Faculty of Engineering, Paktika University

Faculty of Engineering, Paktika University

Share

Anyone who stops learning is old, whether at twenty or eighty. —Henry Ford

26/10/2025

پکتیکا پوهنتون کې د انجنیري پوهنځي محصلانو ته (د مهندسي څانګې پیژندنه او کاري ساحه) او (د سیول انجنیري پیژندنه) تر سرلیکونو لاندې یو ورځنی سمینار وړاندې شو.
تېره ورځ پنج شنبه د ۱۴۴۷هـ.ق کال د جمادی الاول میاشتې په لومړۍ نېټه په پکتیکا پوهنتون کې د انجنري پوهنځي محصلانو ته (د مهندسي څانګې پیژندنه او کاري ساحه) او (د سیول انجنیري پیژندنه) تر سرلیکونو لاندې یو ورځنی سمینار، چې د یاد پوهنتون رئیس م. صاحب شبیراحمد عباس، د انجنیري پوهنځي رئیس انجنیر صاحب ګل محمد شرعي، د انجنیري پوهنځي استادانو او محصلانو پکې ګډون درلود، د ن. پوهنیار هدایت الله حیدري او پوهنیار محمدعمر مسرور لخوا د غونډو په عمومي تالار کې وړاندې شو.
پیل یې له معمول سره سم د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو، ورپسې د انجنیري پوهنځي رئیس انجنیر صاحب ګل محمد شرعي د سمینار په ارزښت، په خپل مسلک کې د ظرفیت په لوړولو او په خپله برخه کې هېواد ته په خدمت کولو هر آړخیزه وینا وکړه.
وروسته یاد سمینار د ن. پوهنیار هدایت الله حیدري او پوهنیار محمدعمر مسرور لخوا په ښه توګه وړاندې شو.
د یادولو وړ ده، چې د یاد سمینار په اخیره برخه کې د پوهنځۍ استادانو او مدیرانو ته د یاد پوهنځي له لوري د تشویق په پار یوه یوه لونګۍ (پټکي) ور پسر کړل شول او هغه محصلین، چې په پسرلني سمستر کې یې د څانګو په کچه لوړې نمرې او په رقابتي سیالیو کې لوړې نمرې اخیستې وي، په ستاینلیکونو او ډالیو وستایل شول.
والسلام

18/10/2025

د ارګون ولسوالي خاندار په کلي باندې د پاکستان پوځي رژیم لخوا د تېري شپې د ړانده بمبارد په نتېجه کې د ملکي وګړو ترڅنګ د پکتیکا پوهنتون، انجنیري پوهنځي د تاند او ځوان محصل د شهادت او همدارنګه د مهندسی څانګې د دریم صنف د ابن السبیل محصل د مړیني له کبله د پکتیکا پوهنتون، انجنیري پوهنځي د ادارې د تسلیت پیغام.
بسم الله الرحمن الرحیم
په ډېره خواشینۍ سره تېره شپه د ارګون په ولسوالي د خاندار په کلي باندې د پاکستان د پوځي رژیم د ړانده، جنایتکارانه اوله وحشت څخه ډک بمبارد په نتېجه کې د یو شمیر وطنوالو په شمول د پکتیکا پوهنتون، انجنیري پوهنځي سیول انجنیري څانګې لومړي ټولګي یو تن مستعد، د حسنه اخلاقو قاموس مرحوم محصل سید هارون ولد سید کریم د شهادت او همدارنګه د مهندسي څانګې د دریم صنف د یوه علمي، متدین مسافر محصل فرید احمد ولد غلام رباني د مړیني له کبله، چې د ګران هیواد، د پکتیکا پوهنتتون او انجنیري پوهنځي لپاره ستره ضایعه ده، د انجنیري پوهنځي اداره د شهید شوي او مرحوم محصلینو پتمنو کورنیو ته د دې سترې غمېزي په موقع کې د زړه له کومې د تسلیت مراتب وړاندې کوي او خپله ژوره خواخوږي او غمشریکي څرګندوي.
انا لله وانا الیه راجعون
دا پېښه دا حقیقت روښانه کوي چې د پاکستان پوځي ادارې د یوې اجیري محصوري مافیا شکل اخیتار کړی، دا برید په کلکله سره غندو، دابرید د دښمن سیاسي، اقتصادي کمزوري او ستر جنایت په ګوته کوي،
د پکتیکا پوهنتون، انجنیري پوهنځي اداره د خپل اسلامي نظام او زعیمو امراوو ته د استحکام او دراز عمر په استدعاء لاسونه غونچه کوي او د لوی الله جل جلاله له جلالي دربار څخه شهیدانو ته جنت الفردوس، ټپیانو ته عاجله شفاء او خپلوانو ته یې جمیل صبر او د جزیل اجر په استدعاء قائله او لاسونه لپه کوي.
الله تعالی جل جلاله دي په راتلونکې کې ګران وطنوال، د پکتیکا پوهنتون او انجنیري پوهنځی د داسي ناورین او غمیزو څخه په خپل جلالي امان کې وساتي.
آمین یا رب العلمین
د انجنیري پوهنځي د ادارې لخوا
۱۴۴۷/۰۴/۲۶ هـ. ق

