د زوی نوې سیاسي نظریه: لومړی بایسکل، بیا د هیواد جوړول! 🚲🇦🇫😁
نوټ: د ریاضیاتو ویډیوګانو لپاره یو کوچنی خنډ منځ ته راغلی انشاالله راتلونکو نیږدی ورځو کې یی آپلوډ کوم.
#افغانستانی
Math In Pashto
د ریاضیاتو، فزیک او کیمیا اړوند تدرسی ویډیوګانی راسره وڅاری.
06/07/2026
که د مور او پلار سره مرسته نشئ کولی، هیڅ باک نشته، خو لږ تر لږه پرې بوج کېږئ مه.
ښه شپه ولرئ.
06/07/2026
د ریاضیاتو په نړۍ کې یو عدد شته چې ډېر خلک یې حیران کړي وو! هغه عدد ۲۵۲۰ دی،
په لومړي نظر دا یو عادي او ساده طبیعي عدد ښکاري، خو حقیقت داسې نه دی. دې عدد آن د ریاضیاتو ځینې پوهان هم حیران کړي وو. د دې عدد ځانګړتیا دا ده چې له ۱ څخه تر ۱۰ پورې په ټولو جفتو او تاقو عددونو پوره د ویش قابلیت لری.
۲۵۲۰ ÷ ۱ = ۲۵۲۰
۲۵۲۰ ÷ ۲ = ۱۲۶۰
۲۵۲۰ ÷ ۳ = ۸۴۰
۲۵۲۰ ÷ ۴ = ۶۳۰
۲۵۲۰ ÷ ۵ = ۵۰۴
۲۵۲۰ ÷ ۶ = ۴۲۰
۲۵۲۰ ÷ ۷ = ۳۶۰
۲۵۲۰ ÷ ۸ = ۳۱۵
۲۵۲۰ ÷ ۹ = ۲۸۰
۲۵۲۰ ÷ ۱۰ = ۲۵۲
وروسته له دې چې پوهانو د دې ځانګړتیا علت ولټاوه، دې پایلې ته ورسېدل چې دا شمېر د ۷ × ۳۰ × ۱۲ حاصل ضرب دی. په لومړي سر کې دا شمېرې تصادفي ښکاري، خو د پام وړ ټکی دا دی چې:
۷ د اونۍ د ورځو شمېر دی،
۳۰ د میاشتې د ورځو شمېر دی،
۱۲ د کال د میاشتو شمېر دی.
نو ۷ × ۳۰ × ۱۲ = ۲۵۲۰
دا ښيي چې شپه او ورځ، میاشت او کال، او د طبیعت نور ډېر نظامونه د ډېر دقیق نظم او حساب له مخې رامنځته شوي دي.
نو خپل وخت، ورځې او شپې بې ارزښته مه ضایع کوئ، بلکې اعظمی استفاده ترینه وکړئ.
06/07/2026
سم ځواب کمنټ کړئ
#انلاین #افغانستانی
06/07/2026
محمد بن موسی الخوارزمي؛ هغه نابغه چې نړۍ یې بدله کړه!
ایا پوهېږئ چې د الجبرا (Algebra) او الګوریتم (Algorithm) کلیمې د یوه مسلمان عالم له نوم او کتاب څخه راوتلې دي؟
محمد بن موسی الخوارزمي (۷۸۰–۸۵۰م) د اسلامي زرین عصر ستر ریاضيپوه، ستورپوه او جغرافیهپوه وو.
* د «الجبر والمقابله» کتاب له امله نن ورځ هغه ته د الجبر پلار ویل کېږي.
* د «Algorithm» کلیمه د الخوارزمي له لاتیني نوم (Algoritmi) څخه جوړه شوې ده. هر کمپیوټر، موبایل او مصنوعي ځیرکتیا د الګوریتمونو پر بنسټ کار کوي.
* هغه د 0 څخه تر 9 پورې عددي سیستم په خپرولو کې مهم رول ولوباوه، هغه سیستم چې نن ټوله نړۍ ترې استفاده کوي.
* د ریاضیاتو تر څنګ یې په ستورپوهنه او جغرافیه کې هم مهم اثار پرېښي دی.
خلاصه دا چې که الخوارزمي نه وای، ښايي نننی کمپیوټر، پروګرام جوړونه او د ریاضیاتو ډېری پرمختګونه په بل ډول وای.
هر ځل چې موبایل کاروې، د الخوارزمي د فکر یوه پایله کاروې.
#انلاین #افغانستانی
موضوع: الجبر معرفی او د عددونو مطلقه قیمت
استاد: محمدعثمان غورځنګ
د ویډیو په پیل کې غږ سیی نده ریکارډ شوی خو وروسته سمه شوی ده، هیله ده چی ویډیو مفیده تمامه شی.
🙏
#انلاین #افغانستانی
06/07/2026
?
06/07/2026
سم ځواب کمنټ کړئ!
"که زموږ پاڼه مو په نظر مفیده وې نو د فیسبوک په یوه⭐ ستوري لېږلو سره زما ملاتړ وکړئ.
مننه🙏
#انلاین #افغانستانی
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Address
New York, NY