د پکتیکا ولایت د خصوصي ښوونځيو اتحادیه

د پکتیکا ولایت د خصوصي ښوونځيو اتحادیه

Share

زده کړو د ټولو ماشومانو حق دی!

09/04/2026

سږ کال به د پکتیکا ولایت خصوصي ښوونځيو لپاره بیا نوښتیز کارونه وکړو ان شاالله

08/04/2026

پکتیکا د خصوصي ښوونځيو د مسؤلینو ترمنځ د اتحاديې ریاست ټاکني وشوې:
د 1405 تعليمي کال لپاره د خصوصي ښوونځيو د مدیرصاحبانو او مؤسسینو ترمنځ د روان کال لپاره د کارونو د لاتنظیم، ښه والي او پرمختګ لپاره د ریس، معاون او غړو ټاکلو لپاره ناسته وشوه، د ناستي په پای کې د اکثریت ملګرو په مشوره د خادم خصوصي ښوونځي مدیر دلاورهڅاند د ریس، د التنسیق خصوصي لېسې مدیر نذیر پاچا د معاون، او پاتي نورو ښوونځيو مدیران د غړو په ډول وټاکل شول، په پای کې ټولو د ریس دلاور دلاور هڅاند هڅې وستایلې او د ښۀ خدمت تمه یې ترې تازه کړه.

11/01/2026

د افغانستان اسلامي امارت د خصوصي زده کړو ریاست محترم رئیس ښاغلي قاري عبدالباسط "حقاني" سره د پکتیکا ولایت د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې رئیس ناسته!
یاده ناسته د ریاست په کوربتوب مرکز کابل د رئیس صیب په دفتر کې ترسره شوه.

په دې لیدنه کې د اتحاديې رئیس ښاغلي دلاور "هڅاند" د خصوصي زده کړو ریاست محترم رئیس صیب ته د پکتیکا ولایت خصوصي ښوونځيو پر فعالیت او لاسته راوړنو معلومات ورکړل.
د خصوصي زده کړو ریاست رئیس ښاغلي قاري عبدالباسط حقاني مننه وکړه چې په پکتیکا ولایت کې هم د نورو ولایتونو په څیر خصوصي برخه کې قوي او منظم کار روان دی او وعده يې وکړه چې لا به هم دې برخي ته توجه کوي.
ښاغلي حقاني په ورستیو کې وویل راتلونکی کال به د هر ولایت لپاره د پوهنې ریاست په داخل کې د خصوصي برخي لپاره ځانګړی مدیریت جوړیږي چې دې برخي ته بودجه هم ځانګړې شوې ده ترڅو کارونه لا چټک او خلکو ته خدمتونه زیات شي.
ترڅنګ يې وویل چې راتلونکي کال لپاره به د جوازونو اخستلو پروسه د اسانتیا په خاطر انلاین بڼې ته واوړي چې خلکو ته سهولتونه لا زیات شي، په وروستیو کې یې د راتلونکي کال په پیل سره پکتیکا ته د راتګ وعده هم وکړه، موږ د مشرانو له داسي باحساسه او بامسؤلیته چلنده مننه کوو او لابه هم د هیواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره کار کوو.

02/09/2025

📢 د پکتیکا ولایت خصوصي ښوونځيو اتحادیې خبرتیا!

ټولو محترمو ښوونځیو لرونکو ته خبر ورکول کیږي چې:
د ننګرهار، کونړ او لغمان په ولایتونو کې د وروستیو زلزلو له امله، له بده مرغه له ۸۰۰ څخه زیات تن شهیدان او تر ۲۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي. د دې ستر ناورین د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او مرستې په موخه، دپکتیکا ولایت د خصوصي مکاتبو اتحادیه د نغدو مرستو د راټولولو اعلان کوي.
له ټولو ښوونځیو مسؤلینو څخه هیله کېږي چې:
1.دا کار خپله ایماني او اسلامي وجیبه وبولي او په خپل مکتب کې د مرستې صندوق کېږدي.
2. زده کوونکي، مؤسسین، استادان او کارکوونکي دې د دې خیر غوښتنې په برخه کې تشویق کړي.
3. د مرستو راټولول دې له نن سه‌شنبې څخه پیل او د پنجشنبې تر ورځې دوام ولري.
4. د پنجشنبې په ورځ د ماسپښین په ۴ بجو راټولې شوې مرستې دې په یوه پاکټ کې ولیکل شي، مهر او لاک شي او د اتحادیې ریس ته دي وسپارل شي.
🔹 د اتحادیې مالي کمیټه مکلفه ده چې ټولې مرستې د ځانګړي جدول له مخې د اتحادیې له درې کسیز هیأت سره یو ځای راټولې کړي.
🔹 وروسته به د اتحادیې رهبري هیأت په خپله د کونړ ولایت ته سفر وکړي او د بشپړې شفافیت په ترڅ کې به مرستې مستحقو کورنیو ته ورسوي.
د پکتیکا ولایت خصوصي مکاتبو اتحادیه ټولو ښوونځیو ته ډاډ ورکوي چې ټولې مرستې به په بشپړ شفاف ډول خپلو مستحقینو ته ورسېږي.
په درنښت
د پکتیکا ولایت خصوصي ښوونځيو اتحادیې رهبري هيئت

