27/05/2026
د ارګون ولسوالۍ د خصوصي کورسونو اتحادیې له لوري
تاسو او ستاسو درنې کورنۍ ته د لوی اختر مبارکي وړاندې کوو.
الله تعالی دې ستاسو عبادتونه او قربانۍ قبولې کړي.
هیله ده چې اختر مو له خوښیو، سولې، برکت او بریاوو ډک وي.
د ارګون ولسوالۍ د خصوصي کورسونو اتحادیه | UPCA
23/05/2026
فیج درسره فالو او شیر کړﺉ
د علم او تعلیم د خدمت په سپیڅلې لاره کې زموږ د محترمو استادانو او مسؤلینو ګډ انځور، چې د ارګون ولسوالۍ د ښوونیزو مرکزونو ترمنځ د یووالي او اتفاق د پیاوړتیا لپاره د اتحادیې د بنسټ ایښودونکو په توګه د ښه نظم، قوي همغږۍ او مسلکي کار د پرمختګ په موخه په ګډه هڅه کوي. دا یووالی د تعلیم د ودې، همکارۍ او روښانه راتلونکي لپاره مهم بنسټ ګڼل کېږي.
22/05/2026
موږ د ارګون ولسوالۍ د خصوصي کورسونو اتحادیه | Urgoon District Private Courses Association (UPCA) یو تعلیمي اتحاد یو، چې د زده کړو د کیفیت لوړولو او د خصوصي ښوونیزو مرکزونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا لپاره فعالیت کوو.
زموږ موخه دا ده چې د زده کړې معیارونه لوړ کړو، زده کوونکو ته غوره فرصتونه برابر کړو، او د تعلیمي پرمختګ لپاره یو منظم او قوي چاپیریال رامنځته کړو.
موږ په ارګون ولسوالۍ کې فعالیت کوو او هڅه کوو چې د تعلیم په برخه کې یووالی، کیفیت او پرمختګ ته وده ورکړو.
تعلیم زموږ مسؤلیت دی، یووالی زموږ ځواک دی، او پرمختګ زموږ هدف دی.