18/03/2026
د لمانځه خبرتیا!
د عید سعید فطر(کوچني اختر) دورځي لمونځ به سبا سهار په اتو بجو(08:00)، د باراني موسم له کبله، د خواجه خېل لېسې په دننه دهلیز کې اداکېږي. د خواجه خېلو سیمي او شاوخوا کلیو محترم اوسیدونکي دي خبر وي. د لمانځه لپاره بشپړ چمتو والی نيول شوی.
د اخواجه خېل مرکزي(احسن العلوم) مدرسې ادارې له لوري
02/12/2025
بلنه او خبرتیا!
داچې خواجه خېل احسن العلوم مدرسه سبا ورځ چهارشنبه (۱۲/۹/۱۴۰۴) له حفظ څانګې څخه د الله ج دمبارک کلام قرآن پاک د قدرمنو حافظانو د فراغت، دستار فضیلتئ او کلنیو ازموینو دپایلو د اعلان په ویاړ د یوې عظیم الشانه ناستې/جلسې کوربه ده، نو داړوند ادارو مسئولینو، دسیمې علماء کرامو، استادانو، د مدارسو او ټولو ښوونیزو ادارو مسؤلینو، ښوونکو، دسیمي او قوم مشرانو، ځوانانو او په ټوله کې د پوهې او ادب مینوالو ته په ډېر درنښت بلنه ورکول کیږي چې دبرکت او فضیلت په دې بزم کې ګډون راسره وکړئ. او دا زرینې شېبې له نیژدې وڅارئ.
په درنښت
29/03/2025
د مبارکي پیغام او لمانځه خبرتیا!
دا چې سباورځ ـ یک شنبه ـ د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده او ټول مسلمانان به د سپېڅلي صورت او سیرة، خوښي او مقدس نېت سره د اخترورځي لمانځه اداینې لپاره عیدګاه ته ځي او د الهي امر سره سم به دا اعظیمه وجیبه یعني لمونځ اداکوي، نو د معمول سره سم به د خواجه خېلو په سېمه کې هم د مبارکي ورځي لمونځ د خواجه خېل احسن العلوم مدرسې په انګړ کې د سهار په (07:45) پاو کم اتو بجو اداکېږې.
★★★
د احسن العلوم مدرسې اداره، رهبري او استادان په ټوله کې مسلمه امت ته، او په ځانګړي توګه دپکتیکا ټولو اوسیدونکو وروڼو، خویندو او د خواجه خیلو سیمې قدرمنو مسلمانو ته د نیکمرغه کوچني اختر «عید سعید فطر» ډېره ډېره مبارکي وایي.
په الهي دربارکې درته د قبول شوي عمل، سپیڅلې روح، سمسور ژوند او خوشاله شیبو غوښتونکي یو.
په احترام
د احسن العلوم مدرسي ادرې له لوري
26/03/2025
د خواجه خېل مرکزي لیلیه ( احسن العلوم مدرسې) خبرتیا!
تر پنځمې درجې ددینې علومو، قرآن کریم زده کړې او حفظ ټولګیو لپاره لیلیه او نهریه توګه زده کوونکي/ طالب العلمان مني.
د دینې مدارسو د نوي ښوونیز کال درسونه به انشاألله له کوچني اختر وروسته پیل کېږې. زموږ ښوونیزه نقشه، ددینې علومو برخې او قرآن کریم څانګې استادان اماده دي.
درک: پکتیکا مرکز اړوند خواجه خېلو سیمه، کرېخېلو بازار ته څیرمه، د خواجه خېل لېسې ترڅنګ.
26/12/2024
د خواجه خېل احسن العلوم مدر سې د (۱۴۰۳. ل/۱۴۴۶ س) ښوونیز کال د طالب العلمانو/زده کوونکو د کلنۍ ازموینو پایلې د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې اعلان شوي. چي په غونډه کې د مدرسې، په استادانو او زده کوونکو سربېره، د سیمې علماؤ، مخورو، مشرانو، سپین ږېرو، د امر باالمعروف او نهیه عن المنکر ریاست استازو، د مدارسو مسؤلینو، استادانو، او ځوانانو ګډون کړی وو. په غونډه کې د علم، پوهې، ښوونې او روزنې، او ښوونیزو تعلیمي مرکزونو په ارزښت او اړتیا، له مدارسو سره د عامو خلکو په پراخ ملاتړ او بېلا بېلو اړوند موضوعاتو باندي د وینا والو لخوا ویناوي او خبرې وشوي. ووروسته بریالي شوو زده کوونکو ته د ازموینو د پایلو خبر لیکونه د یو لړ مراسیمو په ترڅ کې وړاندي شول.
