28/08/2020
ستاسو ښوونځی ،ستاسو خپل کور
له زده کړي سره د محیط ښکلا او د ذهن ارآمتیا لازم وي
چي له جملې یې دلېسې په انګړ کي د(چمن) ساتنه او اصلاح ضرور ده
چي هفته کي یو ځل یې (کټ کېدل) ددې ماشین په ذریعه ضرور دی
او دا ماشین موږ په کرایه راولو
راځئ ددې ماشین قیمت دومره نده او خپلي مټي راونغاړو
تر څو د خپل ګډ کور ښکلا یو په دوه شي
درنښت
21/08/2020
خبرتیا:
دمرکز دپوهني آمریت اړوندمحمد خېل عالي لېسې دیوولسم او دوولسم ټولګیو د زده کوونکو درسونه دشنبي په ورځ چې ۱۳۹۹/۶/۱ نیټې سره برابر ده په حضوري ډول پیلیږي دیادو ټولګیو زده کوونکواوټولوښوونکو ته خبر ورکول کیږي چې دشنبي په ورځ سهار 8:00بجي خپلو درسونو ته ځانونه حاضر کړي دنه حاضریدو په صورت کې به مسؤلیت ستاسو په غاړه وي .
نوټ: لاندي صحي شرائط او لارښووني په پام کې ونیسئ او دخلاف په صورت کې مو مسؤلیت په خپله غاړه ده.
۱- د ماسک کارول .
۲- فاصله مراعت کول.
۳- په صابون دلاسونو مینځل .
۴- دځان اومحیط نظافت په پام کې نیول .
په درنښت
دمحمدخېل عالي لېسې آمریت لخوا
04/03/2020
خبرتیا:
درنو مشرانو او والدینو د۱۳۹۹ تعلیمي کال لپاره دمحمد خيل لېسې آمریت د هلکانو سره په څنګ کي انجوني هم د جدیدالشمول (نوې داخلې) لپاره په لېسه کي د لومړي ټولګي لپاره مني
نو په همدې بنا تاسو ته خبر درکول کیږي چي خپل تنکي (اوه کلن)هلکان او انجوني سر له نن ورځي څخه تر دیرشم د حوت پوري په لاندنیو شرایطو سره:
۱ اصلي پیږندپاڼه د زده کوونکي
۲دپیژندپاڼي یوه کاپي
۳ دوه دانې تصویرونه د زده کوونکي
۴د داخلې په وخت کي له زده کونکي سره د کور مشر
یادونه : دجاري صدقې په نېت خبرتیا شیر، یا کاپي کړئ
درنښت
د محمد خېل لېسې د آمریت له لوري
14/12/2019
نن ورځ د محمد خېل عالي لېسې لخوا د زده کوونکو کلنۍ پایلي او ددوولسم ټولګۍ دفارغینو غونډه په ځانګړیو مراسمو کي د لېسې په انګړ کي ولمانځله
درنښت
تعليمي کال ۱۳۹۸
08/06/2019
خبـــــــــرتیا!
دمحمدخېل دلېسي ټولو ښوونکو،اوزده کوونکوته په خورادرنښت خبرورکول کیږي چې دنیکمرغه کوچني اختررخصتي پای ته رسیدلي ده دشنبې ورځ چې دجوزامیاشتې له اتلسمې نیټې سره سمون خوري تدریس اوخپلواړونده دندوته حاضرشي دنه حاضریدوپه صورت کې ناسوب شمیرل کیږي بيابه حق دشکايت نه لري.
د محمدخېل دلېسي د اداري لخوا.
17/12/2018
د ۱۳۹۷ تعلمي کال د پایلو د اعلان څو تصویرونه.....
17/12/2018
دمحمدخېل د عالي لېسي د امریت خبرتیا!
د محمدخېل عالي لېسي ټولو اوسنیو او متفرقه فارغ شوي زده کوونکو ته خبر ورکول کيږي. چي د کانکور په امتحان کي شمولیت فورمي راغلي دي. نو که هر زده کوونکی غواړي چي د کانکور په امتحان کي ګډون وکړي. د یادي لېسي ادراي ته دي ځانونه راورسوي. د نه حاضریدو په صورت کي به مسولیت په خپله غاړه وي.
د محمدخېل د لېسي د اداري لخوا
15/12/2018
دمحمدخېل د عالي لېسي د امریت خبرتیا!
دمحمدخېل عالي لېسه اداره غواړي چي د۱۳۹۷ تعلمي کال د
زده کوونکو کلنۍ پایلې دیوي پراخي غونډي په ترڅ کي اعلان کړي. نو د پوهني د ریاست ریس صاحب، د پوهني د ریاست او لېسو امرصاحبانو، مشرانو، ځوانانو، زده کوونکوڅخه په خورا درنشت هیله کيږي چي په دغه غونډه کي راسره ګډون وکړئ.
نېټه:۱۳۹۷/۹/۲۵
ورځ: یکشنبه
وخت: دسهار نهه بجي
11/12/2018
د امتحان د صحنو څو تصویرونه.........
24/11/2018
د محمدخېل د لېسي شاګردان دي خبر وي.
17/11/2018
د کلنیو ازموینو په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا!
شنبه- کابل: دې ته په پام سره، چې د روان تعلیمي کال په لړ کې ګڼې رخصتیانې رامنځته او د تعلیمي نصاب د پوره کېدو چاره ستونزمنه شوه او د هغه تعهد له مخې، چې پوهنې وزارت د کال په پای کې د رخصتي ورځو د درسونو د جبران په اړه کړی و، د سړو سیمو ټولو ښوونځیو ته اعلانېږي، چې په بامیانو، دایکندي، ارزګان، غور او پنجشېر ولایتونو کې آزموینې د تېرو کلونو په شان (ابتدائیه د عقرب له ۲۵مې تر ۳۰ مې، متوسطه او لېسه د قوس له لومړۍ تر ۱۵مې) واخلي. د پاتې ولایتونو د ابتدائیه ټولګیو ازموینې د قوس په لومړۍ نېټه او د متوسطه او لېسه ټولګیو ازموینې د قوس پر ۱۵ مه نېټه پیلېږي او له مهال وېش سره سم پای ته رسېږي.
کاپي: حاجي اکبر
07/11/2018
دپوهنې وزارت خبرتیا
د هیواد ټولو تعلیمي مرکزونو ته، چې پۀ پوهنې وزارت او ددې وزارت پۀ سیستم پورې اړه لري اعلانېږي، چې د روان تعلیمي کال کلنۍ آزموینې پۀ لاندې ډول تنظیم شوې دي:
له ۱-۳ ټولګي پورې، د لړم (عقرب) پر ۲۵مه تر پایه
له ۴-۱۲ ټولګي پورې، د لېندۍ (قوس) پر ۱ نېټه
پۀ ازموینو کې د زده کوونکو د بریا پۀ هیله
اطلاعیه:
امتحان سالانه تمامی مراکز آموزشی مربوط وزارت معارف افغانستان طور ذیل اعلان می ګردد:
صنف ۱-۳ بیست و پنج عقرب الی ختم امتحان
صنف ۴-۱۲ اول قوس الی ختم امتحان
به امید موفقیتهای بیشتر شاګردان عزیز در این امتحانات