې لارې چارې
د سیلاب پر مهال او وروسته اړین اقدامات
د افغانستان ځانګړې ستونزې او عملي حل لارې
پایله او سپارښتنې

یاد سیمینار د محصلينو له پراخ ګډون او علاقمندۍ سره ترسره شو، او په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه وړاندې شول. ياد سیمینار د اوبو زېرمو او چاپېریال انجنيري څانګې د آمر ښاغلي نوماند پوهنيار انجنير فضل ربي خالد په دعا ويلو سره پای ته ورسېد.
درنښت
انجنيري پوهنځي فرهنګي کمېټه

05/05/2026

انجنیري پوهنځي فوټسال سیالیو کې دویم مقام ترلاسه کړ 🏆⚽

د انجنیري پوهنځي تکړه او هڅاندو محصلینو یو ځل بیا خپله وړتیا وښوده او د پوهنتون په کچه د فوټسال سیالیو کې دویم مقام خپل کړ.

دا لاسته راوړنه د ټیم د ګډ کار، هڅو او قوي ارادې ښکاره بېلګه ده. موږ د خپل پوهنځي ټولو محصلینو، په ځانګړې توګه د فوټسال ټیم غړو ته د زړه له کومي مبارکي وایو او د هغوی له نه ستړې کېدونکو هڅو څخه مننه کوو.

همدارنګه د پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت، لغمان ولایت سپورت امریت او انجنیري پوهنځي د سپورتي چارو له روزونکي ښاغلي پوهندوی انجنير ميرويس صديقمل څخه د هغوی د هڅونې او ملاتړ له امله ځانګړې مننه کوو.

درنښت د پوهنځي فرهنګي کمېټه

03/05/2026

نن د یکشنبې په ورځ چې د (۱۶-۱۱-۱۴۴۷ هـ ق مطابق د ۱۳-۰۲-۱۴۰۵ هـ ش) نېټې سره سمون لري د پوهنتون قدرمن رئیس صاحب، درنو معاون صاحبانو او د دعوت ارشاد امر صاحب د انجنیري پوهنځي د اکاډمیکو او اداري فعالیتونو د ارزونې په موخه یاد پوهنځي ته تشریف راوړ.
په پیل کې راغلي هیئت د پوهنځي له درسي ټولګیو څخه لیدنه وکړه، د محصلینو نظریات یې واورېدل او د شته ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ. ورپسې یې د پوهنځي فزیکي وضعیت وارزو او اړوند مسؤلینو ته یې په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
وروسته يې د پوهنځي د ریاست په دفتر کې د ټولو ښاغلو استادانو سره ناسته ترسره کړه. په پيل کې د انجنیري پوهنځي رئیس ښاغلي پوهندوی انجنیر محمد خالد ناصري میلمنو ته ښه راغلاست وویل او د پوهنځي په اړه یې بشپړ معلومات وړاندې کړل، ترڅنګ یې شته ستونزې هم د پوهنتون له قدرمنې رهبرۍ سره شریکې کړې.
د پوهنتون قدرمن رئيس شیخ صاحب محمد منیر حقاني په خپلو خبرو کې د پوهنځي له علمي او اداري هڅو څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې د هېواد د پرمختګ بنسټ پر علمي بنسټونو ولاړ دی. هغه ټینګار وکړ ،چې استادان دې د تدریس ترڅنګ د څېړنې، نوښت او عملي زده کړو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، تر څو محصلین د وخت له غوښتنو سره سم وروزل شي. نوموړي همدارنګه د ملي مسؤلیت، اخلاص او ګډ کار پر ارزښتونو ټینګار وکړ او د پوهنځي له ټولو غړو یې وغوښتل، چې د پوهنتون او نظام د لا پیاوړتیا لپاره خپلې هلې ځلې لا زیاتې کړي.
ورپسې د علمي چارو مرستيال ښاغلي مفتي وقایت الله وقار د پوهنځي روان فعالیتونه وستایل او زياته یې کړه، چې علمي بنسټونه هغه مهال بریالي کېږي، چې کیفیت، نظم او دوام په کې خوندي وي. هغه استادان وهڅول چې د تدریس د نوې طریقو، څېړنیزو فعالیتونو او علمي تولیداتو پر زیاتوالي کار وکړي، درسي مواد لامعیاري کړي او محصلین د تحقیق، نوښت او تحليلي فکر پر لور رهنمایي کړي. نوموړي زیاته کړه، چې د علمي معیارونو لوړول باید د ټولو ګډ هدف وي.
ورپسې د محصلانو چارو مرستيال ښاغلي مفتي نوراحمد مزمل په خپلو خبرو کې د محصلانو پر عملي روزنې، مهارتي ودې او مسلکي چمتووالي ځانګړی ټینګار وکړ. هغه زياته کړه، چې یوازې نظري زده کړې بسنه نه کوي، بلکې اړینه ده چې محصلینو ته د عملي کارونو او علمي سیرونو زمینه هم برابره شي. نوموړي له پوهنځي وغوښتل چې د محصلینو د استعدادونو د پیاوړتیا لپاره نوښتګر پروګرامونه، سیالۍ او تخنیکي ورکشاپونه زیات کړي، ترڅو محصلین وکولای شي د فراغت وروسته په ډاډه زړه د هېواد په زېربنایي او انکشافي پروژو کې فعاله ونډه واخلي او د ټولنې اړتیاوو ته مسلکي ځواب ووایي. ورپسې د دعوت او ارشاد امر ښاغلي مولوي صاحب دلاور حلیم په خپلو خبرو کې استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د خپلو مسلکي مسؤلیتونو ترڅنګ د اسلامي اخلاقو، اخلاص، صداقت او متقابل درناوي فضا پیاوړې کړئ، خپل وخت په اغېزمن ډول وکاروئ، او علم د خدمت او اصلاح وسیله وګرځوئ. په پای کې ياده غونډه د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي صاحب سیف الرحمن همت په دعا سره پای ته ورسېده.
درنښت
د پوهنځي فرهنګي کمېټه