Photos from ‎د پکتیکا ولایت د خصوصي ښوونځيو اتحادیه‎'s post 02/07/2025

د کانګورو د رياضي نړيواله سيالي!

بسم الله الرحمن الرحیم
په پکتیکا د کانګرونړیوالې علمي سیالۍ د ازموینې پایلې اعلان شوې

نېټه : ۴ محرم الحرام ۱۴۴۷

په پکتیکا کې د کانګرو نړیوالې علمي سیالۍ پایلې د پوهنې ریاست تالار کې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوي چې په کې د د پوهنې ریاست مسولینو ، د یادې سیالۍ ګډون کوونکو ښوونځیو استادانواو زده کوونکو برخه اخېستې وه
دا سیالۍ د روان ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د حمل په میاشت کې اخېستل شوې وه چې پکې د پکتیکا ولایت له دولتي او خصوصي ښوونځیو څخه ۱۷۴ تنه زده‌کوونکو برخه اخیستې وه
د ازموینې پایلو له مخې، د پکتیکا څلور تنو زده‌کوونکو نړیوال مډالونه ترلاسه کړي، او ۱۷ تنو نورو زده‌کوونکو ته ولایتي ستاینلیکونه ورکړل شوي دي.
د پکتیکا د پوهنې رییس مولوي عبدالوکیل خالد د دغو زده‌ کوونکو بریاوې وستایلې او زیاته یې کړه
دا بریا زموږ د ولایت لپاره نه یوازې یو ویاړ دی، بلکې دا ښيي چې زموږ تعلیم‌يافته نسل د نړۍ له پرمختللو هېوادونو سره د سیالۍ وړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه موږ د دغو استعدادونو د لا پیاوړتیا لپاره هڅه کوو چې هغوی ته مناسب تعلیمي چاپېریال، وسایل او فرصتونه برابر کړو
د کانګرو نړیوالې سیالۍ ولایتي استازي او د پکتیکا خصوصي ښوونځیو اتحادیې مشر دلاور هڅاند وویل، چې دغه مډالونه ۲ دمحمود ایوبي ،۱ دالتنسیق او ۱ مډال د شمس الفرقان ښوونځي زده‌ کوونکو ګټلي دي
د پکتیکا ولایت د خصوصي ښوونځیو د اتحاديې رئیس دلاور ``هڅاند`` د ګډون کوونکو زده‌کوونکو، ښوونکو او کورنیو مننه وکړه، او زیاته یې کړه چې دا بریا د ښوونې او روزنې په برخه کې د پکتیکا ولایت ژمنتیا، هڅې او پرمختګ ښيي
هغه زیاته کړه: "زموږ ماشومان او ځوانان بې‌ساري وړتیاوې لري، موږ باید د هغوی ملاتړ وکړو تر څو لا ډېر بریالیتوبونه ترلاسه کړي
د کانګرو نړیواله سیالي د نړۍ له تر ټولو پراخو علمي سیالیو څخه ده، چې هر کال د ریاضي په برخه کې د زده‌کوونکو ترمنځ ترسره کېږي.

28/06/2025

د پکتیکا ولایت خصوصي ښوونځيو اتحادیه په پام کې لري چې د کانګورو نړیوالي ریاضي سیالۍ پایلې راتلونکې دوشنبه د سرطان نهمه 9 نېټه د پکتیکا پوهني ریاست غونډو تالار کې اعلان کړي، په همدې اساس د پوهني ریاست رهبري، ټولو ولسوالیو پوهني آمرین او ملګري، د ټولو د امارتي او خصوصي مکاتبو آمرصاحبان، ښوونکي او اول نمره زده کوونکي همداشان ټولو د علم پوهي او ادب مینوالو ته خبر ورکول کیږي چې له موږ سره په دې غونډه کې ګډون وکړئ.
يادونه: هغه زده کوونکي چې نړیوال مډالونه او سندونه يې ګټلي ستاسو په شتون کې اعلانیږي.
درک: مرکز ښرنه، غزني لین، پوهني ریاست، د غونډو تالار
اړیکه: 0770427059/ 0747892290/ 0779758491
وخت سهار نهه بجې، دوشنبه.