25/12/2024
د احسن العلوم مدرسې خبرتیا!
سبا ورځ پنج شنبه (۶/۱۰/۱۴۰۳ یا ۲۳/۶/۱۴۴۶) نېټه د احسن العلوم مدرسې د زده کوونکو پایلې د يوې غونډې په ترڅ کې اعلانیږي، نو ټولو د سیمې اوسیدونکو مشرانو، د ښوونې اوروزنې دبرخې لارویانو، علماء کرامو، ځوانانو او د پوهې مینوالو ته په درنښت بلنه ورکول کېږي چې په یاده غونډه کې ګډون راسره وکړئ.
16/06/2024
د خواجه خېل احسن العلوم مدرسې د ادارې پیغام او خبرتیا!
د احسن العلوم مدرسې اداره، رهبري او استادان په ټوله کې مسلمه امت ته، او په ځانګړي توګه دپکتیکا ټولو اوسیدونکو وروڼو، خویندو او د خواجه خیلو سیمي قدرمنو مسلمانو ته د نیکمرغه لوی اختر★عید الاضحی★ ډیره ډیره مبارکي وایي.
د لوی اختر د ورځي لمونځ به انشا آلله د تیر په څیر بیا هم د خواجه خیلو احسن العلوم مدرسې په انګړ کې د سهار په (07:00) اوو بجو د قاري صاحب عبدالرحمٰن جلالزي په امامتي سره اداکیږي. د سیمې قدرمن مسلمانان دي خبر وي.
په الهي دربارکې درته د قبول شوي عمل، سپیڅلې روح، سمسور ژوند او خوشاله شیبو غوښتونکي یو.
په احترام
د احسن العلوم مدرسي ادري له لوري
19/04/2024
خبرتیا!
د پوهني ریاست له هدایت سره سم به داحسن العلوم مدرسي نوی تعلیمي دور د پوهني جلیله وزارت د وړاندي شوي نصاب سره سم د روان کال لپاره پیل شي هیله ده د داخلي لپاره ددیني علومو زده کړي، قرآنکریم او تجوید زده کړي او د قرآن کریم دحفظ علاقمندان د مدرسي اداري ته مراجعه وکړي.
داخله روانه ده او درسونه ژر پیل کیدونکي دي
09/04/2024
د خواجه خیل احسن العلوم مدرسې د ادارې پیغام!
د احسن العلوم مدرسې اداره، رهبري او استادان په ټوله کې مسلمه امت ته، او په ځانګړي توګه دپکتیکا ټولو اوسیدونکو وروڼو، خویندو او د خواجه خیلو سیمي قدرمنو مسلمانو ته د نیکمرغه کوچني اختر★عید سعیدالفطر★ ډیره ډیره مبارکي وایي.
دکوچني اختر د ورځي لمونځ به انشا آلله د تیر په څیر د خواجه خیلو احسن العلوم مدرسې په انګړ کې د سهار په (07:30) اوو نیمو بجو د قاري صاحب عبدالرحمٰن جلالزي په امامتي سره اداکیږي. د سیمې قدرمن مسلمانان دي خبر وي.
په الهي دربارکې درته د قبول شوي عمل، سپیڅلې روح، سمسور ژوند او خوشاله شیبو غوښتونکي یو.
په احترام
د احسن العلوم مدرسي ادري له لوري
27/06/2023
دخواجه خیلو اوشاوخواسیمي قدرمنو اوسیدونکو دپام وړ!
د عیدالاضحی( نيکمرغه لوی اختر)دورځي لمونځ سبا ورځ, چارشنبه, دسهار په اوو (07:00) بجو دخواجه خیلو احسن العلوم مدرسې په انګړ کې اداکیږي. تاسو قدرمن مسلمان دي خبریاست.
دمدرسي اداره تاسو قدرمنو او ټول مسلمه امت ته داختر مبارکي وايي. الله ج د دحاجيانو حجونه او دمسلمانانو قربانې او طاعات قبول کړي.