28/04/2026

د انجنيري پوهنځي د لس کلن مزل نمانځغونډه ترسره شوه!
نن د سې شنبې په ورځ چې د (۱۱-۱۱-۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۰۸-۰۲-۱۴۰۵ هـ ش ) نېټې سره سمون لري د انجنيري پوهنځي د لس کلن علمي، تحصيلي او مسلکي مزل د نمانځنې په موخه يوه درنه او پرتمينه غونډه ترسره شوه، چې د علم، نوښت او لاسته راوړنو يو ښکلی انځور يې وړاندې کړ. ياده غونډه د انجنيري پوهنځي د څلورم ټولګي محصل، انجنير منيب الله، په خوږ او روحانيت ډک تلاوت پيل شوه.
وروسته د انجنيري پوهنځي رئيس ښاغلي پوهندوی انجنير محمد خالد ناصري د ګډونوالو هرکلی وکړ او د پوهنځي د لس کلن مزل په اړه يې هر اړخيزه وينا وړاندې کړه. نوموړي د پوهنځي د تأسيس، تدريسي بهير، د څانګو پراختيا، د کمپيوټر لب، د استادانو د علمي ظرفيت لوړول، د محصلينو روزنه او د څېړنيزو فعاليتونو په برخو کې د لاسته راوړنو يادونه وکړه. هغه ټينګار وکړ چې دا برياوې د استادانو، اداري کارکوونکو، فارغو او برحاله محصلينو د ګډو هڅو پايله ده او له ټولو يې مننه وکړه.
ورپسې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال ښاغلي مفتي وقايت الله وقار، خپله علمي او ارزښتمنده وينا وړاندې کړه. نوموړي د انجنيري پوهنځي د علمي فعاليتونو ستاينه وکړه او ويې ويل چې دا پوهنځی يوازې د تخنيکي زده کړو مرکز نه دی، بلکې د فکري، مسلکي او اخلاقي روزنې يو مهم بنسټ هم دی. هغه ټينګار وکړ چې معاصر انجنيري علوم بايد د اسلامي ارزښتونو سره يو ځای تدريس شي، څو داسې انجنيران وروزل شي چې هم تخنيکي مهارت ولري او هم د ټولنې پر وړاندې مسؤليت احساس کړي. نوموړي زياته کړه چې نننۍ نړۍ د علم، ټکنالوژۍ او نوښت پر محور ولاړه ده او هغه ملتونه پرمختګ کوي چې په ساينسي او تخنيکي برخو کې پانګونه وکړي. هغه محصلينو ته سپارښتنه وکړه چې يوازې په نظري زده کړو بسنه ونه کړي، بلکې عملي تجربو، څېړنو او نوښت ته هم پاملرنه وکړي. نوموړي د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د علم پر اهميت خبرې وکړې او ويې ويل چې يو مسلمان انجنير بايد صداقت، امانت، عدالت او مسؤليت خپل اساسي اصول وګرځوي او له هر ډول بې کيفيته کار او فساد څخه ځان وساتي. هغه همدارنګه د پوهنتون د ادارې له لوري د انجنيري پوهنځي د لا پياوړتيا ډاډ ورکړ.
وروسته د پوهنتون مخکني رئيس ښاغلي استاد پوهنوال عبدالصبور غفورزي وينا وکړه. نوموړي د لوړو زده کړو د مشرتابه له هڅو مننه وکړه او د ساينسي او تخنيکي علومو پر ارزښت يې خبرې وکړې. هغه د انجنيرانو رول د هېواد په بيا رغونه، زيربناوو جوړولو، اقتصادي پرمختګ او ملي ودې کې خورا مهم وباله او محصلين يې لازياتو هڅو او نوښتونو ته وهڅول.
