23/05/2026
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې زموږ د سنټر یو قدرمن او کوچنی شاګرد قدرت الله د ترافیکي پېښې له امله د دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
موږ د مرحوم له درنې کورنۍ، والدینو، دوستانو او خپلوانو سره په دې ستر غم کې ځان شریک بولو او د لوی خدای ج له درباره د مرحوم والدینو، کورنۍ او خپلوانو ته د صبر جمیل او عظیم اجر دعا کوو.
نو تاسو ټولو ډریوارانو ته مو دا پیغام دی
په ځانګړي ډول اوس چې د اختر ورځې رانږدې دي او په سړکونو کې ګڼه ګوڼه زیاتیږي. له ټولو محترمو موټر چلوونکو څخه هیله کوو چې په احتیاط، حوصلې او ټیټ سرعت موټر وچلوئ، ترڅو د داسې دردناکو پېښو مخه ونیول شي او نورې کورنۍ د غم پر ټغر کینناستل شي.
الله تعالی دې د مرحوم کورنۍ نور له غمونو وساتي.
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
د ذکي روان علمي مرکز ادارې لخوا
22/05/2026
د ارګون ولسوالۍ د خصوصي کورسونو اتحادیه
Urgoon Private Courses Association | UPCA
په ارګون ولسوالۍ کې د علم د لا پرمختګ او نوښتونو د رامنځته کولو په موخه د خصوصي ښوونیزو مرکزونو ګډه اتحادیه (UPCA) رامنځته شوې ده. دا اتحادیه د دې ژمنې سره فعاله شوې ده چې د تعلیم کیفیت لوړ کړي او د روښانه راتلونکي لپاره د نوي نسل د سالمې روزنې په برخه کې عملي کار وکړي.
له ټولو ارګون مېشتو، زده کوونکو او د علم مینه والو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي چې زموږ د تعلیمي بهیر، یووالي، کیفیت او پرمختګ ملاتړ وکړي، څو ګډې هڅې لا اغېزمنې او منظمې شي.
زموږ ټول فعالیتونه، تعلیمي پرمختګونه او مهم اعلانونه به له همدې رسمي فیسبوک پاڼې څخه خپرېږي.
ستاسو ملاتړ زموږ د تعلیم د کیفیت، یووالي او د ټولنې د روښانه راتلونکي لپاره ډېر مهم دی.
د ارګون ولسوالۍ د خصوصي کورسونو اتحادیه
Urgoon Private Courses Association | UPCA
https://www.facebook.com/share/1J3d9gsGzk/
د ارګون ولسوالۍ د خصوصي کورسونو اتحادیه
د ارګون ولسوالۍ د خصوصي کورسونو اتحادیه | UPCA
د زده کړو د کیفیت لوړولو، همکارۍ او پرمختګ لپاره ګډه تعلیمي اتحادیه
Urgoon District (ارګون ولسوالۍ)
تعلیم • یووالی • پرمختګ
17/05/2026
Congratulations to Our Successful Students!
We are proud to announce that some of our hardworking students have successfully progressed from Intercom Two to Intercom Three, and others from Intercom Three to Intercom Four.
Their dedication, effort, and commitment have led them to this achievement. Certificates have been awarded to recognize their success and encourage them to keep moving forward.
12/05/2026
نن مود عطاء استاد په کلاس کې یوه ښکلې سیالي ترسره کړه، چې په پایله کې ځینې وتلي او هڅاند شاګردان د دوی د ښه استعداد او زیار له امله تشویق او وستایل شول.
دغه ډول پروګرامونه د شاګردانو د لا هڅونې، اعتماد او پرمختګ لپاره ډېر مهم رول لري.
Zaki Rawan Academic Center ذکي روان علمي مرکز
10/05/2026
د دریم لیول فاینل ازموینه نن زموږ په سنټر کې په منظم او ارام چاپېریال کې ترسره شوه.
ازموینه په ډېر شوق او اعتماد سره جریان درلود.
زموږ سنټر تل هڅه کوي چې زدهکوونکو ته معیاري زدهکړه، عملي مهارتونه او د پرمختګ ښه فرصتونه برابر کړي، څو وکولای شي خپل هدفونو ته په بریالیتوب سره ورسېږي.
