که د انسان په شونډو د مسکا راوستلو هنر ولرې، نو ته یو لوی ډاکټر یې🥰
همکار
اسلام پوهنه Islamic Studies
To be the active heroes of our wartern Afghanistan in side of educational service.
څه یو او څه غواړو؟
موږ تل د غوره اشخاصو په لټه کې یو،
خو دا مو هېره کړې...
چې پخپله هم غوره و اوسو !!
16/07/2022
حديث شريف ❤️
*رسول الله ﷺ فرمائي:*
*دالله تعالی سل برخې رحمت دی چې په یوه برخه یې مخلوق یو پر بل رحم کوي*
*او ۹۹ برخې یې دقیامت ورځې ته ساتلې دی چي پرخپلو بندګانو اللهﷻ پدغه ورځ رحم کوی.*
*(صحیح مسلم)*
15/07/2022
🌹 دانسان رزق په تقدير کي ليکل سوی دی 🌹
حيرانو نکې کيسه:
په کال 1958م کې دچین واکمن مشر خپل ملت ته امر وکړ، چې موسمي مرغان د ې ټول ووژني؛ ځکه دوی د ځمکې حاصلات خوري او د زراعت محصولات کموي.
د مشر د امر نه وروسته بزګرانو به په زرهاو موسمي مرغان ووژل او چاچې ډېر مرغان وژل هغوی به په انعامونو نازول کېدل. هغوی ته دملې اتلانو لقبونه هم ورکول کېدل.
څه وخت وروسته دچین ټولو اطرافو کې ملخان زیات شول، هغه ملخان چې مرغانو به خوړل، ملخان دومره زیات شول چې یوه غمیزه یې جوړه کړه، دکرهڼې ټول محصولات ملخانو وخوړل، تردې چې په کال 1961م په چین کې لویه لوږه رامنځته شوه او 15 میلیون انسانان د لوږې نه مړه شول.
دا ګومان مه کوه چې د چانه د رزق قطعه کولو یا کمولو سره ستا رزق به زیاتیږی او ژوند به دې ښه شي، دټولو انسانانو رزق په تقدیر کې تقسیم شوی هرچا ته دخپل قسمت په اندازه رسیږی. کېدای شی د کوم کس نه چې ته رزق قطع کوي، هغه ستا نه لوې لوې بلاګانې او شر دفع کړي او ته ورباندې نه پوهیږی.
15/07/2022
ټولو ګرانو هیوادوالو ته سلامونه! هغه کسان چې د قرآن کریم زده کړه، تجويد ،تفسیر، فقه، حديث، عربي سره مینه لري په« آنلاين»ډول، زه عبد البصير قرآنمل ستاسو په خدمت کې یم.
دواتساف شمېره:(0093700759171)
( 00919105079976 )
10/05/2022
موږ نه غواړو چې ښه واوسو، موږ یوازې دا غواړو چې ښه وګورو او ښه وبلل شو ،
او دا د منافقت تر ټولو لوړه درجه ده.
10/05/2022
دمسلمانانو يو کوچنی کلی.
23/04/2020
روژه کي د تندي مخنیوی...
که غواړی چي په روژه کي تږي نسی دغه لارښونې عملي کړئ:
۱: هغه مشروبات باید چي کافین لري باید ونه څیښل سي، دا ځکه چي کافین (Caffeine) بولي زیاتوي، چي د بدن مالګې او اوبه خارجیږي.
۲: پر پیشلمي او روژه مات باندي میوې او سبزي خوړل د انسان د بدن اوبه پوره کوي، چي دا هم د روژې لپاره او هم د صحت لپاره ډیر ښه دي.
۳: نمکینه او مصاله داره خوراک انسان تږی کوي، چي بیا تنده صورت نیسي، باید په روژه کي مالګه او مصاله په اندازه استعمال سي.
۴: د روژه مات څخه څه ګړی بعده باید یو ځل اوبه ونه څیښل سي باید څو څو ځلي وڅیښل سي، په دې سره د انسان د بدن اوبه پوره کیږي او تنده له منځه ځي.
۵: په ډیره ګرمۍ کي باید تګ را تګ ونسي، همدارنګه باید ډیر کار ونسي چي تر څو د بدن اوبه ضایع نسي او تنده را منځته نسي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Noida