همدارنګه د پوهنتون د علمي چارو پخواني مرستيال ښاغلي پوهنمل دوکتور عبدالوکيل بارکزي د انجنيري پوهنځي د لاسته راوړنو او نوښتونو ستاينه وکړه او دا غونډه يې د پوهنځي د تاريخ يو مهم او نوښتګر ګام وباله.
همدارنګه د څلورم ټولګي فعال او هڅاند محصل انجنير نقيب الله ريحان هم د محصلينو په استازيتوب وينا وکړه. نوموړي د پوهنځي له ادارې او استادانو څخه د هغوی د نه ستړې کېدونکو هڅو او علمي خدمتونو مننه وکړه او ويې ويل چې د انجنيري پوهنځي محصلين به هڅه کوي څو له شته فرصتونو څخه په اعظمي ډول ګټه واخلي او خپل علمي او مسلکي ظرفيت لوړ کړي. هغه ټينګار وکړ چې محصلين بايد د خپل هېواد د بيا رغونې او پرمختګ لپاره ځانونه په عصري علومو او مهارتونو سمبال کړي او په راتلونکي کې د يوه ژمن، مسلکي او مسؤل انجنير په توګه خپل رول ادا کړي.
د غونډې په بله برخه کې د انجنيري پوهنځي د لس کلن مزل په اړه يو هراړخيزه پريزينټيشن وړاندې شو، چې د سېول انجنيرۍ څانګې د هڅاند او نوښتګر امر ښاغلي پوهندوی انجنير انعام الله انعام له خوا ترتيب شوی و او د پوهنځي د هڅاند استاد ښاغلي پوهنمل انجنير عبادالرحمن ناصر لخوا په مسلکي او اغېزناک ډول وړاندې شو. په ياد پريزينټيشن کې د پوهنځي د پرمختګ پړاوونه، علمي فعاليتونه، څېړنيزې لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه په منظم ډول بيان شول.
د غونډې فرهنګي برخه هم ډېره په زړه پورې وه. د لومړي ټولګي محصل انجنير جواد ځلاند په ښکلي ترنم سره فضا نوره هم خوږه کړه او انجنير لياقت دانش او انجنير شيرعلي شاهين په خپلو مانا لرونکو شعرونو د ګډونوالو پام ځان ته واړوه.
د غونډې په دويم پړاو کې د پوهنځي رئيس، استادان، اداري کارکوونکي، ممتاز او فعالو محصلينو ترڅنګه د انجنيري پوهنځي يو تن فارغ محصل ښاغلی انجنیر محمد حبيب علمي چې د پوهنځي سره په علمي او مادي برخو کې همکار پاتې شوی وستايل شو او د هغوی د هڅو او خدمتونو قدرداني وشوه او په ستاينليکونو ونازول شول.
د غونډې په پای کې د پوهنتون قدرمن رئيس شيخ محمد منير حقاني خپله وينا وړاندې کړه. نوموړي وويل چې نظام د خپلو ځوانانو د سالمې روزنې او لوړو زده کړو لپاره په پوره اخلاص کار کوي او هڅه کوي چې د هېواد دننه د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه پراخ کړي، څو ځوانان وکولای شي په خپل هېواد کې باکيفيته لوړې زده کړې ترسره کړي. هغه زياته کړه چې د علم، تخصص او ايمان په مټ کولای شو خپل هېواد د نړۍ له پرمختللو هېوادونو سره سيال کړو. په پای کې غونډه د شيخ صاحب په دعا سره پای ته ورسېده.
درنښت
د پوهنځي فرهنګي کمېټه

