مسلکي پرمختیايي مرکز pdc لغمان پوهنتون

مسلکي پرمختیايي مرکز pdc لغمان پوهنتون

Share

PDC is centered on organizing different professional development programs for professor and students

Photos from ‎مسلکي پرمختیايي مرکز pdc لغمان پوهنتون‎'s post 01/07/2024

لغمان پوهنتون کې د پوهنځیو رئیسانو او مرستیالانو ته د HEMIS یو ورځینۍ ورکشاپ وړاندې شو!
یاد ورکشاپ لغمان پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت لخوا د مسلکي پرمختیايي مرکز په همکارۍ د لغمان پوهنتون په کچه د پوهنځیو رئیسانو او د پوهنتون مرستیالانو ته د (ایچ ای ام ایس) اړوند یو ورځینۍ ورکشاپ وړاندې شو.
ورکشاپ د روان کال د سرطان د میاشتې په لسمه نېټه د سهار په نهو بجو پیل او د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده. په سر کې یاد ورکشاپ د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهندوی حفیظ الله نیازي پرانیسته وینا وکړه او یاد ورکشاپ د همدې پوهنتون د محصلانو چارو مدیر ښاغلي ګل داد حلیم لخوا د پوهنتون په کچه د پوهنځیو رئیسانو او د پوهنتون مرستیالانو ته د ایچ ای ام اړوند ټول لازمې کړنې او لارښوونې په پشپړ ډول ارایه شوې. یاد ورکشاپ دعای په ویلو سره پای ته ورسیده.
مسلکي پرمختیايي مرکز
لغمان پوهنتون

Photos from ‎laghmanuniversity-لغمان پوهنتون‎'s post 13/06/2024
Photos from Engineering Faculty of Laghman University's post 14/05/2024
Photos from ‎مسلکي پرمختیايي مرکز pdc لغمان پوهنتون‎'s post 03/04/2024

د ( څېړنې لپاره د پوښتنلیک جوړول) تر عنوان لاندې ورکشاپ ترسره شو!
یاد ورکشاپ د ۱۴۰۳ ل کال د حمل مياشتې په ۱۳ او ۱۴ نېټو د دوه ورځو لپاره د لغمان پوهنتون د څېړنې او علمي مجلې معاونیت له خوا مسلکي پرمختیايي مرکز (PDC) کې تر سره شو. په ورکشاپ کې د پوهنتون د څېړنې معاون سربېره د بېلا بېلو پوهنځیو څخه شل تنو استادانو او د څېړنې مدیرانو ګډون کړی و. ورکشاپ د انجنيري پوهنځي د يو تن استاد پوهنیار عبادالرحمن ناصر له خوا په خورا ښه او مسلکي ډول وړاندې شو.
په ورکشاپ کې د پوښتنلیک پېژندنه، د پوښتنلیک ګټې او زیانونه، د ښه پوښتنلیک ځانګړتیاوې، د پوښتنلیک ډولونه، په پوښتنلیک کې د پوښتنو ډولونه، د پوښتنلیک د طرحه کولو پروسې، د پوښتنلیک ظاهري بڼه، Pilot survey، د پوښتنلیک شریکولو مېتودونه موضوع ګانو باندي تفصیلي بحث وشو او ترڅنګ يې د ورکشاپ د ګډونوالو نظرونه او تجربې له يو بل سره شریکې شوې. د ورکشاپ په دویمه ورځ د لکچر تر څنګ د یو پوښتنلیک په جوړولو او په ګوګل فارم (Google Form) کې د هغه په ډیزاین کولو باندې عملا کار وشو. یاد ورکشاپ په دعايې ویلو سره پای ته ورسیده.
پي ډي سي
لغمان پوهنتون

