Zmari jahani

Zmari  jahani

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Zmari jahani, zmari jahani, Sharan.

26/12/2025

که الله درسره مل نه وي رحمانه
که لښکــــري درسره وي یک تنهـــايي

دټول ولایت په سطحه الحمدالله بــیا هــم لومــړي مقام

یوسف خیل مرکزي لېسه لابــرانټ، ښوونکئ. زمری جهاني

11/08/2025

علم دښوو خلکونصِب دي🥈دولت خونه دي چي دهرسړي به وينه۔
پکتيکا ۔ ۔ يوسف خېل مرکزي لېسه د څلورنيمي مياشتني راپور ورسته دلابراتوار ۔ ۔ پايله د ټول ولايت دليسو په سطحه (دوهم) (2) مقام خپل کړ۔ ۔۔۔۔۔۔۔۔ مبارک ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ۔۔۔۔۔۔‌ لابرانټ ښوونکي ؛ ﺯمرى جهاني

07/07/2024

تیز فکر کوه، مګر ارامه خبری. (سخنان حکیمانه)

19/11/2022

خپل جیب کې سل افغانی د بل د جیت تر سل زره بهتره دی. (کاتب

12/11/2022

ساينس او پوهه
ترتيب. اوراټولونکئ ‌. زمری جهاني

ډېری وخت پوهه او ساینس په یو معنی کارول کیږي، خو په اصل کې دا دوه مختلف تعریفونه لري.

الف- پوهه د دري-فارسي د (دانش)، د انګلیسي (Knowledge)، د عربي ژبې د (المعرفة) کلیمې معادله ده.
ب- ساینس ته په دري-فارسي (علم)، په انګلیسي (Science) او په عربي کې هم (علم) وايي.

اوس هر یو بېل بېل تر بحث لاندې نیسو:

پوهه څه ته وایي؟

پوهه په لغت کې خبرېدنې او پېژندنې ته وایي.
په اصطلاح کې د یو شي یا موضوع په اړه منظم او تړلو معلوماتو ته پوهه وایي.

پوه هغه چا ته وايي چې د اړوند موضوع، ساحې، مضمون او … په اړه پرتلیزه خبرتیا ولري.

پوهه د یو چا، یو ځای یا یو شي (حقایق، معلومات، توضیحات او مهارتونو) په اړه پوهاوی، پيژندنه او خبرېدنې ته وایي، چې د تجربې، زده کړې او یا مطالعې له لارې ترلاسه شوي.

د پوهې وېشنه:

یو وخت یو استعداد لرونکی شخص کولای شوای د طبیعي فلسفې تر نوم لاندې د وخت ټول علمي فرضيې وپېژني. وروسته له هرې پېړۍ سره د پوهې ساحه پراخ او نوي شیان زیات کړل شول، تر دې چې تر ۱۸۰۰ م. وروسته دا کار غیر علمي وو.

وروسته معلومه شوه که چېرې یو څوک وغواړي په یوه برخه کې تخصصي زده کړې وکړي پکار ده چې مخکې له واره یوازې همغې برخه ته ځان ځانګړی کړي، ځکه د علم ټولې څانګو مطالعه ممکنه نه وه، نو لازمه وګڼل شوه چې علم په څانګو ووېشل شي. له بلې خوا د وخت په تېرېدو سره د پوهانو د کوښښونو او څېړنو په پایله کې علوم نور هم پراخېدل په دې اساس څانګې په نورو څانګو وویشل شول، دا لړۍ همداسې دوام لري.
اوس وخت هره ورځ‌ تر ۲۵۰۰۰ علمي پاڼې بازار ته راوځي، چې یو شخص ته پر دې ټولو پوهېدل ناشونی دی.

د پوهې او ساینس په وېشنو کې پوهان په یو رایه ندي، بېلابېلې نظریې او وېشنې شتون لري.

ټول هغه څه چې موږ پوهېږو له دریو سرچینو څخه لاسته راغلي:

دیني: د الله تعالی لخوا د انبیاوو علیهم السلام پواسطه بشر ته ښول شوي.
فلسفي: فیلسوفانو د فلسفې او منطق په اساس استدلال کړې او یوې نتیجې ته رسیدلي.
ساینسي: هغه پوهې چې په تجربې ثبوت شوي ساینس بلل کیږي.