23/04/2026

📚 د کتاب نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام!

د کتاب د نړیوالې ورځ په ویاړ، انجنیري پوهنځی د هېواد ټولو استادانو، محصلینو او د علم مینه والو ته مبارکي وایي.
کتاب د پوهې، پرمختګ او روښانه سبا بنسټ دی.
هغه ټولنه چې له کتاب سره مینه لري، تل د ودې او بریا پر لور ګامونه اخلي.
موږ باور لرو چې د انجنیري په برخه کې نوښتونه، څېړنې او عملي مهارتونه د مطالعې له لارې لا پیاوړي کېږي.
په همدې مناسبت، د خوښۍ ځای دی، چې د انجنیري پوهنځي ډیجیټل کتابتون د انجنیري پوهنځي د وياړلي کاري ټیم لخوا فعال شو، تر څو محصلین وکولای شي په اسانه ډول علمي سرچینو ته لاسرسی ومومي او خپلې زده کړې لا غني کړي.

د ډیجیټل کتابتون لینک: [https://bit.ly/m/LU-Engineering-Faculty-Digital-Library]

راځئ چې کتاب د ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه وګرځوو او د علم په رڼا خپل راتلونکی روښانه کړو.

#انجنیري #مطالعه

22/04/2026

د لغمان پوهنتون انجنیري پوهنځي د اوبو زیرمو او چاپیریال انجنیري څانګې محصلينو ته د اکسل پروګرام په مرسته د خاورې غلبیل او پراکټر ازمایښت تحلیل د ۱۴۰۵ لمريز کال د حمل میاشتې په ۳۱مه نیټه چې د ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې د ۳ نیټې سره سمون خوري، د اوبوزیرمو او چاپيریال انجنیري څانګې امر نوماند پوهــــنیــار انجنير فضل ربی خالد لخوا د انجنیري پوهنځي په کمپیوټر لیب کې ترسره شو.
سيمينار د قران کريم په تلاوت پيل شوه او ورپسې د انجنيري پوهنځی رئيس پوهندوی انجنير محمد خالد ناصري محصلينو ته تر پرانېستونکې وینا وروسته د خاورې غلبیل او د پراکټر ازمایښت تحلیل د اهمیت او ارزښت په اړه هراړخيزه خبرې وکړې او ژمنه یې څرګنده کړه، چې دمحصلینو د سالم فکر،مثبت بدلون او مسلکي پوهې د لوړولو لپاره به راتلونکي کې دا ډول سیمینارونه لا ډيره وي.
د سيمينار په دويمه برخه کې د نوماند پوهنيار فضل ربي خالد لخوا محصلينو ته د اکسل پروګرام په مرسته د لاندې موضوعات وړاندې شول:
• د خاورې دغلبیل تحلیل اړوند پرامترونو محاسبه
• د خاورو د غلبیل تحلیل څخه د ګریډیشن منحني رسمول
• د خاورې د غلبیل تحلیل څخه د جغل، شګې ، میده خاورو( سیلټ او کلی) سلنه پیدا کول