Photos from ‎مسلکي پرمختیايي مرکز pdc لغمان پوهنتون‎'s post 27/03/2024

لغمان پوهنتون کې د مسلکي پرمختیايي مرکز (په بکتریاوو کې د پروټین د ترکیب عملیه) تر سرلیک لاندې یو ورځینۍ سیمینار وړاندې شو:
یاد سيمينار د ۱۴۰۳ ل کال د حمل د میاشتې له ۸ مه نېټه د پي ډي سي مرکز د غونډو په تالار کې د بیولوژي څانګې امر او استاد پوهنیار ولي حبیب همت لخوا د ښوونې او روزنې پوهنځي د بیالوژي څانګې ۴۰ تنه محصلانو ته وړاندې شو. یاد سیمینار د یو تن ګډونوال د قران عظیم اشان د څو مبارکو ایاتو په تلاوت پیل شو ، ورپسې یاد سیمینار په عملي ډول د استاد ولي حبیب همت لخوا اریه شو ، د یادونې وړه ده چې په یاد سیمینار کې په بکتریاوو کې د پروتین د ترکیب میکانیزم، په ژوند کې د پروتین د ترکیب کیدلو ارزښت، په طبابت او صناعت کې د پروتین رول ، د ډي این ای څخه د ام ار انی ای منځته راتګ او داسې نور علمي موضوعات بحث او د ګډنوالو خپلې پوښتنې هم وکړي په پای کې یاد سیمینار د قران عظیم اشان په مبارکو ایاتونو په تلاوت او دعای پای ته ورسیده.
پي ډي سي
لغمان پوهنتون

Photos from ‎مسلکي پرمختیايي مرکز pdc لغمان پوهنتون‎'s post 24/03/2024

لغمان پوهنتون کې د مسلکي پرمختیايي مرکز له لورې د استاد حمزه عاطف نګار لخوا د ټافل چمتوالي څلور میاشتنی پروګرام پیل شو!
دغه سیمنیار د ۱۴۰۳ کال د حمل د میاشتې په ۴ مه نېټه د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شو، چې پکې د لغمان پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور عبدالوکیل بارکزي، مالي او ادارې چارو مرستیال استاد سیف الرحمن همت، د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی حفیظ الله نیازي او د تحقیقاتو او علمي مجلې مرستیال پوهنمل دوکتور نجیب الله فیاض او د مسلکي پرمختیايي آمر او د یاد پروګرام روزونکی پوهنیار حمزه عاطف نګار او د پوهنتون له بیلابیلو پوهنځیو محصلان او له پوهنتون څخه د باندې د خصوصي کورسونو ممتاز زده کوونکی ګډون کوونکي وو.
یاد سیمینار د یو تن ګډون کوونکي په خوږ تلاوت سره پیل شو، ورپسې د مسلکي پرمختیايي مرکز امر پرانسته وینا وکړه او د یاد پروګرام په هکله يې هر اړخیزه مالومات وړاندې کړ، ورپسې د لغمان پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال سیف الرحمن رحمن د پروګرام او د ژبې د زده کړې په هکله ارزښتناکه وینا وکړه.
د یاد پروګرام په عملي بڼه پیل شو چې څلور میاشتې په دوام وکړي.
پي ډي سي
لغمان پوهنتون

Photos from ‎مسلکي پرمختیايي مرکز pdc لغمان پوهنتون‎'s post 24/03/2024

لغمان پوهنتون ې د مسلکي پرمختیايي مرکز له لورې ۱۵۰ زدکړیالانو ته د (اخوت او ورورولی) تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو!
یاد سیمنیار د ۱۴۰۳ کال د حمل د میاشتې په ۲ مه نېټه د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي په تالار کې د شرعیاتو پوهنځي د فقه او قانون څانګې آمر او استاد د پوهنیار عبدالبصیر مظهري لخوا پوهنتون د شپږونو پوهنځیو ۱۴۰ تنه محصلانو ته د اخوت او ورورولی تر سرلیک لاندې یو ورځیی سیمنیار وړاندې شو. ياد سيمينار د کلام الله د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شو، ورپسې د لغمان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور عبدالوکیل بارکزي خپله ارزښتناکه وینا ګډونوالو ته واوروله. د یادونې وړه ده چې نوموړې سیمنیار کې د لغمان پوهنتون مالي او چارو مرستیال او د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي هم ګډونوال وو. وپسې استاد عبدالبصیر مظهري ترتیب شوی سیمینار ګډونوالو ته چې پکې د مسلمان ورور د عزت او ابرو احترام کول، خوار نه ګڼل، لاس نیوی کول، په عیبونو پرده اچول، ظلم نه کوي او نه يي په مظلومیت کې پریږديښودل او داسې نور اړین موضوعاتو وړاندې شو. سیمینار د دعایي په ویلو سره پای ته ورسېد.
پي ډي سي
لغمان پوهنتون

