_🚩
_🕊️
Pukhtoon Students Federation SBBU Wari Campus
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Pukhtoon Students Federation SBBU Wari Campus, College & University, Village Manzai Darora, Dir.
🤍_🚩
26/05/2026
غټ اختر هم مبارک شه _
پښتون سټوډنټس فېډرېشن _🚩
میر شہیر شاہ صدر پختون سٹوڈنٹس فیڈریشن شھید بینظیر بھٹو پوھنتون واڑئ کیمپس❤️
06/05/2026
د ټاکنې اعلان!
د پښتون سټوډنټس فیډرېشن د کابینې په متفقہ فېصله، پخوانی د سپورټس سیکرټري ملک سدیس خان د پښتون سټوډنټس فیډرېشن شھید بینظیر بھٹو پوھنتون واڑئ کیمپس سینئر وائس پریزیډنټ وټاکل شو.
مونږ ملک سدیس خان ته د زړه له کومي مبارکي وړاندې کوو. له الله تعالی څخه دعا کوو چې خپل نوي مسئولیتونه او فرائض په ښه ډول ترسره کړي، د محصلینو د حقونو لپاره تل مخکې وي، او د پښتون سټوډنټس فیډرېشن ماموریت نور هم مخ ته یوسي. ستاسو لپاره نېکې هیلې او د روښانه راتلونکي دعاګانې.
پښتون سټوډنټس فیډرېشن ژوندی دې آباد دې 🚩
08/04/2026
8 اپریل 1968 یوم تاسیس پښتون سټوډنټس فېډرېشن _
05/04/2026
په کلي کې سهار دی. د "ښاري/ماډرن ژوند" سهار تر دې ښه ډېر ناوخته وي. "ښاري/ماډرن پښتانه" چې را پاڅي او ځان "فریش" کوي، دا پوسټ به د فېسبوک ټریفک ډېر شاته پرېيښی وي. زه د کومو "شاته پرېښوول شوو شهیدانو" ياد تازه کول غواړم. په دې یاد کې د چا د شراکت سوال د هغه په ظرف او ماډرڼېټي پورې....
دا تاسو چې کوم عکس وینئ، دا یو غیرمقبول يادګار دی. د غیر مقبولو شهیدانو نومونه ور باندې درج دي.
دا نه د قصه خوانۍ، ټکر او هاتي خېلو د شهیدانو خدائي خدمتګارانو يادګار دی او نه د بابړې د شهیدانو خدائي خدمتګارانو يادګار.... دا نه د 1930م دی او نه هم د 1948م.....
دا بېخي اوسنۍ خبره ده.
خو تسلسل بېخي هم هغه دی.
دا د 2010م د شهیدانو یادګار دی.
په دې وخت کې باچاخان هم تر تورو خاورو لاندې وو او ولي خان هم او د هغوی اکثر ملګري هم....
دا خبره ښه په درز روانه وه چې د باچاخان او ولي خان لار پرېښوول شوه... د سیاسياتو یو پنجابي استاد پښتنو هلکانو ته وئيلي وو: "پښتون نېشنلزم نور د ګور مړی دی."
زه به سوچ واخیستم چې د ګور مړي څوک په دومره ځانمرګو د څه دپاره ولي؟
خدائي خدمتګاري ختمه شوې ده، د ولي خان مزاحمتي سیاست پرېښوول شوی دی او پښتون نېشنلزم د ګور مړی دی او بيا هم د قصه خوانۍ، ټکر، هاتي خېلو او بابړې په شان د قتل عام واقعات؟
دا د 2010م خبره ده. د نن ورځې...
د کوز دير په تېمرګره کې 63 نېشنلیان پښتانه په یو ځانمرګي برید کې وا لوځول شول.
هغوی خپل وطن ته د برطانوي استعمار ورکړی او جابر پاکستاني ریاست ساتلی منحوس نوم بدل کړی وو. هغوی د "پښتونخوا" د نامه جشن لمانځلو ته را ټول شوي وو چې په سرو وینو ولمبول شول.
دا یوازې د خپل وطن د نامه د بدلون د یوې چار ديوارۍ دننه تر سره شوې سزا ده. د کوم ځای نېشنلیان په سزا و نه رسېدل؟ څوک به د محفوظې علاقې نشاندهي وکړي....
ما څو ځله وئيلي، نن بيا وایم چې موږ لا هغه ژبه نه ده موندلې چې په تېرو شلو کلونو کې زموږ پر تحریک تېر شوي څه بيان کړي..
ژبه د اظهار یوه ناتوانه وسیله ده.
زه د سوشل مېډيا اوږده ژبه نه یادوم. زه د درد د اظهار طاقت لرونکې ژبه یادوم. هغه ژبه نشته. چرته هم نشته.
زه د درد د ژبې په موندلو پسې د دومره لرې تګ اراده لرم چې ورک شم، داسې ورک لکه د قام د تحریک ټول نوم ورکي شهیدان... او د هغوی ورک څلي...
داسې ورک چې څوک راپسې د خپل دې شعر د وئيلو هم پيدا نه شي:
چا به وې د قربانیو دور تېر شو
ما به رد د سورخپوشانو په مثال کړ
خان زمان کاکړ
پښتون سټوډنټس فېډرېشن شهید بینظیر بهټو پوهنتون واړي کیمپس _
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Village Manzai Darora
Dir
SAHIL