• د ګریډیشن منحني څخه د خاورې د پیژندلو انډکسونو لاسته راوړل(Cc, Cu, D10)
• د پراکټر ازمایښت تحلیل اړوند پرامترونو محاسبه
• دپراکټر ازمایښت تحلیل څخه د تراکم لپاره د اوبو مناسب مقدار پیدا کول (Optimum Water Content)
• دپراکټر ازمایښت تحلیل څخه د تراکم لپاره د خاورې وچ اعظمي واحد پیدا کول (Maximum Dry Density)
• پایله
د سيمينار په پای کې د محصلينو پوښتنې ځواب شوې او سيمينار په دعايه پای ته ورسيد.

21/04/2026

د وياړ او خوښۍ خبر!
انجنيري پوهنځي د لغمان پوهنتون د شپږونو پوهنځيو ترمنځ د کيفيت لوړاوي مرکزي کمېټې له خوا په ترسره شوې ارزونه کې لومړئ مقام او د څانګو په کچه د سېول انجنيري څانګې لومړئ مقام او د اوبو زيرمو او چاپيريال انجنيري څانګې څلورم مقام ترلاسه کړی، چې دا د پوهنځي د علمي او اداري هڅو ښکاره بېلګه ده. د پوهنځي اداره دا ستره او له ویاړه ډکه لاسته راوړنه د خپلو درنو کادري او اداري کارکوونکو او همدارنګه د خپلو هڅاندو او ځلانده محصلینو د نه ستړې کېدونکو هڅو پایله بولي او له ټولو څخه د زړه له کومې مننه او قدردانی کوي او په راتلونکي کې د ګډو هڅو او همغږۍ پر مټ د نورو علمي، اکاډمیکو او فرهنګي لاسته راوړنې غوښتنه کوي ، تر څو انجنیري پوهنځی د لا بریاوو لوړو پوړیو ته ورسېږي.
درنښت
د پوهنځي فرهنګي کمېټه

Photos from Engineering Faculty of Laghman University's post 20/04/2026

نن دوشنبه د روان ١٤٠٥ لمریز کال د حمل د میاشتې په ٣١ نېټه د انجنيري پوهنځي د سېول انجنيري څانګې د درېيم ټولګي محصلين د نلیار پُل هايدرولوژيکي سټېشن ته علمي پرکتيکي سفر وکړ!

د سېول انجنيري څانګې د درېيم ټولګي ١٣١ تنو محصلينو د انجنيري پوهنځي د رئیس پوهندوی انجنير محمد خالد ناصري، اوبو زیرمو او چاپېریال انجنیري څانګې علمي کادر نوماند پوهنيار نورالهدا صاحبزاده او د انجنیري پوهنځي د لابراتور مدیر انجنير حبیب‌الله بزرګزاده په ملتيا د نلیار پُل هايدرولوژيکي سټېشن ته د لغمان ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست په ملتیا د هايدرولوژي مضمون اړوند د بېلابېلو موضوعاتو د عملي پوهاوي په موخه علمي پرکتيکي سفر ترسره کړ.

