Omar Baba Educational Center

Omar Baba Educational Center

Share

د عمر باباوړيا تعلیمي مرکز ته ښه راغلاست

09/12/2025

داستادانو دپېژندنې لړۍ
استاد توريالی يوسفزی دجان اقا زوی په 1382کال کې دلغمان ولايت مرکز مريم په کلي کې دونيا ته سترګې وغړولې
نوموړی استاد په کال 1389 کې دعلي خيلو په عالي لیسه کې شامل او په 1401کال دنوموړې ليسې څخه په اعلا درجه فارغ شو
دښېونځۍ دفراغت روسته په کال 1402کې دکانکور دلارې دلغمان ولايت کثيرالرشتوي انستيتيوت کمپيوتر ساينس څانګې ته کامياب شو او په کال 1404کې ديادې رشتې څخه فارغ شو
دانستيتيوت دفراغت روسته په همدې 1404کال کې داختصاصي کانکور دلارې دننګرهار پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځۍ ته بريالی شو چې اوسمهال په زده کړو بوخت دی
استاد د ښوونځۍ د زده کړې ترڅنګ هم مهال په خصوصي مراکزو کې داينګلسي او کمپیوټر زده کړې هم وکړې
چې د ښوونځۍ دفراغت روسته يې په لاندې ښوونيزو مراکزو کې داينګلسي او کمپیوټر د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده
افغان استقلال ښوونيز مرکز
بېټ نيکه ښوونيز مرکز
عمربابا تعليمي مرکز
عمربابا تعليمي مرکز اداره وياړي چې دځان سره مسلکي. ژمن او پياوړي استادان لري او په پوره اطمینان سره دسيمې تنکيو ځوانانو ته په تدريس بوخت دي
په درنښت
دعمربابا تعليمي مرکز اداره

02/12/2025
02/12/2025

داستادانو دپېژندنې لړۍ
استاد صادق الله احمدي د مدير صېب نورالله جان زوی په 1369هجري ش کال دلغمان ولايت اليشنګ ولسوالۍ دګنجاوڼ په کلي يې دونيا ته سترګې وغړولې
نوموړي استاد لمړنۍ زده کړې دخپل کلي په مسجد کې او روسته د ډيوې دذکورو په عالي لیسه کې شامل او په 1388کال کې د يادې ليسې څخه په اعلا درجه فارغ شو
دفراغت روسته په کال 1389کې دلغمان ولایت عالي دارالمعلمين رياضي څانکې ته کامياب شو چې د دوه کاله تعليم روسته په کال 1391کې د دارالمعلمين څخه اول نمره فارغ شو
استاد د دارالمعلمين دفراغت روسته په 1391کال کې د ډيوې د ذکورو په عالي لیسه کې داستادۍ مقدسه دنده ترلاسه کړه
نوموړی داختصاصي کانکور دلارې دننګرهار پوهنتون تعليم او تربيې پوهنځۍ رياضي څانکې ته کامياب او په کال 1395کې دپوهنتون څخه فارغ شو
احمدي صېب د ډيوې د عالي ليسې ترڅنګ په لاندې خصوصي مراکزو کې د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده
مبارز تعليمي مرکز کې دوه کاله
بېټ نيکه ښوونيز مرکز کې څلور کاله
اخلاص قانع خصوصي ښوونځۍ کې درې کاله
دافغانستان روڼتيا څار موسسې سره دوه کاله د رضا کار په صفت کار کړی دی
عمربابا تعليمي مرکز کې درې کاله
اوسمهال پخپل کلي (ګنجاوڼ) دخپلې سيمې بچيو ته په تدريس بوخت دی
عمربابا تعليمي مرکز اداره وياړي چې پياوړي استادان پخپل څنګ کې لري او په پوره اطمینان سره دسيمې تنکيو ځوانانو ته په تدريس بوخت دي
په درنښت
دعمربابا تعليمي مرکز اداره

16/11/2025

داستادانو دپېژندنې لړۍ په دوام کې دعمربابا تعليمي مرکز اوسنی مدير عزت الله خاکسار درپېژنو
عزت الله خاکسار دمرحوم داد محمد زوی په 1363کال دلغمان ولايت عمرزيو کې دونيا ته سترګې وغړولې لمړنۍ زده کړې يې دمسجد څخه شروع دشېرګړ په منځنۍ ښوونځۍ کې ترشپږم ټولګي پورې وکړې متوسطه او ثانوي زده کړې يې تر ييولسم ټولګي دمهترلمک عالي ليسه کې ترسره کړې دولسم ټولګی يې د ډيوې دذکورو په عالي لیسه کې ولوست او په کال 1386/1387کې د ډيوې دذکور دعالي ليسې څخه فارغ شو