24/09/2025

د پکتیکا پوهنتون اړوند انجنیري پوهنځي له محصلانو څخه (په حساب ماشین/scientific calculator) کې رقابتي آزموینه واخیستل شوه.
نن سه شنبه د ۱۴۴۷هـ.ق کال د ربیع الاول میاشتې په (۳۰) مه نېټه په پکتیکا پوهنتون کې د یاد پوهنتون انجنیري پوهنځي له محصلانو څخه (په حساب ماشین/scientific calculator) کې رقابتي آزموینه، چې (۴۵۰) تنو محصلینو پکې ګډون کړی و، د پکتیکا پوهنتون په انګړ کې واخیستل شوه.
د یادولو وړ ده، چې څو ورځې مخکې د انجنیري پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي محصلانو ته په (Scientific Calculator) کې درې ورځنی ورکشاپ دائر شوی و، چې په اساس یې یاده آزموینه په پلان کې نیول شوې وه او نن ورځ د سلګونو تنو محصلانو څخه په یاد حساب ماشین کې آزموینه واخیستل شوه.
ګډون کوونکو محصلانو له دې کبله چې دوی ته (په حساب ماشین/scientific calculator) کې د رقابتي آزموینې زمینه برابره شوې وه، خپله خوښي څرګنده کړه. ځينو کسانو، چې په دې آزموینه کې یې ګډون کړي و، د آزموینې په پروسه کې له ښې روڼتیا او غوره مدیریت څخه خپل رضايت وښود.
په درنښت

10/08/2025

پکتیکا پوهنتون انجنیري پوهنځي او د پکتیکا ولایت ټولګټو چارو ریاست تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!
نېټه: یکشنبه د ۱۴۴۷هـ.ق کال د صفرالمظفر میاشتې (۱۶) مه.
پکتیکا پوهنتون انجنیري پوهنځي او د پکتیکا ولایت ټولګټو چارو ریاست تر منځ د علمي، فرهنګي، زده کړه ییزو او څېړنیزو اړیکو د ټېنګښت او پياوړتیا په موخه د دوه اړخیزه همکارویو هوکړه لیک، د پکتیکا پوهنتون د رئیس م. صاحب شبیراحمد عباس او د پکتیکا ولایت ټولګټو چارو ریاست د رئیس مولوي محمداکبر عادل په لاسونو، لاسلیک شو.
د یاد هوکړه لیک محتوا د د څېړنیزو پروژو په سرته رسولو کې یو له بل سره په لازمې همکاري، د انجنیري پوهنځي لخوا د ټولګټو چارو ریاست کارمندانو ته د لنډ مهاله سمینارونو او علمي پروګرامونو په وړاندې کولو، په ټولګټو چارو ریاست کې د انجنیري پوهنځي محصلانو ته د لنډ مهاله عملي کار د زده کړو په زمینه سازي، یو د بل له علمي، زده کړه ییزو، فرهنګي او څېړنیزو امکاناتو، وړتیاوو او ظرفیتونو څخه په مؤثره استفادې او داسې نورو اړینو موضوعاتو راټوله وه.
په درنښت

02/08/2025

د جديد الشمول محصلينو د پام وړ!

