HINDara

HINDara

Share

Book Reviews

21/05/2026

پښتانهٔ لېبرل اېمپېریالسټ پهٔ هره دویمه خبره وایي مونږه پهٔ ټوله پښتونخوا کې “ملټري آپرېشن” غواړو.
دوي تهٔ ریاست یو لویې مهذبه ادارا ښکاري. دا ریاست به هم داسې آپرېشنې کوي، بیا به هم دا جنګ موجود وي، بیا به هر ترهګر خلاصې تڼۍ ګرځي. چې څوک هم د اپرېشن مخالفت کوي دوي ورته د ت ا ل ب خېرخواه وایي.
ستونځه نن هم پهٔ ریاست کې وه پرون هم وه او سبا به هم وي.

19/05/2026

د جنتونو پهٔ ګوټونو کې
ګونګوسی دی
انسانان خبر دي،
پرېښتې او حورې لهٔ یو بله تپوس کوي
“څوک دی دا چې راغلی دی؟”
غلمان ټول پهٔ خپل وجود
او وجودي ساخت شکمن دي…
د عطاالله جان د راتلو
نن یوه نیمه میاشت پوره شوه
خو بېګا یې
د غلمانو د سردار ننواتې نهٔ ده قبوله کړې
هغه لا د “نهٔ خوراک” پهٔ احتجاج دی
د هغه ضد تهٔ څوک ودرېدی شي؟
سبا د هغه د راتلو پهٔ “خوشالۍ” کې
مشاعره راجوړېږي
خوشال بهٔ راځي،
خو د شعر نهٔ ویېلو پهٔ شرط،
خان شهید
د جان پهٔ راوړي خبر
کتاب لیکل شروع کړي دي
هغه دلته هم پهٔ تاریخ کې خپل اواز
وژل نهٔ غواړي
مشر بدها،
باچا خان ته خط لیکي
چې
ګیلامن به هغه نظمونه نهٔ وایي
کم چې یې پهٔ جنت کې لیکلې دي
باچا خان د جان سره د مېلاوېدو وروسته
پهٔ دنیا کې پهٔ خپل کړي کار کې
“کمی” محسوسوي
د هغه پهٔ خدمت ولاړه حوره
د هغه لهٔ ټول ژونده خبر ده
فکر کوي
“انسانان کله هم مطمیېن نهٔ وي!”

~نجیب

10/02/2026

آرټ څهٔ کوي؟
زهٔ اوس پوهېږم د هر قسمه ادب او آرټ د قام د مشترکه حافظې، ددوي د تاربخ، شناخت او شتون سره څهٔ تعلق وي.

د انګرېزۍ پهٔ کتابونو کې، بلها تاریخونو کې (د امریکې، د یورپ او افریقې کم چې زما دپاره بیخي بد نهٔ دي خو)، ګېر چاپېر انګرېزۍ ژبه کې، ناشنا کلتور کې چې لکه د ټولنیزې فضا کردار لوبوي او انسان پهٔ خپل اثر کې رانغاړي او پټ پهٔ پټه یې هر قسمه deconstruction روان وي، پهٔ دې حالاتو کې یو د اعجاذ افق اواز، د هغه خوږې سندرې دي، د تسنیم، دروېش دراني، خان زمان کاکړ او ممتاذ اورکزۍ غزلې دي چې ما د ځان سره مېلاوهي، ما خپلې خاورې ته واپس رابلي. ماته د خپلې خاورې، د خپلې تاریخي غلامۍ احساس او د ازادۍ امېد راکوي. ماته “زما” ستونځې راښایي، ماته دا نیمګړتیا احساس راکوي چې څهٔ هم کووم دغه ستونځې پکې هېرې نهٔ کړم. ماته بیا بیا لکه د مور د غېږې احساس راکوي، زما ستړې کموي زما روح ته د خپلوئ احساس راکوي.

کهٔ آرټ مړ وی، کهٔ دغه خواږه اوازونه د عربي امپراتورۍ، باکستاني استعمارګرۍ او مذهبي بربریت لهٔ ځانه سره وژلی وی، زهٔ به خپلې خاورې ته څهٔ رابللم، ماته به د مور غېږه څهٔ رایادوله، ماته به د خپلوئ او ماته به زما د شتون احساس څهٔ راکوهٔ؟ زهٔ نهٔ یم خبر.

خبر پهٔ دې یم چې پهٔ هر حال کې سندره، آرټ او زما د خاورې نهٔ راوتی ادب ژوندی ساتل دي، چې مونږ ته د ژوند احساس راکوي، زمونږ ستړو روحونو ته خپاره لاسونه غېږه راکوي.

افق لګیا دی پهٔ خواږه غږ وایي:
ماته تمغه د باتورئ تړي خو شرط یې دا دی
چې به ددې خاورې اتل ته اتل نهٔ وایمه

لږ مخکې طفېل پښتون غږېدهٔ وې:
مخ یې هم تور، زړهٔ یې هم تور، ژبه یې هم توره ده
خوشحاله ستا اورنګ زما اورنګ ته چرته رسي

Want your school to be the top-listed School/college in Peshawar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address


Peshawar