علم څه ته وايي؟

علم عربي کلمه ده، لغتا د یو شي په اړه فهم، درک او معرفت دی. جمع یې علوم راځي.
او په اصطلاح کې د یو شي یا موضوع په اړه منظم او تړلو معلوماتو ته علم وایی.

علم په عربي او فارسي کې په دوه معناوو کارول کیږي:
۱- علم د انګلیسي (Science) او د پښتو د ساینس کلیمې په مفهوم.
۲- علم د فارسي (دانش)، د عربي (درک – المعرفة)، د انګلیسي (Knowledge) او د پښتو د پوهې په مفهوم.

په عامیانه اصطلاح کې علم د خلکو پواسطه د چاپيریال او اړوندو ټولو مسایلو په اړه هر ډول خبراوی ته علم وايي.

چې علم کلیمه په پښتو کې هم په همدې (پوهې) معنی کارول کیږي او رواج موندلی.

په دې مفهوم کې علم د هر ډول شیانو، پدیدو، روابطو، مهارتونو او نورو په هکله پوهیدلو ته شامل دی. په دې مفهوم کې د علم د لاسته راوړلو لپاره د علمي میتودونه شتون حتمي ندي، کېدای شي دغه علم په بېلابېلو لارو لاسته راوړل شي.

ددې مفهوم په اساس د حدیثو علم، ریاضیات، فقه، نجوم، اخلاق، ژبه… دا ټول علوم دي.

يادونه:
۱- تر دې وروسته دې لیکنه کې زموږ هدف له علم/علوم څخه هماغه د پوهې مفهوم دی.
۲- ساینس ته پښتو کې پوهنه هم وايي.

علم د اسلام له نظره:
په قرآني آیتونو او حدیثونو کې د علم څخه هدف پوهه او (Knowledge) دی.
د علم کلیمې استعمال په قرآن کې مقید شوی ندی چې ګواکې هدف یې یوازې شرعي علوم دي – قرضاوي.

دیني علماوو علم په دوه برخو ویشلی:
۱- شرعي علوم: علوم القرآن، علوم السنة‌، عقیده، فقه، اخلاق، اصول… او هغه چې د دین او شریعت لپاره اړین دي لکه: ژبه، ادب او تاریخ.
۲- دنیوي علوم: ټول علوم چې انسان یې د ژوند او چاپیریال د بقا او پرمختګ لپاره اړتیا لري، لکه: طب، انجینري، کیمیا، فزیک، ریاضي، بیولوژي او نور.

همدارنګه د حکم له نظره هم په دوه ډوله ویشلی:
۱- علم النافع یا ګټور علوم.
۲- علم غیر نافع یا ناګټندویه علوم – د ځینو حکم حرام دی.

ساینس څه ته وايي؟
ساینس (Science) د لاتیني کلیمې (Scientia) څخه اخیستل شوی د پوهې او پېژندنې(Knowledge) په معنا ده.

ساینس یوه منظمه تګ لاره ده چې د شواهدو او تجربو څخه په استفادې د طبیعي نړۍ په اړه معلومات ترلاسه کوي.

تر ټولو ساده تعریف یې: ساینس هغه علم دی چې په تجربو ولاړ دی.

ساینس د پوهې یوه برخه ده چې په کتنو او تجربو ولاړ دی، او د طبیعي یا مادي نړۍ سره سر او کار لري. هر هغه څه چې د طبیعي نړۍ څخه پورته وي د ساینس تعریف ساحه کې ځای نلري.

ساینسپوهان د یو لړ منځمو تګلارو پواسطه نوي معلومات ترلاسه کوي چې د ساینسي میتودونو په نوم یادیږي. د ساینس او نورو علومو تر منځ‌ توپیر همدا علمي مېتودونو شتون دی.

کیمیا، فزیک، بیولوژي او نور دا ساینس نه بلکه د ساینس لاسته راوړنې دي، ساینس خپله یوه منظمه تګلاره ده د پوهې لاسته راوړلو لپاره.

د ساینس ډېری څانګې د (-ology) وروستاړي سره ختمیږي چې د مطالعې (study of) په معنی ده، لکه Biology.

د پوهې شالید:
انسان تل په دې هڅه کې وي تر څو په هر څه پوه شي ، ځکه انسان لټاند طبیعت لري. د همدې کنجکاوۍ په سبب د همغې ورځې څخه چې انسان پر ځمکې پښه ایښې د پوهې په لټه کې دی، تر څو وکولای شي د خپل شاوخوا او طبیعت په اړه د څه شی؟ څنګه؟ او ولې؟ پوښتنو ته ځواب پیدا کړي. پوهه د بشر د فکر او اړتیاوو سره بشپړتیا موندلې.