Photos from ‎مسلکي پرمختیايي مرکز pdc لغمان پوهنتون‎'s post 19/03/2024

لغمان پوهنتون کې د څېړنې میتودلوژی ۵ ورځینی ورکشاپ استادانو ته وړاندې شو.
سیمینار د ۱۴۰۲ کال د حوت په ۲۵مه نېټه د پي ډي سي په کنفرانسونو خونه کې د لغمان تحقیقاتو او علمي مجلې معاونیت د علمي مجلې آمر پوهنمل عبدالبصیر لخوا وړاندې شو. چې پکې د پوهنتون د PDC د آمر سربېره د شپږ ګونو پوهنځیو څخه ۲۰ تنه استادانو برخه اخیستې وه. یاد سیمینار د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو،. ورپسې یاد ورکشاپ په رسمي ډول د پوهنمل عبدالبصیر صافي لخوا پیل شو. په یاد ورکشاپ کې د عنوان اړوند مهمو موضوعاتو لکه څيړنه، د څيړنې اهداف او اهميت، د څيړنې لپاره د موضوع ټاکل او تيرو ليکنو ته کتنه ، د څيړنې ځانګړتياوې، د څيړنې ډولونه، متحولونه او د هغې ډولونه ، فرضيه او د هغې ډولونه، د معلوماتو راټولولو لارې چارې، د معلوماتو تحليل، د يوې څیړنيزې ليکنې عمده برخې، د څيړنې ډيزاين ، احتمالي نمونه اخيستل او د هغې ميتودونه ، غيراحتمالي نمونه اخيستل او د هغې ميتودونه او داسې نور اړین موضوعات په عملي او نظري ډول وړاندې شو. د ورکشاپ په پای کې د د ګډونوال نظرونه واورېدل شول او پوښتنې يې ځواب شوې. ورکشاپ په دعايې سره پای ته ورسېد.

لغمان پوهنتون
پي ډي سي مرکز

Photos from ‎مسلکي پرمختیايي مرکز pdc لغمان پوهنتون‎'s post 03/03/2024

په لغمان پوهنتون کې د پرمختایي او مسلکي زده کړو مرکز لخوا د ویناوالۍ یو ورځنی ورکشاپ ترسره شوه.
یاد ورکشاپ د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي استاد پوهنمل عمران الله خنجر له لوري پر مخ وړل کېده، چې د ټولو پوهنځو به کچه د څلورم ټولګیو محصلانو په کې برخه اخیستې وه. په دغه یو ورځني ورکشاپ کې زده کړیالانو ته د ښې وینا په بېلابېلو اړخونو ګټور بحثونه وشول او دغه رراز د خبرو د مدیریت په برخه کې هم هر اړخیز بحث وشو.
پي ډي سي
لغمان پوهنتون

Photos from ‎مسلکي پرمختیايي مرکز pdc لغمان پوهنتون‎'s post 26/02/2024

لغمان پوهنتون کې د مسلکي پرمختیايي مرکز (PDC) له لوري د (په ګوګل فارم کې د پوښتنپاڼې جوړولو) تر سرلیک لاندې یو ورځینی سیمینار وړاندې شو! یاد سیمینار د ۱۴۰۲ کال د حوت په ۷ نېټه د مسلکي پرمختیايي مرکز کې د لغمان پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د انګلیسي څانګې استاد پوهنیار حمزه عاطف نګار لخوا وړاندې شو. ۶۰ تنه محصلانو ته وړاندې شو.
لغمان پوهنتون پي ډي سي

Want your school to be the top-listed School/college in Mehtar Lam?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Address


Qalaidaman Mihtarlam
Mehtar Lam
2701