Photos from Faculty of Engineering, Paktika University's post 31/05/2025

د انجنیري پوهنځي ټول کهول ته دې مبارک وي!
د پوهنځي پنځه کلن ستراتيژيک پلان تائيد شو او له دې وروسته به ان شاﺀالله د يوه منظم او برجسته پلان له مخې د پوهنځي د ارتقاﺀ او بهبود لپاره کار کوو.

01/05/2025

په پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسه کې محصلینو ته (د اسلامي شریعت له نظره د مخدره موادو حکم او په ټولنه کې یې ناوړه اغېزې، د کیفیت لوړاوي د معیارونو لنډه پيژندنه او د پوهنځیو د ستراتېژیک پلانونو معرفي) موضوعاتو باندې یو ورځنی سمینار وړاندې شو.

نن پنج شنبه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذالقعده الحرم میاشتې په (۴) مه نېټه په پکتیکا لوړو زده کړومؤسسه کې د اسلامي شریعت له نظره د مخدره موادو حکم او په ټولنه کې یې ناوړه اغېزې، د کیفیت لوړاوي د معیارونو لنډه پيژندنه او د پوهنځیو د ستراتېژیک پلانونو معرفي) موضوعاتو باندې یو ورځنی علمي سمینار، د مجربو استادانو لخوا د مؤسسي د غونډو په عمومي تالار کې، وړاندې شو.
یاد سمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د یادې مؤسسې د استادانو مولوي صبغت الله حقیار، پوهنمل عجب خان سلطان، پوهنمل محمدشفیق حافظ او پوهنیار محمدعارف عابد لخوا یاد سمینار (د اسلامي شریعت له نظره د مخدره موادو حکم او په ټولنه کې یې ناوړه اغېزې، د کیفیت لوړاوي د یوولس ګونو معیارونو لنډه پيژندنه او د ارزونې پروسه او د ښوونې او روزنې او انجنیري پوهنځیو د ستراتېژیک پلانونو معرفي او د ستراتېژیکي مواردو لنډه پيژندنه) موضوعاتو په درلودلو سره د (۵) پنځه ګونو پوهنځیو محصلینو ته په ښه توګه وړاندې شو.
په درنښت

28/02/2025

د انجنیري پوهنځي اداره د برکت، رحمت او مغفرت میاشتې (روژې مبارکې) د رارسېدو په مناسبت ټولو مسلمانانو ته مبارکي وايي. الله پاک دې زموږ روژې، عبادتونه او دعاوې په خپل دربار کې قبولې کړي.

23/02/2025

ستاسو شتون زموږ قوت دی، له ياده مه باسئ، د بریا لپاره یو بل ته اړتیا لرو.

23/02/2025

د اړونده څانګو د نوماندانو د پام وړ!

د پکتیا پوهنتون، پکتيکا، زابل، وردګ او زم زم لوړو زدکړو مؤسسو د بېلابېلو څانګو خالي کادري بستونو نوماندانو د پام وړ!

30/01/2025

د پکتیا پوهنتون، وردګ او پکتیکا لوړو زده کړو موسسو خالي کادري بستونو نوماندانو د پام وړ!

30/01/2025

. Organizational Chart .

Want your school to be the top-listed School/college in Sharan?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address


Sharan

Opening Hours

Monday 08:30 - 15:30
Tuesday 08:30 - 15:30
Wednesday 08:30 - 15:30
Thursday 08:30 - 13:30
Saturday 08:30 - 15:30
Sunday 08:30 - 15:30