فلسفه د میلاد دمخه شپږمه پېړۍ کې د تالس لخوا د الهیاتو څخه بېل شو. د اسنادو له مخې تالس د فلسفې پیلوونکی دی.

په کلاسیک دور کې ساینس او فلسفه په یو معنی کارېدل، یوبل سره نژدې اړیکې لرلې. په اروپا کې تر عصري دورې پورې ساینس د هرې منظمې پوهې پر ځای استعمالېده، حتی د فلسفې معادل استفاده کېده.

د ساینس کلیمه (په خپل اصلي مفهوم) نوې ده، پخوا به ددې پر ځای د طبیعي فلسفې نوم کارېده. په ۱۷ مه میلادي پيړۍ کې طبیعي فلسفه (اوسنی ساینس) په تدریج سره له فلسفې څخه جدا شو.

ساینس د رنسانس دورې (۱۴۰۰ تر ۱۶۰۰ میلادي) څخه وروسته پيل شو، خو علم یا پوهه د بشریت له پیدایښت سره پيل شوې. الله تعالی فرمايي: « خَلَقَ الْإِنسٰنَ عَلَّمَهُ الْبَيَانَ» ژباړه: همغه انسان پيدا کړ؛ او ده ته یې غږېدل ور زده کړل.

د ساینس وېشنه:
د ۱۹ پېړۍ په لومړیو کې په ساینسي علومو کې ډېر پراختیا راغی. پر دې اساس لازم وګڼل شو تر څو ساینس په څانګو ووېشي.
د ساینس ویشنه هم د بېلابېلو تګلارو او ګټې اخیستنې په اساس څو وېشنې لري.

ساینس په څلورو برخو ویشل شوی:
۱- طبیعي پوهنې (Natural Science): په طبیعي علومو کې د ساینسي میتودونو څخه یعنې د شواهدو او تجربو څخه ګټه اخیستل کیږي. د مادي او طبیعي نړۍ سره سر او کار لري.
لکه: کیمیا، فزیک، بیولوژي، نجوم، ریاضیات.

۲- ټولنیز پوهنې (Social Science): په ټولنیزو علومو کې د تجربو او کتنو څخه نه بلکه د روایتي‌ او تاریخي معلوماتو څخه ګټه اخلي. د ټولنې او د ټولنې او افرادو ترمنځ‌ اړیکې څېړي.

لکه: ټولنپوهنه، ارواپوهنه، سیاستپوهنه، وټپوهنه (اقتصاد)، وګړپوهنه، تاریخ، جغرافیه.

۳- بشري پوهنې (Formal Science): د مانيز ( معنوي )، ذهني، اخلاقي، كولتوري او ټولنيز كار او فعاليت په ساحو كې د انسان څېړنه كوي.

لکه: ریاضیات، فلسفه، منطق، کمپيوټر ساینس، اخلاق، ښکلاپوهنه، ادبپوهنه، ژبپوهنه …

۴- تطبیقي پوهنې Applied Science)): لکه: طب، انجینري، سوداګري،کرنه او مالداري، تکنالوژي انجینري، حقوق، ژورنالیزم، موزیم او کتابتون علوم، نظامي پوهنه، مدیریت، ترانسپورت، روغتیا، فضاپوهنه، خلاپوهنه، کمپيوټر ساینس…

ځینې هم په دې باور دي چې ریاضي علم دی، ځینې یې علم نه بولي، هر یو خپأ دلایل لري. خو مهمه دا چې ریاضي د طبیعت او تجربي علومو ژبه ده. ریاضیات په شمېرپوهنه، الجبر، هندسه او مثلثات ویشل شوی.

یادونه:
۱- پورته وېشنه کې د انګلیسي (Science) کلیمې څخه هدف پوهه ده، نه خپله ساینس.