Photos from ‎د پکتیکا ولایت د خصوصي ښوونځيو اتحادیه‎'s post 21/04/2025

د ریاضي کانګورو نړیواله سیالي!

پکتیکا ولایت د پوهنې رياست په همکارۍ د ریاضي کانګورو نړیواله سیالي ترسره شوه.
یاده سیالي چې په نړۍ کې یې اوویشتم، افغانستان کې اووم او پکتیکا کې په دوهم ځل ترسره شوه چې په کې د پوهنې رياست اړوند محمود ایوبي، التنسیق، شمس الفرقان خصوصي لیسو او امارتي لېسو خوشحال بابا، ابراهیمزو، بحرالعلوم لېسو زده کوونکو ګډون کړی و.

د ازموينې د پيل څخه مخکې د پوهنې رياست د تضمين کیفیت آمر ښاغلي مولوي عبدالجبار "اعظمي" د یادې سیالۍ ترتیب ښه وباله او ګډونوال یې خپلو زده کړو ته وهڅول تر څو خپلې زده کړې د ټولنې او د هيواد پرمختګ لپاره وکړي.

د اتحاديې رئیس ښاغلي دلاور "هڅاند" د ازموینې په اړه تفصيلي خبرې وکړې او د شفافیت ډاډ یې وکړ.

Photos from ‎د پکتیکا ولایت د خصوصي ښوونځيو اتحادیه‎'s post 17/03/2025

د ۱۴۰۳ ښوونیز کال د اتحادیې اخري او مهمه ناسته:

د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې ناسته چې د اقرأ حبیب خصوصي ښوونځي په کوربتوب ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د اتحادیې د رئيس دلاور "هڅاند" په ګډون د خصوصي ښوونځیو د مسؤلینو ترڅنګ د پکتیکا ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس ښاغلي حسین "حیدري" او د پوهنې ریاست په استازیتوب ښاغلی صالح محمد "ظفر" ګډون درلود.

په ناسته کې د خصوصي ښوونځیو د بهبود او پرمختګ پخاطر د یاد مېلمنو سره خبرې شریکې شوې چې په ځواب کې پوره اطمینان او د همکارۍ ډاډ راکړل شو.

ښاغلي حیدري صیب او ښاغلي ظفر صیب خصوصي ښوونځي د هیواد او ټولنې بنیادي برخه وبلله او د ښوونځيو د مسؤلینو څخه یې د هیواد د بچیانو د خدمت کولو هیله وښوده.

د اتحادیې رئیس ښاغلي هڅاند او ملګرو د راغلو مشرانو څخه مننه وکړه او د پوهنې په برخه کې یې د خدمت ډاډ ورکړو.

Photos from ‎د پکتیکا ولایت د خصوصي ښوونځيو اتحادیه‎'s post 03/03/2025

ننګرهار ولایت ته سفر!

د پکتیکا ولایت د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې رئیس ښاغلي دلاور "هڅاند" په ملتیا او د اتحادیې د معاون انجنير احسان الله "حبیب" په کوربتوب علمي اشخاصو ننګرهار ولایت ته سفر وکړ. (البته سفر څو ورځې وړاندې و).

د یاد سفر هدف تفریح او ترڅنګ یې د علمي ادارو څخه لیدنه هم وه.
په یاد سفر کې راغلو او ښاغلو په جلال آباد ښار کې د سپين غر خصوصي ښوونځي څخه ليدنه ترسره کړه چې د یاد ښوونځي مدير ښاغلي عبدالصبور "سبحانی" راغلو میلمنو ته ښه راغلاست وویل او په راتګ یې خوښي وښوده.

دا چې ښاغلی سبحاني صیب یو علمي او په کار پوه شخص دی راغلو میلمنو سره هرې برخې کې د پوهنې اړوند معلومات او تجربې شریکې کړې.

ښاغلي هڅاند او معاون یې ښاغلي حبیب د سبحاني صیب څخه مننه وکړه او د ټولو میلمنو لخوا ورته د زیاتې بریا دعا هم وشوه.

ښاغلي سبحاني صیب د میلمنو د راتګ څخه ځانګړې مننه وکړه او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

25/02/2025

علم د ټولني د پرمختګ لومړنۍ لار!
خپل اولادونه مو د راتلونکي 1404 تعليمي کال لپاره خپلو نږدې ښوونځيو کې شامل کړئ.

22/10/2024

د علمي سیالۍ ګټونکې لېسه (محمود ایوبي خصوصي عالي لېسې) ته لومړی مقام مبارک.

Want your school to be the top-listed School/college in Sharan?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Paktika
Sharan
2403