له فراغت سره سم يې په A D Aموسسه کې دوه کاله داستادۍ دنده ترسره کړه

يوکال يې U N H C R موسسې سره کار وکړ

يوکال يې عزيزي شېرين شرکت سره کار وکړ

يو کال يې ساحل هوشينګ شرکت سره کار وکړ

دوه کاله زده کړې يې په لغمان کې اداره او حسابدارۍ انستيتيوت اداره او منجمنټ څانګه کې ترسره کړې

په 1394کال کې يې د خپلو همفکره رضا کار ځوانانو سره دځوان فکري سمون ټولنه جوړه کړه چې په 1396کال کې دټولنې دغړو لخوا مشر وټاکل شو
دخپلو شخصي مسوليتونو او مصروفيتونو ترڅنګ يې د يتيم. فقير. او بېوزله هيوادوالو غږ ترشتمنو هيوادوالو رسولی او دغريبو لاسنيوی يې په هر حالت کې کړی دی
دخپلو رضا کاره فعاليتونو ترڅنک يې دننګرهار ولايت دټاکنو خپلواک کميسيون سره په مختلو ولسواليو کې د ولسوالۍ دامر په توګه دنده ترسره کړه

دافغانستان روڼتيا څار موسسې سره داسانچاري په توګه په لغمان ولايت کې دنده پرمخ ويوړه

اوهم يې د ځوانانو فکري پراختيا تعليمي او ټولنيزې موسسې سره د پروژي درئيس په توګه دنده ترسره کړه
په 1401کال کې دعمرزيو دقومي شورا په تشکيل کې د مالي او اداري کمېټې مسول وټاکل شو دهمدې فرصت څخه په استفادې يې دفعاله ځوانانو پرمټ دتعليمي مرکز دجوړښت هوډ وکړ چې پکې بريالی هم شو
دتعليمي مرکز دشروع سره سم د ادارې سره رضا کار غړی پاتې شو د اته مياشتو روسته دمرکز دتمويل کوونکو په وړانديز په ياد مرکز کې داستاد په صفت د ادارې غړی شو ديوڅه وخت استادۍ روسته په همدې مرکز کې د پخواني مدير.ادارې غړو او قومي شورا په غوښتنه دعمربابا تعليمي مرکز مدير وټاکل شو چې اوسمهال هم دمديريت چارې پر غاړه لري
عمربابا تعليمي مرکز اداره وياړي چې په راس کې يې مخلص.با ديانته. ژمن. او خادم مدير لري چې دمرکز چارې يې په شتون کې په منظم او شفاف ډول پرمخ روانې دي
په درنښت
دعمربابا تعليمي مرکز اداره

10/11/2025

@@@داستادانو دپېژندنې لړۍ
استاد احمدسير جليلي دعبدالحکيم ملکزي زوی چې په 1367کال کې داليشنک په کلي کې دونيا ته سترګې وغړولې ښاغلي استاد لمړنۍ زده کړې پخپل کلي کې داليشنک په عالي لیسه کې پېل ترنهم ټولګي پورې ترسره کړې
استاد ثانوي زده کړې دکابل ولايت شهيد عبدالقدير په ليسه کې تکميل او په کال 1386ديادې ليسې څخه اعلا درجه فارغ او تصديق يې ترلاسه کړ
نوموړی استاد د دولسم دفراغت روسته په1387کال کې داليشنګ په عالي لیسه کې داستادۍ مقدسه دنده ترلاسه کړه
استاد په 1388کال دلغمان عالي دارلمعلمين درياضي څانګې ته کامياب او(2) دوه کاله زده کړې يې دلغمان په عالي دارالمعلمين تکميل اوپه 1390کال فارغ شو
نوموړي په 1392کال کې داختصاصي کانکور دلارې دننګرهار شبانه پوهنتون تعليم او تربيې پوهنځۍ رياضي څانکې ته کامياب شو په کال 1395کې دياد پوهنتون څخه فارغ شو
نوموړي استاد دمکتب داستادۍ ترڅنګ په هيلټ نېټ موسسه.
دافغانستان روڼتيا څار موسسه
ګړندي پرمختګ ښوونيز مرکز
او د 1402 کې دعمربابا تعليمي مرکز سره داستاد په صفت کار شروع کړ چې اوسمهال داليشنګ عالي ليسې او عمربابا تعليمي مرکز کې په خدمت بوخت دی
عمربابا تعليمي مرکز اداره وياړي چې دځان سره مسلکي او ژمن استادان لري ترڅو خپلو زده کوونکوته لاښه خدمت او تدريس وکړي
په درنښت
عمربابا تعليمي مرکز اداره

Want your school to be the top-listed School/college in Mehtar Lam?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Address


Laghman Omarzay Center
Mehtar Lam
1210