طبیعي پوهنې په لاندې برخو ویشل شوی:

۱- بیولوژیکي پوهنې: د ژوندیو موجوداتو مطالعه

۲- فزيکي پوهنې: د غیر ژوندیو موجوداتو او شیانو مطالعه

۱- بیولوژيکی ساینس (Biology) بیا پر دوه برخو ویشل کیږي:

الف: نباتپوهنه/ بوتاني (Botany): د نباتاتو مطالعه

ب: ژونپوهنه/ زولوژي (zoology): د حیواناتو مطالعه

۲- فزیکي ساینس (Physics) کې لاندې څانګې شاملې دي: فزیک، کیمیا، ځمکپوهنه، ستورپوهنه، هواپوهنه، ریاضیات، …

زموږ ښوونیز نصاب ساینس په لاندې دوه برخو ویشي:
۱- طبیعي علوم (Natural Science) چې سخت علوم (Hard Science) یې هم یادوي: کیمیا، فزیک، بیولوژي، جیولوژي او ریاضیات.

۲- ټولنیز علوم (Social Science) چې پوست علوم (Soft Science) یې هم نوموي: تاریخ، جغرافیه، سیاست، اقتصاد، وګړپوهنه، ژبپوهنه …

د علم او پرمختګ زیانونه:
کیمیاوي او بیولوژيکي کارخانې، صنعتي فابریکې او احتراقي ماشینونه زموږ چاپیریال او آب و هوا ککړ کړي.

ورانونکي او وژونکي اسلحې او اتومي بمونه د اساسي عواملو څخه چې د انسانانو ژوند تهدیدوي.

بېلابېل کیمیاوي او زهري دوا درمل چې ځینې یې نباتاتو، حیوانانو او انسانانو ته ګواښونکې ده.

خو پدې کارو کې پوهه او پوهان پړ ندي بلکه دا مختلف علتونه لري، لکه د پوهې او د پوهې د محصولاتو څخه ناسمه او بېځایه ګټه اخیستنه.

د پوهې او ساینس بحث لنډیز:
۱: د پوهې کلیمه د ساینس څخه جامع او پوره دی، او ساینس په یو ډول د پوهې تر لاندې یوه ټولګه ده.

۲: علم یو عام او کلي معنی لري. یعنې که یو څوک د یو څه په اړه معلومات لري دی د هغه په اړه عالم یا پوه دی.

بېلګې په توګه: محمود عالم دین دی. یا وایو احمد سیاساتپوه…

لکه د مهارتونو زده کول، د خپلو کړنو څخه څه زده کول، د مطالعې یا اورېدلو له لارې څه زده کول، د موټر زده کول او نور، دا هغه څه دي چې تاسې یې په اړه معلومات او فهم لرئ، دا ټول کارونه پوهه ده او تاسې نظر دې کارونو ته پوه یاست. ځکه په دې کې هېڅ‌ یو تاسو د ساینسي میتودونو پواسطه ندي ترلاسه کړي.

۳: ساینس د مشخصې پوهې لپاره یوه تګلاره ده. پوهه هغه څه دي چې موږ د ساینس په اړه پوهېږو.

۴: ساینس ښايي چې: په کایناتو کې څه دي؟ څنګه کار کوي؟‌ او ولې داسې کیږي؟ ، او داچې ددې څېړنو د نتیجې سره څه وشي دا پوهه ده.

۵: ساینس تل په پرمختګ او بشپړتیا کې وي. پوهه کولای شي پرمختګ وکړي او ادامه پيداکړي، خو ورکېږي مګر دا چې بل چا سره شریک شي یا انتقال شي

09/12/2021
06/12/2021

روښان ښوونیزمرکز مــو خپلو هیلو ته رســوي.
#درک: پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالي علی اباد بازار دحاجی عبدالرحیم اهنـګر اود حاجی افضل پرزه پروشـي پرسر دوهم پوړ!

07/10/2021

مور
مــــــورې ژونــــــدون مــــې د ژونـــــدون نـــه خــفــه
د ســــــــوچ کــاروان مــې د ســــکـــــون نــه خــــفــه

لاړې د ســتــرګـــــــو مــــې پـــــنــــاه شــوي مــورې
ولـــــــې زمــــــا نــــــه تـــه جــــــدا شــــــوي مــــــورې
اوس د تـــالا بـــاغــچــــي پــه څـــــنــګ ولاړ یــم
ســلــــګــــــو نــیـــــولـــــــی یـــم مــلـــنــــــګ ولاړ یـــم
زړګـــی مــــــې ځــــکــه لــه بــیــــلـــتــون نـــه خـــفــه
د ســـوچ کــاروان مـــې د ســـکـــــــون نـــه خــفــه

