09/06/2026
✨ د زده کړي مینوالو ته زېری! ✨📚
په ډېرې خوښۍ سره تاسو ته خبر درکوو چې شجاع انګلیسي اکاډمي، د ځینو ناڅاپي شرایطو له امله د څو میاشتو لپاره تړل شوې وه، اوس یو ځل بیا خپل تعلیمي فعالیتونه پیلوي.
موږ ژمن یو چې خپلو زده کوونکو ته د لوړ کیفیت زده کړې، غوره تدریسي چاپېریال او مسلکي لارښوونه وړاندې کړو.
✅ د انګلیسي ژبې زده کړه
✅ د ښوونځي زده کوونکو لپاره ځانګړي پروګرامونه
✅ تجربه لرونکي استادان
✅ عصري او اغېزمن تدریسي میتودونه
✅ مناسب فیس او غوره خدمتونه
که غواړئ خپل راتلونکی روښانه کړئ او د علم په وسیله پرمختګ وکړئ، نو همدا اوس شجاع انګلیسي اکاډمۍ ته مراجعه وکړئ.
📍 پته: رز محمد پمپ، مین روډ
📞 د نوملیکنې او نورو معلوماتو لپاره له موږ سره اړیکه ونیسئ.0706145860%
"علم هغه رڼا ده چې د بریا او پرمختګ لاره روښانوي."
ستاسو د راتګ په هیله!
Copy
26/05/2026
اختر مو مبارک شه
د بېرمل محصلینو ټولنې له لوري ټولو مسلمانانو ته، په ځانګړي ډول زموږ قدرمنو خلکو ته د زړه له کومي د اختر مبارکي وړاندې کوو.
الله تعالی دې زموږ قربانۍ عبادتونه او دعاګانې قبولې کړي🤲او زموږ وطن ته دې تلپاتې سوله یووالی او خوشحالي راولي.
موږ دعا کوو چې الله تعالی دې زموږ ځوان نسل ته د علم پوهې او تعلیم دروازې نورې هم پرانیزي ترڅو زموږ ټولنه د پرمختګ او رڼا پر لور روانه شي.
راځئ چې دا اختر د مینې ورورولۍ او زدهکړې د ارزښتونو د پیاوړتیا سبب وګرځوو.
اختر مو مبارک شه!
(بېرمل محصلینو ټولنه)🌱🤝🙌✌️
15/05/2026
برمل سټوډنټس سوسایټي له خوا موږ خپل ګران ورور نویدخان
ته د درې کلن Diploma in Veterinary Sciences (DVS) د کامیاب بشپړولو په مناسبت د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوو. 🌹
دا ستاسو د زیار حوصلې او نه ستړې کېدونکې هڅې ښکلی ثمر دی. تاسو نه یوازې علم حاصل کړ، بلکې د ژوند مهم درسونه مو هم زده کړل او د خپلې راتلونکې لپاره مو یو قوي بنسټ کېښود. ✨
الله تعالی دې ستاسو دا کامیابي نوره هم برکتناکه کړي، او په راتلونکي کې دې لا زیاتې بریاوې، خوشحالۍ او کامیابۍ در په برخه کړي. 🤲
موږ باور لرو چې تاسو به په خپل مسلک کې د ټولنې خدمت وکړئ او د خپلو والدینو هیلې به پوره کړئ. 💖
Signature Day دې مو مبارک وي! دا یادونه به تل ستاسو د ژوند ښکلی برخه پاتې شي. 🌸
📌 From: Birmal Students Society
28/03/2026
په ډېر ویاړ او خوشحالۍ سره دا زیری درسره شریکوم چې زموږ د سیمې تکړه او زحمتکښه زدهکوونکي یو ځل بیا خپل استعداد ثابت کړ 🙌
تسبیح د ټول سکول سټاف په کچه په ازموینه کې لومړی پوزیشن (1st Position) ترلاسه کړی دی، چې دا د هغه د نه ستړي کېدونکي هڅو او د استادانو د ښه روزنې څرګندونه کوي .
همدارنګه، انس راضیه بیا په خپل کلاس کې لومړی پوزیشن (First Position) اخستی دی، چې دا زموږ د ټولې برمل علاقې لپاره د ویاړ ځای دی .
دا ډول بریاوې نه یوازې د زدهکوونکو شخصي کامیابي ده، بلکې د هغوی د کورنیو، استادانو او د ټولې سیمې د پرمختګ نښه ده. موږ د دوی کورنیو ته مبارکي وایو او ډاډ ورکوو چې ستاسو دا زحمتونه به حتماً لا نورې بریاوې هم وزېږوي .
الله تعالی دې دا ماشومان لا هم په علم، اخلاقو او کامیابیو کې پرمختګ ورکړي، او زموږ برمل سیمه دې د تعلیم په ډګر کې نوره هم روښانه شي .
18/03/2026
ګرانو دوستانو او د سیمې قدرمنو خلکو.
تاسو ټولو ته د کوچني اختر مبارکي وایم. الله تعالی دې دا مبارکه ورځ زموږ لپاره د خوشحالۍ، رحمتونو او برکتونو سبب وګرځوي.
په داسې حال کې چې زموږ په وطن کې حالات ډېر سخت دي جګړې روانې دي ډېر خلک بې کوره شوي شهیدان او زخمیان لروزموږ زړونه له غمه ډک دي. راځئ چې په دې مبارکو ورځو کې د هغوی درد احساس کړو یو بل ته لاس ورکړو او د یووالي پیغام خپور کړو.
الله تعالی دې زموږ په وطن کې تلپاتې سوله راولي، شهیدانو ته دې جنت الفردوس نصیب کړي، زخمیانو ته دې عاجله شفا ورکړي او بې کوره شویو وروڼو او خویندو ته دې بېرته ارام او خوشحاله ژوند ورپه برخه کړي.
الله دې دا اختر زموږ لپاره د مینې، بښنې او یووالي سبب وګرځوي.
اختر مو مبارک شه 🌙
28/02/2026
رمضان لومړی لس ورځې د رحمت، دوهمې د مغفرت او درېيمې د دوزخ څخه د نجات پیغام له ځانه سره راوړي.
راځئ په دې مبارکه میاشت کې خپل زړونه پاک کړو، له ګناهونو څخه رښتینې توبه وباسو او له الله تعالی څخه د بښنې او بریا دعا وغواړو.
څوک خبر دی، کېدای شي دا رمضان زموږ د ژوند وروستی رمضان وي — نو هره شېبه یې قیمتي او د قدر وړ وګرځوو. 🤲🌙
الله تعالی دې موږ ټولو ته توفیق راکړي چې د رمضان له برکتونو څخه پوره ګټه واخلو. آمین