په ياد سفر کې د لغمان ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست د سطحي اوبو انجنير عبدالحق شريفي، انجنير عبدالحمید او د سټېشنونو انجنير شاه ملنګ روان محصلينو ته د اوبو زېرمو د انجنيرۍ په اړه او د سيندونو په مجراوو کې د سطحي اوبو د اندازه کولو د بېلابېلو مېتودونو او اهميت په اړه معلومات وړاندې کړل.

د سفر په دويمه برخه کې محصلين په بېلابېلو ګروپونو ووېشل شول او ټولو ته په نوبتي او تفصيلي ډول دا لاندې موارد وښودل شول او په علمي ډول د اوبو او انرژۍ ریاست د انجنيرانو له خوا ورته ترسره شول:

• محصلينو ته عملا هايدرولوژيکي سټېشن وښودل شو او د سټېشن د فعاليتونو په اړه ورته معلومات ورکړل شول
• د هايدرولوژيکي سټېشن باران اندازه کوونکی (Rain Gauge) ورته عملا وښودل شو او د هغو د کار پروسيجر ورته تشريح شو.
• د هايدرولوژيکي سټېشن څخه د ارقامو (Data) د اخيستلو طريقه په عملي بڼه ورته وښودل شوه.
• د سيند په مجرا کې د (Current meter) په مرسته د جريان مقدار اندازه کولو پروسيجر ورته تشريح شو او عملا د سيند په مجرا کې د يادې آلې د کارولو طریقه ورته وښودل شوه او ترسره شوه.
• د اوبو په مجراوو کې د لامبو وهونکي (Float) په واسطه د اوبو د سرعت پيدا کول او مقدار جريان پيدا کول په عملي بڼه محصلينو ته وښودل شو.
همدارنګه د لارې په اوږدو کې د شاهي کانال د سربند سربیره د کانال د مختلفو ساختمانونه په اړه محصلینو ته د پوهنځي د استادانو لخوا معلومات ورکړل شول.

د ياد علمي پرکتيکي سفر په جريان کې د محصلينو ګڼو پوښتنو ته د اړوند استادانو او د اوبو او انرژۍ ریاست د انجنيرانو له لوري قناعت کوونکي ځوابونه وويل شول.

د انجنيري پوهنځي اداره د لغمان ولايت د اوبو او انرژۍ ریاست د رهبرۍ او تخنیکي ټيم څخه د زړه له تله مننه کوي، چې تل یې د انجنیري پوهنځي د محصلینو ظرفیت لوړونې ته په پوره اخلاص او حوصله اوږه ورکړی.
د لغمان پوهنتون له رهبرۍ څخه هم مننه کوي ، چې د محصلينو د پرکتيکي او عملي کارونو په برخه کې يې تل د همکارۍ لاس ورکړی او د خپلې برخې اړوند مسئوليتونه يې په ورين تندي منلي او لازمې اسانتياوې يې ورته برابرې کړې دي.

د پوهنځي فرهنګي کمېټه

20/04/2026

دخوښې خبر!
د لغمان پوهنتون، انجنیري پوهنځي د سېول انجنري څانګې پياوړي استاد ښاغلی پوهنیار دوکتور عبدالحکیم هوتک د چین هيواد تیانجین پوهنتون کې د سېول انجنیرۍ په برخه کې خپل د دوکتورا برنامه بشپړه کړه او بېرته د ګران هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره هېواد ته راغی.
ددې لويې لاس ته راوړنې مبارکي قدرمن دوکتور صاحب او د دې پتمنې کورنۍ ته، انجنیري پوهنځي ته، لغمان پوهنتون ټولې علمي کورنۍ ته او په ټوله کې هغه محصلينو ته، چې د استاد راتګ ته يې ورځې شمارلې وايوو. رب تعالی دې په راتلونکي کې لاوځلوي.

Want your school to be the top-listed School/college in Mehtar Lam?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Sultan Ghazi Town, Mehtarlam City, Laghman Province
Mehtar Lam
2701

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 16:00
Saturday 08:00 - 16:00
Sunday 09:00 - 16:00