د ښـــــــــکلاګــانـــــــو مـــعــــــجـــــــزه وي مـــــــــــورې
دې ســـتــړي زړه تـــه مـــې دمــــــه وي مـــــــورې
ســتــړی ســـتــومـــــانـــه یـــم ســلــګـــــــو نـــیــولــــــی
دې ســـتــا پــه غـــم کــې تــــورو شـــپـــو نـیــولــی
نــــظــر د ســتــرګــــــو مــــــې بـــدلــــــــون نـــه خـــفــه
د ســــــــوچ کــاروان مــې د ســــکـــــون نــه خــــفــه
حــســـــن ښـــــــکــلا او مـــحــــــــبــــت وي مـــــــورې
د نــــنـــګ زانــــګــــو مــې د هــــمـــت وي مــــورې
ســـتـــا جـــــــــــداي زه درددولــــــــــــــــــی یــــمـــــه
د زړه پــه کـــور کــــې چــــې نـــن غـــلــــی یــمــه
قـــســـمــــت زمــا د خـــــپـــلـــه شـــتــــون نـــه خــفـــه
د ســــــــوچ کــاروان مــې د ســــکـــــون نــه خــــفــه

د زړه زانــــګــــــــــو دې زنـــــګـــــــــولـــــــم مــــورې
تـــــا پـــــه خــــــــــبــــرو راوســـتـــــــــلـــــم مـــــــــــورې
اوس تــــا پـــســـې څـــیــــرې ګـــریــــوان ګـــرځـــمــه
قــــســــــــم دې زه اوس ســـرګـــــــــردان ګــــــرځـــمــه
زه د بـــــیـــــلـــتـــون لــــــدې قـــانــــون نــــه خــــفـــه
د ســــــــوچ کــاروان مــې د ســــکـــــون نــه خــــفــه

مـــــــورې نســیـــم ســـتـــوري لـیـــکلــی شــعــر دی
زمـــــا پــــــه درد ئـــــــــې درددولــــــــی شـــعــر دی
د هـــــــغــــــې مــــور تــــــه اوږد ژونــــد غـــواړمـــه
د هــــر نـــعـــمـــت ورتــه خـــوږ خـــونـــد غواړمـــه
د زړه کـــــــنـــــډر مــــــې د ســـــمـــــون نـــه خـــفــه
د ســـــوچ کــاروان مـــې د ســـکــــــون نـــه خـــفــه

29/08/2021

حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مَنْ حَفِظَ عَلی اُمّتِيْ اَرْبَعِیْنَ حَدِیْثاً فِیْ اَمْرِ دِیْنِهاَ بَعَثَهُ اللهُ فَقِیْهاً وَ کُنْتُ لّهُ یَوْمَ الْقِیاَمَةِ شَاهِداً وَ شَهِیْداً ( ترمذی)
ترجمه: هر څوک چي زما د امت د دیني فایدې د پاره څلوېښت حدیثونه جمع کړي الله تبارک وتعالی به هغه سړی د قیامت په ورځ فقیه راپورته کړي د قیامت به ورځ زه غواړم چي دده شفاعت وکړم اوغواړم چي د هغه ګواه او شاهد سم

16/06/2021

د ښه زړه په لټه کی شه نه د ښکلی صورت، ځکه ښکلا همیشه نه پاتی کیږی مګر هغه چی ښه دي همیشه ښکلی دي. (سخنان حکیمانه)

06/06/2021

#مـــــور
کیږدمه خپل سر په زنګانه ورپسې وژاړم

ګل وطن را یاد شي، کینم ښه ورپسې وژاړم

څوک وایي چې کلک وي نارینه ته ژړا نه ورځي؟

زما خو چې مورکۍ شي را په زړه ورپسې وژاړم

بس چې په دې لوی جهان کې چا باندې مور بوره شي

ځمکه راته اور شي، دلته زه ورپسې وژاړم

یو یو راپه یاد شي، یاران ذهن کې راوګرځي

سترګې مې چینې شي او اوبه ورپسې وژاړم

03/06/2021

افتخار په مال او عار له فقره نه کا
د کمال خاوند په هر صورت افضل دی
همېشه په ښه سيرت سړی ښه ښکاري
په صورت باندې که زېړ او يا شډل دی

Want your school to be the top-listed School/college in Sharan?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


Zmari Jahani
Sharan
پکتیکا