ټولو ګډونوالو ته د لا زیاتو بریاوو هیله لرو
09/05/2026
په ډېرې خوښۍ سره خبر درکوو چې زموږ د سنټر څلور تنه هڅاندو او زحمتکښو شاګردانو د اکسل پروګرام په فاینل ازموینه کې لوړې نمرې ترلاسه کړې.
د دوی د نه ستړې کېدونکو هڅو، زحمت او بریا د ستاینې په موخه د ادارې له لوري هغوی ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
موږ خپلو ټولو بریالیو شاګردانو ته د زړه له کومې مبارکي وایو او ورته د لا زیاتو بریاوو هیله لرو.
همدا ستاسو هڅه او کامیابي زموږ ویاړ دی.
Zaki Rawan Academic Center ذکي روان علمي مرکز
ستاسو د علم کور
06/05/2026
په ذکي روان علمي مرکز کې د New Intercom 2 ټولګي د زدهکوونکو وروستۍ ازموینه په بریالیتوب سره ترسره شوه.
په یاده ازموینه کې یو شمېر هڅاندو زدهکوونکو د خپلو دوامدارو هڅو او منظمې مطالعې په پایله کې لوړې نمرې ترلاسه کړې.
د ذکي روان علمي مرکز، چې د کیفیت لرونکو زدهکړو او غوره علمي چاپېریال له امله د زدهکوونکو د باور مرکز ګرځېدلی، د بریالیو زدهکوونکو د هڅونې او ستاینې په موخه هغوی ته ستاینلیکونه او جایزې ورکړې.
موږ د خپلو زدهکوونکو پر بریاوو ویاړو او د لا زیاتو پرمختګونو هیله ورته لرو.
.
03/05/2026
د ۱۴۰۵ کال کانکور لومړي پړاو بایومتریک او ازموینې مهال وېش!
خبرتيا درسره نشر کړئ!
30/04/2026
نن ورځ یو ځل بیا هم د ارګون ولسوالۍ د پوهنې امریت اړوند د انکشاف، مسلکي او نظارتي څانګې یو پلاوي د ذکي روان علمي مرکز څخه رسمي لیدنه ترسره کړه. یاد پلاوي د مرکز بېلابېلې تدریسي او اداري څانګې وکتلې، د زدهکوونکو له درسي بهیر، تعلیمي فعالیتونو او تدریسي سیستم څخه یې نږدې ارزونه وکړه.
د لیدنې پر مهال، مسؤلینو د مرکز منظم درسي چاپېریال، د استادانو ژمنتیا، مسلکي هڅې او د زدهکوونکو لوړه لیوالتیا وستایله. هغوی څرګنده کړه چې ذکي روان علمي مرکز د سیمې د علمي ودې او پرمختګ لپاره مهم او اغېزمن رول لري او د باکیفیته زده کړو په وړاندې کولو کې یې د قدر وړ خدمتونه ترسره کړي دي.
همدارنګه، د پوهنې امریت پلاوي استادان او اداره وهڅول چې خپلې هڅې لا زیاتې کړي او د زدهکوونکو د روښانه راتلونکې لپاره په ګډه او همغږۍ کار ته دوام ورکړي. هغوی د مرکز له ادارې څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې د تعلیمي بهیر د لا پیاوړتیا لپاره به هر اړخیزه همکاري کوي.
ذکي روان علمي مرکز
12/04/2026
📢 د ویناوالۍ نوي کلاسونه پیلیږي!
که غواړئ په اعتماد سره خبرې وکړئ او خپل شخصیت لا پیاوړی کړئ، نو دا زرین فرصت له لاسه مه ورکوئ!
🗓 د کلاسونو وختونه:
🕖 7:00سهار
🕙 10:00سهار
🕚 11:00 غرمه
🕝 2:45ماسپښین
🕟4:30مازدیګر
📍 ثبت نام اوس پیل شوی دی!
✨ راشئ، خپل غږ پیاوړی کړئ او خپل راتلونکی روښانه کړئ
داړیکو شمیرې: 0704303658 0773378736